(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

سندره

[13.Mar.2025 - 11:04]

سندره

 

چې مو راټول په یو کور کړي داسې څوک غواړو موږ

چې مو زخمونه لږ ټکور کړي داسې څوک غواړو موږ

یو بې وطنه بې کفنه لا وارثه افغان

که چېرې خلاص نور له پېغور کړي داسې څوک غواړو موږ

چې یو له غر بل له سنګر دریم له ټانګه ګوزي کړي

چې مو راټول په یو شکور کړي داسې څوک غواړو موږ

یوه د خیر تیږه چې کېږدي زموږ دواړو منځ کې

چې مې د ورور سره بیا ورور کړي داسې څوک غواړو موږ

چې مې ټوپک او قلم دواړه په قلم بدل کړي

چې نور له جنګه مو زړه تور کړي داسې څوک غواړو موږ

چې دا د وینو سېلابونه بس دی ودروي

چې سپین د امن څادر خپور کړي داسې څوک غواړو موږ 

چې کرښې ړنګې او ملي جذبې راوپاروي

چې ټول ولس په شرنګ او شور کړي داسې څوک غواړو موږ

چې مو شکېدلي ګرېوانونه راپیوند کړي بېرته

چې مو بچي د یوې مور کړي داسې څوک غواړو موږ 

چې د اغیار نه د اټک مظلوم زړګی وګټي

چې نور اوبه د ظالم زور کړي داسې څوک غواړو موږ

 

اجمل اټک یوسپزی Ajmal Attock Yousafzai

غزلباغ

 


بېرته شاته