پروین ملال
[10.Feb.2020 - 12:58]
وېښ قامونه تل خپل اتلان نماځي، چې له نېکه مرغه په پښتنو کښې دغه ارزښت پدې وروستیو کښې د پام وړ ګرځېدلی دی. که څه هم دپښتنو په سېاسي اوکولتوري ډګر کښې د مېرمنو ونډه د کمیت له پلوه کم رنګې،خو له نېکه مرغه د کفیت له پلوه ارزښتناکه ده، چې غوره بېلګه یې میرمن پروین فیض زاده ملال ده، چې له وړوکوالي را اېسې یې د پښتو ژبې اوادب د بډاېنې لپاره مټې رانغښتي دی
د پښتني کولتور او ادب لمن یې په خپلو ارزښتناکو لیکنو او شعرونو بډاېه کړیده.چې مونږ یې پوره قدر دانی کوو
كونړ کولتوري ټولنه د ننۍ غونډې راجوړونکو هڅې ستایي او د داسې غونډو جوړول د اوسني او راتلونکي کول لپاره اړېن او اوغیزناک بولي.
میرمن پروین ملال ته پدې لاره کښې نوره برېا او اوږد ژوند.
دپښتني اصلي کولتور او ادب د لا غوړیدا په هیله
درنښت
نصیر ستوری
دکونړ کولتوری ټولنې دکار ډله