د نسېم بي بي
[17.May.2025 - 21:37]د نسیم بي بي یاد
د پښتنو میرمنو ونډه په سېاسي هلو ځلو کښې له تاریخي پلوه ډیر لوې ارزښت لري.
مور بي بي د غښتلې ارادې مېرمن او د اسفندیار ولي خان، اعظم خان هوتي او حیدر خان هوتي سیاسي استاده وه.
کله چي په 1975 کښې ذولفقار علي بوټو پښتانه مشران بندیان کړل, نو مور بي بي په ډېرې زړورتېا د قامي مبارزې بیرغ اوچت کړ او د سیاست ډګر ته راووتله, د پښتنو مبارزو میرمنو ېاد یې تازه کړ او کارنامې یې د تاریخ پاڼو ته وسپارلی شوې.
مور بي بي په ۱۹۳۳ کال کې زیږیدلې وه.
په ۱۹۵۴ کال کې له خان عبدالولي خان سره واده وکړ.
د ۱۹۷۷ کال په ټاکنو کې د خیبر پښتونخوا ایالت د عمومي څوکۍ څخه د لومړۍ میرمنې په توګه وټاکل شوه.
دباچاخان مرکز ودانۍ یې هم په هلو ځلو جوړه شویده
مور بي بي نسېم ولي خان
د ۸۵ کلونو په عمر په 16 مۍ 2021 لدې فاني نړۍ له تل لپاره سترګې پټې کړې
اروا یې ښاده
مور بي بي نسیم ولي خان د 1936 کال د جنورۍ پر 24 نېټه د امير محمد خان هوتي په کور کې د مردان پارهوتي سيمه کې زېږېدلې وه. هغه د خان عبدالولي خان دويمه مېرمن وه او واده يې په 1954 کال کې شوی و.
میرمن نسیم ولي خان په 1975 کال کې سياست ته راودانه شوه، کله چې خان عبدالولي خان د هغه وخت وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو لخوا ونيول شو او د هغه ګوند، نیشنل عوامي پارټۍ، غيرقانوني وګرځول شوه. په دغه سخت وخت کې، چې د حيدرآباد سازش کيس د لارې د ګوند مشرتابه جېلونو ته اچول شوې وه، بېګم نسیم ولي خان د ګوند واګې په لاس کې واخيستې. هغې نه يوازې د دې سازشي کيس مقابله وکړه، بلکې د سياسي خلا ډکولو لپاره یې ګوند ته يو ځل بيا سر ورکړ.
د بېګم نسیم ولي خان هلې ځلې وې چې د حيدرآباد سازش کيس ختم شو او ټول تورن مشران باعزته بري کړل شول. هغې دا هم ثابته کړه چې په پښتني ټولنه کې يوازې نارينه نه، بلکې ښځې هم د سياست مشري کولای شي. هغې د نیشنل ډيموکرېټک پارټۍ (NDP) بنسټ کېښود، چې د خان عبدالولي خان او سردار شېر باز مزاري سره د مشورې وروسته جوړه شوه. د دې تحريک له لارې نیشنل عوامي پارټۍ بندي مشران خوشې شول او ګوندي فعالان يو موټی کړل شول.
بېګم نسیم ولي خان ته دا وياړ هم حاصل دی چې هغه د خيبرپښتونخوا (سرحد) لومړۍ ټاکل شوې ښځينه پارلماني غړې وه. په 1977 کال کې، هغې د چارسدې او مردان نه د قامي اسمبلۍ دوه حلقې وګټلې (NA-4 او NA-8)، خو د مارشل لا له کبله يې د اسمبلۍ غړيتوب قسم پورته نه کړ.
کله چې په 1986 کال کې عوامي نېشنل پارټۍ جوړه شوه، خان عبدالولي خان د ګوند مرکزي صدر وټاکل شو او افضل خان لالا د صوبې صدر. بېګم نسیم ولي خان په 1994 کال کې د لومړي ځل لپاره د عوامي نېشنل پارټۍ د خيبرپښتونخوا صوبايي صدر وټاکل شوه. وروسته په 1998 کال کې يو ځل بيا صوبايي صدر وټاکل شوه.
هغې د 1988 نه تر 1997 پورې څو ځل د چارسدې نه د صوبايي اسمبلۍ غړې پاتې شوه. په 1990 او 1997 کلونو کې هغه د اپوزيشن مشره هم وه. بېګم نسیم ولي خان څلور ځل د عوامي نېشنل پارټۍ پارلماني مشره هم پاتې شوې ده.
بېګم نسیم ولي خان د 2021 کال د مې پر 16 نېټه د 85 کلونو په عمر کې وفات شوه او په ولي باغ چارسده کې د خپل خاوند خان عبدالولي خان ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوه.
#BegumNasimWaliKha 16.05.2025