(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جهادي خاطره

[28.May.2020 - 08:02]

جهادي خاطره

د ۱۹۹۰ کال خبره ده. ثمرخېلو غر چې دولت په کې د کیهان په نوم پوسته  ځای په ځای کړې وه او

مجاهدینو د ثمرخېلو سرخ دېوال کې سنګرونه جوړ کړي وو چې په سر کې یې عرب وو. دا یې لومړی خط و

کابو کال یو نیم د مجاهدینو د لومړي خط ساتوونکي له افغان سرتېرو سره په جګړه اخته وو، خو نه مجاهدینو کیهان پوسته ونیوله او نه هم افغان سرتېرو لومړی خط مات کړ.

په دې دوران کې به هر هغه چا چې مهاجر وو او که انصار، کولای شول چې له پېښوره په موټر کې سپاره شي او د ننکرهار رودات، هسکې مېنې، کوټ، بټي کوټ، اچین، سپبنغر، نازیان، دور بابا، مومنددرې او لالپوري ولسوالیو ته ازادانه تګ راتګ وکړي.

زه هم په تنکي زلمیتوب کې پېښور ته په کډه شوی وم او د پورته ذکر شویو ولسوالیو نومونه مې اورېدلي وو، خو لیدلي مې نه وې

په همدې مهال په هزار ناو او شاوخوا سیمو کې د مشهورو جنګیالیو قوماندانانو لکه حاجي قدیر، شمالي، سید محمد پهلوان، حاجي زمان، حاجي حضرت علي او نادر جان چې د محاذ قوماندان و او د پېښور کبابیانو کې ترور شوی او بیا یې قومانداني د هغه ورور ظاهر جان ته پاتې شوې وه، مرکزونه هم جوړ وو

قوماندان نادرجان زما د ترونو سره راشه درشه لرله او ظاهر جان موږ سره ښه دوستانه پالله.

ظاهر جان په همدې دوران کې پېښور ته راغلی و  دا چې زما ارمان و.چې یادې ولسوالۍ وګورم، موږ درې سره د تره زامن یې په وین سوزوکي کې له ځان سره سپاره کړو او ماخوستن مهال یې هزار ناو ته چې د هغه کلی و او مرکز یې په کې پرانستی و، راورسولو او له مخې سره یې کلاشینکونه راپسې قید کړل.

موږ جهاد ته نه بلکې د پورته ذکر شویو ولسوالیو د لیدو لپاره راغلي وو.

سهار وختي یې راسره پینځه شپږ تنه په اصطلاح مجاهدین په یوه ګاز ۶۶ کې سپاره کړل او ډریور ته یې وویل چې تر هغې چې دا مېلمانه دلته وي هرې ولسوالۍ ته چې یې زړه غواړي، رسوه یې.

موږ پینځه شپږ ورځې په ټولو ولسوالیو وګرځېدو او د وطن ورانولو ښې ډېرې منظرې مو وکتلې.

په همدې دوران کې د ټولو تنظیمونو جبهو د کیهان پوستې د نیولو او په هوایي میدان د یرغل کولو ایتلاف هم کړی و. مجاهدینو ته دا پرېکړه هم اورول شوې وه چې د لومړي خط عرب باداران وایي چې که عسکر یې ورته ژوندی راوستو دوه لکه کلدارې او که صاحب منصب یې ژوندی راوست، پینځه لکه کلدارې انعام ورکول کېږي.

دې پرېکړې ته د ټولو جبهو مجاهدینو اتڼونه اچول.

زموږ د جبهي یو ټوکي ځوان چې زر نومیده، دې پرېکړې ته تر نورو زیات خوشحاله و، ویل یې څلورم کال دی چې چنغله یې د پلار په کور ناسته ده. یو صاحب منصب چې یې راوست واده یې جوړېږي.

ما له زر نه پوښتنه وکړه چې عربان ولې عسکر او صاحب منصبان په دومره ډېرو پیسو اخلي؟ غلامان کوي یې که نه کومه بله کیسه ده.

هغه راته کړه چې په هر څه پوه یې خو ځان دې بیستو کې وهلی.

ما ویل قسم دی نه یم پوه.

ویل یې کوم عربان چې په اول خط کې پراته دي، هغوی د انسانانو د وینو تږي دي، یو ډول ناروغان دي، دوی بیا دا عسکر او صاحبمنصبان حلالوي او له دې عمل نه سخت خوند اخلي.

دې خبرې سره مې یو ټکان وخوړ او د ملګري شاعر عبدالله پیکار یو بیت چې هغه وخت یې تازه لیکلي و، ذهن ته راغی:

داغونه د عجم د وینې وینځي له لمنې 

یو تور عرب ولاړ دی له زمزم سره په خوا کې

د مازیګر او ماښام تر منځ مهال و، ظاهر جان ته مو وسلې حواله کړې او له تورخم پورې په ۶۶ ګاز کې او بیا په پلینکوچ کې تر پېښوره ولاړو.

کابو لس کاله وړاندې حصارشاهي صنعتي پارک پرانستل کېده. دلته  کابل کیمپ هم دی چې د طالبي جګړو له امله ورته له کابل او شمالي ولایتونو خلک راکډه شوي او تر ننه په کې دېره دي.

له یوه مشره سره مې د راډیو د کور کلي د خپرونې لپاره خبرې کولې. هغه راته په خبرو کې دا هم ویلي وو، کله چې دوی تازه په دې ډاک کې واړول، هره شپه به له هغې پورې ناو نه شغلې پورته کېدلې. یو سهار په جومات کې له لمانځه وروسته څو تنه مشران د جومات د ملا په شمول ناو ته وختلو. هلته مو د انسانانو سلګونه ګوپړې او هډوکي وموندل او بیا مو تر خاورو لاندې کړل او جنډې مو پرې ودرولې.

-
بېرته شاته