مطېع الله روهېال
[10.Feb.2020 - 12:53]مطېع الله روهېال
ډاکتر لطېف ېاد.
ښاغلی استاد مطیع الله روهیال په ۱۳۶۰ لمریز کال کې دکندهار دښارپه یوې عالمې او فاضلې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي. پلار یې ارواښاد عبدالقدوس ا خونزاده او نیکه یې ارواښاد عبدالله اخونزاده ساګزی دکندهار دښار مشهور عالمان تیرشوي دي .
ښاغلي استاد روهیال صیب خپلې زده کړې دکندهار دالبیرونی او محمد هوتک په لیسو کې سرته رسولي دي او خپل لیسانس یې دکندهارپوهنتون دژبواوادبیاتودپوهنځي دپښتو څانګې او خپله ماستري یې په همدې څانګه کې دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو دپوهنځي نه ترلاسه کړې ده او دا مهال دکندهارپوهنتون دژبو او ادبیاتو دپوهنځي د پښتو څانګې استاددی.
ښاغلی استاد روهیال صیب د بښتومتونو په پلټنې ،څیړنې تحقیق او تدوین او ددغو متونو د تعلیقاتو ، تحشیو، ترتیب ، سمون او لغتنامو او سریزود لیکلو په کارکې ډیر ماهر دی او تراوسه پورې یې پر ډیرو پښتو آثارو حواشي ، تعلیقات او سریزې لیکلي دي او ډیر پښتو آثاریې پیا له سره چاپ ته چمتو کړي او راژوندي کړي دي .
دپښتو ژبې یو بل فرهنګي او علمي شخصیت ښاغلي محمد یار یار داستاد روهیال پر ژوند ، اثارو او دده پر علمي کارونو یو ه ډیره جامع او هراړخیزه مقاله لیکلې ده چې زه دلته یوازې دده دمقالې نه دښاغلي استاد روهیال صیب دهغوعلمي کارونو لسټ را نقلوم چې دده په زیار ترسره شوي دي .
ليکلي او ترتيب کړي آثار:
الف- ليکلي (چاپ):
۱- د بېنوا کتابښود، د محمدمعصوم هوتک له لنډ یادښت سره، چاپکال: ۱۳۹۳، مخ شمېر: ۱۴۴، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۱، چاپځای: ملالۍ مطبعه (کندهار).
ناچاپ:
۲- د حبيبي کتابښود.
۳- پښتو ښېراوي.
۴- پښتو دعاوي.
تدوين او بیا احیاء (چاپ):
۵- د عبدالله محزون پوپلزي دېوان (نقل، تصحیح او لغتنامه)، سریزه او لمن لیکونه: محمدمعصوم هوتک، چاپ: ۱۳۹۲ ش- ۲۰۱۳ ع، مخ شمېر: ۱۵۶، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، چاپځای: ملالۍ مطبعه کندهار- افغانستان.
۶- د ګل محمد مالګيري دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۱۶۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، د خپرونو لړ: ۸۶، چاپځای: ملالۍ مطبعه.
۷- د جديد توخي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)، دوه یادښتونه: سید خیر محمد عارف (صدر پښتو اکېډمۍ کوټه) او ډاکټر عبدالرؤف رفیقي، چاپکال: ۲۰۱۵ ع، مخ شمېر: ۲۶۳، د چاپ شمېر: ۵۰۰ (ټوکه)، ډیزاین: خلیل الله تصمیم، خورونکی: پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه.
۸- اوسني ليکوال (بشپړ متن)، ترتيب او زياتوني، لیکوال: عبدالرؤف بېنوا، چاپکال: ۱۳۸۸ ش- ۲۰۰۹ ع، مخ شمېر: ۱۱۹۹، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ زر ټوکه، کمپوز او ډیزاین: م. روهیال، چاپچاري او د ټایټل طرحه: صحاف نشراتي مؤسسه، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، د خپرونو لړ: ۳۱، کندهار.
۹- پښتانه شعراء (بشپړ متن)، ترتيب، تصحیح او زياتوني، لیکوالان: (علامه عبدالحی حبیبي، پوهاند صدیق الله رښتین، علامه عبدالشکور رشاد او سرمحقق عبدالله بختاني)، د دوهم چاپ یادښت: محمد معصوم هوتک، دوهم چاپ: ۱۳۹۱ ش- ۲۰۱۲ع، مخ شمېر: ۱۲۱۶، چاپ شمېر: زر ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار- افغانستان.
۱۰- د بېنوا شعري کليات، (ټولونه، سمون او سریزه)، یادښت: عبدالباري جهاني، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۲۸۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۵، چاپځای: ملالۍ مطبعه.
۱۱- د حبيبي شعري کليات (ټولونه، سمون او ترتيب)، یادښت: محمد معصوم هوتک، چاپ: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۳۲۸، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز اوډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپروونکی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۴، چاپځای: ملالۍ مطبعه.
۱۲- پرېشانه افکار – د بېنوا نثري ټوټې (سريزه او ټولونه)
۱۳- خوږ بانډار– د استاد نوري (سريزه او ترتيب)
۱۴- زوړ کندهار– د استاد نوري (سريزه او ترتيب)
۱۵- کندهاري خطاطان (لومړۍ برخه)، د عبدالقدوس نجيب کندهاري تتبع او لیکنه، (زیار او سمون)، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۹۶، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۰، چاپځای: ملالۍ مطبعه.
۱۶- اراکوزيا – د نجيب کندهاري (سريزه او ټولونه)
۱۷- د پښتو د شعر او ادب خواږه اړخونه او خوندوري خواوي، لیکوال: م. عبدالخالق واسعي، زیار او سمون، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۸۸، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۷، چاپځای: ملالۍ مطبعه.
۱۸- د پښتو ادبي او شعري قاموس، لیکوال: م. عبدالخالق واسعي، زیار او سمون، د ډاکتر عبدالرازق پالوال یادښت، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۱۱۲، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۸۸، چاپځای: ملالۍ مطبعه.
۱۹- ملي هينداره (اول، دوهم او دریم ټوک)، مؤلف: محمد ګل نوري، مهتمم: مطیع الله روهیال، سریزه: محمد معصوم هوتک، چاپکال: ۱۳۸۷ ش= ۲۰۰۸ م، مخ شمېر: ۴۵۴، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: م.روهیال، د پښتۍ طرح: ع. افغانزی، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۲۲.
۲۰- تاریخچهء سبکهای اشعار پښتو، علامه عبدالحی حبیبی، چاپ اول: ۱۳۱۹ ش- کابل، چاپ دوم: ۱۳۹۰ ش= ۲۰۱۲ ع، صفحات: ۱۲۰، تیراژ: هزار جلد، کمپوز و دیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، ناشر: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار- افغانستان، نمبر مسلسل: ۵۶.
۲۱- کندهاري معماران، لیکنه او ترجمه: انجنیر محمد حسن نعیمي، چاپکال: ۱۳۹۳ ش، مخ شمېر: ۴۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوټر اداره، خپرندوی: علامه رشاد ځپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۹۳، چاپځای: ملالۍ مطبعه (کندهار).
۲۲- تتمه البیان فی التاریخ الافغان، سید جمال الدین افغان، ژباړن: ارواښاد محمد رفیق حبیبي، لمنلیکونه او زیاتوني: محمدمعصوم هوتک، تصحیح او مقابله: مطیع الله روهیال، د ژباړلو کال: ۱۳۱۸ ش، چاپکال: ۱۳۸۶ ل= ۲۰۰۷ ع، مخ شمېر: ۱۲۰، چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز: م. روهیال، خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، د خپرونو لړ: ۸۹.
ناچاپ:
۲۳- د بريالي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)
۲۴- د رحمت داوي دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)
۲۵- د ملا رحمت الله بابا دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)
۲۶- د ملا شېرمحمد دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)
۲۷- د عبدالنبي بېټني دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)
۲۸- د ملا عبدالمنان حيرت دېوان (سريزه، سمون او لغتنامه)
۲۹- د نسيم ګل– د ارواښاد نسيم نوري ناچاپه اثر (سريزه او ترتيب)
ترتيب، تدوین او ټولوني:
۳۰- کندهار د تاريخ په اوږدو کي (د سیمینار د مقالو ټولګه)، چاپکال: ۱۳۸۴ ش،
مخ شمېر: ۳۸۸، چاپشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: رشاد کمپیوټر اداره (روهیال)، خپرندوی: د کندهار اطلاعات و کلتور ریاست، د خپرونو لړ: ۲، چاپچاري: صحاف نشراتي مؤسسه.
