(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو نوې قلمي

[09.Jun.2024 - 13:52]

یوه بله پښتو نوې قلمي نسخه له نویونادرو وړتیاوو سره   

دمیرزا دیوان  یا دیوان هدایت الحقیقت ۳۲۰ کلنه پخوانۍ نسخه 

لیک: ع . رشید ، دنهروپوهنتون استاد

 

         دلوی خدای په نامه 

د ۲۰۲۴کال د مارچ  میاشتې په لومړیوکې دهندوستان نامتوښارحیدرآباد ته د دووسیمینارو له پاره چې دمولانا آزاد اردو پوهنتون (مانو) د مشرزما ګران ملګري اوهمکارپروفیسورعین الحسن اودهغه د راجسترار پروفیسوراشتیاق صاحب له خوا دژبواوادبیاتوپوهنځي د پښتواوفارسي څانګوکې جوړشوی و بلل شوی وم، هلته مې له یوزیات شمیرفرهنګیانواوادیبانوسره پيژندګلوي وشوه، د فارسی او پښتوژبې له استادانواو زده کونکو سره مې د یوې اوونۍ په ترڅ کې په زړه پورې علمي اوادبي کتنې اویادونې درلودې، یو په دغوځوانانوډاکترانوکې دسانسکریت ژبې داکتراوپه ارینتل کتابتون(*) کې کارکونکی ډاکترعبدالغنی صاحب وچې په سانسکریت ژبه اوادبیاتوکې ډاکتری لري اودیوزیات شمیرآثارو ژباړونکی هم دی، له ده مې هیله وکړه چې په ارینټل کتابتون کې د پښتو قلمي نسخوپه اړه څه معلومات را ته راکړي، په سبایې راته وویل چې له موږ سره دمیرزاخان د دیوان نسخه شته اویوه بله هم ...  رښتیاداچې ماته معلومه وه چې دانسخه زموږمشراستاد هیوادمل صاحب لیدلې وه اوپه خپل اثرکې یادونه هم کړې وه، ان چې یوکرښه لیکنه یې هم پریادګاري شته ده.  

په هرډول زه پردې وتوانیدم چې ددغه دیوان یوڅوپاڼې وموم، اوس غواړم دلته ددغې نسخې یوه لنډه پيژندګلوي اوتبصره له تاسوګرانودوستانوسره په دغه اړه شریکه کړم، په دې هیله چې څومره ماته جالبه اود پاملرنې وړشوه تاسې درنودوستانوته هم په زړه پورې شي

دمیرزا ددغه دیوان له پاره ځانګړی نوم غوره کړل شوی دی،سره له دې چې میرزا په خپله دحقیقت لارښود خودغه دیوان یې هم د( دیوان هدایت الحقیقت) په نامه نومول شوی دی، ددغه نوم یادونه د دیوان پرنني استناد نه ده ولاړه بلکه یوازې د نسخې په پیل کې دغه یادونه هغه هم په فارسي ژبه داسې لیکل شوې ده :«(دیوان) هدایت الحقیقت قلمي بزبان پشتومن تصنف مرزاخان پسرنورالدین خان انصاري بعهد جهاندارشاه پادشاهخوپه مقابل کې یې ۱۸۳۷ شمیره هم لیکلې چې دا به دکتابتون دثبت شمیره وي اوکه دخطاطی ؟ خوزه دم ګړۍ زیات فکرکوم چې په دغه کال دغه نسخه آصفیه لایبراری ته سپارل شوې وي

   په هرډول په نسخه کې دجهاندارشاه نوم اوعصرته اشاره شوې په مغلی سلسله کې دوه جاندارشاهان راغلي چې یو پلاردی اوبل زوی،چې د پلارد زیږید نیټه یې ۱۶۴۳ م  اود مړینې یې ۱۷۱۲م ده ، همداسې یې د زوی د پاچا کېدو نیټه له ۱۷۵۴څخه تر ۱۷۵۹ م کال پورې ده. چې په عالمګیرثانی باندې نامتوو، خوموږ باید دلته جهاندارشاه پادشاه (۱۷۱۲مړ) په نظرکې ونیسو چې دده واکمنۍ تریوه کاله کمه موده وهدنسخې په پای کې یوه بله لنډه یادونه هم په فارسۍ کې شوې چې هلته یې لیکلي چې ګواکي دغه نسخه د(جهاندارشاه د آمد) پرمهال (۱۷۱۲م) لیکل شوی اویانقل شوې دهاوس خبره داده چې د فارسی متن له مخې دا لومړی ځل دی چې دده دیوان ته (د دیوان هدایت الحقیقت) نوم کارول کیږي، ځکه خودغه نوم په نورونسخواوان چاپي دیوانوکې هم دمیرزا د دیوان له پاره نه دی کارول شوی اونه زموږ پخوانیوداسې کوم نامه ته اشاره کړې ده،د دیوان په پای کې فارسي لیکنه داسې ده :   

«  دیوان هدایت الحقیقت من تصنف میرزاخان پسرنوالدین مرید دوست محمد ولد ملامحمدترین ساکن پشاورحصوص بلده خجسته بنیاد درمیان قطب پوره خصوص محمدپوره بوقت ظهرقبل ازنماز روزشنبه شهرجمادی الثانی آمد جهانداربادشاه بجهت خود به انصرام رسانیده درصوفه دا اود خان که درجماعه وحیدخان ترین درکنار نوکرهستم.

