(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پیښور یادونه

[10.May.2020 - 17:17]

الله تعالی دې عبدالله بختاني خدمتګار کاکا ته جنتونه ورکړي، بختانی صیب به ژمي کې -لکه د پخوانیو پاچاهانو چې پېښور یې ژمنی پایتخت و- هرومرو پېښور ته تشریف راووړ، هم به یې ژمی ګرم تېر شو، هم به يې خپل علمي او څېړنیز کارونه تر سره کړل.

بختانی صیب د باچاخان په ډېرو نژدې ملګریو کې حسابېږي، موږ ته به یې وخت ناوخت د باچا خان بابا جالبې کیسې کولې.

بختاني صیب کې د باچا خان بابا ډېر خویونه، عادتونه او نښې موجودې وې.

بختانی صیب ډېر ساده، بې تکلفه او خوش‌طبعه انسان و، ما ورته یوه ورځ وویل: استاده! زه چې تاته ګورم ماته مې مورنی نیکه را یادېږي، له تاسې سره یې په څېره او عاداتو کې ډېر ورته‌والی درلود.

یو وخت یې راته وویل: نیکه دې څه کاره و؟ ما ویل، نیکه مې د کانال په لومړیو کلونو کې چې روسانو کانال جوړاوه هغه وخت د کانال مدیریت و، زما نیکه یې مدیر و.

ویل څه نومېده؟ ما ویل، حبیب الرحمن! سړی را نېغ شو، ویل زه خو دوه حبیب الرحمن نومي پېژنم، دواړه لغمانیان ول او دواړه مدیران هم تېر شوي دي.

ما ویل، زما د نیکه نښه به درته ووایم، لوړ دنګ سړی و، هر وخت یې یو ډول جامې اغوستې، سپین پرتوګ او شین کمیس به یې اغوسته، د جمعې په ورځ به یې بزازۍ جومات کې یو خاص انداز کې تقریر هم کاوه.

بختانی صیب سخت خوشحاله شو، ویل يې ته خو زما د ګران دوست لمسی وختې، دا خو دې په ما زېری وکړ.

نو کیسه مې پېښور ته د بختاني صیب د راتګ کوله، چې راشکه اوږده نشي. کله به چې بختاني صیب  بېرته کابل ته د تلو موزې په پښو کولې، نو له ځان سره به یې د دوه- درې کتابونو مواد هرومرو وړل.

بختاني صیب به لږې ورځې پېښور کې خپلو لمسیانو، ملګریو او دوستانو سره تېرې کړې، بیا به يې ځان د خپل کار او څېړنې اصلي ځي -مردان، ساولډېر- کې د ښاغلي څېړونکي، شاعر او لیکوال میا وکیل شاه فقیرخېل، غني، بې ساري او معتبر کتابتون ته ورساوه.

بختانی صیب د شین چای څښلو هېڅ شوقي نه و، لکه د پېښوریانو په شان به یې د شیدو چای خوښ څښه!

خو تر هغوی هم دې کار کې له موره یو و، ځکه پېښوریان خو یوه پیاله وڅښي نور بس کړي، خو بختاني صیب ته به چې غټ د شیدو د چایو ترموز نه و پروت، ټک کار ترې نه کېده، کار به ورته دومره ستونزمن و، لکه پر يوه لوړ غره چې په ټکنده غرمه کې خېژي!

په همدې حساب به میا وکیل شاه فقیرخېل صيب سهار خپل دفتر ته تر تګ دمخه دوه غټ ترموزونه په کتابتون کې تیار ورته کېښودل... میا صیب به ولاړ او بختاني صیب به د میا صیب له ګڼو قلمي نسخو او نورو علمي او تحقیقي مأخذونو ګټنه کړله او خپل کار به یې کاوه.

بختاني صیب د میا وکیل شاه فقیرخېل په کتابتون کې ګڼ کتابونه تکمیل او بیا چاپ کړل.

حتی تر دې چې ښاغلي میا صیب پرې یو کتاب ولیکه چې عنوان یې و، «خدمتګار د فقیرخېل په کتابخانه کښې».

یو ورځ مې بختاني صیب ته ګپ کې وویل چې تا رښتیا کابل کې کوم هلک ته ویلي ول چې ته د څوک زوی یې؟

سخت یې وخندل ویل دا ستا یو ناړامه اشنا دی ګپونه جوړوي.

استاد مشر سره مشر او کشر سره کشر وو زموږ د موسیقۍ په محفلونو کې یې موږ سره داسې برخه اخسته لکه زموږ همزولی او یار چې وي.

