(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لپه او سمندر

[25.Jul.2025 - 09:12]

د  ښاغلي  اعجاز  یوسفزي   شعري ټولګه   “لپه  او    سمندر

لیک : طلاشباب

چرته  چې شین  څادر   تر عرشه   غوړېدلے  ښکاري  ـ 

چرته   دریاب   چې  د کوثر  نه  راوتلے  ښکاري   ـ 

چرته  ښائېست  چې  پۀ   نښترو   ځنګېدلے  ښکاري  ـ

چرته  پۀ  شګو  سېلانے   چې   دم   ختلے   ښکاري ـ

هلته  د ژوند   د  خُلې  نه  خيژي    د ارام   سندرې ـ

هلته  کښې   یخې  چینې   وائ    د  کالام  سندرې  ـ 

اعجاز یوسفزے  

 

 شعر   یؤ  فطري   هنر   دے  کوم چې   د  امد  پۀ  کېفیت   کښې  تخلیق  کیږي  

خو  د   ډېر   ریاضت او  د تجربې  پۀ  سوب   د اورد   پۀ  حالت   کښې هم  لیکلے  او   وئیلے  شي

خو دا  فطري  فن   لویه  تجربه   تېزه  مشاهده  او  ژوره  مطالعه  غواړي  

د  رسا  صېب  هغه  خبره   

مونږ  ته  چې کوم  اشعار   له ورایه  الهامي  ښکاري  

د  ډېر   زیار   او  اصلاحي  تنقیدي   نظر  نه    تېر شوې    وي

د امیر کروړ   او  د بیټ  نیکۀ   د  رزمیه  اشعارو نه  پس  د ملک احمد خان     د  پیر  روښان    خوشحال  خان   میروېس خان  او  احمد  شاه  ابدالي   او  د  باجاخان   مزاخمتي  تحریکونو   د  پښتو  شعري  او نثري   ادب  ته  غوښنه  ځلا وربخښلې  ده

د سوابۍ   د مندڼ  یوسفزو   سیمه  ډېره   سترګه وره    خاؤره  ده 

دې  خاورې  د پانېني  غوندې      د  سنسکرت  ژبې  تخلیق  کار   ماهر  لسانیات   زيږوؤلے  دے  ملک  ګجوخان  او  ملک  کالو  خان  هم  د دې  عظیمې  خاورې پېداوار دے  

دې  خاورې   نظمي  ادب   ته   د طنزومزاح   د قیصې   او چاربېتې   درې بابا ګان   وربخښلي   دي

کومه چې ډېره  د ویاړ  او  فخر  خبره  ده 

 

یار حسېن  کلے  د ابادۍ  پۀ  لحاظ  د ضلع سوابۍ  لوے  کلے  دے

خپله  لویه  فراخه  سینه کښې  لرغونے  تاریخ  او  تهذیب لري 

پۀ  تېره  تېره  ئې   مغلي  شهنشاه   ظهر الدین  بابر   ـ ـ تزک  بابري  ـ ـ او  منشي  ګوپال داس   ئې  هم  ـ ـ تاریخ  پشاور  ـ ـ  کښې   ذکر  خېر  کړے  دے 

  د یار حسېن  کلي   ښاغلے   اعجاز  یوسفزے  هم   د ملک  احمد   د لوے   ټبر   ننګیالے    بچے  دے  

دا   ښاغلے  د   وینې  پۀ  رشته  کښې  زما   تربور  دے  

ځکه  چې  مونږ    ډاګیوال  چاسره  خپله  پېژند ګلو  کوؤ  

نو   د یارحسېن  سابقه  یا  لاخقه  ورسره   ضرور   تړو  

قلمکار   اعجاز   یوسفزے  هم  د دغه  عظیمې  خاورې  پېداوار   دے 

خپل ذاتي  نوم  ئې  اعجاز خان   دے  

خو  دې  ښاغلي  د خپل  نوم  نه   خان   لفظ  راش

فو کوؤلے  دے 

او  اعجاز   سره   ئې   د یوسفزي  لاحقه  کلکه  انډؤل  کړې ده

زما    د قلم  د قبیلې  او  د نظریې   ملګرے   دے 

یؤ  هر اړخیز   شخصیت   دے  

دا  ښاغلے  سول  انجنیئیر   دے  

او  د پښتونخوا   د چیف  پۀ لویه  عهده  پاتې  دے  

کبرژن   نۀ  دے  یؤ  فقیر مزاجه  خوئ   لري  

ګني  چې اکثریت   پښتانۀ  وګړي  دې  لویې چوکۍ  ته  ورسي 

نو  بیا ئې ټیز پۀ  ډبلۍ   نۀ  ماتیږي

ښاغلے  اعجاز یوسفزے   کالم هم لیکی  افسانه  هم  لیکي  

او  شعرونه  هم لیکي 

د  خپل  لیک  اغاز  ئې لکه  حمزا بابا  او عبدالغفران بېکس  پۀ  شان    د  اوردو  د لیک  نه  کړے  

د  انګرېزۍ   اخبار  له  ئې  کالمونه  لیکلي  دي  

خو  چې   کله  د خوشحاله  دا  شعر ئې  ولوستۀ  

چې  ـ ـ 

چا ئې  پَلؤ  له  مخه  وانۀ  خیستۀ  

پښتو  لا  هغسې    بکره  پرته  ده

نو  د مورنۍ  ژبې   پۀ  پښو  پرېوتو   

او   د  شعر  اعجاز  ئې  پۀ  لر  او بر  لکه  د سپرلي  د سمسور  ګلونو  خپلې  وږمې  وېړیا   وشیندلې  

