(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

[14.Jun.2025 - 14:45]

غزل 

 

ګېر چاپېره که ښادي دا که ماتم دے

ماسره زما د خپلې پښتو غم دے

 

له هغې ځلمي مې وينه مينه ځار شه

چې د ننګ په چار هم توره هم قلم دے

 

مرګ او ژوند مې د خپلواکه پښتونخوا دے

ما خوړلے په پښتو باندې قسم دے

 

وطن نه ويني کرسۍ پسې ور زغلي

څه ړوند کړے غرضونو دا عالم دے

 

سياست يې بازاري کړو نيلامي کړو

ليډر خان شو که ملا شو سم نا سم دے

 

که يې سر بيا بيا ماتېږي هم وردرومي

خټك داسې لېونے د خپل صنم دے

( اجمل خټک)


بېرته شاته