(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبساپوهنه

[09.Jun.2024 - 13:46]

#ژبساپوهنه

 

د #ساپوهنې په رڼا کې د ژبې څېړلو ته #ژبساپوهنه وايي

ژبه د ساپوهنې یوه په زړه پورې سکالو (موضوع) ده او د ساپوهنې ډېرې څانګې د ژبې سره  سر او کار لري او هره څانګه ئې پخپلو  لارو او میتودونو (Methode) سره د ژبې بېلابېل (مختلف) اړخونه راسپړي

په دې کتاب کې ما د ټولنیزې ساپوهنې (Social psychology) ، د سیاسي ساپوهنې (Political psychology) ، د ادب دساپوهنې (Literature psychology) ، د ښوونې او روزنې د ساپوهنې (Educational psychology) ، د ژورې یا راسپړیدلو د ساپوهنې (Psychoanalyse) ، د کړنې د ساپوهنې (Applied Psychologie) او د حقوقي ساپوهنې (Forensic Psychologie) دلارو (میتودونو) په مرسته سره د #پښتني_ټولنې په نښتون کې د ژبې بېلابېل (مختلف ) اړخونه راسپړلي او څیړلي ديچیرته چې د بل چا نظریه راخستل شوی او یا حواله پرې ورکړشوې دههغه په لیندیو () کې د لیکوال د نوم او دکتاب د کال په لیکلو سره په نښه شوی دي, چې په سرچېنه ېا اخستونځو کې بیا په بشپړه توګه په ګوته شوی دی

 

 #انسان_او_ژبه

ژبه په انساني ژوند کې مهم رول لوبويځینې څېړونکي د ژبې په واسطه انسان د ژوی (حیوان) څخه بېلوي او ورته خبرې کوونکی ژوی (ناطق حېوان) وايې, خو ځینې نور څېړونکي بیا په دې عقیده دي چې ژوي هم یو ډول غږونه کولی شي او د خبرو اترو (مخابرې) یو سېستم لريچې سړی ورته ژبه یا د ژبې یوه ځانګړې (خاصه) بڼه ویلی شي. خو پیښه (واقعیت) داسې دیچې د ژبې مرکز په لوی دماغ کې دی, چې په ژبې د پوهيدلو او کنټرول دنده په غاړه لريد زیږېدو په وخت کې د انسان د دماغ یوازې څلورمه برخه یانې په سلو کې پنځه ویشت ( ۲۵ ٪) وده کړي وی او پنځه اویا ( ۷۵ ٪ ) بیا وروسته وده کوي

حال دا چې د ژوو دماغ په سلو کې د پنځه شپېتو ( ۶۵ ٪ ) څخه زیات د زیږېدو په وخت کې بشپړ وي (Merz, 1977) .

لوی دماغ یا ماغزه په دوو برخو وېشل شوي دی چې یوه ئې کیڼه ( ګڅه ) برخه ده او بله ئې ښې برخه ده.

 

د نور څیړونو په نتیجه کې ثابته شوې ده چې د ښي لاس کسانو په سلو کې نوي ( ۹۰ ٪ ) اود کیڼ لاس کسانو په سلو کې شپېتو   ( ۶۰ ٪ ) د ژبې مرکز د لوی د ماغ په کیڼه ( ګڅه ،چپه) برخه کې دی (Rohracher,1965) .

 

په دې توګه سړی ویلی شي چې د ډېرو (اکثرو/ زیاتو ) انسانانو د ژبې مرکز د لوی دماغ په ګڅه (کېڼه  / چپهبرخه کې دی

د غږونو د ژبې  ځای (دستګاه) تالو دی چې د غږونو پټۍ لری او د ژبې د پلې (عضلې) او شونډو په مرسته سره غږونه جوړوي

که د ژبې مرکز ته په لوی دماغ کې تاوان او ټکان ورسېږي نو بیا په ژبه کې هم خنډ پېښېږي او ژبه نښلي او یا د خبرو څخه بالکل پریوزي او سړي ګونګیږي. که څه هم د تالو د غږ پټۍ  ئې جوړې وي.

دا سې هم کیدلی شي چې د ژبې مرکز په لوی دماغ کې جوړ وی خو د تالو دغږ پټۍ خرابې شوې وي په دې حالت کې هم په خبرو کې خنډ راځي.  

دانسانانو د تالو د غږونو په پټیو کې د پرتو غږونو شمير ډېر (زياتاو پراخه دی او بېل بېل  (مختلف) ډول غږونه جوړولی شي، خو د ژووو ( حیواناتو ) د تالو د غږونو شمیر ډیر کم دی او یوازی څو تړلي (محدود) غږونه کولی شي

ددی  پورتنیو ټکو څخه دا پایله (نتیجهپه لاس راځي, چې د انسان ژبه د غږونو د شمیر( د کمیت ) له پلوه بډای او بشپړه ده او د ژوو بیا نیمګړې اوغریبه ده .

