(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مفتي منیر شاکر

[22.Mar.2025 - 21:27]

 

مفتی منیر شاکر یو حق ویونکی ریښتینی مبلغ

لیک: سید عبیدالله نادر 

 

ارواښاد مفتی منیر شاکر د مارچ په پنځلسمه د ۲۰۲۵کال د روژي مبارکی په پنځلسمه په بمی چاودنه کې په خپل جومات کښي شهید کړای شو،                                        

پیښه د اورمړ تهاڼې په حدودو کې په پېښور کښي وشوه ،                                      

ارواښاد مفتی منیر شاکر یو حق ویونکی او بیداره سړی وو ،چې د ده ویناوي او تبلیغونه ټولي د حق په لاره کښي وي .                                                                       .

او د ده ویناوي تل بیدارونکي اړخونه درلودل ، د ده ویناوي او تقریرونه ، د اِمن ، سولي ، یو والي او د کرکي او نفرتونو د لیری کولو له پاره وي .                                       

د پنجابی استعمار او ظلمونو سخت مخالف وو.او د پنجاب د پوځ لاس وهنی یې په افغانستان کښي هم غندلي ،                                                                                      

پر حکومت پوځ او پنجاب استعمار او ملایانو یې سختی نیوکې کولې چې دا په خپله د ده قاتلین هم په ګوته کوي، چې قاتلین یې باید څوک اوسي .                                         .

پر حکومت او د پوځ پر کړنو او د پولیسو ادارو په چلند یې تل نیوکی درلودی               .

په پوځ یې نور لاره ورکه کړې وه ، او ډالری کارو بار ته یې ورته ډیره خطره ورپیښه کړې وه .                                                                                                     

قاتلین یې هغه کسان دي چې د دوي مفادات د ده د وینا له زوره په خطره کې ول، د دوی کارو بار په خطره کې وو.کار او د هغه او دهغه ملایانو او پوځ او استخبارتی شبکو د ډالری جنګونو مخه یې ډب کوله.                                                                            

او د هغه ملایانو پر ضد یې مبارزه کوله چې متحجره ډله وه ،                                  

چې د دین څخه یې د امرار معیشت او د پیسي پیدا کولو وسیله ګرځولی وه .او پر دین او مذهب یې تجارت کاوه ،                                                                             

او د هغوی مفادات د دي د تبلیغ له وجهی په خطره کښي ول ، نو د هغوي له خوا دی ووژل شو                                                                                                     .

که نه همدغه نعرې ، او سوری خو دا ټول روښانفکره ډله درګرده وهي ،چې سوله اَمن،او مونږ سوله امن غواړو ،او د پښتنو او بلوڅو خیر غواړو                                         

او خپل د کورو حجرو او جوماتونو له پاره خیر غواړو .                                        .

ارواښاد منیر شاکر د ډیرو ملایانو وینا ګانی هم د سوال لاندی راوستی                        

مفتی شاکر په رشتیا ویلو او حق ویلو شهید کړای شو                                          .

مفتی شاکر د هغه ډلو چې د پنجابی استعمار غلامی کوي ، شدیدأ مخالف وو.

قاتلین یې ښکاره دي ، هغوي چې پښتنو او بلوڅو ته اَمن نه غواړي ،او د پښتنو او بلوڅو د سر سودا کوي ، او د ډالری جنګونو او نیابتی جنګونو طرفداره او راوستونکي دي،او دي جنګونو ته لمنه وهی ،او جنګالیو سره مرسته کوي . دا ډله د ده قاتلین دي                                                                                                     .

مفتی منیر شاکر د هغه کسانو چې په افغانستان کښي د ښځو د تعلیم ، دکار او د بیان د آزادی مخالف دي ، د دي ډلو یې ډیر مذمت کاوه                                                        .

او دا متحجره ډلي یې غندلي.او د پنجاب استخبارتی لاس وهنې یې په افغانستان کې شدیدأ غندلي.

او هغه کسان چې :

د پښتنو او بلو څو د حجرو خیر نه غواړي ، او د سر سړی ورته وژني ،او یو غمخوار ورته نه پریږدي.د دي ډلو یې مذمت کاوه .

تر هغه ځایه چې د ده یو څو ویناوي یې چې هغه به هم ډیری لږي وي ، ما اوریدلي دي نو تبلیغ یې ډیر اغیزناک وو ،

په مرګ یې ډیر خلک و دردیده او په ښو او درنو الفاظو یې دی و نازوه او ډیرو د ده وژل د پنجاب د پوځ لاس و باله

یوې خور په نامه د فرزانه کوچۍ دا څو کرخي یې چې ما د ده د مطلب څخه همدا څو ټکي اخیستی لیکلي یې دي.

(نن مې ټولنیزې رسنۍ کتلې، ډیر زیات شمېر افغانانو د مفتی منیر شاکر په شهادت د غم او درنښت پوسټونه کړي وو. دغه ستر شخصیت یو مخلص عالم، داعي او د حق غږ وو . چې ټول ژوند یې د حق ویلو او د قام د حقونو لپاره وقف کړ

هغه د ظلم او جبر پر وړاندې ودرېد، د خپلې داعیې لپاره یې مبارزه وکړه او په پای کې یې د شهادت لوړه درجه ترلاسه کړه. د هغه ژوند د پښتنو لپاره یوه روښانه بېلګه ده؛ الله دې ورته جنت الفردوس ورنصیب کړي او کورنۍ او لارویو ته دې یې صبر ورکړي.)

