پښتون جرګې
[10.Feb.2020 - 11:45]دپښتون قامي جرګې ملاتړ
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP ــ Pashtoons Social Democratic Party) د پښتون ژغورنې د غورځنګ سرلښکر منظور پشتین له خوا په بنو جلسه کښې د قامي جرګې د رابللو د وړاندېز په کلکه ملاتړ کوي.
پښتانه په اوسني وخت کې له ۷۰ اویا ميلونو نه ډیر اټکل کېږي،چې د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډاي او موړ کولتور لرونکي دي، چې پښتونولي نوميږي. پښتونولي د جرګو يو ولسوليز (ډیموکراټیک) سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتنو په خپل اوږد کړکیښ (تاریخ ) کې ډیرې سړې او تودې ليدلي دي، خو تل ئې خپل ملي او قامي پیژند ( هويت ) ساتلی دی او خپلې ستونزې یې په جرګو حل کړیدي.
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په دې وسیله په ټولو ملتپاله ګوندونو او غورځنګونو غږ کوي، چې پښتون قامي جرګې كښې برخه واخلي او د پښتون قامي جرګې پریکړې په اتفاق پلي (عملي) کړي. دغه راز په سېمه اونړۍ کښې په سوله خوښو او امن خوښو ځواکونو غږ کوي چې د پښتون قامي جرګې د روا غږ ، چې په سېمه او نړۍ کۍ به د امن ځامن وي په کلکه ملاتړ وکړي.
په درنښت
نصیر ستوری
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري
پښتون درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار