پښتو
[17.May.2025 - 21:43]
خاونده دیارلس کاله شپۀ کړې
ویښه مې مۀ کړې لالی بل وطن ته ځینه
خاونده دیارلس کاله شپۀ کړې
ویښه مې مۀ کړې بې ننګي مې زوروینه
خاونده دیارلس کاله شپۀ کړې
چې د لالي غېږ کې ولاړه وچه شمه
په خپل لالي يمه بې قدره
د يُور له کسته سترګې تورې ګرځومه
د لالي کور راته دوزخ شو
په ما یې بله بنه وکړه غرقه شومه
مسافري دې جواري شوه
نۀ کور ته راغلې نۀ دې راوړۀ دولتونه
په نوم یې زه بدنامه ګرځم
لالی چې بله خوښوي، دلۀ به وینه
لېچې مې ډکې له بنګړو شوې
یار د دوبۍ درهم راوړي خانه یې کړمه
لالی به ولې له زړه باسم
کعبه به ولې په مندرو بدلومه
ځواني مې لاړه، راشه زر کړه
زلیخا نه یمه چې بیا به پېغله شمه
ناترسه یاره چېرې لاړې
زه د دادا انګړ کې ګوښې ناسته یمه
که حق بښې نو رابښه يې
بيګا په خوب کې درنه خړو اوبه وړمه
اوس راته سر د لارې نیسې
په غبرګو ړوند شې په ګاؤنډ دې ستره شومه
واړه دې مړه زاړه دې پړه شه
اوبه دې زړه شه چې دې غم ډنګره کړینه
لۀ دعا ګانو نه دې زار شم
خو د خوښیو لکه بنه بدې شمه
خدای به مې ورک لالئ پیدا کړي
بیا به همزولو منځ کې خواره نه کېنمه
بیلتون دې قدر را معلوم کۀ
که بیا مې یار شوې غلامي به دې کومه
د لېونۍ د خولې خـبره
ته به د بل شې ما به هېره کړې مٸينه
کۀ تا پښتو کولی یاره
زۀ بۀ د بل کلي پۀ خان نه ودېدمه
غږ دې راتۀ کڼه خو نه وم
د مېرې کور دی در وتی نه شوم مئینه
غم به مې جرړې د زړۀ پرې کړي
د بل د لارې مله نۀ راځي خوبونه
زما په زړه کې څړيکې وشوې
لکه چې زړۀ کې د لالي وګرځيدمه
ته مسلمان یاد دې کافر دی
تمامه شپه مې لکه ډمه ګډوینه
زما دې زړه له مینې تور که
ستا دې زړه تور له دې تمام جهانه شینه
د زندګۍ پوښتنه مکړه
لکه ویشتلې مرغۍ لویږم په منډونه
ژوندون مې کټ مټ جهنم دی
د دوزخونو به دې څه پروا لرمه
په تګ دې دومره شوم خرابه
لکه خزان وهلې پاڼې ګلابونه
په ميلمنو دې ډزې وشه
تر نيمې شپې پورې يواځې ناسته يمه
بې وسي توره وي که سپينه
لالی مې ځي زه په کنډو ولاړه يمه
چې پښتانه پېغله وادیـږي
په هر ارمان یې چاړې غبرګې غبرګې ځینه
دا خو د ستا د یارۍ ټس ؤ
چې پۀ کنډو مې اړولې ودوینه
سفر کې جګې سترګي ګرځه
تورې کمڅۍ لاليه تاته سپينومه
مسافرى په بي غمى کړه
زه پښتنه يم په نامه دى ناسته يمه
رب دې زما په شان مئین کړه
چې کبرجن ځان تۀ دې فکر شي مئینه
تا پۀ سفر ځواني زَړه کړه
زۀ د هجران د لاسه زیړه پاڼه شومه
په اﺯلي برخو يې نه يم
لالى هندو ښه دى چې نه مې ﺯوروينه
يو کال به نوره درته کښېنم
زيارت خو نه يي چي جنډې به دي ساتمه
په غم به تا زرې زرې کړي
دوی به سپېرو خاورو ته ووهي څنګونه
په بل وطن مې پیرزو نه یې
د غریبۍ ژوند ته دې گورم غلې یمـه
لالیه ډاډ دې را سره که
رواج لېوه شو، بند پۀ بند مې ماتوینه!
بس که زما منې لالیه
زه دې بیللې یم ما هېره کړه میئنه
کۀ بې لۀ تا مې وخت تیريږي
د خدای پۀ در کې دې سر ټیټې شم مئینه
د کونډیتوب خوبونه وینم
لالی پردي مړي پۀ ځان حسابوینه
لۀ ما یې یار پۀ پښتو بېل کۀ
د ملک زوی ځانته هندوې ګډوینه
تسلي کومه درله در کړم
قرآن راواخلم، که دې پښو ته ښکته شمه؟
ﺯه به دې تللي لارې ګورم
ته به ښکار شوى د ليوانو وې مئینه
زما دې لارې ته سلګۍ دي
ستا له میراته ملکه هیڅوک نه راځینه
په ﺯړهٔ به غټه تيږه کېږدم
که بيا مې يار کړې دې هندوې لور به يمه
په ما دې کوډې اثر نه کا
ما بنګالۍ کوډې په خوله خوړلي دينه
ستا بۀ د بدو نصیب ډېر وي
د خدای ورکړې لالي څوک مخ اړوینۀ
ما په نصیب موندلیه یاره
د خلګو خولې دې رانه ولي بېلوینه
د پشکال په ګرمۍ پوخ شې
څنګه دې ورانو دیوالو ته پرېښودمه!
څوک د پرې شوي پاڼ په ژۍ دي
څوک د تقدير کرښو ته شپې سبا کوينه
د قاصیرې د ګټې نه دی
د خټو ډکې پښې په ما چاپي کوینهو
#نوټ: قاصیره هغه اوسپنیزې پيسې ته وایي، چې له یو روپۍ هم کمه وي!
(( کاپي)) - یاد -