(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور ېادونه

[11.May.2020 - 17:36]

د پیښور یادونه:

ملګریو نن به مو د دانش کتابتون له حاله خبر کړم  چې وپوهیږئ ما د کتابتون په کار کې څومره لوړې ژورې لیدلې.

مفصله کیسه بل وخت، اوس به یې لږ د پیل یو څو قدمه در سره شریک کړم.

دانش کتابتون جوړ شو، په نوم مې يې درې څلور ورځې فکر کاوه، یوه شپه نیم ویده نیم ویښ وم چې ذهن ته مې دانش کتابخانه راغله، بس نوم په کاغذ ولیکل شو او ښه ارام ویده شوم. داسې خوب راغی لکه د خوب ګولۍ مې چې خوړلې وي.

کتابتون ته ټولې دوه زره اته سوه کلدارې لرم، له همسایه کتابفروشانو مې په دې شرط کتابونه راوړل چې خرڅ شي ګټه يې زما او ستاسې د کتابونو د سر پيسې به درکوم...

دوکان مې ټول له خلاصهٔ کیداني، مُنیه، کنز، شروط الصلوة، ایساغوجي او داسې نورو درسي کتابونو ښه ډک کړ. لنډه دا چې دې خلکو ماته کوم کتاب په شل روپۍ راکړی چې خریدار ورته راشي دوی یې ورته په اتلس هم ورکوي، خو رخصتېدو ته یې نه پرېږدي.

ګټه نشته ډېر خپه حالت دی، خو یو څیز چې را سره و هغه هوډ او عزم و، لنډه دا چې له ځان سره مې کلکه فیصله کړې وه چې زه به یو کتاب‌فروش یم.

د کور په مصارفو کې مې د مېرمن ورور لاسنيوی کوي، یو څه مې زړه دې ته هم ښه دی.

پوره یو نیم کال وروسته مې حساب وکړ چې ایله مې د دوکان کرایه، د برق بیل او د کتابتون د ډوډۍ خرڅ پوره کړی و.

د ډوډۍ خرڅ څه دی، خو چې سهار له کوره راځم، میرمن مې دوو قنداني شکله لوښیو کې سلاته او کتغبانجڼ يا بېنډۍ، چې موږ لغمانيان ورته لېړو وايوـ اچولي وي، دوکان کې يې ګرم کړو، مخامخ د مستو- شیدو دوکان دی، له کالا چاچا نه لږې مستې را واخلو، یو کس دوه مېلمانه هم پکې عذر شي او زموږ هم د خېټې کار وشي.

دا کیسه دلته پرېږدم، ځکه بیا خبره نوره هم راشکه اوږدېږي... دا کيسه تر يو نيم کاله روانه وروسته، يو نيم کال وروسته یوه ورځ کتابتون کې ناست یم چې یو لوړ دنګ سپین ږیری سړی د مسجد پر خوا روان دی، مسجد تر ما شل متره وړاندې و، سړی نو کندهاری دی، قاسمي جامې یې اغوستې، داسې نیمه پایلوچ رقمه رفتار کوي، ما چې ولیده وپوهېدم چې مساپر دی او کندهاری دی، نو د شنو ترخو چایو به سخت خمار وي... ما نو تازه ښه کافر شین چای دم کړی، هغه د خوږمن ځاځي خبره داسې سم درې څلور خوټه مې هم ورکړي دي...

کندهاریان یوه اصطلاح لري چې ښې هوښیارې چای به در پخې کړم، مطلب یې له ترخو چایو دی، که لږ سړې یا بې خونده چای وي بیا بله اصطلاح کاروي، د هغې له ليکلو به دلته تېر شم ههههه.

 

سړي ته مې په کندهارۍ لهجه کې غږ ور وکړ، سخت خوښ شو، ما ویل، راسه یو ګیلاس شې هوښیارې چای وچښه بیا ولاړ سه، زه هم لمونځ ته ځم، جمعې ته لا وخت سته!!

چای یې وڅښلې، د نسوارو ډبلي ته یې ډب ورکړ، مخ یې پکې ولیده، سترګې يې پټې کړې، خوله یې اسمان طرفته ونیوله، نسوار یې واچول، ویل تشکور کومه، ایله مې د سر درد ورسره سم سو!

مازیګر لمانځه ته بیا سړی راغی، ویل ځوانه! ته خو مې خپل وطندار یې، یو پاک هوټل به نه وي در معلوم، ما ویل ته لمونځ وکړه خدای به خیر کړي!

