شوکت علي خان
[18.Jan.2024 - 13:18]صاحب زاده شوکت علي خان/ لیک : زلمی هېوادمل
د ټونک د پارسی – عربی څیړنو انستیتوت د پخوانی مشر صاحبزاده شوکت علی خان غمجنه مړینه
د دوکتور ظاهر شکیب له فیسبوک پاڼی، د خپل یو پخوانی فرهنګی آشنای، صاحبزاده شوکت علی خان له غمجنی مړینی خبر شوم.
د دوکتور شکیب په پُست کې چې مې د صاحبزاده اوسنی تصویر ولید، ماته سملاسی دده د ۱۹۸۳ م کال څیره په ذهن کې را تداعی شوه
توره ږیره، سور قره قل پر سر، توره کله نخودي، شیروانۍ اچولې، دده ځوانی او د هند د راجستهان د ټونک د پارسی - عربی څیړنو د انستیتوت د ډایرکټر دفتر او دده له اخلاصه ډک دوستانه برخوردونه ټول زما په ذهن کې را تاند شول.
پر ۱۳۶۲ / ۱۹۸۳ م کال مرحوم عبدالرحیم ځدراڼ او زه د افغانستان د علومو اکادمی له خوا د Cultural exchange program لاندې هندوستان ته د پښتو خطی نسخو او زړو آثارو د څیړنو لپاره لیږل شوې وو او په هند کې university Grants commission زموږ د استوګنی، د هند دننه د سفرونو له کتابخانو، آرشیفونو، میوزیمونو او پوهنتونونو سره د رابطی چارې ټولې سمبالولې.
د هندوستان هغه علمی مراکز چې موږ باید په دې سفر کې لیدلې وای د راجستهان د ایالت د ټونک د پارسی – عربی څیړنو انستیتوت هم پکې شامل و.
یونیورستی ګرانتس کمیشن موږ ته د هماغه کال په اکتوبر کې د ټونک د سفر او د ټونک د پارسی – عربی څیړنو په انستیتوت کې د لس ورځنی تحقیق پروګرام جوړ کړی ؤ.
موږ له ټاکلی پروګرام سره له دهلی د راجستهان مرکز جیپور ته ولاړو، شپه مو جیپور کې وکړه. سهار وختی له جیپوره ټونک ته سرویس روانیدونکی ؤ، همدې سرویس ته دواړه وختو او موټر څو لحظی وروسته روان شو.
په لاره کې یو وچ سیند مخې ته راغی چې بناس ندی یې باله د بیاس ندي پر پله چې موټر تیریده. ما ته ددې سیند په باب د خوشحال خان خټک یادونی ذهن ته راغلې، کله چې یې خوشحال خان خټک د رنتهبور کوټ ته د شاهی بندي په توګه بیوه، نو له همدې بیاس ندي تیر شوی و.
موږ نژدې غرمه ټونک ته ورسیدو، څنګه چې په ټونک کې زموږ د استوګنی د بندوبست چارې د پارسی – عربی څیړنو په عهده وې او له دهلی ورته زموږ د ورتګ ویل شوي وو. کله چې ټونک ښارګی ته ورسیدو او له موټره کښیوتو ګورو چې مخی ته مو یو مرتب سړی - مونډۍ توره ږیره، سور قره قل پر سر او نخودي رنګه شیروانی اغوستې – ولاړ دی. له موږ یې وپوښتل افغان سکالران تاسی یاست؟ ځدراڼ صاحب ځواب ورکړ، هو موږ یو! په غیږ ستړی مه شی یې راسره وکړه او خپل ډریور ته یې وویل چې زموږ بکسونه را واخلی، موږ یې له ځان سره خپل موټر ته وخیژولو او د ټونک هوټل ته یې بوتلو.
یوه شیبه له موږ سره کښیناست: بیا یې را ته وویل: نن به استراحت وکړئ، سبا سهار پر ۹ بجو به د انستیتوت موټر په تاسې پسې درشی او انستیتوت ته به مو راولی بیا به نو ستاسی د کار پر پروګرام خبرې کوو.
دلته ددې خبرې یادونه ضروری ده چې په هندوستان کې د افغانی نوابیو په جمله کې یوه نوابی د هغه وخت د راجپوتانې د ټونک د سیمی نوابی وه چې بانی یې نواب امیر خان سالارزی ؤ. دا نوابی پر ۱۸۱۷ م کال جوړه شوه، پر ۱۸۱۸ م کال د هند د بریتانوي حکومت له خوا په رسمیت وپیژندل شوه او د هند له آزادۍ وروسته په ۱۹۴۸ م کال د هند په آزاد حکومت پورې وتړل شوه.
تر نواب امیرخان وروسته یې زوی وزیر محمد خان نوابی ته ورسید او د هند له حکومت سره تر تړل کیدو پوری د نواب امیر خان سالارزی د اولادې کابو اوه، اته تنه پرله پسې نوابان شول.