۳۱- بېنوا يادونه (د مقالو ټولګه)، چاپکال: ۱۳۹۰ ش= ۲۰۱۱ ع، مخ شمېر: ۲۸۸، چايشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: روهیال کمپیوتر اداره، خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د خپرونو لړ: ۴۱، مالي لګښت: عینو خیریه بنیاد، کندهار.
۳۲- شل مقالې (پنځلس برخي – د علامه حبيبي د مقالو ټولګي)، خپرندوی: د رشاد خپرندویه ټولني تر څنګ د بېلابېلو ټولنو له خوا او په مختلفو وختو کي.
۳۳- د پښتو ادب لنډ تاريخ (د علامه حبيبي اثر)، چاپکال: ۱۳۸۷ ش= ۲۰۰۸ ع، مخ شمېر: ۲۶۸، چاپشمېر: ۱۰۰۰ ټوکه، کمپوز او ډیزاین: مطیع الله روهیال، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، د خپرونو لړ: ۲۳، مالي لګښت: د علامه حبیبي د څېړنو مرکز.
علامه رشاد خپرندویه ټولنه:
دغه د فعال روهیال په پرُفیضه بازو رامنځته سوې، فعاله او له افتخاره سرشاره ټولنه ده چي په ۱۳۸۳ کال کي تاسیس سوې ده چي مؤسس، مدیر، پرسونل او هرڅه ئې یکي- یوازي په یوه سر سره همدا یو کس دئ، که تر دې دمه ئې چا په دغه کم و کیف بل مثال پیدا کړ نو ما دي هم په خبر کړي.
ټیک په همدغه کال (کندهار د تاریخ په اوږدو کي) سیمینار ته علامه رشاد بابا هم له کابله تشریف را وړی وو، په یوه ترڅ کي ئې روهیال څنګ ته ورغی او تر غوږ ئې ور تېره کړه چي دی، په دغه نوم، دغسي یوه اراده لري؛ علامه بابا له خپل معمول سره سم درنه خندا ور ته وکړه او ور ته و ئې ویل چي زه به یو مستحق سړی در وښیم: د میرزا حنان بارکزي په نوم ئې ونوموه خو په دا سبا بیا روهیال ورسره پر بغل سو او غوڅه ئې ور غبرګه کړه چي (خدای یو مالګي تروې) چي په همدغه نامه به ئې نوموم، نور نو هغه سنګین شخصیت څه ورته ویلای سوای او نور نو کار او بېساري کار د پیاوړي محقق محمدمعصوم هوتک د (احمدشاهي کندهار/ اول ټوک) په چاپ سره په همدغه کال کي شروع سو.
د دغي ټولني له چینله د استاد روهیال د خپلو لیکلو، تدوین کړو، احیاء کړو او را ټولو کړو آثارو تر څنګ، چي لوړ معرفي سول، د نورو کتابونه ئې هم چاپ کړي دي چي دلته ئې د دې لیکني د وروستي سند په توګه په لنډیز سره د لیست وړاندي کول ضروري بریښي:
1. احمدشاهي کندهار (اول ټوک)/م. معصوم هوتک
2. احمدشاهي کندهار (دوهم ټوک)م. معصوم هوتک
3. پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه/ م. معصوم هوتک – ١٣٨٦ش
4. د پلار ليکونه لور ته/ د نسيم سليمي ترجمه – ١٣٨٦ش
5. انکار/ شاعر: عبدالقديم پتيال – ١٣٨٦ش
6. د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي/ محمد انور نوميالى – ١٣٨٦ش
7. د کوډو سرنوشت د علمي پلټني په روڼا کي/ محمد انور نوميالى – ١٣٨٦ش
8. په افغانستان کي د يوه بندي خاطرات/ د نسيم سليمي ترجمه – ١٣٨٦ش
10. شل مقالې (لسمه برخه)/ علامه حبيبي – ١٣٨٦ش
11. شل مقالې (نهمه برخه)/ علامه کشف شاهنامه قبل از دورۀ مغل/ علامه حبيبي – ١٣٨٦ش
