(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

پسرلی

[13.Mar.2025 - 10:55]

پسرلی

 

پـــــسرلـــی مــــی مــــــوســومــــــونـــــو کـــی خــــوښــــږي

د ځــــوانــی وخـــــت مــی وخــــتـونــو کــــی خــــوښـــــږي

 

تــا چــې رنــــګ ورتــه د شــــونـــډ و خـــپـل پـــور ورکـــړ

ســـــره ګــلان مــــی پــــه بـــاغـــــونــــو کــی خـــــوښــــــږي

 

کــــــــه د ج ټـــــــــــا ل دی  اچــــــــوی  درځـــــــمــه

ټـــا ل د زلـــــفـــو مـــی ټـــا لــــــونـــــــو کـــی خـــــوښــــــږي

 

دا یــــــــــوه  خـــــــــــــبـــره  یـــــــاد  د رســـــــره  ســــــــا تــــــه

پــــښـــــتـنـه مــــیـــنــه مــی زړونــــو کـــــی خــــــوښـــــــږي

 

چې دا ســــتــوري د اســمــان ئــــی پـــه ســر ځـــا نـــګـــي

اوســــیـد ل مـــی جــــګـــــو غـــرونــــو کـــی خــــوښــــــږي

*****
 

 

خــوښ مې پسـرلـی دي ځـکـه ټولو موسومــونـو کـې

شنی جامی اغوستی طبیعت وي سمه او غرونو کې

 

وخت که دځوانۍ دکال وي دائـی دځوانـۍ وخـــت دي

ژوند او ځـواک پیدا شـی ونــو بـوټـو پـه رګـونــو کـې

 

ځـوان د مین زړه شي هم ئی فـکـر په ځـوانۍ راشي

ځـانـګــی د ګـل څـانګــو کــې د زلــفـو پــه ټـالـونـــو کـې

 

مست شي بلبلان پـه بـاغـیـچــو کې مـیلـی جـوړی کړي

ګـــرمـــی تــرانـــــی د بـــــلـــبـلانـــــو وي بــــڼــونــو کــې

 

ســتـوری ئی د سترګــو پـه کـمره کې عکاســی کـوي

رنـګ   د یـار د شـونـډو  ویــنـی پـاڼــو د ګـلـــو نـو کـې

 

 

 

پسرلی د ګل ځــوانـــي ده یــو څــو ورځـي وی تــېریــږي

زه هغه پسـرلی غــواړم چــې تــل ځــوان وي نــه زړېـــږي

 

چې د مـینی پاچاهـی وي جـذبــه زړه کـې د ورورۍ وي

امــن راشـــي بـیـا وطـــن تـه، د زیـاتـی کــــډی بـــارېـږي

 

پــه نـــظــر پــــابـــنـدی نـــه وی د هــر چـــا نـــظــــر آزد وي

کـه بــاچــا وي که ګــداوي، یـو شـان حـــق لري ګړېـــږي

 

ستوری روڼ د خپلواکۍ وی، خوشحالـی وي کـور په کور

د پـښـتـو چـمن سمــسور وی او پښتون بلـبله چــغېږي

 

( ډاکتر کبیر ستوری )

Published:13 March 2025


بېرته شاته