Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
بې پروا
[14.Jun.2025 - 14:49]
بې پروا لکه لولۍ وای
د غني بابا کلیات، مخ ۲۰۰
.
بې پروا لکه لولۍ وای
په ګلونو ګرځېدلای
.
او چې ټول عمر ماشوم وای
په بلا نه اوړېدلای
.
د دونیا د وږو سترګو
بې خبره ګرځېدلای
.
چې په خوله د جانان نه وای
د فراق وریتې غزلې
.
بې پروا لکه لولۍ وای
په ګلونو ګرځېدلای
.
بې خبره چې ادم وای
د رازونو د حوا نه
.
نااشنا مجنون ویده وای
د غمونو د لیلا نه
.
او چې حسن خبر نه وای
د خپل حسن د غورځنګه
.
دا زما زړه نااشنا وای
د دې ښو بدو د جنګه
.
.
لولۍ = لولکۍ، بورا = Bumblebee 🐝
(زرچاڼ/غوړچان= ممتاز خان