د بنګله دېش خپلواکۍ پیل
[27.May.2025 - 21:16]
د بنګله دېش د خپلواکۍ انقلاب خونړۍ پیل او بریا
لیک: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
لومړۍ برخه
سرېزه:
په 1971 کال کې په پاکستان کې د بنګال ملتپاله غورځنګ د خودمختارۍ او خپلواکۍ لپاره مبارزه پیل کړه. په پای کې په ختیځ کې بنګالیانو د لویدیځ پاکستاني پنجابي استعمارګرو واکمنانو په وړاندې ستره انقلابي بریا ترلاسه کړه. په تیره پیړۍ کې د بنګله دیرېش دولت د زړه بوګنونکي جنګي جنایاتو ورسته رامنځته شوي. د بنګله دېش دولت زېږون د یوه مظلوم ملت خونړی زیږون و. د بنګاليانو روحي صدمه یا ټرومه، له لویدیځ پاکستان څخه د بنګله دېش د خپلواکۍ انقلاب پیل او ورپسې خونړۍ جګړې د نړۍ زړه لړزونکې پیښې ثبتې شوې دي. د پښتنو لپاره د بنګال انقلابي ملتپال غورځنګ د خونړۍ پاڅون او د خپلواکی بریا یو ستر تاریخي درس دی. په ځانګړي توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه ته یو خورا مهم تاریخي درس دی. د شیخ مجیب الرحمن سیاسي مبارزه او د منظور احمد خان پښتین مبارزه تر ډېره برېده د پرتلې وړ ده. څرنګه چې د مجیب الرحمن ولسي غورځنګ د پنجابي واکمنانو او پوځیانو د سترګو غټ ازغی و، همدا ډول نن دوی ته د منظور پېښتن د پښتون ژغورنې غورځنګ دی. پې ټې اېم د پنجابي ظلمو او استعمارګرو په وړاندې یو دیوال جوړ دی. هغمهال د بنګالیانو په ازادي غورځنګ باندې هم بندیز لګیدلي و، نن په پې ټې اېم باندې بندېز لګول شوي دی.
منظور پښتین هم لکه د بنګله ېش ملتپال ازادۍ غوښتونکي غورځنګ په څېر خپل ولس ته خپلواکي غواړي. د ترهګري ضد جګړې تر نامه لاندې خپلو لسګونو زرو بېګناه وژل شویو پښتنو د وینو حساب غواړي، خپل ځنګلونه، خپل غرونه او خپل معدنیات د پنچابي استعمارګرو او اشغالګرو له لوټلو خلاصول غواړي. پې ټې اېم د پنجابي ظالم استعمار ریاست څخه د خپلو مظلومو ګونډو او یتیمانو د اوښکو حساب غواړي. د پنجابي پوځي اسټبلیشمنټ د ډالري جګړې ضد دریځ لري. منظور پښتین هم د پنجابي پوځیانو ظلم او استبداد خلاف ټول لر او بر پښتانه افغانان د بنګالیانو په څیر متحد کول غواړي. ټول پښتانه دې مهمې ملي تاریخي ستونزې ته رابیدارول غواړي. تر بنګالیانو بهتره نن په پښتنو کې ملي یووالي، ملي فکر او ملي شعور غواړي. په خپله ژبه لیک او لوست غواړي. پې ټې اېم په وج زور سره په خیبر کې د قامي عدالتي میلیوني جرګه راوبلله. پې ټې اېم هم لکه بنګله دېش کې د دښمن رزیلانه ناکامو پالیسیو، پوځي استعماري تکتیکونو خلاف متقابل ځوابې تګلارې جوړول غواړي. تر څو د بنګالیانو په څیر یو ستر ولسي انقلاب ته لاره هواره کړي. څو پښتانه د یو واحد ملت په توګه د بنګالي ملت په څیر د پنجابي استعماري ظالم، تشدد، جبر او غلامۍ څخه وژغوري. سیمې ته سوله او امن راولي. د پې ټې اېم احتجاجي لاریونونه کول، پرلتونه کېنول، لانګ مارشونه ترسره کړل، د پې ټې اېم مشران نیول، تری تم کول، وژل، د هغو تلین لماځل، د بنګاله دېش د ازادی غورځنګ په څیر مطالبې یا غوښتنې وړاندې کول بیا د مطالبو لیسټ اوږدیدل، په سختو لهجو کې سپېن بیانونه او ویناوې کول، د خلکو ولسي ملاتړ ترلاسه کول، د پنجابي استعمار پر وړاندې ولسونه بیدارول، د ولس موبیلېز کول، په پښتنو کې ملي شعور خپرول، د پې ټې اېم څخه د بېلا بېلو قومونو مشرانو، مذورکارانو، عامو خلکو، د پوهنتون محصلینو او زده کونکو ملاتړ دا ټول د بنګله دېش د ازادۍ انقلاب په څیر حرکتونه او فعالیتونه دي. د شیخ مجیب الرحمن د انقلابي غورځنګ د کامیابي اصلي لامل د بنګالي ولس ملاتړ او یووالي و. په دې لیکنه کې یوازې پر بنګالي ملتپال غورځنګ د مبارزې په تکتیکونو باندې تمرکز کیږي.
د بنګله دېش د خونړۍ انقلابي دورې په تاریخي درسونو باندې پوهیدل نه یوازې زموږ د اوسني وضیعت د پوهیدو لپاره، بلکې نن ورځ د پې ټې اېم د انقلابي مبارزې د بریا لپاره خورا مهم درسونه دي. ښایې د بنګله دېش د خپلواکۍ غورځنګ د مبارزې منځپانګه په محتویاتو کې، د افهام او تفهیم اړیکې، د غورځنګ موخې، د مقاومت او خپلواکی مبارزې ستراتیجي د پې ټې اېم د اوسنې مبارزې منځپانګې سره لږ څه توپیر ولري، خو د دواړو غورځنګونو تر منځ ځښټ ډېر مشترکات شتون لري. دښمن نن د بنګله دېش برخلیک له ویرې هماغه زړه ناکامه تکتیکیونه کاروي، څو پې ټې اېم وننګوي. حالاتو ته په کتو سره لر او بر پښتانه افغانان باید په دې وپوهیږي، چې په پښتونخوا یا مقبوظه افغانستان کې د بنګله دېش تاریخ بیا تکرارېږي او ان شاءالله لوی افغانستان جوړیږي.