ددې نوابۍ یو ښه خصوصیت دا ؤ چې له افغانستان سره یې تل ارتباط موجود و. له افغانستان به عالمان، شاعران او عام خلک وخت پر وخت ټونک ته ورتلل او هلته به ځای په ځای کیدل.
په ټونک کې د قضا چارې او هم د ټونک د مدرسی د تدریس چارې به له افغانستان څخه راغلیو علماوو سمبالولی.
د نواب امیر خان کورنۍ له فرهنګ سره هم ډیره مینه درلوده. ډیر نایاب پښتو، پارسی، عربی او اردو کتابونه یې ټول کړي وو پر ټولو دغو کتابونو د (سرکار ټونک) مهر لګیدلی دی. د ټونک د سرکار ځینی کتابونه اوس د دهلی ملی میوزیم ته هم وړل شوي دي او یو څو کتابه یې د پیښور د پښتو اکادمی کتابخانې ته هم چا رسولي دي او نور پاتی کتابونه یې د ټونک د پارسی – عربی څیړنو د انستیتوت په کتابخانه کې موجود دی، مانا دا کتابخانه د نوابانو د ټولو کړیو کتابونو پر بنسټ جوړه شوې او موږ هم د همدغو کتابونو د لیدلو لپاره ټونک ته تللي وو.
د هماغې ورځې په سبا شاوخوا لس بجی د انستیتوت موټر راغی ځدراڼ صاحب او زه یې واخیستو او د انستیتوت دفتر ته یې ورسولو صاحبزاده شوکت علی خان را ته منتظر و.
موږ چې دفتر ته ورننوتو په غیږ روغبړ یې راسره وکړ. څنګ ته پر چوکیو یو بل مؤقر سپین ږیری ناست ؤ. دا سړی قاضی محمد عمران خان د ټونک له علماوو او ددې نوابۍ د قاضیانو د مشهورې کورنۍ له اولادې څخه و.
له دې مشرانو سره تر روغبړ او چایو وروسته د انستیتوت مشر صاحبزاده شوکت علی خان خپله موږ د انستیتوت کتابخانی ته بوتلو او د کتابخانی مشر ته یې وویل:
دا دواړه افغان سکالران دي، د انستیتوت د کتابخانی د پښتو مخطوطاتو او زړو چاپی کتابونو د کتلو لپاره راغلي او له دهلی یونیورستی ګرانتس کمیشن را معرفی کړي دي، شاوخوا لس ورځی شپی زموږ میلمانه دي. موږ هره ورځ سهار کتابخانی ته ورتلو او تر رسمیاتو پورې به مو مطالعه کوله، د چایو لپاره به اکثر شوکت علی خان خپله دفتر ته بللو، د چایو تر څنګ به مو خبرې او بحثونه هم کول. کومه ورځ به چې دی مصروف ؤ، دده له دفتره به کتابخانی ته چایی راتلی.
هره ورځ چې به پر چایو له شوکت علی خان سره دده په دفتر کې کښیناستو. د انستیتوت په کتابخانه کې به یې زموږ د کار پوښتنه کوله او دا به یې پوښتل چې د انستیتوت د کتابخانې په خطی او چاپی پښتو کتابونو کې داسې څه شته چې تاسی (ځدراڼ – هیوادمل) تر اوسه نه وي لیدلي؟
ده زیاته کړه: که ممکنه وي زموږ د انستیتوت د کتابخانی د پښتو کتابونو پر معرفۍ موږ ته یوه مقاله په پارسی ژبه ولیکئ. زموږ انستیتوت یو علمی جُرنل هم لري په جُرنل کې به یې شامله کړو.
ما ورته وویل: په سترګو دا کار به وکړم جیپور ته تر روانیدو دمخه به یې در وسپارم.
ما د خپل کار له پای ته رسیدو سره سم د انستیتوت د پښتو کتابونو په باب په دری ژبه مقاله ولیکله او صاحبزاده شوکت علی خان ته مې وسپارله. ده هم له وعدې سره زما لیکلی مقاله په جُرنل کې چاپ کړه او یوه نسخه یې په پُست کې زما لپاره کابل ته را واستوله.
د ټونک د پارسی – عربی څیړنو په انستیتوت کې د صاحبزاده شوکت علی خان په وسیله له یو بل ټونکی مشر عالم قاضی عمران خان ټونکی سره هم آشنا شوي وو کله چې دی زموږ د کار له ډول او مقاصدو خبر شو نو یوه ورځ زموږ لیدو ته راغی او موته ته یې وویل: زما په کتابخانه کې هم یوه نیمه پښتو خطی نسخه شته او د ټونکی پښتنو لیکوالو او په ټونک کې د چاربیتو د وینګ پر عنعنه او چاربیتی شاعرانو هم څه یادښتونه لرم، سبا سهار وختی زما کور ته راشئ د سهار ناشتا به هم له ما سره وکئ موږ د قاضی عمران خان له دې مهربانی مننه وکړه. سبا سهار وخته یې زوی په موږ پسې هوټل ته راغی او خپل کورته یې بوتلو.