ـ ـ ـ   لپه  او  سمندر  ـ ـ ـ د اعجاز  یوسفري   چاپ  شعري   ټولګه  ده  

د  دې   نؤیاته  شعري  ټولګې   ډالۍ   اتلس  کاله  وړاندې   د  ادب  ذوقه  پښتنو  لاسونو  ته  راغلې  ده 

پۀ  ـ  ـ ـ  لپه  او  سمندر  ـ ـ ـ  کښې  سندرې  هم  شته  

قطعات  هم   شته 

غزلونه  هم  شته  

او  نظمونه  هم  شته  

د  معیار پۀ  حواله  دا  ټول  شعرونه  د یؤ  بل سره  څنګ پۀ  څنګ  او غاړه  غټۍ  روان  دي  

او   د ادبي  میزان  پۀ تول   کښې هېڅ   پارسنګ  نۀ لري

د غزل پۀ  نازک  صنف کښې  د راز ونیاز  نه  علاوه  د خپل  قام  بېسیاره  ذکر کوي   ځکه  چې  خپل  غزل  ئې   لکه  د سېف الرحمان  سلم  شرعې ته  سم  کړے  دے  

او  لکه  د غزلګو شاعر  د   ا  ندېش  بابا  د غزل پۀ  رنګ   د کار  سړے  کړے   دے

خو  ما  چې   ـ ـ ـ  لپه او سمندر  ـ ــ ولوستۀ  

  نو  محسوس   مې کړه  

چې  د ښاغلي  اعجاز یوسفزي د  نظمونو  انډے      د معیار او مقدار  پۀ  حواله  دروند   دے  

د  نظمونو  اسلوب   او تخیل  ئې  د قامي او  طبقاتي  فکرونو   نادرې  نمونې دي   

کۀ  زۀ  دا  ووایم  چې  د نظم  ګو  شاعر  عبدالغفران  بېکس  نه  پس  ښاغلے  اعجاز یوسفزے  د نظم  لوئے  شاعر  دے 

نو  دا  به  مبالغه  نۀ  وي

د  پښتونخوا   نوموړو   سندر غاړو  د  ـ ـ ـ  لپه او سمندر  ـ ـ 

خوږلن   کلامونو   ته  د خپل  ساز او  اواز    د  سُر او ګُر   خواږۀ  ورکړې دي 

او  اولس  خوښ  کړې دي  

دا  ښاغلے  د باچاخان  د عدم تشدد   د فکر کلک  مرید  دے  

د  سر دریاب  نه  پس   د باچاخان  مرکز  د بانیانو   پۀ  صف کښې ـولاړ دے  

دا    د لفظونو   جادوګر   نن سبا   د  باچاخان  مرکز له  خوا   د  کلهمې  پښتونخوا  د سالار  اعظم  پۀ  عهده  کار کوي  

د خُدائ  خدمت  ګار   د کورنۍ  نر  بچے   دے  

او  تر ننه  ئې  هغه تسلسل  برقرار ساتلے   دے  

 

د شهبازي نظر  څښتن دے  

د خپلې  ژوبلې  پښتونخوا  وینې وینې  او  ژوبل ژوبل  اولس  پۀ  غم غمژن  دے 

مزاخمتي  قلمکار  دے  

د لاهوري  مغل فطرته    دربار  مدحې او قصیدې نۀ  لیکي

لګیا  دے  دغه  سلګۍ   ویرونه  او  ساندې   سندرې کوي

د خپل وطن   د مسائېلو  او وسائېلو  نه ښۀ خبر دے 

د خپل  وطن  لوګے  لوګے   غرونه  ځنګلونه  سیندونه  ورشوګانې  دامانو نه  بازارونه   او  للمې   د بڼو  لاندې  څاري

دا ښاغلے  صرف   د ګفتار غازي  نۀ  دے 

قلمي   مبارزې   سره  سره  مالي  او جاني   مبارزه  هم کوي

د  پښتو  د ناوې  د سرې  ډولۍ   جنج  سره  ښۀ  پۀ  استقامت   پۀ  خوږه   ژبه  یاقربان  زمزمه  کوي 

دا  ښاغلے  د ملي  احساس  او  د قامي  شعور   پۀ  قام پاله  نظریه  سینګار  دے 

خپل  مرام  او منزل مقصود  پېژني 

د عصري   تقاضو  نه  خبر دے  

او  پۀدې    هم   پوهه  دے  

چې  زۀ  څۀ  لیکم  ؟ او چاله  لیکم   ؟  

د خپلې  جغرافیې     تاریخ  او  د اتلانو  د کارنامو  نه  واقف  دے 

خو   پښتون  اولس  ته  د کړه مار   د سَره   وائ  

هغه  ناوې چې پۀ خپله  ښائېته نۀ وي ـ

څوک. ئې څۀ  کاندي  ښائېست  د مور او  نیا  ـ 

  د  خپل  مظلوم   قام   پۀ  خاطر   د څاروان   او  کار وان  سره   سُور  بېرغ  پۀ لاس   پۀ  ازغنه  لاره    د خپلو  باتورو   او پت منو بچو سره  د منزل پۀ لوري  روان  دے 

د  استعمار  ماڼو  کښې  ویر شۀ  باچاخان راغے 

د  پښتنو  پۀ مړو  رګونو  کښې   طوفان  راغے  

د جنګ انداز ئې دے  بدل پۀ  داسې شان راغے

چې بې  ټوپکه  بې  خنجره  پۀ مېدان   راغے 

اعجاز یوسفزے

- طلا شباب
بېرته شاته