هرکه خواند دعاء طمع  دارم        زانکه من بندهء کنه کارم 

لکها رهی بهت دن جو رکهه جانی کوی     

 لکهن هارا با پرا جوکلکل ما تے هوی

جالبه داده چې ددغې نسخې دلیکلویا خطاطۍ کال ۱۷۱۲ دی چې دخوشحال دمړینې له نیټې  (۱۶۸۹) سره یوازې ۲۳ کاله واټن لري، په دې کې شک نشته چې خوشحال خپله د میرزا خان دیوان لوستی اودهغه له لیکنې سره هم خامخا بلد و،خوکوم پښتوتوري چې په دغه نسخه کې کارول شوي، دهغو زیاتره دخوشحال اوترهغه را وروسته په ډیروآثاروکې نه لیدل کیږي... یوازې دوه دری توری (ښدٍ - ږ) هغه توري دي چې په روښاني متونوکې کارول شوي، دانورټول یوازې په معاصرپښتولیکدودکې ترسترګوکیږي اوبس.  

  ددې له پاره چې دغه نسخه تراوسه نه ده چا پ شوې اوباوردی چې په تیروچاپونه کې هم نه چا کارولی اونه یې لیدلي دي،نواوس به هم یوڅه نورسترګې پرلاشوڅودغه قلمي نسخه مقابله اوپرتله شي، زه باورلرم چې دا نسخه به زموږ دلیک لیکنې په بهیرکې دیوه نوي بدلون اوانقلاب په تیره بیا دهغوی له پاره چې دکلاسیکوآثارو دسمونواوخپرولوپه برخه کې دلهجوي لوړتیا اوعظمت طلبۍ له خرخشې لیرې کارکوي یونوی اوخوشالونکي زیري شي،ځکه :

 په دغه نسخه کې د « ژ» له پاره ( ږ) او د «گ» له پاره (ګ) توری لکه په (څرګند) او( پرهیزګار) وییونوکې ( قلمی نسخه  ۱۷- ۱۸ مخونه ) کاریدلی دی، همداسې نورتوري لکه « څ » په (څلور) [قلمی نسخه ۱۲۲مخ )  « ړ»په  (پدواړکون) (قلمي نسخه ۱۲۴مخ)  «ښ» په (ښیښه )  ( قلمی  نسخه  ۲۳مخ) په اوسنۍ بڼه لکه چې موږ یې کاروو، کارول شوي دي. ان چې په ځینوځایو کې یې د (ژ) پرځای  (جهم کارولی لکه په (جوندون) ( قلمی نسخه ۱۷- ۱۸ مخونه ) کې. همداسې « ټ » هم په اوسنۍ بڼه کاروی لکه په (اټکل) (قلمی نسخه ۲۱مخ ) کې . یا «ڼ» لکه په (کوڼ ) قلمی نسخه ۲۵مخ ) کې. داوسنۍ «ځ » له پاره (ر- د ) ترلاندې (.)  لکه چې (ځان) د (دٍان ) په بڼه لیکي. همداسې «ډ» درواخله هغه هم لکه زموږپه اوسني دود (ډ) سره لیکي ( ډیرمین) (قلمی نسخه ۱۲۵مخ) کې. همداسې په ټول متن کې یې یوازې دوې (ی) ګانې  کارولې لکه څرګنده (ي ) او ( ےلکه په (کښے) کې

د دیوان د پیل شعرونه ټول په الفبایی تسلسل سره پیل شوي اولیکل شوي دي، لکه

الف اول څړه وحدت دی             نن راغلی په کثرت  دی ...

ب  باورپدا کلام کړ(ه)              ته دووم فکر  حرام  کړ (ه) ... 

ت تلوارکړ(ه) پدا مرست (ه)     نن طلب وکړ(هد وقت  (ه) ....  تر ی پورې ... 

د الفبایی تسلسل شعرونه په دغه بیت سره پیل کیږي

دمیرزا کلام شیرین دی      د روښان له برکته

له دغې مقطع څخه وروسته الف، شعر په لاندې انځورکې په بشړډول سره لوستلای شو،

 

دقلمي نسخې لومړی شعر

کوم شعرچې له دغه الفبایی لړه وروسته دلومړي شعرپه توګه راوړل شوی له هغه شعرسره چې دکابل چاپ دیوان په پیل کې راغلی په دغې نسخه کې ګرد سره ما ونه موند، دکابل چاپ په لومړي مخ کې د راغلي شعرڅوبیتونه دادي :  

 

