Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لویه خدایه
[14.Jun.2025 - 14:52]بیټ نیکه
.
لويه خدايه ، لويه خدايه
ستا په مېنه، په هر ځايه
.
غر ولاړ دی درناوۍ کښې
ټوله ژوي په زارۍ کښې
.
دلته دي د غرو لمنې
زموږ کېږدۍ دي په کښې پلنې
.
دا وګړي ډېر کړې خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
.
دلته لږ زموږ اور بل دی
ووړ کورګی دی، ووړ بورجل دی
.
مېنه ستا کښې موږ مېشته يو
بل د چا په مله تله نه يو
.
هسک او ځمکه نغښته ستا ده
د مړو وده له تا ده
.
دا پالنه ستا ده خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
.
.
مېنه = ۱) د اوسېدو ځای، کور، استوګه ۲) سیمه ۳) هېواد (وطن) = A place of residence, area, country
درناوۍ = درناوی، درنښت، درونوالی، مرتبه = Respect, honour
ژوی = ۱) ژوندی، د سا څښتن ۲) حیوان، ځناور = A living & breathing being
کېږدۍ = ۱) خېمه، تمبو ۲) جونګړه = Tent
پلن = هوار، اوار، مسطح = Wide, flat
وګړي = خلک = People
ووړ = کوچنی = Small
کورګی = ووړ کور = A small house
بورجل = ۱) کور، استوګنځی ۲) مورچل، مورچه، سنګر، څوکۍ = A place of stay
مېشته = استوګن شوی، مقیم = Settled, inhabited, resident
هسک = اسمان = The sky
نغښته = راغونډونه، راټولونه = Rolled up
وده = پرمختګ (ترقي)، ښېرازي، لویېدنه = Progress, development, growth
پالنه = روزنه، تربیه کونه، پرورش کونه = Development, education, instruction
.
.ویاړنه
امير کروړ سوري بابا
د دوولسم ټولګي پښتو کتاب
مخ - ۳۳
.
.
زه يم زمرى، پر دې نړۍ، له ما اتل نشته
په هېند او سېند او پر تخار او په کابل نشته
بل په زابل نشته
له ما اتل نشته
.
غشي د من مې ځي برېښنا پر مېرڅمنو باندې
په ژوبله يونم، يرغالم پر تښتېدونو باندې
په ماتېدونو باندې
له ما اتله نشته
.
زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ او په وياړ
د اس له سؤو مې ځمکه رېږدي، غرونه کاندم لتاړ
کړم اېوادونه ویجاړ
له ما اتل نشته
.
زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات او جروم
غرج او باميان او تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پېژندوی يم په روم
له ما اتل نشته
.
په مروه زما غشي لوني، ډاري دښن راڅخه
د هرې رود پر څنډو ځم، تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه
له ما اتل نشته
.
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه
په بادارۍ مې لوړاوی د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه
له ما اتل نشته
.
خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم
دوى په ډاډینه ښه بامم، ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم
له ما اتل نشته
.
پر لويو غرو مې وينا درومي، نه په ځنډو په ټال
نړۍ زما ده، نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
په ورځو، شپو، میاشتو کال
له ما اتل نشته
.
.
ویاړنه = فخر کؤنه
اتل = قهرمان
من = تکل (اراده)
مېرڅمن = دښمن، مېرڅی، مرڅی، مېرڅن، غليم، مخالف
ژوبله = جګړه، جنګ
يونم = يون کوم، مزل کوم، سفر کوم
يرغالم = يرغل کوم، بريد کوم
تښتېدونو = تښتېدونکي
ماتېدونو = ماتې خوړونکي، شکست خوړونکي
بريو = کاميابيو
خول = پولادي خؤلۍ (ټوپۍ)
هسک = آسمان
نمنځ = ستاينه
وياړ = افتخار
سوو = د آسونو د سمونو او تر پښو لاندې
رېږدي = رپېږي، لړزېږي
کاندم = کؤم
لتاړ = ویجاړ، تالا ولار، درهم او برهم، وران
اېوادونه = هېوادونه، وطنونه
اوجاړ = ويجاړ، وران
شپول = کړۍ، دایره، حلقه
هرات = د ګران افغانستان د یو ولایت نوم
جروم = ګرمسير چې د ګران افغانستان د يوې ولسوالۍ نوم
غرج = غرجستان چې یې اوسنی نوم جورجیا هېواد دی
باميان = د ګران افغانستان د یو ولایت نوم
تخار = د ګران افغانستان د یو ولایت نوم
اودوم = درملنه، علاج، چاره
پېژندوی = مشهور
روم = رومي ټولواکمني (امپراتوري)
مروه = مروه د تورکمنستان یو ولایت دی چې پخوا د افغانستان برخه وه
لوني = اوري، ورېږي
ډاري = ډار کوي، وېرېږي
دښن = دښمن
رود = ۱) سیند، سین، دریاب ۲) خوړ، لګد
څنډه = ژۍ، ډډه، مورګه، څورګه
پلن = پلی، پياده
زړن = زړور، زړه لرونکی، بهادر، نډر
زرنج = ۱) د سيستان (یوه تاریخي سیمه) لرغونی مرکز ۲) د چخانسور (نیمروز) د ولایت مرکز
سوبه = بری، فتح
مخسور = مخسوری، سرلوړی، مخروڼی، ښاڅمن، سرفراز، سرخرو
باداري = سرداري
لوړاوی = پرمختګ
کول (کهول) = ۱) خاندان ۲) نسل
کول د سور = د سوریانو کهول
ستر = ۱) مشر، پراخ ۲) غټ، لوی
تربور = د تره زوی، د کاکا زوی
وګړی = کس، تن، انسان
لور = پيرزوينه، مهرباني
ډاډینه = تسلي، اطمینان
بامم = لکه خپلوان پالم
روزنه = تربیت، پرورش، پالنه
ودنه = وده ورکؤنه، روزنه، پالنه
درومي = ځي
نه په ځنډو په ټال = لکه بې ډیله، په تلوار، وار د وار
بولي = ستايي
دريځ = منبر، پورتال
ستايوال = ستايونکی، ستاینه کوونکی، تعریف کوونکی
((غوړچان= ممتازخان))