پېښور ېادونه
[28.May.2020 - 14:41]د پیښور یادونه:
لیک: اسد دانش ساپی
په جهان کې به یو یو وي
چې هنر یې د کیمیا زده
شاعر، ادیب، نقاد، ژورنالیست ښاغلی شېرشاه ترخوي یو ښه مدیر او د ژور نظر له سیاستدان سره سره د ښکلا مجلې د مدیریت ستر بار هم پر اوږه کړی و.
ارواښاد شېرشاه ترخوي ډېر کتابونه لیکلي دي چې ادبي ستوري (تذکره)، نکاح او طلاق، محسوسات او رحمان او قرآن یې مشهور کتابونه دي.
ارواښاد شېرشاه ترخوي د پښتونخوا پښتانه لیکوال ټولنې مشر هم پاتې شوی دی.
ترخوي ډېر وخت د عربي ژبې استادي هم کړې ده.
ارواښاد ترخوي د شبقدر- کانګړې د ترخې کلي اصلي استوګن و.
ترخوي صاحب خپلې ژبې ته کلونه- کلونه نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي چې ټول به يې تل ياد ساتي.
ترخوي صيب د باچا خان بابا د لارې کلک لاروی و.
شېرشاه ترخوي د ټولو کارونو تر څنګ د سټېج په هنر ډېر ښه پوهېده. یو وخت -چې د مشاعرو زرین پېر يې هم بللی شو- که د حضرت رحمان بابا په درې ورځنيو مشاعرو کې به د شېرشاه ترخوي په شان با تدبیره او ځیرک سټېج سیکرتري نه وای، نو بویه که مشاعرې خوند کړی وای، یا مشاعره په بریا پای ته رسېدلې وای.
یوه مشاعره کې وقفه وه، موږ څو کسه له ترخوي صیبه را وڅرخېدو چې له استاد ترخوي به څه زده کړو. ترخوي صیب لومړی شاوخوا وکتل، بیا یې وویل، خپلو کې یو کنه؟!
یو ملګري ور غږ کړل، هو استاد جي! وایه خپلو کې یو! څوک نيشته!
دا نو ۱۳۶۴ او ۱۳۶۳ هش کلونه دي.
ترخوي ویل، موږ د صوبې نوم پښتونستان غوښته، خو افغانستان بل مطلب ترې جوړاوه چې دا دې ټول یو ملک شي او زمونږه پښتونخوا دې له بره وطن سره يو وطن کړای شي!!
دا زما لومړی ځل و چې له یوه باچاخاني یا نیشنلي ورکر نه مې داسې خبره واورېده!! هک حيران ورته پاتې شوم، د خپل وطن د واکمنو ټول فلم مې مخ ته پلې شو او په حال مې يې زښته ډېر افسوس وکړ!!
زه مست ځوان وم، زما یو ماما -الله دې راته لري- هڅه کوله په ډېرو مسایلو مې وپوهوي، ډېر کتابونه یې راباندې ولوستل، خو تر کتاب زیات دده خبرو او لکچرونو زه یو څه د پخېدو خوا ته ور کش کولم.
دې خبرې هم يو ټکان راکړ چې ښا اوس ښه شوه! زموږ د هېواد واکمنو پر دې خلکو څومره مصرف کاوه او دوی داسې خبرې کوي!!
دا خبره مې تر اوسه په ذهن کې پرته ده، اوس هم چې اېمل ولي خان د کرنېل د مېرمنې دفاع کوي، ماته هماغه د ترخوي صیب خبره مخې ته نېغه ودرېږي!
خو د ترخوي له خبرې سره سم راته د خپل ملګري ارواښاد ډاکتر صاحب شاه صابر دا خبره جوخته را ياده شي چې ترڅې له کرښې هاغې خوا سيمه او پښتانه يو ماډل يا اولګو نشي، کوزنی ولس نشي خپلولی!! زما د ارواښاد ملګري ددې خبرو له ياد سره زما سترګو ته -له اعلیحضرت ظاهر شاه نیولې، تر ډاکتر نجیب او بیا وروسته ددې سيمې د نا امنۍ، ناکرارۍ او غوبل- ټول کېس ودرېږي او ټولې لوبې او تر شا يې ناست کرکټرونه او د هغوی عزايم لکه لمر داسې روښانه شي...