سړی نو عمر کې داسې د اویاوو په شاوخوا کې دی، ما ورته ویل، حاجي کاکا زه کوټه لرم، کوټه کندهاریان مېلمستون ته وایي، که وریجې غوښې نه غواړې زما مېلمه سه، مطلب کوټه پاکه ده، یوه شپه ده بیا نو سهار دې پر مخه شه.

 

سړي ځان غلی کړ را سره ولاړ، دوه درې ځله مې ورته وویل، دلته څنګه راغلی یې؟ له کومه ځایه راغلی یې؟ سم ځواب یې نه را کاوه.

ماسخوتن تر ډوډۍ او چایو وروسته سړي راته ویل، ځوانه راسه کښېنه! دا ستا دوکان زما خوښ نسو، ما ویل ولې کاکا محترم؟!

ویل، ستا دوکان  تر ګردو کتابفروشانو اخري دی، دا کوم کتابونه چې ته لرې، طالب لېونی دی چې تر تا یې را نیسي، تاته درځي؟!!

ته باید داسې کتابونه ولرې چې بل څوک یې په ګرده بازار کې ونلري.

ما چې منطق واورېده ډېر مې خوښ شو، ما ویل، بالکل، خو داسې به نو څه وي؟!

دلته نو سړي راته وویل، ستا مینه، مېلمه پالنه او صداقت مې خوښ سو، زه د کندهار یو مشهور کتابفروش یم، نوم مې نصرت دی، خلک مې نصرت کاکو بولي. ما له کابله د کوېټې پر لار شل ګونۍ د  افغانستان چاپ کتابونه راوړي، ته سبا له ما سره ولاړ سه، په نیشنل هوټل کې پراته دي، هره ګونۍ په زر کلدارې درکوم، خو شرط دا دی چې پیسې به نغدې راکوې.

سهار چې ورسره لاړم د بام پر سر یې یو څو بورۍ خلاصې کړې، ګورم چې ۴۰۰ ټوکه د غني کلیات، د افغانستان نومیالي، اوسني لیکوال او داسې نور ستر ستر مشهور کتابونه دي.

ما کاکو ته وویل، ماته یو ساعت وخت راکړه، بیا چې څه کوې وکړه، ویل څلور ساعته وخت درکوم.

د موبایل او ټليفون زمانه نه وه، له ما سره زما د یوه ملګري  دېرش زره روپۍ امانت د ساتلو لپاره پرتې وې، سړی مې پیدا کړ، ما ویل، شل زره روپۍ مې په کار دي، ویل څلور میاشتو پورې مې په کار نه دي، بیا به يې را کوې.

توکل مې وکړ، کتابونه مې ټول را انتقال کړل، له خلکو راوړي کتابونه مې بېرته ور وسپارل، په شپږ- اتو بوریو باندې دوکان ډک شو، نور ټول کتابونه په بوریو کې تړلي د کوشني دوکان په منځ کې پراته دي.

څلور- پېنځه ورځې وروسته یو سړی راغی، د کتابونو په لیدو یې رنګ بدل شو، ویل ځوانه! دا کتاب په څو دی؟ ما له خپل زړه ورته یوه بیه وټاکله، سړی یو څه مطمین شو، سړی نو د سوات پروېش شاهین دی، په خبرو کې له موره يو دی هههه. د چا پلار به ترې په اتلس ساعتونو کې یوه خبره ونکړي او نه به دې توجه بلې خوا ته ترې واوړي، ځکه دومره جالب سړی ما نه پخوا لیدلی او نه به يې په راتلونکي کې وګورم.

بس سړي خبرې شروع کړې، د نیمې نړۍ کیسې یې راته وکړې، نیشنل پارټې یې څو ځله جوړه کړه، بېرته یې ورانه کړه، ګلبدین ته يې ويلي چې غلط لګیا یې، داسې او داسې وکړه چې لږ په سمه روان شې، څو ژبې یې زده دي او سل و زر نور کمالونه لري...

سړي د دوه زره روپیو کتابونه واخيستل، یو کوشنی کارتن کتابونه شول، زه نو دلته وپوهېدم چې کیسه اوس سمېږي له خيره...

شاهین صیب مو له  همدغه ځايه يار شو او تر اوسه نو زموږ یار دی،  ژوندی دی، خدای دې راته لري. د شاهین صیب مېلمه پالنه، خوږ مجلس او پراخه ټنډه، دا نو ډېرو لږو خلکو کې شته.