بله خوا د پښتنو د ژغورنۍ د ملی غورځنګ مشر منظور پشتین په خپله پاڼه کې لیکلي دي ،

(د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ، ښاغلی مفتي منیر شاکر، په شهادت ورسول شو.

په دې پیښې واقعاً موږ ټول ملت ډېر غمجن یو.

هغه وخت، چې د وخت حاکم به د رښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغه وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو، د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نشتون باوجود، د حق او رښتیا غږ په جرأت پورته کاوه او مبارزه یې کوله.

سرونه یې پرې شول، خو ټیټ نه شول.

په دې سخت وخت کې، ان شاءالله، موږ پښتانه به د ښاغلي مفتي صاحب د کورنۍ سره په هر ډګر کې ولاړ یو.

الله تعالی دې مفتي صاحب ته لوړ مقام نصیب کړي. آمین.

د نامتو شاعر ادیب عبدالباری جهانی څو ټکي غمرازی د مفتی منیر شاکر پر شهادت او وژل کیدو 

انا لله و انا الیه راجعون!

(د پښتنو د ستر عالم او د د ینی او اجتماعی حقایقو مبلغ مفتی منیر شاکر په شهادت د زړه له کومي خواشینی سوم. حق متعال دي د هغه شهادت قبول کړي او اولادونو، کورنۍ او زما په څېر ټولو علاقه مندانو ته یې د زړه صبر او عوضونه غواړم.

زما په ټول اوږده ژوند کي مي د مفتي منیر شاکر په څېر هر اړخیز دیني عالم او زړه ور او خوله ور انسان نه وو لیدلی. زړه ته مي نه لویږي چي زما په باقي پاته ژوند کي دي بیا د هغه په څېر زړه ور دیني عالم ووینم او فکر نه کوم چي د پښتنو بدبخته قوم دي بیا په ډېرو زمانو کي داسي خوله ور او زړه ور انسان وویني

مفتي منیر شاکر د خُرافاتو، پیرانو او تاجرو ملایانو، چي نن ورځ یې بازار ډېر تود دی، داسي دښمن وو چي هغوی یې د زغملو حوصله نه درلوده او باید چي حوصله یې نه درلودلای. هغه د مُلایانو له خولې ناروا پیسې راګرځولې. هغه د پیرانو لنګرونو ته تاوان رساوه. هغه خلک د اسلام د دین واقعی او حقیقی مفهوم او مطلب ته متوجه کول

مفتی منیر شاکر یوازي زړه ور او خوله ور دینی عالم نه وو. هغه د پښتنو د ځوان مشر منظورپښتین ترڅنګ دونه په نره ودرېدی چي د ګوتو په شمېر ملایانو به یې جرأت کړی وي او یا یې ښايی نه وي کړی

شهید مفتي منیر شاکر د لر او بر پښتنو ګډ رهبر وو. د آی ایس آی او د دې منحوسي جاسوسي شبکې په زرګونو مزدورو او تالۍ څټو مُلایانو د هغه په پاکه وینه لاسونه سره کړل. هغه زړه ور شهید په خپله هم د خپل شهادت وړاندوینه کړې وه خو د خواشینۍ ځای دا دی چي نور د هغه ځای داسي تش سو چي په پنځوس کاله نور به یې هم څوک ډک نه کړي. حق متعال دي د هغه قاتلان او ټول هغه کسان چي د هغه په شهادت خوشاله سوي وي په سزا ورسوي. )

آمین

بده به نه وي چې د منیر بونیری دا شعر د طنز په کلام کې یې ډیر اوچت ګذار پر متعصبینو ، او تیاره ذهنتونو پر خاوندانو کړی ،چې د مفتی منیر شاکر د ژوند تصویر کشی کوی ، چې ارواښاد د حق وئیلو په لاره کښي خپل قیمتی حیات د لاسه ورکړ ، 

کلام د منير بونيری 

وينـې تـه اوبـه وايـه کـه ژونــد کـوې 

سپينې سپينې مه وايه که ژوند کوې

کفــــر ته د سره کفـــر مه وايـه

مړي ته اوده وايه که ژوند کوې

سپې ته ازمرى کارغه ته باز وايه

سپکو ته درانه وايه که ژوند کوې

دلته ژوند په لوي منافقـــت کېږي

زهرو ته خواږه وايه که ژوند کوې

يه منيره ځان بې نيټې مه وژنــه

بدو ته مې ښه وايه که ژوند کوې

د مفتی منیر شاکر ټولې ویناوي ثبت دي ، چې ده هر چا ته خپل پیغام پری ایښی دی ، او د هر چا د سوال ځواب په کښی شته، د مخه لدې چې ووژل شي د پولیسو ټولو ادارو ته یې د ځان د خطری په هکله خبرداری ورکړی وو ،

مفتی منیر شاکر د اوضاع او حالاتو نه ډیر با خبر انسان وو.

د ټولو دوستانو د مینه والو ښکلي خبری خو به يې ډیره ستونزمنه وي چې په دي مختصر کښي یې ځای کړم خو خپله لیکنه لنډوم.

الله تعالی دي منیر شاکر و بخښی او جنتونه دي نصیب شي، او دهغه کورنۍ او ټولو خواخوږو ته دي صبر جمیل په برخه شي 

 

- سید عیبدالله نادر
بېرته شاته