Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د اوبو لپاره
[02.Jul.2025 - 15:26](د اوبو لپاره اوښکې)
لیک: ډاکتر حمیدالله زړور ساپی
زمونږ د هیواد هلمند کښې
ولسوالۍ د نوزاد!!
کلی هرمز!!!
له کلیوالو تش سوی دی؛کڼډوالې پاته دي،لکه د وطن نورې لرې پرتې سیمې!!!!
ولې؟ !دا ځکه چې اوبه نشته ..
(و جعلنا من المآء کل شی ءِِ حی)
اوبه د ژوند ماده ده
څوکاله مخکې همدلته شپه او ورځ د جبار قهرمان او پرنس! هاري جګړې وې!!
اوس د بی بی پایندو هیڅوک ندی پاتی؛کلیوال، ګاوڼډیان ټول تللي دي؛خدای خبر کومې خواته؟؟
او دا د یو څاڅکي اوبو لپاره ،څو څاڅکي اوښکې طویوي...
هغه اوښکې چې عاشقانو ته د مرغلرو نه ګرانې دي
خو اوس له سوي ځیګر او خوږ زړه نه د سترګو د اوښکو کڅوړو ته رسېدلې دي.
کاشکې له دوی نه بیرته د څښلو اوبه جوړیدلای!
خدای خبر د څو نوزادوالو له سترګو به د اوښکو چينی خُټکېدلې وي؟؟او.. د هلمند سیند ته به لویدلې وي؟؟!!
او هغه به مفتې فارس ایستان ته تللې وي!
ایرانیانو به پر عربو اماراتو لس چنده ګرانې خرڅې کړي وي
او یا یی ورته د ځمکې لاندې ژور ډنډونه جوړ کړي وي چې وچکالۍ کې ېې بزګرانو ته تقسیم کړي؛
خو بیا هم له هر افغان دولتمدارانو سره د لا زیاتې حقآبو دعوی وکړي!
او د عمري عدالت دعویداران له رعیت له حاله خبر نسول حال هاغه و چې:
"که د اسلامي خلافت په مربوطاتو کی یوه پیشو له تندې مړه سي، الله ج. به له عمر امیرالمومنین نه ؟ کوي"
ملیاردونه مکعب اوبه مو درومي
څه ایران ؛څه پوکسټیان او ترکستان له
خپله تږي وږي ګرځو لالهانده
"آب در کوزه و ماګشته تشنه لبان ته!!"
فارسیان اوبه او ډوډۍ نه راکوي
غصب او اعدام، استوي زندان ته
پنجابستان پر کونړ بند نه پریږدي
ناکامورا ېې شهید کړ و جاپان ته
اوښکې اوشکې،وینې وینې ،اوبه څاڅي
کابل د سیند له لاندې نه آسمان ته
زړورساپی حمید وایی افغانانو!
لراوبر شتمنئ وکاروئ خپل انسان ته