شاهین صیب یو ډېر غني او قیمتي کتابتون لري، ورسره د بودا د بوتانو شوقي هم دی، بودا ته یو څه خاص عقیدت هم لري.

ټول عمر یو قسم جامي اغوندي، وایي بودا داسې جامې اغوستې، د ورځې یوه ګوله ډوډۍ نه خوري، وایي بودا د ورځې یوازې اوبه څښلې.

پروېش شاهین صيب د سوات د منګلور کلي دی، منګلور کلی د مېنګورې له بازاره  لس کیلو متره ختیځ ته پروت دی.

پروېش شاهین صيب پخپل کلي کې په انګرېز مشهور دی، دا ځکه چې شاهین صيب ته له بهره ډېر سیلانیان راځي، بیا یې شاهین ګایډ یا رهنمایي کوي.

شاهین صيب په پښتو، اردو او انګرېزي تر شلو ډېر کتابونه لیکلي.

د پښتنو ژوند- ژواک، سوات او کالام یې مشهور کتابونه دي.

شاهین صیب کله کله شعر هم لیکلو، نور نو په تاریخ، جغرافیې، ټورېزم او سیمه‌یيزو ژبو باندې ډېر کار کوي او ګڼې سیمه‌يیزې ژبې یې هم زده دي.

 

شاهين صيب جامع الکمالات دی، دا نو جلا خبره ده چې که کله یې څه وویل، نو تر پایه به یې نه تنګوې او تر کوره به يې نه ځغلوې...

دومره مجلس آرا او خوږ سړی دی چې زما نه یادېږي موږ دې په ګرمۍ کې ورسره دوه- درې شپې نه وي کړي.

یوازې زه نه، زموږ مشران استادان حبیب الله رفیع صیب، صمیم صیب، زیار صیب او نور ډېر مشران به دده ځي ته ورتلل او دده له مجلسه به يې خوند اخيست.

د زیار صیب کیسه یې کوله، ویل مېرمنې ته مې وويل، د کابلیانو چای خو اسانه دي، بس اوبه وخوټکوه او شنې چای ور واچوه، ویل مېرمن مې راته تر ډېرو ویل چې يه سړیه! دا شین چای خو چې د چا ځنکدن وي موږ یې خوله کې ورته په مالوچو وهو، دا کابلیان خو يې بس همداسې ور اړی ههههه.

د شاهین صيب د کور او حجرې منځ کې د پنځوس شپېته مترو فاصله ده، زیار صیب ته یې ترموز راوړی، هغه ژر ختم کړی، بیا کور ته تللی، دويم ترموز سره هم دا کار شوی، اخر یې مېرمن ورته ویلي، يه سړیه! دا د اوبو غټ تورسټ کې به جوش اوبه او چای واچوم زه به خپل کار ته وزګاره شم او ته به له تګ راتګ نه خلاص شې هههههههه.

 

دا نو بیا یو جلا بحث دی چې شاهین صیب کله مېلمه سره خبرې کوي، خپل زامن کښېناستو ته نه پرېږدي، دا چې ولې يې نه پرېږدي، ددې به څه وجه وي، چې ماته نه ده معلومه هههه.

ماته به یې د کابل خان ویل او تر اوسه هم راته همدا نوم اخلي.

یوه ورځ سخته ګرمي وه، زه او شهرت ننګیال صيب له پېښوره وتښتېدو، ولاړو سوات ته، دا یو جلا باب دی، ددې سفر کیسه هم لیکم، خو اوس د شاهین صیب کيسه درته کوم چې د شاهین صیب حجرې ته ولاړو ویل یاره د کابل خان قسمت کې دا لَوَړ ووهم (جو! هههه) کاش چې پرون راغلی وای، ما ویل، خیر شه! څه کیسه وه؟! شاهین صیب محترم!!

ویل، کابل خانه! جو پرون مې یو سل- اویا انګرېزانې میمې مېلمنې وې، ما ویل، چېرته هوټل دې نیولی و، که نه؟

ویل نه! جو دلته کې را سرې وې او حجره دوه کوټې او دوه ډبل بېډونه لري، شهرت ننګیال د کټ په روجایي ګوته کش کړه، دومره له خاورو ډکه و چې زما نوم یې پرې ولیکه، زه ورته سترګو کې غوسه شوم، ما ویل، چوپ شه کنه! هههه

 

شهرت ننګیال بیا شرارت وکړ، ویل دومره کسان چې پر يوه ځای راشي، هغه ځای داسې وي لکه موسمي ملخان چې فصل تباه برباد کړي.