کله چې د قاضی صاحب کور ته ورغلو. دی په خپله کتابخانه کې ناست ؤ د مخزن الاسلام د یوې پښتو شرحی نسخه یې پیدا کړې وه او مخې ته یې پرته وه او ځینی نور معلوماتی یادښتونه یې هم خپلی مخې ته ایښی وو.
د مخزن دا شرح نوې وه او داسې ښکاریده چې د عثمان په نامه چا دا شرح کړې ده. پدې خصوصیاتو د مخزن الاسلام شرح ما ته نه وه معلومه. ما ترې یادښتونه واخیستل نور معلومات او یادښتونه یې هم راسره شریک کړل. تر کار ورسته مو د خوند ناشتا ورسره وخوړه بیا یو ځای انستیتوت ته ولاړو.
د چایو پر سر به چې په انستیتوت کې له شوکت علی خان سره ناست وو، ښه مجلس به مو جوړ ؤ. یوه ورځ یې په خبرو کې د سوای ما دهپور ذکر وکړ، ددې نوم په اوریدو سره مې د مرحوم استاد کامل یوه لیکنه په ذهن کې وګرځیده چې د سوای مادهپور یادونه یې د خوشحال خان د بند په قرینه کې د رنتهبور د کوټ په باب کړې وه.
ما سملاسی له صاحبزاده شوکت علی خانه پوښتنه وکړه چې سوای مادهپور له ټونکه څومره لیرې دی او د رنتهبور کوټ په سوای مادهپور کې دی؟
ده ځواب راکړ: سوای ما دهپور له ټونک سره ډیره فاصله نه لري او د رنتهبور کوټ په سوای ماردهپور کې دی.
ما بیا پوښتنه وکړه: له ټونکه راساً مادهپور ته موټر ځی؟ ده راته کړل هو ځی، خو تاسې په سوای مادهپور کې څه کوئ؟
ما ورته وویل: سوای مادهپور او د رنتهبور کوټ د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یادونی ځانګړې ځایونه لري:
۱. د پښتو شهرۀ آفاق شاعر او مشر فرهنګی شخصیت خوشحال خان خټک د اورنګزیب په زمانه کې د رنتهبور په کوټ کې زندانی و.
۲. د پښتو ډیرې مهمی شهپاری او ځینی درانه، د جهانی ارزښت خاوند آثار خوشحال خان خټک په دې کوټ کې لیکلی دی.
لکه: دستارنامه په ۱۰۷۶ هـ ق کال (پښتو نثر) فراقنامه په پښتو نظم، دوه سوه شل بیته ترکیب بند ذوالقافیتین او نور متفرق قصاید او غزلې اوس چې موږ د رنتهبور کوټ ته دومره نزدې راغلی یو. نو دا لازمه ګڼو چې دا کوټ له نزدې وګورو.
صاحبزاده په ډیرې مهربانۍ راته وویل: په دې فرهنګی میراثونو کې زه هم له تاسو سره شریک یم.
بل سبا یکشنبه رخصتې ده، زه خپله تاسی په خپل ګاډي کې له ځان سره مادهپور او بیا کوټ ته بیایم. دا ورځ تاسې دواړه زما میلمانه یاست. یکشنبه سهار موږ پسی هوټل ته راغی، دواړه یې په خپل ګاډی کې له ځان سره واخیستو او مخ په سوای مادهپور روان شوو.
کله چې سوای مادهپور ته ورسیدو. چایې مو وکړې، په بازار کې یې وګرزولو بیا د رنتهبور د کوټ خوا ته روان شوو. څنګه چې د ا کوټ غریز دی نو کوټ ته د ختو لار هم د غرنیو شنو ونو په منځ کې تاو را تاو مخ په بره وتلې ده تر هغی چې کوټ ته ورسیدو.
ډیر مهیب کوټ ؤ. د کوټ ننداره مو وکړ او بیرته راستانه شوو. ټونک ته پر لارې د یوه رستورانت مخې ته ودریدو د غرمې ډوډۍ مو وخوړه او بیا مخ په ټونک روان شوو پر لار مو ډیر ځایونه ولیدل. د ټاکورانو او راجاګانو کلی د هر ځی په باب به شوکت علی خان معلومات راکول. تیر مازیګر یې هوټل ته ورسولو. تر هغی چې د پارسی – عربی څیړنو په کتابخانه کې زموږ کار ختم شو دې علمی شخصیت او د انستیتوت ډایرکتر زموږ ډیر خیال وساته او د کار تر ختمیدو وروسته یې په درناوی رخصت کړو او د راجستهان مرکز جیپور ته ترې روان شوو.
دغه مهربان او میلمه پال، د ټونک د نوابۍ وروستی وارث د ۲۰۲۳ م کال د دسامبر د میاشتی په نهمه نیټه له دې دنیا رخصت شو. اروا دې یې ښاد وي، د ټونک علمی محافلو ته تسلیت.
زلمی هېوادمل
13,01.2023