خو نن په دې تاریخي مشترکاتو باندې ډېر لږ خلک پوهیږي، چې په حقیقت کې هغمعال په بنګله دېش کې څه پیښ شول. هغمهال له لویدیځ پاکستانه د بنګله ېیش بیلیدل، د بنګله دېش د خپلواکۍ انقلاب او ورپسې کورني جګړې د نړۍ زړه لړزونکی پېښې څنګه رامنځته شوې.
په دې کې هیڅ شک او شوپیان نېشته، چې د خپلواک بنګله ېیش د تاریخ اصلي اتلان هغه میلیونونه بې نامه، بې نښانې بنګله دېشيان دي، چې د آزادۍ لپاره مبارزه وکړه او د خپلې هر وروستۍ څاڅکی وینو قربانۍ ورکولو ته چمتو ول. وسمهال د دې خونړیو زړه بوګنوکو حالاتو سم ارزولو او څېړلو وخت رارسیدلي دی.
د برتانوي هند یا برصغیر وېش په پاکستان او هند وېشل شو. دا وېش د برتانوي نړیوال امپریالېزم او کولونیالیزم په تاریخ کې د پېړۍ تر ټولو بد ترینه ستر جرم و. د 1947 کال په 14 مه او 15 مه د بشریت پر وړاندې یو لوی جنایت ترسره شوي دی. د هند د وېش له امله د کورنې تاوتریخوالي او په جګړه کې دوه میلیونه انسانان ووژل شول. په 7500 ښځو باندې جنسې تیرۍ ترسره شوې او له لسو څخه تر شلو میلیونه خلک بیځایه شوي. برتانویانو پرېکړه کړي وه، چې مسلمانان او هندوان د یو بل پر ضد راوپاروي. دغه پېښه په بشپړه توګه د مخنیوي وړ پېښه وه، ځکه یوازې یو کال دمخه هندوان، سیکان او مسلمانان د برتانوي هند د اشغال پر وړاندې د خپلواکۍ پاڅون په ترڅ کې په یوه سنګر کې سره څنګ په څنګ ولاړول. لویې بریتانیا نور نشواې کولي، چې خپله مستقیمه واکمنې وساتې او دې ته اړ شول، چې ٬٬ بېل یې کړه او ایل یې کړه٬٬ په پالیسي باندې تکیه ولګوي. چې هند به د اکثریت هندوانو کور وي او د پاکستان نوی هیواد به د اکثریت مسلمانانو کور وي. د بنګال سېمه په ختیځ او لویدیځ وېشلي شوي وه. لویدیځ کې اکثریت هندوان ول، دوی په هند کې شامل شول، په داسي حال کې چې په ختیځ کې اکثریت مسلمانان ول، په ختیځ پاکستان اوسني بنګله دیش کې شامل شول. که څه هم د لویدیځ او ختیځ پاکستان خلک اکثره ورته مذهب لري، خو دوی په بشپړ ډول بېل کولتور دود دستور لري او په بشپړ ډول مختلفې ژبې لري. د لومړۍ ورځ څخه ختیځ پاکستان د لویدیځ پاکستان تر بشپړ اقتصادي، سیاسي، کولتور او پوځي تسلط لاندې و.
د بنګالیانو خونړۍ هیواد د زیږون تاریخ
بنګله دېش په لفظي مانا کې د بنګالیانو هیواد ته ویل کیږي. بنګله دېش په نړۍ کې یوازېنې هغه هیواد دی، چې په عامو قتلونو او ټولوژنو کې زیږیدلی دی. دا هیواد په پیل کې د پاکستان ختیځ برخه وه، چې د ګنګا او برهماپترا سیندونو په حاصلخیزه ډیلټا کې موقعیت لري.
د هند له وېش وروسته، ختیځ او لویدیځ پاکستان په یوه ېشلي دولت بدل شول. ختیځې برخې بنګال د خپلواکۍ لپاره هڅې پیل کړې. کله چې د هیواد د دواړو برخو ترمنځ شخړه زیاته شوه. شیخ مجیب الرحمن په 1971 کال د مارچ په 26 مه نېټه په نیمه شپه کې د بنګله دېش په نوم د "بنګالیانو خاوره" خپلواکه اعلان کړه. ٬٬ څرنګه چې زموږ لا دمخه ډیره وینه تویه شوي ده، زموږ وېنه به نوره هم تویه شي. د الله تعالی په فضل سره موږ به د دې خاورې خلک خپلواک او آزاد کړو. د بنګال لپاره د خوښۍ ورځ او بریا راوړو٬٬. دا هغه څه یا خبرې دي، چې د عوامي لیګ مشر شیخ مجیب الرحمن د پاکستان په ختیځه برخه بنګال کې ویلي دي. د 1971 کال د مارچ په پیل کې د واکمن پوځي حکومت پر وړاندې د پاڅون غږ وکړ. لویدیځ پنجابي پاکستان په چټکۍ سره پوځي ځواب ورکړ. مجیب د بنګله دېش د خپلواکۍ غورخنګ ویاند د خپلواکی اعلان ورسته ونیول شو او لاس تړلي پاکستان ته یوړل شو.
په 1971 کال کې د لوېدیځ پاکستان څخه د بنګالیانو د خپلواکۍ غورځنګ په جریان کې د تاوتریخوالي جدي پیښې او یوه سخته جګړه پېښه وشوه، چې بالاخره هند په کې ښکیل شو. څو میلیونونه خلک په تېښته کې کډوالي ته اړ شول.
په 1971 کال کې په پاکستان کې د خپلواکۍ لپاره مبارزه پیل شوه. په پای کې په ختیځ کې بنګالیانو د لویدیځ پاکستاني واکمنانو په وړاندې بریا ترلاسه کړه. د بنګله دېش دولت د تېرې پېړۍ یو له بدترینو جنګي جنایاتو او جرمونو وروسته رامنځته شوي.
رضاالاحمد یوه دوسیه د ژیړ پاڼو ډکو کاغذونو سره له یوه صندوق راویستله او یو څو پاڼې نوره هم راوباسلي. له زړه پاڼو څخه ګرډ او دوړې هم پورته کیدلي، هغه یوه شېبه مکث وکړ او د یوې مودې لپاره ځینو اسنادو ته هم وکتلو. هغه د دوسیې پاڼې هخوا او دیخوا واړولي، خو بالاخره نوموړي هغه څه وموندل چې د هغه په لټه کې و: دا یوه مقاله وه چې له یوې ورځپاڼې څخه پرې شوې وه. د کاغذ رنګ اوس زیړ او زوړ شوي او د لیکنې رنګ هم لږ کمرنګه خړپړ او تیاره مالومیده.