ما ورته ویل، ننګیال صیب! که ته دا پیشوګان له موږ سره تلې، نو بیا دې کسم دی که یو ځای ته هم بوځم، غلی مې کړ!!

د شاهین صیب د مینې او یارانې سخت پوروړي یو، ننګیال صیب په الفت مجله کې یو ښه مضمون پرې لیکلی و چې چاپ مې کړ، شاهین صیب ته مې څو ګڼې مجله واستوله، کیسه يې کوله چې د کور ټولې ښځې مې را وغوښتې، دا مضمون مې ورته په زوره زوره ولوست، بیا مې ورته وویل، دا هغه کابلیان دي چې تاسې به ورته چای او ډوډۍ کې تکلیف کاوه، مطلب د هغې خوا خلک دي.

دوی زموږ د لوی ټبر احمدشاه ابدالي د وطن بچیان دي.

شاهین صیب یو جانانه، بې پروا او مست سړی دی، د زړه خبره یې په خوله ده.

ویل يې، زه چې کله هم ام خورم، نو جامې وباسم او په انګرېزي کموټ ورته کښېنم، بیا ام خورم هههه.

داسې نه ده چې شاهین صیب څه وایي هغسې وي، خو بس د مجلس د ښه تېرېدو لپاره بریک نه لګوي.

یوه کیسه درته کوم نور بس کوم چې خطرناک طرف ته خدای مکړه ولاړ نشم!!

شاهین صیب حکایت کاوه چې یوه ورځ د جمعې په تقریر کې ملا په ما پسې خبرې وکړې چې دا شاهین کافر دی، انګرېز دی بوتپرست دی او...

ویل مازیګر لمانځه ته لاړم، لمونځ مو وکړ، ملا صیب ته مې وویل چې څو ورځې دمخه کینیا ته تللی وم، ډېرې خاص تورې چای مې له ځان سره راوړې، راشه نن یو د شیدو چای ما سره وڅښه، ملا یې بیولی، چای یې ورته تیار کړی.

ویل ما له بهره یو خاص بوتل برنډي له ځان  سره راوړې وه، یو لږ شان مې ورته پیاله کې واچوله، سړی له چایو وروسته داسې سُر کې شو، غوږونه یې لږ سره شول او خبرې یې نورې هم مزېدارې شوې.

ویل ماښام لمونځ مې هم ورپسې وکړ، د ماښام په لمانځه کې یې د سهار سورتونه وويل، ما زړه کې ویل چې کار شوی.

لنډه دا چې ملا زما د سفر او د خاصو چایو ډنډوره ټول کلي کې وغږوله، هر مشر چې ما ګوري دا یو غږ کوي چې دا ځل به ځان سره موږ ته هم هماغسې خاص چای -چې ځانته دې راوړی دی- خامخا راوړې.

ویل، دا کیسه یوه جمعه تکرار شوه، زه بېرته ښه سړی شوم هههه بله ورځ مې نو نور زړه نه و چې سړي ته چای ورکړم، ما له ځان سره ویل، بس دی مولانا صيب! نور دې خپل کار کوه.

ویل ملا اشاره وکړه چې پروېش صیب جو چای نه څښو؟!

ما ورته وخندل، ما ویل، استاد جي! هغه یو بوتل په پېنځه زره روپۍ شوی وه، نور ځان له خپله اخله او څښه. هههههه

 

شاهین صیب یو وخت هېوادمل صیب کابل ته یوه سيمینار ته را بللی و، تر سيمینار وروسته هېوادمل صیب ته، هغه صمیم صیب ته او هغه هم د هغه وخت د ننګرهار او اوس د لغمان د اطلاعات و فرهنګ ريیس ته سپارلی و چې دی که کوم ځي ته ځي، ته يې کوربه شه.

شاهین صیب دومره مینه ناک او یار سړی دی چې صمیم صیب ته یې ویلي ول، ما به د اسد دوی کلي ته بیایې، له سرکه یې زموږ کور ته سلام کړی و، زه پېښور کې وم، فون یې راته وکړ چې کابل خانه! ستا جونګړې ته مې سلام وکړ او ترې روان شوم، چې هر څومره مې ورته وویل چې پاتې شه، ویل نا! بس زما دا فرض ول.

نو د شاهین صیب او زموږ ډېر خاطرات دي، که ژوند و د شاهين صيب د خاطرو له خرواره به کله کله يو يو موټی در سره شريکوم.

ښه ژوند!

Asad Danish اسد دانش

-
بېرته شاته