نن به وکړم څو صفته                           دمولا له ارادته 

هریوفعل چې یې وینې                        خالي نه دی له حکمته 

پراحمد نزول قرآن شو                        چه سل څوارلس یې سورته 

چې شپږ زره په شماردي،                     شپږسوه سپږ شپیته آیته 

دیرش یې سپارې دی                          څوارلس یې سجدې د تلاوته 

دیرش یې حرفه دهجا دي                     ته یې زده کړه نیک خصلته 

پرمخرج یې برابر کړه                        هم هر حرف په خپل صفته 

دری لکه نه درش زره دولس حرفه          بیا یې څوارلس روایته 

په پښتو به یې زه وایم                          دهرحرف  یازده لغته 

رهبري یې دتوحید که                           په څولونه عبارته .... ( دمرزا دیوان، کابل چاپ ۱ مخ

په هرډول،ښکاري چې دنسخې لومړی پاڼه اولومړی شعرشکیدلې ځکه په بله پاڼه کې یې یوازې وروستی شعرپاتې دی لکه چې په پورتنی عکس کې هم ښکاري. ( دمیرزا کلام شیرین دی ... ) ، په هرصورت سړی دانه شي ویلای چې ګواکي دانسخه به هم په هراړخیزه توګه بشپړه نسخه وي،خوکه چیرې یوه دقیقه اوڅیړنیزه ارزونه وشي،څرګنده ده چې دبیلابیلونسخوپه پام کې نیولوسره به یوه بشپړه اوجامع نسخه په تیره بیا چې ددغې نسخې استثنایی ځانګړتیا اوځانګړې املایی اوانشآِیي وړتیا په پام کې ونیول شي داوس له پاره موږ ولرو. یوازنی ټکی چې ماته په دغه نسخه دځانګړې پاملرنې اویادونې وړدی هغه په دغه نسخه دځانګړواونویو پښتوتورودکارونې اصل دی، چې له دغه پلوه موږ دمیرزاخان انصاري ددکن دغه نسخه پریوه نوي بریا باندې ور اړوي

 په دغه نسخه کې له الفبایی تسلسله وروسته بیا دغه اوږد شعر چې راشدینو څلوریارانوته ونډه شوی داسې دی

چه کویا (ګویاږب (ژبهکویا (ګویاپه ښه کفتار شے     

   ابتدایی پنامه دکردکار شے ... (قلمی نسخه ۱۵مخ

ما ددغې نسخې دری غزلې دکابل له چاپ سره په یوه سری نظرپرتله کړې، هلته مې ولیده چې په هرغزل اونوروشعرونوکې توپیرونه او ګډوډۍ زیاتې لیدل کیږي، دکابل چاپ دیوان له ماسره و، له نسخې سره زیات توپیرونه لري، ان چې ځینې بشپړې غزلې یاهلته نشته اویاهم دلته، ځکه خوهغه نسخه ډیره نیمګړې راته ښکاره شوه، دنورو نسخوپه اړه هم کیدای شي ګټ مټ ستونزه شته وي. ځکه مې هیله اوسپارښتنه ده داده چې دمیرزا ددیوان دغه نسخه چې له نیکمرغه اوس زموږپه واک کې ده دنویوچاپونواوپرتلیزې څیړنوله پاره دجالب اونادرلیک دود له مخې ترټولومهمه اولومړی لاس نسخه وبلل شي. ځکه چې دانسخه په فونیمکي اولیک دودیزه دهغه پله حیثیت لري چې روښاني دوره مخامخ زموږ له اوسنۍ دورې اولیک دود سره تړلای شي،چې زما اوکیدای شي زموږ ددغې برخې دڅیړونکواوپوهانوله پاره هم ددغې نسخې دغه ادبي ځانګړنه په علمي لحاظ بوږنونکې اوهیښونکې وي

 کیدای شي زموږ ژبپوهان په دغه برخه کې د لیک لیکنې په برخه کې له موږ سره دا مرسته وکړي چې نورنوموږ په پښتوکې له ځینوخارجي  تورو چې په یوه وینګ دری انځوره لکه ( س، ث، ص ، غ ، ګ، ږ ژ،  پ ، ف ، ځ ، ز، ج ) مو له اړتیا پرته دخپلې الفبي په لست کې کلک نیولي، اود پښتوژبې پراوږومو ورپیټي کړي یوڅه خوندي کړل شواو ورو ورو خبره یوازې پریو شکل (توري) باندې ودروو اوبسنه پروکړو

څومره به ښه وي چې  د دریو اویا ډیرو وینګونو تورو پرځای یوغوره اووټاکو، دم ګړۍ زموږله پاره ډیرګرانه ده چې دنورو ژبوبې اړتیا توري هم په خپله الفبا کې ونیسواوخبره دې تر (۴۵-۴۶ ) تورو پورې ورسیږي

په هرډول باوردی چې دغه نسخه به له موږ سره په دغه برخه کې هم مرستندویه شي اوهم لارښوده،

په درنښت 

پروفیسور رشید 

د ۲۰۲۴کال د می ۱۲ 

نهروپوهنتونپښتوڅانګه  – هند

-
بېرته شاته