په دومره اندازه سره ژبه دانسان او ژوي د توپیر نښه ګڼل کیدلی شي چې انسان په ډېره پیمانه او ژوي په لږه پېمانه د خبرو کولو توان لري

#د_غــږ_ژبه یا #ګړیدنه د وزن له مخې په څلورو برخو کې جوړه شوې ده چې هره ټیټه برخه ئې د خپلې جګې برخې څانګه ده.

#ګړ: ګړد ګړیدنې تر ټولو کوچنۍ برخه ده پښتانه وائې چې " پلانکی سړی ما ته ګړ هم نه شي کولی" . یانې هیڅ راته ویلی نه شي

رښتیا چې ګړ ځانته او ګوښې هیڅ دی او هیڅ مانا لرلی نه شي, خو ګړونه که په یوه ټاکلي ګړندیوالي (سرعت ) یو د بل پسې راشينو بیا غږ جوړوي.

د ګړونو مجموعی ته چې د غږ په ټاکلي ګړند یوالي ( سرعت ) سره نه وي  غورریدنه  وايې چې د ژبې مخکنۍ بڼه ده.

#څپه ( سیلاب): څپه کم نا کمه د دوه ګړونو څخه د ټاکلي ګړندیوالی په بنسټ جوړ شوی غږ دی لکه غر، کب، ور او داسې نور... د څپې ( سیلاب ) څخه د شعر د وزن د اندازه کولو له پاره هم کار اخستل کېږي.

#نومونه یا #ويي ( لفضونه): نومونه یا ويي د یو یا څو سیلابو څخه جوړ شوي غږونه دي.

غونډلې (#جملې): جملې د څو نومونو یا لفظونو څخه جوړ شوي غږونه دي.

 

#د_ژبې_مینځ_ته_راتګ

د ژبې مینځ ته راتګ د انګلیسي پوهان اویلنیګ (Aveling) او د المانې (جرمني) پوهان اخ (Ach) د نومونو یا ګړنې ( اصطلاح ) د جوړولو د تجربو په مرسته انځورکیدلی شي.

 

داویلنیګ او اخ تجربی: ددې تجروبو موضوع هغه لړۍ ده په کومه کې چې یو بې مانا لفظ یوه مانا پیدا کړه یانې د یو شي ( څیز ) نوم وګرزیده

اویلنیګ (Aveling) بې مانا ويي ( لفظونه ) د انځورونو او شیانو سره ونښلول او خپلو زده کوونکو ته ئې څو ځله وښودل په پای کې دغه بې مانا ويي ( لفظونه ) د دغه شیانو او انځورونو ( رسمونو ) نومونه وګرزیدل او مانا ئې پیدا کړه. اخ (Ach) هم په همدی ډول د هندسوي جسمونو څخه کار واخست.

ده د پېړو کاغذونو نه مربع، استوانه او مخروط جوړ کړ چې بېلابېل (مختلف) لوي والی او وزن يې لرلو

یوه غټه او درنه مربع , یوه غټه او سپکه مربع ، یوه وړوکې او درنه مربع، یوه وړوکې او سپکه مربع  یانې څلور ډوله مربع ګانې یې  جوړې کړې.

همدغه شان څلور ډوله استوانی او مخروطونه ئې هم جوړ کړل. بیا ئې په ټولو غټو او درنو جسمونو، غټو او سپکو جسمونو، په کوچنیو او درنو جسمونو، په کوچنیو او سپکو جسمونو, د بی مانا ويي ( لفظونه ) ونښلول د تجربی کسان مجبور وچې هر یو جسم په لاس کې جګ کړي او ور پوری نښلول شوی بی مانا ( لفظ) ولولي بيا دغه جسمونو څخه نښلول شوي ويي  (لفظونه ) لرې کېدل او جسمونه بیا د میز په سر ایښودل کېدل او د تجربو د کسانو څخه د دې غوښتنه کېدله چې یو ټاکلی جسم وګوري. په دی لړ کې څرګنده شوه چې دغه ويي (لفظونه) چې پخوا بې مانا ؤ اوس مانا پېدا کړې ده او نومونه ګرزیدلي دي ( Rohracher,1965) .

د اخ (Ach) ددې تجربې څخه جوتېږي چې بې مانا ويي ( لفظونه ) یا غږونه مانا پېدا کوي, کله چې د یوه شي پورې وتړل شي

ددې تجربو په پایله ( نتیجه ) کې سړی ویلی شي چې انسان د ژوو ( حیواناتو ) په پرتله د ډېرو او مختلفو غږونو توان لري خو دې غږونو په لومړي سر کې هیڅ مانا نه ورکوله خو کله چې د یو شي د ستاینو ( صفتونو ) پوری وتړل شو, نو بیا ئې مانا پېدا کړهدا تړنه د رایادیدو د قانونو (Assoziationgesetze) په بنسټ کېږي, چې د زده کړې د نظريې " الف با " ګڼل کېږي.