کله چې تاسو دا کرښې لولئ: هغه خلک چې زه یې په اړه لیکم ښایې اوس ټول مړه شوي به وي. د دې ډراماتیکو الفاظو سره برتانوي خبریال او لیکوال ښاغلی برایان فریمنټل خپله یوه تر ټولو غوره شویو او په لوی تېراژ کې پلورل شوي لیکنه وه. د 1971 کال په دوبي کې د هندي او ختیځ پاکستان د پولې ترمنځ د خپلې مقالې لیکل پیل کړي و.
دا کیسه څو ورځې وروسته په برتانوي ورځپاڼه "ډیلي میل" کې خپره شوه او په دې مقاله کې د بنګلیانو له خونړۍ ناورین او ډراماتیک وضعیت په اړه په زړه پورې راپور خپور کړي و.
رضاالاحمد وايي: هغه هلته و، په هغو بدبختو کمپونو کې چې له ټپي شویو او وږو خلکو ډک وو. د نوموړي سترګو په وړاندې په سلګونه خلک مړه شول.
73 کلن الاحمد یو زوړ تجربه کاره د بنګله دېش د خپلواکۍ جګړې یو سرتېری یا ویټران دی، چې د 1971 کال په دې هېره شوې جګړه کې یې د ختیځو پاکستانیانو په خټه بنګالیانو په استازیتوب د خپلواکی په جګړه کې برخه اخیستلي ده. نوموړي (Mukti Bahini) د بنګال د آزادۍ بښونکي پوځ غړی و. هغه په ډېر ورو او ټیټ غږ کې وویل، "موږ جګړه وګټله، خو په کومه بیه”؟
د پنجابي استعماري تسلط په وړاندې د بنګالیانو ملي مقاومت
رضاالاحمد وویل: دلته هر څه په ډیر بده توګه او بې پوښتنې سره پیل شول. دوه لسېزې وړاندې برتانوی استعماري واکمنان د هند نیمه وچه پرېښودله او د ٬٬مسلمان سیاستوال٬٬ محمد علي جناح د ٬٬اسلامي دولت٬٬ جوړولو غوښتنې یې ومنلي. د 1947 کال په اګست کې هند او پاکستان د نوي دولتونو خپلواکی ولمانځله. خو پاکستان په دوو برخو ووېشل شو: لویدیځ او ختیځ پاکستان د شاخوا دوه زره کیلومترو په واټن کې سره جلا شول. په منځ کې هندوستان پروت و. ٬٬ یوازې همدغه حالت له ناکامۍ سره مخامخ وه٬٬ څنګه یو دولت ژوندی پاتې کیدلي شي، کله چې د هغې دوه برخې دومره لرې وي.؟ رضاالاحمد وویل: لنډه دا چې ٬٬ لویدیځ پاکستان پر موږ په استعماري توګه واکمن شوي و. په لویدیځه برخه کې پلازمېنه هم وه. موږ یوازې هڅې خوشي مزاحم بنګالیان وو.٬٬ د بنګالیي ژبې د رسمي ژبې په توګه د ردولو پرېکړه لویدیځ پاکستان تسلط پر وړاندې ملي مقاومت راوپاروه. په ختیځ پاکستان کې د خپلواکۍ غورځنګ زور او قوت واخیست او د زده کونکو پخوانی مشر مجیب الرحمن یې مخکښ غږ وګرځید.
د 1960 لسیزې په نیمایې کې مجیب څو ځلې ونیول شو، خو په ختیځ کې لاریونه او احتجاجونه کم نه شول.
پاکستان په 1965کال کې د کشمیر پر سر د هند پر وړاندې د جګړې ورسته ډیر کمزورۍ او تضعیف شو. څلور کاله ورسته جنرال ایوب خان په ډېره ناامیدې او مایوسۍ کې تسلیم شو.
د پاکستان اسلامي دولت په راس کې یو زناکاره او شرابي او احمق سړی یحیی خان راغلي. جنرال یحیی خان نن هم د بنګالیانو لخوا د یوه شر جوړونکي یا د شرارت سېمبول په توګه ګڼل کیږي. خلک دلته په جرأت سره د هغې د زنکه بازیو او دائمالخمري په اړه کیسې کوي. داسې اوازې او شایعات هم شته دي، چې یحیی خان یو ځلې په دې ونه توانیدو، چې په پاکستان کې د ایران پاچا رسمې سفر پر مهال له هغه سره مخه ښه وکړي. یوه خدمتګار د یحیی خان مېرمنې څخه وغوښتنل، چې هغه د خوب خونې څخه راوباسئ، چیرته چې یحیی خان د یوې فلمي ادار کارې سره په کوټه کې پروت و. جنرال یحیی خان هم د سیاسي وضیعت په کنټرولو او ارامولو کې پاتې راغی. هغه د عمومي ټاکنو ژمنه وکړ. مجیب الرحمن او یحیی خان ټاکنو ته نوماندان شول او په ټاکنو کې یو بل ته د مخالفینو په توګه ودریدل. په ټول هیواد کې په ټاکنو کې د مجیب عوامې لیک ګوند په ختیځ پاکستان کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړ. په ختیځ پاکستان له 162 کورسیو څخه 160 ترلاسه کړي. خو په لویدیځ پاکستان کې هیڅ رائیې ترلاسه نه کړي. دویم لوی ځواک چې ډېر ورسته پاتې و. هغه د لویدیځ پاکستان د خلکو ګوند (PPP) و، چې مشرې یې د بهرنیو چارو وزیر ذوالفقار علي بوټو کوله، چې بیا ورسته ولسمشر او لومړي وزېر شو. د همدې بریا له امله مجیب الرحمن کولي شول، چې د ټول پاکستان لپاره یو حکومت جوړ کړي. خو یحیی خان او بوټو نه غوښتل چې دغه کار وشي او نه یې اجازه ورکوله. دوی مجیب ته په واک کې شریکولو وړاندېز وکړ، خو هغه رد کړ.