12. د خليل الله خليل دېوان/ شاعر خليل الله خليل – ١٣٨٦ش
13. پښتو متلونه/ د نسيم سليمي ټولونه – ١٣٨٦ش
14. احمد شاهي کندهار (دواړه ټوکه يو ځاى)/ م. معصوم هوتک – ١٣٩٢ش
15. شل مقالې (يوولسمه برخه)/ علامه حبيبي – ١٣٨٦ش
16. شل مقالې (دوولسمه برخه)/ علامه حبيبي – ١٣٨٦ش
17. شل مقالې (ديارلسمه برخه)/ علامه حبيبي – ١٣٨٦ش
18. افغان شاغاسيان (انګريزي)/ م. معصوم هوتک – ٢٠٠٨م
19. ستايني او وېرني/ عبدالمجيد بابى – ١٣٨٧ش
20. پښتو ستا ميني بوداپيست ته بوتلم/ م. معصوم هوتک – ١٣٨٧ش
21. انګور/ علي محمد کرزى – ١٣٨٧ش
22. ملي هينداره (درې ټوکه)/ محمدګل نوري – ١٣٨٧ش
23. د پښتو ادب لنډ تاريخ (دوه ټوکه)/ علامه حبيبي – ١٣٨٧ش
24. پوليټکل ساينس ته يوه کتنه/ د صديق ظهير ترجمه – ١٣٨٧ش
25. د ميوند فاتح/ د عبدالنافع ثنا ترجمه – ١٣٨٧ش
26. د بېنوا پرېشانه افکار (دوهمه برخه – نثر)/ استاد بېنوا – ١٣٨٧ش
27. کندهاري وروڼه/ م. معصوم هوتک – ١٣٨٧ش
28. پردېس بېنوا/ عبدالقديم پتيال – ١٣٨٧ش
29. د کندهار دودونه/ مولانا عبدالخالق واسعي – ١٣٨٧ش
30. د کندهار مشاهير/ محمدولي ځلمى – ١٣٨٧ش
31. اوسني ليکوال (درې ټوکه)/ استاد عبدالرؤف بېنوا – ١٣٨٨ش
32. نبوي معجزې/ مولوي عبدالهادي حماد – ١٣٨٨ش
33. نبوي کورنۍ/ مولوي عبدالهادي حماد – ١٣٨٨ش
34. ځوان کلونه ناځوان وختونه/ شاعر: سعيد لودين – ١٣٨٨ش
35. د لومړي افغان – انګرې جنګ مقدمه/ د نسيم سليمي ترجمه – ١٣٨٨ش
36. اراکوزيا/ عبدالقدوس نجيب – ١٣٨٨ش
37. په کندهار کي کورنى جوړښت/ د اکاډميسين کانديد ظاهر افق – ١٣٨٨ش
38. د کندهار ښار/ عبدالهادي ريشا – ١٣٨٨ش
39. افغانان نه ژاړي/ حاجي محمد رزمي – ١٣٨٩ش
40. له کندهاره تر اټکه/ م. معصوم هوتک – ١٣٨٩ش
41. پردېس عربي قاموس/ د اخترمحمد جهيد ترجمه – ١٣٨٩ش
42. د پښتو ژبي نننۍ مسئلې/ محمد هارون خپل – ١٣٨٩ش
43. افغانستان، سياسي کمزوري – بهرنۍ مداخله/ د ډاکټر نثاراحمد صمد ترجمه – ١٣٨٩ش
44. ليک نښي/ ظاهر افق – ١٣٨٩ش
45. ويکبلري/ محمد نعيم قاسمي – ١٣٨٩ش
46. پټه خزانه/ محمد هوتک – ١٣٩٠ش
47. ادبي فنون/ استاد بېنوا – ١٣٩٠ش
48. پښتني قبيلې/ م. معصوم هوتک – ١٣٩٠ش
49. بين المللي سياست ته يوه کتنه/ د صديق ظهير ترجمه – ١٣٩٠ش
50. د پند او عبرت قصې: لومړى ټوک/ ډاکټر نثاراحمد صمد – ١٣٩٠ش
51. پند او عبرت/ شاعر: عبدالباري جهاني – ١٣٩٠ش
52. کليله او دمنه/ د صالح محمد زېري ترجمه – ١٣٩٠ش
53. د پښتو فوکلوري نکلو لنډ تحليل/ عبدالباري جهاني – ١٣٩٠ش
54. پښتو متون سمېدل غواړي/ م. معصوم هوتک – ١٣٩٠ش
55. تاريخچۀ شعر پښتو/ علامه حبيبي – ١٣٩٠ش
56. تاريخچۀ سبکهاى شعر پښتو/ علامه حبيبي – ١٣٩٠ش
57. پښتو و لويکان غزنه/ علامه حبيبي – ١٣٩٠ش
58. پند او عبرت (دوهم چاپ د زياتونو سره)/ عبدالباري جهاني – ١٣٩١ش
59. احمدشاهي کندهار (دريم چاپ)/م. معصوم هوتک