پدې مې سر ښه خلاص شي چې ولې هر افراط په پښتانه او پښتني سيمه کې را منځته کړل کېږي..
ښه دا خو یو درد و چې له تاسې سره مې شریک کړ، را به شم بېرته شېرشاه ترخوي صیب ته چې څومره جالب سړی و!
د ښکلا په نامه یې یوه میاشتنۍ مجله درلوده، د دوی د مجلې دفتر او زموږ د کتابپلورځي تر منځ به پنځوس متره واټن و، هره ورځ مو درې- څلور ځله لیده کاته کېدل، هر ځل به یې په موسکا روغبړ را سره کاوه. لږ تر لږه ما تر شېرشاه ترخوي مخکې څوک د سټېج په چارو کې دومره مېړنی، غښتلی، حاکم او پدې چار کې له موره یو بل څوک نه و لیدلی...
د رحمان بابا درې ورځنی پروګرام او د سوونو شاعرانو کنټرول، دا نو د هر چا د توان او وس خبره نه وه!
شاعران خو درته معلوم دي چې يو ځل سره ودرېږي، بيا يې کيسې نه سره ختمېږي او که سره خپاره شول، بيا د هر چا په خوله نه بېرته يوه ځي ته نه سره را ټولېږي...
هر شاعر چې سټېج ته پورته شي بیا به یې د چا پلار را کوزوي!!
زما یو ملګری دی وایي، دا شاعران سخت خراباتیان دي، خپل خو څه چې د نورو حق هم خپلې معشوقې ته داسې ډالۍ کوي لکه په پلرنۍ ځمکه کې لارې- جومات ته برخه ورکوي!!
ته څه حق لرې چې زما جایداد، زما ژوند، زما خوښه، زما ښه- بد د خپلې معشوقې له هره ځايه ځاروې او ورته لوګی کوې يې!
معشوقه ستا ده او موږ پکې هسې توت ته خیژوې، لږ خو له موږه هم وپوښته چې موږ یې در سره منو که نه!!
هغه د غالب ګل سرحدي صيب خبره چې:
يه د کونډې زويه! څه خو بويه!!
نو چې له داسې خلکو سره سر و کار ولري او ښه يې کنټرول کړي، نو هرومرو به د کمال ساړی وی، کنه دا مخلوق خو له سټېجه د چا پلار نشي را کوزولی، نورې نخرې وړل خو يې ايسته کېږده ههه!
ترخوي صیب به په دومره مهارت دا لالهانده مخلوق رام کړ چې نه به سیخ وسوځېد، نه کباب!
کوم شاعر به یې چې د کاغذ په کوشنۍ پُرزه له سټېجه را کوز کړ، نو بیا به یې په یوه خاص جلالي انداز کې د هغه تر شعر وروسته ورته وویل:
دلته دم او قدم واړه په حساب دي
پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه
د سټېج او ويندويۍ خبره چې راشي ماته زموږ یو ملګری نېغ سترګو ته ودرېږي چې ویل یې، په لومړي ځل مې په ټلوېزیون کې خبرونه ویل، خبر شوم خاله جانې مې له خوشحالۍ دوه پاکټه قیمتي چاکلېټ پر ټلوېزیون ور شیندلي ول، زما د سر دعا يې غوښته، د ټلوېزيون له ښيښې يې زما بلاګانې اخيستې او شکرونه یې وېستل
په يوه بل ملګري پسې به يې هم کړله چې د خبر په پای کې وايي... د شمشاد رنګه ټلوېزيون، د جلال آباد ښار، د ننګرهار ولايت!
رښتیا هم ويندويي یو جلا هنر دی، حنجره، قواره، ناسته- پاسته، رُعب- داب ټول پکې پکار وي.
بس هغه د خان عليين مکان خبره:
په دنيا کې به يو يو وي
چې هنر يې د کيميا زده
د خوند ځای خو دا و چې د ادبي بهیرونو په هره غونډه کې باید ترخوي صیب د هر چا مخالفت کړی وای!!
او جالبه یې لا دا چې د خپل علمیت لپاره به یې ستر ثبوت د میا شرف د قبر حواله ورکوله چې میا شرف زما د کور تر څنګ ښخ دی.
