(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انقلاب چې په مرګ

[15.Jul.2024 - 05:45]

یو داسې انقلاب چې په مرګ ترې ژوند حاصل شي

لیک: افراسیاب خټک


کلهکله د تروږمۍ په تکو تورو شپو کې یو نیم ستوری وغورځي؛ خو په غورځېدو کې په ځان پسې د رڼا یوه داسې اوږده توره راوباسي، چې د تورې شپې زړه پرې وڅیري.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښ غړی او د پښتو ژبې خوږ ژبې ځوان شاعر حضرت نعیم وزیر چې د شاعرۍ نوم یې ګیله من وزیر و، هم د افغان تاریخ د دغسې تورې شپې د غورځېدونکي ستوري غوندې و، چې د نړۍ د افغانانو/پښتنو په سترګو کې یې د رڼا داسې سلايي وګرځوله چې دوی پرې هم خپل په وینو لړلي او د ښکیلاک په زنځیرونو تړلی ځان ولیدو او هم یې د خپل ښکیلاک ګر دښمن د افغان په وینو سره لاسونه ولیدل؛ ځکه خو د جولای د میاشتې په اوومه نېټه د ډېورنډ د کرغیړنې کرښې دواړو خواو ته او د نړۍ په هر ګوټ کې مېشتو افغانانو/پښتنو د ګیله من وزیر د مرګ درد داسې احساس کړو؛ لکه چې د دوی خپل ورور چا په ډیر ظلم وژلې وي.

هغه په ۱۹۹۲ کې زېږېدلې و او په جولای ۲۰۲۴ کې په اسلام اباد کې په یوه مرموزه حمله کې ډېر په ظلم ووژل شو؛ ځکه خو لکونو خلکو یې د جنازې سفر په بدرګه کولو کې او د جنازې په لمونځونو کې برخه واخیسته.

جنازه یې په شمالي وزیرستان کې د رزمک سره نزدې د ګیله من وزیر په خپل کلي اسدخیل کې وشوه، چې د پښتونخوا د تاریخ په ډېرو غټو جنازو کې ومنلی شوه.

د دې نه علاوه د پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې هم د هغه غیابي جنازې لمونځونه وشول.

وزیرستان چې د کوزې پښتونخوا د شمال او د جنوب په منځ کې پروت دی، د افغان/پښتون په تاریخ کې ځانګړې اهمیت لري، چې په شپاړلسمه میلادي پېړۍ کې د پښتنو د نوی تاریخ ړومبې اولسي نهضت د وزیرستان د کاني ګرم په سیمه کې زیږیدلې وو، د دغه نهضت موسس یو دیني عالم او د وحدت الوجود منونکی صوفي بایزید انصاري و، چې په خپلو مریدانو کې یې د پیر روښان په نامه محبویت لرلو.

د روښانیانو نهضت تر درې کلونو پورې د مغل (ګورګاني) استبداد مقابله کړې وه، دغې نهضت د پښتو ژبې لیک لوست ته وده ورکړی وه او د پښتو په کلاسیکه شاعرۍ کې د روښاني شاعرانو یو پوره مکتب پاتې شوی دی، چې د پښتو ادبیات پرې غني شوي دي.

په نولسمه او شلمه پېړۍ کې وزیرستان د انګریزي استعمار په ضد د پښتنو د ازادۍ د وسله والې مبارزې یو مهم مرکز پاتې شوی دی، په دې لړ کې په شلمه پېړۍ کې د فقیر ایپي مبارزه خاص اهمیت لري چې ملي او بین الملي شهرت یې تر لاسه کړی و.

دا خو ټولو ته معلومه ده، چې په تېرو دوو پیړیو کې تزاري روسیې او د انګلیس استعمار افغانستان د خپلو امپراتوریو په منځ کې یو حایل دولت (buffer state) ګرځولې و او انګلیسانو د افغانستان ځینې سیمې د خپلو استعماری ګټو د پاره اشغال کړې هم وې؛ نو د ډېورنډ د استعماري کرښې سره جوخت په دغو اشغال شویو سیمو کې انګلیسانو یوه قبایلي پټۍ یا پټاره جوړه کړې وه، چې دا یې په حقیقت کې د بر او لر افغان تر منځ یو اضافي حایل (buffer) اچولې و.