دا قانونونه لومړی ارستو (Aristoteles) را په ګوته کړل چې وروسته ئې پراختیا و مونده چې اړېن (مهم) ئې دا دي.

 

#د_ځای_او_دوخت_پیوستون_قانون

که چیرته سړی دوه یا زیات شیان په یوه وخت او یا یوه ځای کې وویني نو کله چې د دغه شیانو څخه یو رایاد شي نو بل ئې هم رایادېږي.

 

#د_ورته_والي_قانون

که چیرته دوه شیان یو بل ته ورته وي د یوه را یادېدل ډېر وخت د بل د رایا دېدو سبب کېږي.

د سمت او برخې قانون : کله چې د یوه شي برخه رایاده شي نو ټول سمت ئې رایادېږي.

 

#د_ټکر(تضاد)_قانون

کله چې د تضاد یو اړخ رایاد شي نو ډیر وخت ئې بل اړخ هم رایادېږي

د غږ د ژبې په مینځ ته راتګ کې د ځای او د وخت د پیوستون قانون کره رول لوبويیانې ددې قانون په مرسته سره انسانانو بېل بېل بې مانا غږونه د بېلو بېلو شیانو سره ونښلول مانا ئې پېدا کړه او نومونه وګرزېدل چې په نتیجه کې ئې ژبه مینځ ته راغله.

 

#د_بېلو_بېلو_ژبو_مینځ_ته_راتګ

د بېلو بېلو ژبو مینځ ته راتګ د یوه شي ( څیز ) سره د ډېرو غږونو د یو ځای کولو او جوړه کولو څخه بل شي نه دی یانې دهمدغه یو شي ( څیز ) سره بېل بېل غږونه نښلول کېږي چې ټول ئې یو شانته مانا پیدا کوي

د بېلګې (مثال) په توګه - کله چې یو پښتون یو بوټې لیدلی دی, نو د ونې غږ ئې ورسره جوړه کړی دی

په همدغه شان جرمنیان بیا د همدغه بوټي سره د باوم (Baum) او انګرېزانو د ټري (Tree) غږ جوړه کړی دی

کله چې یو پښتون د ونې نوم واوري نو د ونې بوټی ئې په یاد راځي همدا خبره د جرمنیانو د پاره چې د باوم (Baum) او د انګریزانو د پاره چې د ټری (Tree) غږ واوري اعتبار لري

تر هغه وخته چې یو انګرېز په دې پوه نه شي چې پښتانه ټري (Tree) ته ونه وايې نو د ونې غږ د انګریز د پاره بې مانا دی

همدغه د ټري (Tree) غږ د یوه پښتون د پاره بې مانا دی تر هغه پورې چې په دې پوه نه وي چې انګرېزان ئې ونې ته وايې.

لنډه دا چې د یوه شي سره د بېلو بېلو سېمو د انسانانو له خوا دبېلو بېلو غږونو  یو ځای کول مونږ ته د بېلو بېلو ژبو مینځ ته راتګ راپه ګوته کوي

دلته دا پوښتنه راپیدا کېږي چې په یوه ژبه کې هم ځنی داسې شیان شته دی چې بېل بېل غږونه ورپورې تړلي وي یانې بېلابېل (مختلف) نومونه لري خو یوه مانا ورکوي لکه ګټه ، تېګه، ډبره او یا دروازه ، ور، دړه ، تمبه او داسې نور...

ددی پوښتنې په ځواب کې سړی ویلی شي چې په یوه شي پورې د بېلو بېلو غږونو تړل د چم ګاونډ او چاپیریال د  د بېلوالي (مختلفوالي) لاسته راوړنه  (محصول) دی

کله چې د یو شمیر وګړو چاپیریال د نورو څخه بېل وي او دبلی سېمې د وګړو  سره ئې تماس او اړیکی نه وي, نو بیا دغلته ځانته ژبه مینځ ته راځي او که د نورو سېمو د وګړو سره ئې تماس او اړیکې وي, نو بیا په دغه سېمه کې ځانته ژبه مینځ ته نه راځي بلکې يوازې د ځینو شیانو د پاره خپل نومونه لري.