په پایله کې جنرال یحیی خان د 1971 کال د مارچ په لومړیو کې د پارلمان پرانیستونکي غونډه یا جلسه لغوه او رد کړه. هممهاله د خپل بهرنیو چارو وزېر سره د خبرو اترو لپاره د ختیځ پاکستان تر ټولو لوی ښار ډاکې ته لاړ. په دې ښه پوهیدو، چې د رائیو ورکونکو د څرګندو مثبتي رائيو له امله د بحث لپاره هیڅ شي نه دي پاتې او نېشته. په ورته وخت کې هغه پوځ ته امر وکړ، چې که مجیب الرحمان تسلیم نه شي، نو د جګړې لپاره چمتوالې ونیسئ. مجیب په ټاکنو کې پر خپله بریا ټېنګار وکړ او پر بنګالیانو یې غږ وکړ، د خپلواک بنګال لپاره مبارزه وکړئ او راپورته شئ.
د پاکستان لوېدیځ یو څو توکمیز ایالت و، چې څو ژبې یې درلودې. بنګاليان د ایالت په ختیځه برخه کې اوسېدل او یوه ژبه بنګالي یې ویله او یو ملت و.خو دا بنګالي ژبه د یوې رسمي ژبې په توګه هم ونه پیژندل شوه. سره له دې چې په ختیځ پاکستان کې د لویدیځ پاکستان په پرتله ډیر خلک اوسېدل. اردو د رسمي ژبې په توګه د بنګالي ژبې پر ضد پریکړې د لویدیځ پاکستان د تسلط او جبر پر وړاندې د بنګالیانو مقاومت او پاڅون راوپاراولو. د ژبې پرېکړه د بنګالیانو لخوا د دوی په کولتور او ژبني هویت باندې د برید په توګه وګڼل شوه.
په ختیځ پاکستان کې د خپلواکۍ غورځنګ زور واخیست او د زده کونکو پخوانی مشر مجیب الرحمن یې مخکښ غږ شو. د 1960 لسیزې په نیمایي کې هغه څو ځله ونیول شو، خو په ختیځ کې لاریونونه بیا هم کم نه شول.
پاکستان په 1965 کال کې د کشمیر پر سر د هند پر وړاندې د جګړې وروسته کمزوری او تضعیف شو، څلور کاله وروسته جنرال ایوب خان په نا امیدۍ کې ورته تسلیم شو.
الاحمد وایې لنډه دا چې: "دا هر څه هغه ډول وشول لکه څنګه چې باید شوې وې" "مجیب ارحمان ونیول شو، او د 1971 کال د مارچ په 25 مه د پاکستان پوځ یوه داسې جګړه پیل کړه، چې موږ ژوندي پاتې شوي کسان به یې هیڅکله هېر نه کړو."
یو حکومتي کمیسیون وروسته دې نتیجې ته ورسید: "دا داسې وه لکه یو ظالم خونخوره ځنور ناڅاپه راخوشې شوی وي، چې مخکې په زنځیرونو کې تړل شوی و او په بشپړه توګه ډېر سخت د وینو وږی و."
د بنګله دېش د خپلواکۍ جګړه پیل شوې وه. په زرګونو خلک په ډزو ووژل شول او ډله یېزې ټولوژنې وشوې او د پاکستان پوځ له 20000 څخه ډیرې ښځې د جګړې د بندیانو په توګه ونیولې او هغوی یې دې ته اړې کړې، چې په فاحشه خانو کې د سرتیرو خدمت وکړي. پر بنګالي ښځو یې جنسي تېرې وکړل. دغه مهال یو مشهور د بنګال د آزادۍ یو جنګیالی و، چې پاکستاني پوځ پرې لویه جایزه ایښودلي وه.
الاحمد وايي: "کله چې د هغه پر کور برید او چاپه ووهل شوه، یوازې د هغه څلور میاشتېنۍ لور په کور کې وموندل شوه." "یوه پاکستاني سرتېرې ماشومه په ځمکه وغورځوله او په لغتو لغتو یې ووژله."
د داسو ظلمونو په پام کې نیولو سره، د کډوالو یو ګړندی مخ په زیاتیدونکی بهیر د هند په لور رامینځته شو. شاوخوا لس میلیونه بنګالیان هند ته وتښتېدل. لومړۍ وزیرې اندرا ګاندي سمدلاسه دا روښانه کړه، چې هند چمتو نه دی، دومره کډوال په دایمي ډول ومني. نوي ډیلي چې د مخه د شوروي اتحاد لخوا د پوځي مداخلې تر فشار لاندې و، د کډوالي د مداخلې لپاره یو دلیل درلود. نیویارک ټایمز د واشنګټن واکمنانو "په پاکستان کې د روانو پیښو په وړاندې چوپتیا" "په زیاتیدونکې توګه د نه پوهیدو او اندېښې وړ" وبلله.
ځکه پاکستان د امریکې او چین د دواړو ملګری و، او یحیی خان د دواړو قدرتونو ترمنځ د منځګړي په توګه د عمل کولو وړاندیزونه کول. د پاکستان حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په دې جګړه کې 26000 کسان ووژل شول، چې دا په څرګنده توګه مبالغه شوې شمېره ده. د وروستيو اټکلونه له مخې د درې میلیونو بنګالیانو د مړینو خبر ورکړل شوي دی.
د خطرناکو ګاونډیانو په منځ کې بنګله دیش څنګه رامنځته شو:
په نړۍ کې د یوه لوی دولت د زیږیدو سره دومره ډېر ظلمونه په ندرت سره ثبت شوي دي، لکه په 1971 کال کې په بنګله دېش کې ترسره شوي دي. د72 میلیونو اوسیدونکو لپاره شرایط ډیر ستونزمن وو. له لومړي ورځې څخه ختیځ پاکستان د لویدیځ پاکستان تر بشپړ اقتصادي، سیاسي، کولتوري او استعماري سلطې او تسلط لاندې و. د ختیځ پاکستان اقتصادي وضیعت ته د نه پاملرنې او غفلت سربیره په لوړو دولتی ادارو او پوځي مقامونو او خدماتو کې د لویديځ پاکستانیانو واکمني د ختیځ بنګالیانو ترمنځ د زیاتیدونکي ناراضیتي لامل و، د بیلګې په توګه په مرکزي حکومت کې 84 سلنه ملکي مامورین او په ډیپلوماتیکو خدماتو کې 85 سلنه ملکي مامورین د لویدیځ پاکستان پنجابیان وو.
په 1970 کال کې د ختیځ پاکستان په صنعت کې شاخوا 66 سلنه او 88 سلنه د بانکداري په برخه کې دووېشت لویدیځ پاکستاني پانګوالو کورنیو په خپلواک ډول په کې ونډه درلوده. کراچۍ د هیواد په لویدیځ کې د پلازمینې په توګه ټاکلي شوي وه، که څه هم د نفوس ډیری برخه په ختیځ کې ژوند کاولو.