ترخوي صیب ته به د چا پلار ویلي ول چې میا شرف خو په عروضو یو کوشنی کتاب لیکلی او بس، نو ته هر ځای کې ولې دا حواله ورکوې؟!!
یوه ورځ کیسه دلته خرابه شوه چې پوهاند محمد رحیم الهام ځوانانو ته په ښکلا پېژندنه لکچر درلود، ترخوي د لکچر په منځ کې بې مقدمې را پورته شو، ویل يې، الهام صیب! میا شرف زما د کور تر څنګ ښخ دی!!
الهام صیب چې په دې خبره څومره غوسه شو، کوم اور پرې بل شو، هغه صحنه زه دلته تاسې ته نشم در ښودلی!
چې منکر پرې اعتراض کولای نشي
دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز
ترخوي په فقهه پوهېده، زبردست مقرر، ښه مُلا او په عربي ژبه یې روانې خبرې کولای شوای...
خیر که اوږده ږیره یې نه درلوده، خو د حقاني دارالعلوم ښه غټ سند یې تر لاسه کړی و او په کور کې يې سمبال ایښی و!
یو وخت شېر زمان غمجن طایزی صیب حج ته تللی و، د حج یونلیک یې هم لیکلی و، له ترخوي صيب سره یې خبره کړې وه چې زه به یو یو قسط درکوم، ته یې په ښکلا کې نشروه!
ترخوي د نر بچي د مجلې پر دوتنې، د طايزي صيب له انځور سره يو ځای لومړی د يونليک سرليک ليکلی و او ترې لاندې يې د رحمان بابا دا مشهور بيت ليکلی و چې:
د کعبې په بزرګۍ کې هېڅ شک نشته
مګر خر به حاجي نشي په طواف!
موږ چې مجله ولیدله حیران شولو چې دا څه کیسه ده، داسې فکر مو وکړ چې ترخوي ته د حج په باره کې کوم بیت پکار و، نه یې دی پیدا کړی، نو دا بیت په مخه ورغلی او ايسته يې پرې چاپ کړی دی!
له ترخوي صيب سره مو خبره یاده کړه، ګډ وډ لګیا و، کمزوری منطق یې وایه. بله ورځ چې طایزی صیب راغی موږ ورته وويل، یار خو دې کمال کړی طایزی صیب!
هغه د ډېر عجیب نرم مزاج څښتن او خوږ انسان و، له خندا شین و، غاښونه يې کلک سره نيولي ول، ويل يې، اسد جانه! ترخوي صیب په يوه- نیمه غلطۍ هم ښه ښکاري.
د طایزي صيب دا خبره ځکه سمه وه چې د ښکلا دفتر ته په درې متره واټن کې یو مسجد و، مُلا یې وهابی و، نو موږ به چې ترخوي صیب مسجد کې ولیده نو په یوه خاص انداز به یې -چې سترګې به یې هم پټې کړې- ویل، دې جومات کې زه صرف میتیازې کوم! مطلب يې دا و چې زه يوازې ددې جومات له تشنابونو د ګټنې لپاره دلته راځم!!
کله به چې اکمل لېونی کتابپلورځي کې ناست و او شېرشاه ترخوي صيب به په لاره تېرېده، نو اکمل صيب به موږ ته ويل، اسد جانه! ((سېر شی تښتوي صیب)) راغی اکمل یې نوم داسې ور جوړ کړی و!
دې نو بیا بېل خوند کاوه چې زموږ ملګریو میا فاروق فراق، ډاکتر حنیف خلیل او جوهر خلیل دوی له ډاکتر سُهېل انشاء نه له صابر شاه صابر نه وروسته، شېر شاه ترخوي د کباب خوړلو دويم بدیل جوړ کړی و.
مطلب دا چې سُهېل انشاء غوندې سړي به هم په ترخوي صیب یو ساعت- دوه ګپونه لګول!!
ښکلي که ډېر دي په کندهار کې
يا په کشمير کې يا په فرخار کې
که دا ښکلي د پېښور دي
هسې به نه وي په بل ديار کې
«خان عليين مکان»
د ترخوي صيب اروا دې ښاده او ياد يې تل وي.