که د ټولنې لرغوني تاریخ ته ځیر شو نو وبه وینو چې په لومړي سر کې انسانان د وینې د خپلوۍ په بنیاد ډ‌لې ډلې په ګوښو، ګوښو سېمو کې په داسې ځایونو, غرو  او رغو کې اوسیدل چې اوبه  به ئې لرلې او په دې توګه ئې خپلې بنسټي اړتیاوې پوره کولې, خو کله چې به په یوه سیمه کې د یوی ډلې شمیر زیات شو او یا به د کوم بل علت له کبله د دوی بنسټی اړتیاوې په بشپړه توګه پوره کیدلی نه شوې نو بیا به د شاو خوا داسې شنو ځایونو ته ترې لاړل چې له یوې خوا به ئې  ددغه ځای د وګړو سره ګډې اړېکې (شریک تماس ) او راشه درشه لرله او دبلې خوا به ئې بنسټي اړتیاوې پوره وې.

کله نا کله چې به نژدی زرغونې سېمې نه وی نو لېرې سیمو ته به لاړل او د پاتې برخې سره به ئې تماس پرې کړ شو. کله نا کله به د زرغونې سیمې د نیولو لپاره د وینې یوې ډلې د وینې په بله ډله وګړو  یرغلونه هم کول

زموږ پښتنو لپاره دا لومړۍ خبره اعتبار لري چې یو بل ته نژدې په بېلابېلو (مختلفودرو کې خپاره او میشته شوي دي, چې یو پیداېښتي جغرافیايي یووالی (وحدت) دی او یو له بل سره ئې تماس او اړیکې ساتل شوي دي

له دې کبله په بېلو بېلو درو کې بېلې بېلې ژبې مینځ ته نه دي راغلي, خو د ځینو څېزونو (شیانو) سره بېلابېل (مختلف) غږونه تړل شوي دي او په دې توګه د يوه څیز (شي) لپاره دوه او یا زیات نومونه مینځ ته راغلي ديخو دتاریخ په اوږدو کې د پښتنو د بېلو بېلو ټبرونو په مینځ کې د تګ راتګ د وسایلو د ښه کیدلو له کبله اړیکې (تماسونه) لاپسې غښتلی شوی دی او په دی ترڅ کې د یوه شي له پاره ډیر نومونه چې د پښتنو په بېلو بېلو درو کې پیدا شوي دي ټولو پښتنو زده کړي دي او یو د بل په خبرو ښه پوهیږي . ګټه ، ډبره او تیږه ټول پښتانه پېژني، چې د يو څیز (شي) نوم دی

اوس به دی خبرې ته راشو چې دبېلو بېلو شیانو پورې چې یو د بل سره ورته والی او یا اړیکې ولري یو غږ هم تړل کېدلی شي چې په دی حالت کې ټولیز ( عمومي ) نوم جوړېږي

د بیلګې په توګه « ونه » چې د زیات شمیر بوټو نوم دی لکه خوبانۍ ، بټنګ، ناشپاتۍ، الوچه، توت، غوز او داسې نور...

لنډه دا چې د ډیرو څیزونه (شیانو) سره یو غږ او ډیر غږونه د یوه څیز (شي) سره تړل کیدلی شي

خو څنګه چې د انسان ژبه د زده کړې په لړۍ  ( سلسله ) ولاړه ده او زده کړه تل د اسان څیز څخه د پیچلې خوا ته وي, نو داسې اټکل سړی کولی شي, چې زیات شمیر یو څپیز ( یو سیلابه ) او یا دوه څپیزه نومونه په ژبه کې لومړی او ډیر څپیزه نومونه او غونډلې​(جملې) وروسته منځ ته راغلي دي

همدغسې ټولیز ( عمومي ) نومونه لکه ژوی ( حیوان ) لومړی او د بېلو بېلو ژوو نومونه لکه پړانګ، ګیدړ، زمری، غويی او داسې نور ...   بیا ورسته منځ ته راغلي بریښي.

دا هم پکار ده چې وویل شي چې انسان د ډیرو او بېلابېلو (مختلفو) غږونو توان لرينسبت هغې ته چې په یوه ژبه کې پکاریږي

همداسبب دی چې انسان د ډیرو ژبو د زده کړې توان لري او د نورو  ژبو غږونه هم وښکدلی او یادولې شي

د ځینو  لرغونو  ژبو لکه  اندوګرمان (Indogerman) او سېمېت (Semit) ژبو پېداېښت د میلاد څخه دری یا څلور زره کاله د مخه اټکل کیږي. د هغه ژبو چې پخوا پرې یو ځل خبرې کېدلې او د هغه ژبو چې اوس پرې هم خبرې کېږي شمیر د پنځه ویشت زرو ( ۲۵۰۰۰ ) څخه تر پنځه دیرشت زره ( ۳۵۰۰۰ ) پورې رسېږي . (Mayer;1980,BD7)#PSDP

کتاب. په لاندې تړونې کښې 

 http://kabirstori.com/files/books/Zabsapohana.doc

-
بېرته شاته