Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
په تا مینه ېم
[13.Mar.2025 - 11:26]
پتا مئېنه يم راځه راپسې
د غرۀ لمنه يم راځه راپسې
کېداي شي ستا په راتلو جوړه شمه
ډيره دړمنه يم راځه راپسې
جولۍ به ډکه د سرو سرو درکړمه
د بېرې اونه يم راځه راپسې
راځه راځه بلا دې واخلمه زۀ
ساده بلنه يم راځه راپسې
ځانته مې جخته کړه بس بيا نو څه دي
زۀ گيلمنه يم راځه راپسې
بهر مې مۀ گوره زۀ هلته نۀ يم
خواره دننه يم راځه راپسې
د پېغلتوب شراب مې بيا څښکلي دي
څوارلس کلنه يم راځه راپسې
د لوئې وطنه يم راځه راپسې
ستا گل بدنه يم راځه راپسې
سيده حسينه گل
٨ اپريل ٢٠٢٤
مردان
دسمبره
يوه مسته شپه دې بيا وي
چې هغه
د خپلې ټولې مينې
او ناقلارتيا سره
دخپل لوگي لوگي سگرټ
د هر يو کش سره
زما ترڅنگه بيا ناست وي
په مخ ې ټول د سرؤيښته هم هاغه رنگه
بې ترتيبه وي او
سترگې ې سرې د بې خوبئ وي
د خماره هم وي
زما لاسونه يو ځل بيا د خپلې غاړې تاؤ کړي
تندى مې ښکل کړي
زه مدهوشه شمه
بيا ې د ژوند په ليچو وځانگمه
د خپلې ټولې زندگئ
ناقلارئ ورته اظهار اوکړمه
د فراز ډيره شاعري ترې واورم
د سگريت کش سره
لوگى زما په مخ راپرېږدي
په سترگو لاس کېدمه
ساه
هم په زوره زوره واخلم
خوشبويې ې حس کړم
ځان په ناوياته جنتونو کې
تر خوا ې گورم
د قد اووم اسمان ته ې اوگورمه
تر هر اسمانه
هغه
ټول زما وي
دغه احساس غواړمه
او بس
بيا د بل سگريټ لوگي ختم شي
اور ې مړ شي
زما په خواکې
په هم هاغه سور قالين
دپاسه
ايخودى ايشټرى
د لوگيدلو
سگرټونو د بې شماره
ټکړو
او د ايرو ډکه شي
د محبت
د هرې پېغلې
او د تاندې مرحلې په شان دې
د يو سپيځلي محبت تر” توره“ اورسيگي
د دسمبر
يوه واورينه شپه د نوې
هم دې نظم په تخليق کې اووځي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سيده حسينه گل