(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زه او ته
راځه چې سره وسپړو دا زړونه زه او ته
رازونه زه او ته
خيالونه زه او ته
تر څو به وي لانجې او کړکېچونه زه او ته
جنګونه زه او ته
مرګونه زه او ته
ټول تن ټپي ټپي شو غوښې وشلېدې له نوکو
جګړه ده په هډوکو
ژړاوې دي په کوکو
د بل چا په لمسون زغمو ټپونه زه او ته
دردونه زه او ته
رنځونه زه او ته
بېل بېل دي دوزخونه د بېل بېلو ځواکونو
په نوم د تنظيمونو
د دښمنو هېوادونو
تر څو به وي لمبې دا دوزخونه زه او ته
اورونه زه او ته
خوږلنونه زه او ته
شل کاله شول ورېږي د غونډسکو بارانونه
ګولۍ دي که بمونه
که هر رنګه ګازونه
ويجاړ مو شو هېواد لا هجرتونه زه او ته
مصيبتونه زه او ته
شهادتونه زه او ته
بڼونه ويجاړ شوي او کروندې ټولې شاړې
په خولې مو نشته لاړې
لګېدلې د غم داړې
ويالې دي ړنګې بنګې کارېزونه زه او ته
رودونه زه او ته
سيندونه زه او ته
راغلى دى مهال بيا د حالاتو بدلېده کې
شته ګټه خوځېده کې
د ژوند په کښېده کې
راځه چې د تدبير وکړو سوچونه زه او ته
ليکونه زه او ته
انځورونه زه او ته
په کر باندې د ګلو بيا سمسوره پښتونخوا کړو
ړندې سترګې بينا کړو
په خوښه د بابا کړو
د ګل پاڼې جامې کړو شو ګلونه زه او ته
رنګونه زه او ته
وږمونه زه او ته
د ګل پاڼې ونولو له دې پسته په سرونو
وږمې شي د ګلونو
په سمو او په غرونو
په مينه سره ورکړو بيا لاسونه زه او ته
سلامونه زه او ته
محبتونه زه او ته
راځه چې سره زده کړو د کر کيلې نوې پوهه
د نوي ژوند په ګروهه
له دغسې وجوهه
تر څو به وي په کر کې اپينونه زه او ته
چرسونه زه او ته
بنګونه زه او ته
راځه چې په ورورۍ کړو د ورورۍ د ژوند اغاز
د مينې په ښه راز
د نوي ژوند په ساز
تر څو به يو د بل کنو قبرونه زه او ته
بېخونه زه او ته
بنسټونه زه او ته
غلو ولوټله برخه که زما ده که د تا
د بل چا په سلا
په سپين ورځ رڼا
راځه چې مو بيا خپل کړو قسمتونه زه او ته
نعمتونه زه او ته
عظمتونه زه او ته
تر څو په دښمنۍ به يو له بله لرې ګرځو
د بل چا پښو کې پرزو
له خپله برمه غورځو
راځه چې د دوستۍ جوړ کړو کورونه زه او ته
ښارونه زه او ته
واټونه زه او ته
ساپي درته رښتيا کړل نن د ټکو په ايجاز کې
هيڅ ندي د چا راز کې
د هيچا هم په ناز کې
بس غواړي چې ترلاسه کړو واکونه زه او ته
عقلونه زه او ته
شعورونه زه او ته
بېرته شاته |