د بختاني صیب په دې یادونو کې به د دوی د یو بل ډېر نږدې دوست، خپلوان، همفکره د راز و نیاز ملګري استاد برکت الله کمین اغا یوه لنډه خاطره هم درسره شریکه کړم.

کمین صیب د پښتو او دري بې جوړې او نامتو شاعر هم و.

ارواښاد کمین صیب چې په خلکو کې په اغا صاحب یادېده د مجددیانو له ستر ستانه ټبر سره یې تړاو درلود.

د اغا صیب شعرونه چې تاسې د پښتو نامتو او جادوګر غږ لرونکي ایوب استاد په ترنم او زمزمو کې واورئ، بیا نو خپله پوهېږئ چې کمین اغا څومره ځورېدلی او دردمن شخصیت و.

یوه یادونه کوم، تاسې خبره مه هېروئ چې زما او د ایوب استاد د انډیوالۍ کیسې به هم درته یوه ورځ وليکم، که ژوند و!

ښه را به شم بېرته اغا صیب ته، د کمین اغا دا شعرونه به نو چاته خوند ورنکړي، چې وایي:

لاسونه به په دروغو په قسم را سره ږدې

تر څو به په چل ول باندې قدم را سره ږدې

وفا دې چې په ما کمین پېرزو نه وه نو څله

وعدې منځ کې د لوح و د قلم را سره ږدې

 

یا:

ای عشقه نامراده 

تا څه په غمو سر کړم 

عالم زیست و روزګار کا

زه تل خونِ ځیګر خورم

د عشق چله خانه کې 

زه ناست دلبر دلبر کړم

څوک فخر په شاهي کا

څوک مال و عزت غواړي

زما لپاره بس دی 

چې یار د ځان نوکر کړم 

ای عشقه نا مراده 

تا څه په غمو سر کړم

 

ستړي مو نکړم چې له موضوع دومره لرې ځم!

یو مې د کمین اغا صیب یو کتاب د اور په څنګ نومېده، چاپ کړ، اغا صیب کتاب ننګرهار کې کمپوز کړی و، کمپوزر ورته په ساده ټرېسېنګ د کتاب د پښتۍ ډیزاین هم جوړ کړی و، یو رنګ و، د ډیزاینر موخه دا وه چې اغا صیب داسې یو ډیزاین خوښ کړي.

ما خپلو همکارانو ته ورکړ ښکلی رنګه مو ډیزاین کړ، کتاب ډېر ښکلی چاپ شو، ننګرهار ته مو واستاوه، کمین اغا به کله ننګرهار او کله پېښور کې اوسېده.

یوه ورځ ورته بختاني صیب ویلي ول -دوی به خپلو کې ننګرهارۍ فارسي ویله- بیا که بریم دانش کتابخانه پهلوی اسد جان روزه تیر کنیم، ساعتِ ما تیر میشه و یک کمی کار است معلومات کار میکنیم.

اغا صیب ورته ویلي ول: مه خو یک سال شد از اسد سخت خپه استيم.

بختاني صیب ورته ویلي ول: چرا خیر باشه؟

ویل، پشتی کتاب مه را به جای که سیاه و سفید چاپ کند رنګه چاپ کده ههههه

بختاني صیب ورته ویل، نو دا خو ښه کار شوی څه ستونزه ده؟ ویلي يې ول: دې کې يې پیسې راشکه وهلې! ههههه

بختاني صیب ورته خندلي، پوهولی یی دی چې سړیه ساده ارزانه وي، رنګه ګران وي.

دغه دی چې دانش کتابتون ته دواړه راغلل، اغا صیب له خندا سم ضعف دی، وایي، زه یو کال بېځایه خپه وم، نن زه ځان جریمه کوم، دا د کوڅې خوله کې چې چرګان پخېږي، تاسې ته مېلمستیا کوم هههههه

زموږ د کتابونو په کار کې کله کله هغه کندهاريانو خبره ناولدې هم راځي، ډېر کله موږ يو چاته له پېرزوينې د کتاب په پښتۍ يا متن کې د ښکلا او راښکون په پار داسې چلونه وکړو چې زموږ خرچه هم پرې راشي، خو وايو ځه چې دا کتاب لږ نور هم زړه راښکونکی او جالب راشي، خو کله کله بيا کيسه سرچپه را وخېژي او زموږ زحمت او خرچه په سيند لاهو شي هههه

د بختاني صيب او کمين صيب نورې کيسې به بيا کله درته وکړم، اوس په همدغو څو کرښو ګوزاره وکړئ.

اسد دانش Asad Danish

-
بېرته شاته