(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

[13.Mar.2025 - 10:47]

 

غزل : خان بهادر خيال 

 

تل داسې خانده د خندا سلسلې ماتې نه کړې

ټوټې زړګې مې پرې راټول دې ټوټې ماتې نه کړې

 

د ښکلي مخ ګلان يې ؤړم د سباؤن غاړې له

د درنو سترګو حوصلې شوګيرې ماتې نه کړې

 

د تن سختۍ هسې نه بار مې شې د زړه په دنيا

زما له ژونده سره کړې وعدې ماتې نه کړې 

 

څو چې پراته وي د کاسو په مخ سپېره ګردونه

په يؤ څو څاڅکو د عمرونو توبې ماتې نه کړې

 

پکښې پرتې دي د سپين مخو سحرونو قيصې

د خړو څلو خړې پړې ډيوې ماتې نه کړې

 

يؤ ځل ورذده که شو سبب د لېونو د اتڼ

ګوره که بيا پکښې شیخانو اوګې ماتې نه کړې

 

د ژوندون ناوې چې په شړنګ يې تخنوې زخمونه

ګورې بې وخته دا سازګرې ګجرې ماتې نه کړې

 

چې په ګډا يې کړلې ستا د در خاموشه کوڅې

د خيال د مست نظر ګلګونې نشې ماتې نه کړې 

 

انتخاب سنګر                                                       Khan Bahadar Khyal


بېرته شاته