(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

[13.Mar.2025 - 10:49]

عبدالهادي ملا

 

ستا چي یاد،ومه،ځواني وه، تاچي هیر کړم اوس زړېږم

مست اټک وم بهېدمه،دروند خیبر سوم رانړېږم

 

داد لمر د تندي اور دی،د مالګینو شون‌‌‌‌‌‌ډو زور دی

تنده نه سوه یو بلا سوه،‌‌‌‌‌‌ډوب په بحر نه اوبېږم

 

تور او سره رنګونه یو دي، د وخت لمر ته نه ټينګېږي

که له سترګو دي کړم لري،نو د شون‌‌‌‌‌‌ډو هم هېرېږم

 

په پېرزو د یارانې مي،شهادت راخراب نه کړئ

د ګدۍ یارانو واورئ،لاس مو نه غواړم ‌‌‌‌‌‌ډوبېږم

 

د سحر د سترګو پرخه،د مازګر د غروب کرښه

ستا د حسن خیال آباد کي،پردېس خیال یمه تېرېږم

 

خوله مي بوی کړه بېګناه یم،نه څه څکلي نه خوړلي

دې محله کي د رندانو،شیخه تانه لږ پټېږم

 

تا وې غیږي ته را ړنګ شه،زما د غم پښتو د غاړي

ستا د ورور د بدۍ یمه،خو له موره دي شرمېږم


بېرته شاته