(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

الحاد

[13.Mar.2025 - 11:11]

الحاد

- فضا خان -

وږ ستاسو لیکنې د ملحدینو په هکله په

الحاد په لغت کي له دین نه ګرځیدل، په دین پسې بد ویل، د خدای د وجود څخه منکره کیدل او بې دینۍ ته وايي، الحاد همدارنګه و کفر، شرک او بت پرستۍ ته هم وايی.

 

په اصطلاح کي د حق د لارې څخه ګرځیدلو ته الحاد وايي، او هغه څوک چي د حق د لاري څخه وګرځي و دغه کس ته (ملحد) وايي.

 

الحاد پردوه ډوله دی:

۱: خاص الحاد: د خدای د یووالي څخه انکار کول او له اسلامه ګرځیدل و دې ته خاص الحاد ویل کیږي. هغه څوک چي د خدای د وجود څخه منکره وي هغه ته ملحد ویل کیږي، ټول الهي دینونه (یهودیت، عیسایت، اسلام) د خدای د وجود قایله او منونکي دي، حتي ټول مشرکین یې مني چي خدای شته؛ و الحاد ته دهریت هم ویل کیږي، ملحدین او دهریان د پخوانیو فلاسفه وو یوه برخه ده، هغوی په دې باور وه چي زمانه (دهر) ازلي ده، هرڅه همدغه زمانه پیداکوي او الله نشته، الیعاذ بالله، که له دوی څخه پوښتنه وشی چي دا زمانه چا پیداکړل بیا هیڅ ځواب نلري.

 

الحاد په خاصه معنا سره و ارتداد ته هم ویل کیږی، کافر ، مرتد ، دهري ا و ملحد په ځینو ځایونو کي په یوه معنا سره هم استعمالیږي.

 

الحاد ودې ته هم ویل کیږي چی یو څوک د قطعي او ښکاره امورو د دین تأویل وکړي، ودې ته په قرآن کریم کي الحاد وايي او په احادیثو کي ورته زندیق وايي، لکه یوڅوک چي ووايي چي صلوة (لمونځ) صرف ودوعاء ته وايي، او صرف یوه دوعاء وکړه بس همدا لمونځ دی، یا زکات، یعني که دي په وسه وه یوڅه ورکه نه نصاب غواړي او نه هم وخت غواړي بس همدا زکات دی ودې ته هم ملحد او زندیق وايي؛ لکه احمدیان (قادیانیان او نور…)

 

۲: عام الحاد: د دین په اصولو باندی باور نه کول، بي دیني کول، بې لاریتوب کول و دې ټولو ته الحاد ویل کیږي، یعني که یوڅوک په یوه خدای باور لري خو ددین په اصولو کي یو اصل یا ډیر اصول نه مني ودې ته هم ملحد ویل کیږي، همدارنګه هغه عقائد او اصول چي په دین کي منل شوی وي هغه رد کړي او یایې ونه مني دغه هم ملحد دی،

Fizza Khan 

- فضاخان
بېرته شاته