(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بنجاري

[21.Apr.2020 - 19:04]

بنجاری

ليک : عبدالحميد زاهد 

                بادشاهي   د   فقيرانو   په  دعا   شي

               زه رحمان هله باشاه شوم چې ګدا شوم

پښتو ژبه که نن څه شتمنه ده -په دې کښې ددې فقيرانو برخه د پښتنو شتمنو او بادشاهانو نه ډيره زياته ده - منګ عبدالرحمان ,قاضي عبدالحليم اثر افغاني ,کاکاجي صنوبرحسين مومند ,اميرحمزه خان شينواري, اجمل خټک ,هميش خليل ,علي حيدر جوشي ,قلندر مومند , رحمت شاه سايل ,محمد اقبال اقبال ,اکرام الله ګران ,او نور ګڼ شمير فقيران دي چې ډير څه يي د پښتو ژبې په جولۍ کښې اچولي دي او خپله پښتو يي د نورو ژبو سره سياله کړې ده - په دغه خواخوږو فقيرانو کښې درې شخصيتونه داسې دي چې په حقيقت کښې د پښتو خادمان او ملنګان دي - يو ارواښاد نصرالله خان نصر ,دويم اکمل ليونے دريم اقبال حسين افکار په دې درې واړو کښې يو قدر مشترک دے -هغه دا چې دوي تل د پښتو ژبې د روز نې پرمختګ دپاره کوڅه په کوڅه کلي په کلي ګرځيدلي دي

په  لويو, لويو, غرونو  واوړيدمه

مينه مې ورکه وه هغې پسې تلم(افکار)

ارواښاد نصرالله نصره په داسې وخت کښې د پښتو ژبې  خدمت کوو که هر څو  ملک آزاد شوې وو خو د پښتنو ژوند له هغسې په سور تنور کښې وه - په دغه وخت د پښتو ,پښتون ولۍ خبره کول لوې جرم وه - ارواښاد نصر صيب د پښتو ادبي ټولنې په نوم  ټولنه جوړه کړه - ددې ټولنې دسيوري لاندې به دوي خپلې هلې,ځلې کولے.د پښتو کتابونه به يي چاپ کول او لکه د بنجاري به يي د پښتنو په کلي کوڅو ګرځول - او پښتنو ځلمو ته به يي دليک لوست چل ښوده -په مختلفو سيمو کښې  يي کتب خانې جوړول دا د ارواښادنصرالله نصر ځانګړې تاريخي هڅه وه

نه په سر نه په عزت ده جاروتل ورته عار  ښکاري

زما  مينه  ليونۍ  ده  د  دلدار   په  ښاريو   کښې(افکار )

دغه شان ښاغلے اکمل ليونے د پښتو ژبې سپيځلے استاد شاعر دے د ډيرې موندې نه د ډير غربت باجود خپل ګرځنده کتابتون په ناتوانه وجود اغستې وي او چرته چې ادبي دستوره وي اکمل ليونے هلته ځان رسوي - ډير پښتانه ځلمي يي د کتاب سره اشنا کړل. دا د اکمل ليوني لويه کارنامه ده- پښتو ژبه په داسې ليونو وياړ کوي.

وايمه ستاينې انکار نه کووم

مينه کوم مينه بېپار نه کووم

سترګو ته ګورمه ستي,ستي

څوک وايي چې ژوند په انګار نه کوم (افکار)

ښاغلے اقبال حسين افکار يو نه ستړے کيدونکې انسان دے هيڅ وسايل نه لري خو د پښتو په مينه مست دے دا بنجاري کلي په کلي کوڅه په کوڅه ګرځي د پښتو ژبې سفارت کوي -سيلم راز صيب که هر څو دا شعر ځان پورې ويلے خو دا په افکار هم صادق راځي -

چې مرام يي تل د مينې سفارت دے

د نړۍ  د  هر  وطن   زه  باشنده  يم 

ارواښاد سلطان محمد صابر وايي " افکار د يو فعال شاعر,اديب په حيث په ذات کښې يو ټولنه ده -ځکه دې چې هر ځاې ته لاړ شي هلته يو ادبي ټولنه جوړه کړي.يا لکه لوې عالم دين خطيب او اديب خدايي خدمتګار مولانا عنايت الله رحمهم افکار ته د پښتو سينګاوڼ او ريیښتونې خدايي خدمتګار ويلي دي.لوې شاعر ,اديب ارواښاد حکيم عبدالرحمان بيتاب صيب د ښاغلي افکار د خدماتو او فعاليتونو اعتراف څه په ښکلي انداز کښې کړې دے .