سربېره پردې، په لوېدیځ پاکستان کې د کارګرانو میاشتېني اوسط معاش 35 پونډه و، په داسې حال کې چې په ختیځ کې د کارګرانو اوسط معاش 15 پونډه و. په داسې حال کې چې لویدیځ پاکستان خپل توکي په لویدیځ یا اروپا کې پلورل، شتمني په بل لوري له ختیځ پاکستانه څخه لویدیځ ته روانې شوې وې.د پاکستان پوځ 90 سلنه د لویدیځ پاکستان څخه جوړ شوې و او همدارنګه یوازې 16 سلنه لوړ پوړي ملکي مامورین د ختیځ پاکستانیانو وو.
د اقتصادي نابرابریو او د سیاسي حقونو ځپلو له امله د ختیځ پاکستان د اپوزیسیون ځینو برخو ان په 1960 لسیزې په لومړیو کې د لویدیځ پاکستان څخه د جلا کیدو او خپلواکی په اړه فکر کړي و. دغو هڅو د 1965 کال د سپتمبر په میاشت کې د هند او پاکستان د دویمي جګړې په پایله نور هم زور واخیست. ختیځ پاکستان له نورې نړۍ څخه بلکول جلا او هیر شوي و. که څه هند پر ختیځ بنکال برید ونه کړ، خو جګړې د خلکو په منځ کې د ناامنۍ ژور احساس پریښودلي و.
په بنګله ېیش کې اردو ژبه ملي ژبه اعلان شوه. که څه هم یوازې اووه سلنه د ټول بنګله دېش خلک پرې خبرې کولی شول. په داسې حال کې چې 55سلنه خلک په یو ډول په یوه بنګالي ژبه خبرې کولې. د لویدیځ پاکستان واکمنې طبقې د بنګالیانو دیموکراتیک بشري حقونه د خپلو امتیازاتو د ساتنې او د خپلو ګټو د اعظمي کولو لپاره وځپل او تر پښو لاندې کول.
ختیځ پاکستان د واکمنې پنجابي طبقې چې په عمده توګه په لویدیځ پاکستان کې اوسېدل٬٬ د ګټې اخیستنې اصلي سر چینه وه او په هغه وخت کې د ختیځ پاکستان نفوس د ټول پاکستان په پرتله نفوس اکثریت جوړولو. بنګه دېشانو ته د عمومي رائیو ورکولو حق د سیاسي وضعیت کنټرول له لاسه ورکولو په مانا و. کوم چې بالاخره همداسي پیښ هم شول او ختیځ پاکستان ته د خپلو مالیاتو راټولو، د خپلو اسعارو یا کرانسي د تنظیم حق ورکول به د لویدیځ پاکستان د واکمنې طبقې لپاره د اقتصادي کنټرول له لاسه ورکولو مانا درلودله.
د بنګال ژبژغورنې غورځنګ پیدایښت
په 1952 کال کې په بنګله دېش کې د نارضیتۍ لومړۍ نښې نښانې د بنګالي ژبې د پیژندلو او عملي کولو لپاره د یو ډله ییز غورځنګ په جریان کې هم راڅرګندې شوې. دې غورځنګ وروسته له هغه پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، کله چې پولیسو د دې غورځنګ لسګونه زده کونکي فعالان په ډزو ووژل. د بنګله دېش ژبژغورنې غورځنګ په بهیر کې د مجیب الرحمن په نوم یو ځوان بنګالی راڅرګند شو. هغه بالاخره د بنګالي ملتپال عوامي لیګ مشر شو، چې وروسته یې د خپلواکۍ په مبارزه کې مهم رول ولوبولو. که څه هم د ختیځ بنګالیانو یوازې صفر اعشاره شپږ سلنه په اوردو زپه خبرې کولي شولې، خو لودیدیځ پاکستان غوښتل، چې دا ژبه باید د پاکستان یوازېنې رسمي ژبه شي. د پاکستان پوځي رژیم په پیل کې هڅه وکړه، چې د ژبژغورنې غورځنګ په زور سره وځپي او له منځ یوسي. خو بالاخره په 1952 کال کې په فبرورۍ کې د بنګالیانو فشارونو ته تسلیم شو. چې بیا بنګالي ژبه د اردو او انګلیسي ژبې تر څنګ د پاکستان رسمي ژبه شوه. د بنګالیانو ملي احساسات او ملي شعور چې د پنجابي مرکزي حکومت د ژبې پالیسیو له امله زیانمن شوي و. په ختیځ پاکستان کې د سیاسي اپوزیسیون لپاره دا شونې شوه، چې یو ګډ ټاکنیزه اتحاد رامنځته کړي.
مجیب الرحمان د ځمکې کروندګرو د منځنۍ طبقې کورنۍ څخه یو عام راغلی ځوان و او د لویدیځ ډیموکراسۍ څخه الهام اخیستلی و. هغه ډېر کاریسماتیک، پوه تعلیم یافته سړی و. د راڅرګندېدونکې انقلابي بنګالي منځنۍ طبقې مشري لپاره یو ښه مناسب شخصیت و.
د لویدیځ پاکستان واکمنو په ختیځ پاکستان کې د پنجابي استعمار او برلاسۍ پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکي کرکې څخه په ویره کې ول. د لویدیځ پاکستان حاکمې طبقې یوازې 56 ورځې وروسته حکومت منحل اعلان کړ او په 1956 کې د بنګالي ژبې رسمي پیژندنې ته اړ شول. د 1950 لسیزې په کړکېچنو وختونو کې او د ژبژغورنې غورځنګ په بهیر کې په د بنګله ېیش کې د خلکو ترمنځ یو عصري ملي شعور او فکر رامینځته شو.
د پنجابي ظلم، ډیکتاتوري او استبداد رژیم پر وړاندې ملي پاڅون
په 1958 کال کې د پاکستان "ډیموکراسي" پای ته ورسېده. سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ګډوډي د سیاسي ګوندونو د بندیز او د مخالفو طبقو ترمنځ د بندون یا بنبست لامل شوه.