60. پښتانه شعراء (اول ټوک)/ علامه عبدالحى حبيبي – ١٣٩١ش
61. پښتانه شعراء (دوهم ټوک) پوهاند صديق الله رښتين – ١٣٩١ش
62. پښتانه شعراء (دريم ټوک) پوهاند عبدالشکور رشاد – ١٣٩١ش
63. پښتانه شعراء (څلرم ټوک) سرمحقق عبدالله بختاني – ١٣٩١ش
64. پښتانه شعراء (پنځم ټوک)/ سرمحقق عبدالله بختاني – ١٣٩١ش
65. د ناوې مخور/ م. معصوم هوتک – ١٣٩١ش
66. اخلاقي کنايې/ ډاکټر نثاراحمد صمد – ١٣٩١ش
67. تعميې او تاريخي مادې په پښتو ادب کي/ م. معصوم هوتک – ١٣٩١ش
68. خوږ بانډار/ محمد ګل نوري – ١٣٩١ش
69. د افغانستان لنډ تاريخ/ علامه حبيبي – ١٣٩١ش
70. زر او يوه شپه (څلرم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه – ١٣٩١ش
71. زر او يوه شپه (پنځم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه – ١٣٩١ش
72. زوړ کندهار
73. زر او يوه شپه (لومړى ټوک)/ د محمد انور نوميالي ترجمه – ١٣٩٢ش
74. زر او يوه شپه (دوهم ټوک)/ د محمد انور نوميالي ترجمه – ١٣٩٢ش
75. زر او يوه شپه (دريم ټوک)/ د محمد انور نوميالي ترجمه – ١٣٩٢ش
76. زر او يوه شپه (شپږم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه – ١٣٩٢ش
77. زر او يوه شپه (اووم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه – ١٣٩٢ش
78. زر او يوه شپه (اتم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه – ١٣٩٢ش
79. زر او يوه شپه (نهم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه – ١٣٩٢ش
80. زر او يوه شپه (لسم ټوک)/ د م. معصوم هوتک ترجمه – ١٣٩٢ش
81. خپل وطنه ګل وطنه/ عبدالنافع همت – ١٣٩٣ش
82. د حبيبي شعري کليات/ شاعر: علامه حبيبي – ١٣٩٣ش
83. د بېنوا شعري کليات/ شاعر: استاد بېنوا – ١٣٩٣ش
84. د ګل محمد مالګيري دېوان – ١٣٩٣ش
85. د پښتو شعر خواږه اړخونه او خوندوري خواوي/ م. عبدالخالق واسعي – ١٣٩٣ش
86. د پښتو شعري او ادبي قاموس/م. عبدالخالق واسعي – ١٣٩٣ش
87. هغه پلا او دا پلا/ محمد انور نوميالى – ١٣٩٣ش
88. کندهاري خطاطان/ عبدالقدوس نجيب – ١٣٩٣ش
89. د بېنوا کتابښود/ مطيع الله روهيال – ١٣٩٣ش
90. معرفة الافغاني/ پير محمد کاکړ – ١٣٩٣ش
91. کندهاري معماران/ محمد حسن نعيمي – ١٣٩٣ش
92. د پند او عبرت قصې (دوهم ټوک)/ ډاکټر نثاراحمد صمد – ١٣٩٣ش
ښاغلي استاد مطیع الله روهیال دددوو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی ، ما دده علمي او تجقیقي مقالې اولیکنې په ډ یرو انټرنیټي پاڼو لکه تاند ، بینوا ، کابل ناتهـ، کندهاراو نورو خپرونو کې لوستلي دي .
دی یو عالم شخصیت دی چې خپلې ګرانې او خوږې ژبې بښتو ته یې ډیر سترخدمتونه کړي دي ، زه دښاغلي استاد روهیال صیب پر ملګرتوب ویاړم او ده ته په علمي هلوځلو او ګرانې او خوږې پښتو ته دخدمت په لاره کې دلازیاتو بریاوو هیله کوم . دده پر ګوتو او قلم دې برکت وي او خدای پاک دې ده ته اوږد عمر او خوشاله ژوند ور په برخه کړي !