دا سړے چې د پښتو نه هر وخت ځار دے 

د دې  ژبې  يو  بې  لوثه  خدمت  ګار  دے

شپه او  ورځ يي په خدمت کښې يوه کړي

اے    ملګرو  د    ده    ډير  قدر  پکار   دے

خدايه  دې  د  بدو  سترګو   په   آمان  کړې

د پښتو  د دستار  ول   زمونږ   سينګار  دے

مونږ  خواره ,واره  په ده  باندې  راغونډ  يو

چې  د  ګلو جوړ   اميل   کړه   هغه  تار  دے

چې   دې  نه   وي    باقي   پاتې  صفر , صفر

رنګ  د سلو  په  هندسه  کښې  يو  افکار  دے

ددې سره ارواښاد بيتاب صيب افکار ته "ادبي جرنيل " ويل.ددې درې واړو لويو هستو چې افکار څومره په ناز ستايلے دے يقيننا چې افکار ددې حقدار دے - دا ښاغلے د ډيرو خوبو څښتن دے - د ټولو نه لويه خوبي يي انتظامي صلاحيت دے - هر ادبي محفل که هغه د هرې ژبې وي افکار به ورکښې شرکت ضرور کوي - پروفيسر ډاکټر حنيف خليل ورته ځکه د اسلام آباد د ادبي فضا آکسيجن وايي - د ملګري افکار خوش قسمتي داده چې د ډيرو لويو شخصيتونو نه يي فيض اغستې دے - حمزه بابا,سمندر خان سمندر ,غني خان, اجمل خټک, قلندرمومند ,ايوب صابر ,لطيف وهمي ,انديش شمس القمر,محمد اقبال اقبال ,پيرګوهر,قمر راهي,حسن خان سوز ,شيرعلي باچا,ډاکټر اسرار ,اکرام الله ګران ,اسرار د طورو او م,ر,شفق,رحمت شاه سايل غوندې لويو هستو يي روزنه کړې ده -ډير څه يي ترې زده کړي دي - او نن چې په کوم مقام ولاړ دے دا هم ددغې مشرانو د تربيت برکت دے -د حضرت علي مرتضي قول دے " د خاورو نه جوړ انسان دې خاکسار وي " ښاغلے افکار د عجز انکسارۍ يوه نمونه ده - سليم راز صيب وايي " اقبال حسين افکار د فکر و عمل په ليحاظ يو لبرل ,روشن خياله او ترقي پسند انسان دے - د هر قسمه تعصب ,تنګ نظرې , بنياد پرستۍ او انتهاپسندۍ نه يي ځان په ډډه ساتلے دے - ځکه په ليک او تخليق کښې يي د مينې ,امن ,صداقت ,او انسان دوستۍ فکري رويه عيان (ښکاره) نمايان ده - او هم په دې وجه په حيث د يو پښتون ليکوال د خپلو قومي حقوقو د احساس او شعور سره سره د عالمي امن ورورولۍ او يکجهتۍ بيرغ يي هم پورته نيولے دے ـ او د يو مترقي مبارز تخليق کار په حيث خپلې منصبي ذمه وارۍ پيژني او د هر قسم مصلحت پسندۍ نه په ډډه د يو کميټيډ نظرياتي اهل قلم په طور د غير جانبدارۍ د منافقت په ځاې خپله جانبداري پټه نه ساتي هم دا يي شناخت او پيژندګلو ده -

پښې د افکار پولۍ ,پولۍ تڼاکې

مزل دې ګران لاره اوږده پرته ده

دنيا  حيرانه  ليونتوب  ته    زما

خاورې په سر چې محبوبې پسې تلم

زما مقصد زما مرام او هدف

زما پښتو ده پښتنې پسې تلم

اوس چې مونږ د اقبال حسين افکار دې شعرونو باندې نظر اچوو نو د هغه سوچ,نظريه ,فکر راته واضحه -څرګنديږي ـ افکار صيب خپل يو سوچ لري , فکر لري ,نظريه لري څه چې هم ليکي په شعوري طور يي ليکي - څنګ چې ارواښاد سلطان محمد صابر وايي " افکار په خپل ذات کښې ټولنه ده - نو يقيننا هم داسې ده - نن په اسلام آباد غوندې ښار کښې ادبي هلې ,ځلې چې څومره هم کيږي ددې  په شا د اقبال حسين افکار او د هغه درنو مشرانو هڅې شاملې دي - ادبي هلې ,ځلې وي او که د معاشرتي ژوند هلې ځلې وي زمونږ دا بنجاري دوست پکښې په باقاعدګۍ سره شرکت کوي - زه د تيرو 14 کالو نه په اسلام آباد کښې ژوند کوم ما دا بنجاري دوست د سوسايټۍ د اجلاس نه غير حاضر نه دې ليدلے- هسې خو ډير ليکوال په مشاعرو سيمينارونو کښې په شوق سره برخه اخلي - خو د ټولنې په اجلاسونو کښې په اهتمام سره شرکت کول ډير ګران کار دے - زما د علم مطابق 3 کسان داسې دي هغوي د خپلې ټولنې په هر اجلاس کښې په باقاعدګۍ سره شرکت کړې دے - او خپلو صلاحيتونو يي خپله ټولنه يو مقام ته رسولے ده يو اروښاد حمزه شنواري,اقبال حسين افکار او فيض الوهاب فيض که چرته هم چا ځوان له الله توفيق ورکړو خپله د ايم فل يا پي,ايچ , ډي تحقيقي مقاله په پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آبادداوليکي نو زمونږ ددې بنجاري دوست اقبال حسين افکار خدمات به پکښې لکه د سباؤن ستوري ځليږي.

په درناوي: عبدالحميد زاهد

-
بېرته شاته