په 1958 کال کې پوځي افسر ایوب خان د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد او د یوه ځواکمن سړي په توګه یې حکومت وکړ. په ټولنه کې د بېلا بېلو طبقو یا ټولګیو ترمنځ یې توازن ساتلو "تر څو هیواد له ګډوډیو وژغوري." پاکستان کې پوځي رژیم اعلان شو او ټول سیاسي ګوندونه او سیاسي غونډې منع اعلان شوې. سیاسي ترینګلتیا ورځ تر بلې زیاتیده.
بنګالي کولتور وځپل شو. ایوب خان د امریکایي پوځي اډو د جوړولو لپاره امریکایي پوځ پاکستان ته راوست او پاکستان یې په سېمه کې د امریکایي امپریالیزم په مرکز بدل کړ.
په 1965 کال کې پاکستان د کشمیر پر سر له هند سره یوه ګرانبیه او ویجاړونکې جګړه وکړه، چې انفلاسیون یې نور هم زیات کړ او د خلکو د ورځنې ژوندانه لګښتونه نوره هم لوړ کړل. له دې فرصته بنګالي غورځنګ په ښه ګټه پورته کړه، په ولس کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړ.
د مطبوعاتو سانسور او په سیاسي بیانونو او ویناوې باندې محدودیتونو ولګول شول، په ختیځ پاکستان کې د بنګالیانو په وړاندۍ ملي ظلم او ستم له حده زیات ورواوښت.
دې ناوړو پالیسیو او کړنو د طبقاتي مبارزې د یوې پیاوړي چاودنې لپاره بنسټ جوړ کړ. یوازې هغه څه ته اړتیا وه، چې د پنجابي رژیم پر وړاندې د ژورې کرکې، غوسې او د ملي پاڅون د اور بلولو لپاره یوه سپرغي ورته کافي وه.
د لویدیځ پاکستان پنجابي پانګوالو د پراخو ځمکو د مالکیت او د ارزانه کارګرانو په توګه د نورو قومي لږکیو لکه پښتانه او بلوڅانو د استحصال او استعمار له لارې اضافي ګټې ترلاسه کولې.
له همدې امله د پاکستان بورژوازي، چې د پنجابي ځمکو مالکینو او امریکایي امپریالیستانو سره لاسونه او پښې تړلي شوي وې. دوی د یوه عصري ډیموکراتیک دولت د جوړولو توان نه درلود، چې د خلکو اساسي اړتیاوې ورپوره کړي. د بېوزلو بزګرانو لپاره ځمکې او د مظلومو قومونو ازادي او بیلو بیلو ډلو لپاره د بشري حقونو آزادي وو.
په 1966 کال کې مجیب الرحمن خپلې شپږ مطالبې یا"شپږ نکاتي پروګرام" اعلان او خلکو ته معرفي کړ، چې په کې د ختیځ پاکستان لپاره د زیاتې خپلواکۍ او د پاکستان په فدراسیون کې د پارلماني ډیموکراسۍ د بیا رغونې غوښتنې کولې. نوموړي د خپلواک پوځ د جوړولو او د خپلو مالیاتو او عوایدو راټولولو او د کنټرول حق غوښتنه وکړه، پشمول د دوو جلا کرانسیو یا د بنګله ېیش لپاره بېل پولي واحد یا خپله بنګله دېشي کرانسي او اسعارو معرفي کول و.
دا داسې يو پروګرام و، چې که څه هم غوښتنې څومره معتدلې او نرمې هم وي، بیا هم هغومره د پاکستان د واکمنې طبقې لپاره په سترګو کې یو غټازغی و. دا غورځنګ په عمده توګه د عوامي لیک مشر مجیب الرحمن او د ماویستي ګوند مشر عبدالحمید خان بهاشاني لخوا رهبري کیده، چې د چین کمونیستي ګونډ سره تړلی د بزګرانو څخه یو ترکیبي سازمان و. بهاشانې هم د یوې متوسطې بزګرې طبقې څخه یو تعلیم یافته سړی و. د ماوسیټونګ د چین کمونیستي انقلاب څخه الهام اخیستي و. نوموي په دې باور و، چې د خپلواکۍ ګټلو مبارزه د بزګرانو په مشرۍ د وسله والې چریکې جګړې له لارې ګټل کیدلې شي. د 1968 کال د ډیسمبر شپږمه بهاشاني د عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه، حکومت د ځپلو سربیره په ټولو غونډو او مظاهرو بندېز لګولو سره ځواب ورکړ. دا مهال د غورځنګ بله څانګه د عوامې لیک د زده کونکو څانګه د مجیب په مشري رهبري کیدله، د ډیسمبر په دوولسمه د یو بل عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه. دا پاڅوني شوریش د ارتګالا محکمې لخوا د دسیسې جوړلو په تور محکوم شو. د محکمي د حکوم پر بنسټ مجیب او 24 نور ملګري یې په ختیځ پاکستان کې د تاوتریخوالي او انقلاب راویستلور او له هند سره دسیسې په جوړولو او بیلتونپالنې په تور تورن شول. د زده کونکو په 1969 کال کې د جنوري په څلورمه د زده کونکو د عمل کمېټه کې د کین اړخو او ملتپالو زده کونکو ډلو د اتحاد په توګه یوه کمېټې تاسیس کړه. دې کمېټې د بنګله ېیش د خپلواکۍ انقلاب د تورې ځپونکي تېره ورجوړه کړه.
د دې کمېټې د غوښتنو او پروګرام په شاوخوا کې په بنګله دېش کې یو پراخ ملي غورځنګ رامنځته شو، چې د ختیځ پاکستان د اکثریت خلکو ملاتړ یې له ځانه سره درلود.
د بنګالي زده کونکو او محصلینو لخوا د مجیب شپږ نکاتي پروګرام یا غوښتنې بیا له سره وړاندې شوي، چې دغه شپږ مطالبې په ډیر سختو راډیکالو یوولس ماده یې غوښتنې باندې بدلې شوې. مانا چې پنېځه نورې غوښتنې ورزیاتې شولې. په دې یوولس ماده یې غوښتنو کې د ختیځ پاکستان د بشپړې خپلواکۍ، د سیاسي بندیانو د خوشې کولو، د پارلماني ډیموکراسۍ د بیا رغونې، د بزګرانو لپاره د ټیټو مالیاتو او د بانکونو ملي کولو غوښتنې شاملې شوې وې، د بیمې شرکتونه او لویې صنعتي کارخانو پشمول د وړیو او مېزو صنعت یې هم په کې یاد کړي وو.
غورځنګ د خپلې تجربې له لارې په زیاتیدونکي توګه بنسټیزې پایلې ترلاسه کړې. دوی یې د ډیموکراتیکو او ټولنیزو غوښتنو سره وصل کړل او په دې توګه یې د پانګوالۍ ضد یو کرکټر ځانته غوره کړ.
د جنوري په شلمه نېټه د پولیسو لخوا د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د زده کونکي مشر امان الله محمد اسدالزمان له وژل کېدو وروسته په بنګله ېیش کېډله ییزې مظاهرې او لاریونه زیات شول.
د هغه مړینه نن هم د بنګالي غورځنګ له خوا د یوې اتلوالۍ قربانۍ په توګه یادیږي او لمانځل کیږي.
زده کوونکو په راتلونکې بله ورځ د بل عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه، چې په پراخه کچه یې ملاتړ وشو. د هر وژل شوي لاریونوال په مقابل کې زرګونه کسان له غورځنګ سره یو ځای شول، چې ورځ تر بلې سختدریځه کیدو.
د ډیموکراتیک حکومت د واکمني لپاره د منځنۍ طبقې مبارزه او پاڅون په ولسي انقلابي پاڅون بدله شوه. د ښار کارګرانو، ریکشا چلونکوو، موټر چلونکوو او نورو ورځنې مذورکارانو له د زده کونکو د عمل کمیټې سره یو ځای شول او د زده کونکو سره لاس په لاس د حکومتي چارواکو په مخالفت کې ودریدل. د خلکو ولسي پاڅون د پنجابي ظالم رژیم حاکمیت او ثبات زور بلکول ورمات کړ، ټولې حکومتي ادارې سقوط شوې.
د 1969 کال د فبروري په 17مه یو بل بدلون راغی. د ختیځ پاکستان د راجشاهي پوهنتون یو پروفیسور محمد شمس زوجه د یوې مظاهرې په جریان کې د یو سرتیري لخوا د برچې په څوکه په چاړو ووژل شو.
کله چې دا غمجن خبر پلازمېنې ډاکې ته ورسېد، د خلکو غوسه او قهر یو ټکان ورکوونکی پړاو ته ورسېدله. سمدلاسه چارواکو ګرځبندیز ولګاوه، چې د قهرجنو خلکو لخوا له پامه وغورځول شو. محصلینو، زده کوونکو او کارګرانو د دولتي ادارو پر ضد په سړکونو کې جګړې ته راووتل او سخته جګړه یې وکړې او له سلو څخه زیات کسان په کې ووژل شول. کله چې وسله او جنګي مهمات نور د خلکو د مخنیوي وسیله نه شي ګرځیدلي او کله چې عام خلک خپله ویره له لاسه ورکړي، دا د هر مستبد رژیم لپاره یو مرګونی ګوزار وي.
د جنرال ایوب خان ورستۍ ورځې شمېرلې شوې وې. د فبروري په 21 مه، هغه اعلان وکړ چې هغه به د 1970 کال په ټاکنو کې برخه وانخلي، کوم چې د دې هیواد په تاریخ کې د عمومي رائې ورکولو لومړنۍ ټاکنې وي. د محصلینو عمل کمیټې د دولتي چارواکو سره وکتل او د کرفیو یا ګرځبندیز د پای ته رسولو او د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه. مجیب یوه ورځ وروسته د فبروري په 22 مه، د زرګونو ولاړو خلکو د خوښیو په منځ کې او د دوی بدرګې په وړاندې له زندانه راخوشې شو.
څومره یوه ستره بریا وه! د مجیب خوشې کېدل د خلکو د قناعت حاصلو پر ځای برعکس اغېز درلود: لاریونوال یې لا نوره زړور کړل او د هغوی مورال یې په پراخه کچه نوره لوړ کړ. دا د بنګال د خپلواکۍ انقلاب د عطف یو مهم ټکی و او یو مهم انقلابي پړاو ته ورسیدل. د کارګرانو ډلې ډلې د غورځنګ سره مل شولې او ولسي راغونډ شول او په کلیوالي سېمو کې بزګران هم ورسره مل او یو ځای شول.
د امرېکې ټایمز ورځپاڼې د مارچ په میاشت کې سیاسي وضعیت داسې بیان کړي دی: "اعتصاب کوونکي او لاریونوالو چې له ټولو مسلکونو او صنعتونو څخه وو، له ډاکټرانو څخه نیولې تر د ریل ګاډي کارګرانو او دولتي انجینرانو پورې، د ورځې په نږدې ټولو ساعتونو کې په سړکونو کې ټولو لاریونونهکول، د غوره کاري شرایطو او د لوړو معاشونو غوښتنې کولي... له دوو اوونیو راهیسې، د ډهاکې ښار په سړکونو کې د پولیسو یو یونیفورم لرونکي پوځي یا پولیس هم نه تر سترګو کیده یا لیدل شوی."
د بنګاله دېش د ازادۍ انقلاب په نه تمیدونکي یا نه ودرېدونکې سرعت سره د پرمختګ په حال کې و. هره ورځ ډیر کارګران په اعتصابونو کې شامل کیدل. بهاشاني په زیاتیدونکې توګه افراطي ویناوې وکړې او کارګران یې وهڅول چې سړکونو ته راووځي.
هغه به خلک وهڅول او د ګیراو (Gheroo) د محاصرې تاکتیکونه کارول، پرلټونه کېنول دا په دې مانا وه، چې مشران تر هغه وخته پورې یرغمل وساتي، تر څو چې دوی غوښتنو ته غاړه کیږدي. د مارچ په 17 مه، په ټول هیواد کې عمومي اعتصاب ترسره شو، دا اعتصاب بریالی و، حتی د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه یې برېښنا لینونه پرې کړل.
که څه هم پاکستان دا مهال په رسمي ډول د برتانوي استعماري بادارانو څخه آزاد شوی، خو ختیځ پاکستان د لویدیځ پاکستان نیمه مستعمره او د مظلومو بنګالیانو کور و.
اعتصاب د مارچ تر 25 مې پورې دوام وکړ، کله چې ایوب خان استعفا ورکړه. په لویدیځ او ختیځ پاکستان په دواړو کې بزګرانو د ځمکو نیول پیل کړل او د کرکې وړ ځمکوالو ته د حساب ورکولو لپاره محکمې جوړې کړې وې. د دوی شعار دا وو: "څوک چې ځمکه کري، هغه باید حاصلات هم ترلاسه کړي،" او: "د ځمکې خاوندان باید استعفاوې ورکړي." په ختیځ پاکستان کې د ګیراو 24 قضیې وې چې کارګرانو د لویو فابریکو او دولتي ودانیو کنټرول په لاس کې واخیست. په ډیرو کاري ځایونو کې کارګرانو د خپل ځان لپاره د مدیریت کمیټې جوړې کړې وې.
ټولې دولتي اداري فلج شوي وې. وضعیت نور د حکومت تر کنټرول لاندې نه وه. ټول دولتي ادارې د جبر، زور، ویرې او تهدیدونو قرباني شوي وې. په هیواد کې هره ستونزه په سړکونو کې حل کیدله. قانون او حق د هغې چا په لاس کې وه، چې په ټولنه کې دویم ځواک و یا چا چې د دولت په پرتله ډیر واک درلود.
دا د بنګال کارګرې طبقې ځواک و، چې په کاري ځایونو کې د خپلو کمیټو له لارې تنظیم کړي وې. په ټول پاکستان کې ورته استرارې حالت رامنځته شوې و.
ایوب خان د مارچ په 25 مه د انقلابیانو د خپل انقلابي ځواک په ښودلو سره استعفا ته اړ کړل شو. په لوېدیځ پاکستان کې د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) کیڼ اړخي ذوالفقار علي بوټو د غورځنګ مشري په غاړه واخیستله.
که بهاشاني او بوټو د واک د ترلاسه کولو لپاره اتحاد کړی وای، نو د واک سوله ییز لیږد به شوني شوی وای او د کارګرانو حکومت به د کارګرانو د کمیټو پر بنسټ جوړ شوی وای چې په ټول پاکستان کې به خپور شوی وای. خو داسي ونه شول.
په دې سناریو کې، د بنګله ېش خلکو به یو آزاد او ډیموکراتیک انتخاب درلودلي، چې د کارګرانو په مشرۍ د لویدیځ پاکستان سره د رضاکارانه اتحادکې ورسره یو ځای شوي واې او یا په بشپړ ډول ترینه جلا شوې واي. د کارګري دولت پر بنسټ د رضاکارانه اتحادیې جوړول به دې غورځنګ ته اجازه ورکړې وای چې لویدیځ بنګال او د هند پاتې برخې ته خپور شي او په نهایت کې به د بر صغیر د سوسیالیستي فدراسیون رامینځته شوې واې، چې په کې د مظلومو لږکیو د ځان یا د خود ارادېت حق په بشپړ ډول پیژندل شوی وای.
خو بوټو په کلکه د بنګالي ملتپالنې مخالفت وکړ او هوډ یې درلود چې په هره بیه چې وي د پاکستان جبري یووالي وساتي. ځکه چې ایوب خان د ماوسیتونګ او چین ملګری و. په هند کې د شوروي نفوذ په وړاندې د مقابلې لپاره د چین کمونیستي جمهوریت د متحده ایالاتو امپریالیزم سره د یو غیر معمولي او غیر اصولي اتحاد ته ورننوت او په دې توګه د لویدیځ پاکستان واکمنې طبقې سره اړیکې جوړې کړې. د دې دواړو هیوادونو د ستراتیجی یوه مهمه برخه دا وه، چې دوی د خپلو متحدو کمونیستي ګوندونو څخه د خپلو بهرنیو سیاسي پالیسیو د پراختیا پر بنسټ د وسیلې په توګه کارول. د بهاشاني لاسپوځۍ ګوند او د بنګله ېش خلک د دې دواړو ځواکونو د شطرنج د لوبو دانې وې. همدارنګه ایوب خان د ماوسیټونګ او چین لاسپوځی و.
ځینو کیڼ اړخو ګوندونو حتی د ایوب رژیم ته د هغه وخت صنعتي کیدو له امله د یو مترقي رژیم په توګه انځورولو. ټول هیواد په ټپه ولاړ و او واکمنې طبقې هڅه وکړه، چې د اساسي قانون په ځنډولو او د مارشل لا په لګولو سره به امن نظم بیرته راولي. خو ایوب په خپله دا نه شوای پلي کولی - هغه پهبشپړه توګه بې اعتباره او بدنامه شوې و.له همدې امله سیاسي واک پوځي قوماندان یحیی خان ته وسپارل شو. هر کله چې ایوب خلک په څټکو وهلو، یحیی به چاپلوسي ورته کولې او د خلک خوشاله کولو هڅې به کولي. لکه هغه د عمومي رائیو ورکولو او د سوداګریزو اتحادیو د ځینو کوچنیو اصلاحاتو پر بنسټ د نویو عمومي ټاکنو اعلان وکړ. د دوی هیله دا وه چې غورځنګ خوندي لارو ته هدایت کړې یا بوځي.
د انقلاب ترسره کولو د څرنګوالي په اړه د ېوې روښانه تګلارې نشتون بهاشاني هم په خلکو کې د خپلي مشري واک او حیثیت ورو ورو له لاسه ورکولو پیل شروع شو. هغمهال د خلکو ترمنځ ٬٬ د رائیو ورکول یا ګولي ورولول٬٬ تر شعار لاندې تاوده بحثونه روان وو. په دې مانا ټاکنې یا انقلاب ؟ خو د انقلاب په اړه د بهاشاني مفکوره په بشپړه توګه د بزګرانو د چریکي جګړې په اړه د ماویسټي نظرېې پورې محدوده وه. د خپلواکۍ لپاره د یوې روښانه تګلارې یا ستراتیجی په نه جوړولو کې د هغه ناتواني او نه قابلیت د ملي عوامې ګونډ غړو بهاشاني دې ته اړ کړ، چې اعلان وکړي یا دوی به ټاکنې بایکاټ کړي. د یوه عملي انقلابي بدیل پرته د ټاکنو تحریم کول یو بې ګټي تاکتیک و، په دې توګه د سیاسي واک ډکر د مجیب عوامې لیک لپاره په براخه توګه پرانیستلي شو.
د بنګالیانو ملي ظالم د طبقاتي کرښو په اوږدو کې انقلابي غورځنګ ته وده ورکړل شوه، دا کار یوازې هغمهال حل کیداې شي، چې کارګره طبقه د ټول ملت په استازیتوب واک ترلاسه کړي. خو څرنګه چې د کارګرې طبقې مشرتابه له دې څخه انکار وکړ، نو بنګالي کارګري طبقه د بنګال منځنۍ طبقې ملتپالو په غېږ کې ور ولویده.
د لومړي برخې پای