پاکستان کې د باجوړ نه تر جنوبي وزیرستان دې پټارې ته د فاټا نوم اخستل کېدو، دا سیمه ړومبی انګلیسانو او بیا پاکستاني واکدارانو په ټولنیز او اقتصادی توګه ډېره وروستو پاتې د یوه وچ لرګي غوندې ساتلی وه، ځکه چې وچ لرګي کې برېښنا نه شي تېریدلی.

فاټا کې سیاسي برېښنا نه شوه تېرېدلی؛ نو ځکه د شاه امان الله خان د ریفورمونو سیاسي اغیزه یا برېښنا په لویه کچه کوزې پښتونخوا ته را نه غله او نه هم د فخرافغان باچا خان د ازادۍ د مبارزې او اصلاحاتو برېښنا بر وطن ته لاره بیا موندله.

خو د دغې قبایلي سیمې ستراتیجک اهمیت هله راڅرګند شو چې کله د کال ۱۹۷۹ د دسمبر په میاشتې کې شوروي عسکرو افغانستان ونیولو؛ نو امریکا او د هغې غربي متحدینو هم په دغه جنګ کې د برخې اخستلو له پاره پاکستان کې پایګاوې جوړې کړې.

دغه قبایلي سیمه د پاکستان له خوا نه په افغانستان کې د جنګ د پاره د خیز په تختې بدله شوه، دا جنګ د شوروي قواو د وتلو نه پس هم ختم نه شو، اوس د پاکستاني جرنیلانو د پاره دا جنګ په یوه کاروبار بدل شوی دی.

د غرب او عربو څخه ډالرې راځي، د مخدره موادو قاچاق شته، د وسلې تجارت دی، دلته یو غټ جنګي اقتصاد جوړ شوی دی، چې جرنیلان او جنګ سالاران ترې ګټه پورته کوي او پښتون/افغان د دې جنګ خاشاک دي؛ ځکه پښتنو کې د دې جنګ ژور مخالفت وجود لری.

باچا خان ، ولي خان او نورو ملي ګرا مشرانو د دې جنګونو په کلکه مخالفت کړی وو او د عوامي نیشنل ګوند د زرو نه زیات غړي په دغه وجه ترهګرو وژلي دي؛ خو وزیرستان او نورو قبایلي سیمو زیات نقصان د ۲۰۰۲ او د ۲۰۱۴ تر مینځه ولیدو، چې کله د ترهګرو او د پاکستان د پوځ د لاسه زرګونه خلک ووژلی شول، کورونه او بازارونه یې وران شول او میلیونونه خلک بې کوره شول؛ نو د دغو ظلمونو په ضد په فېبرورۍ ۲۰۱۸ کې د پښتنو ځوانانو د پرلت په نتیجه کې د پښتون تحفظ مومنټ (نهضت) یا پي ټي ایم مینځ ته راغلو، چې منظور پښتین یې رهبري کوي او په موسسینو کې یې علي وزیر ، محسن داوړ او نور ځوانان هم وو.

اوس بیرته راګرځو خپل ګیله من وزیر ته چې د پي ټي ایم په مخکښانو کې و، هغه د لکونو نورو افغانانو/پښتنو غوندې روزګار ته بحرین ته تللی وو او هلته یې د پي ټي ایم په ګټه فعالیت پیل کړو؛ نو د پاکستان حکومت په غوښتنه بحرین د کال ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کې ګیله من پاکستان ته راواستولو، دلته په رارسېدو هغه پاکستاني پولیسو ونیولو، څه موده بندي وو، چې د بند نه راووتو نو د خپلې ګړندۍ او سرسختې مبارزې په وجه هغه ډېر زر د پي ټي ایم د مخکښانو په قطار کې ودرېدو او د منظور پښتون په نزدې ملګرو کې شمیر شو.

په پښتو ژبه د هغه زړه راښکونکې شاعري ډېره اغېزمنه وه، په ساده ژبه او په خوږه لهجه کې د ګیله من شاعري د وزیرستان د شنو او ښایستو غرونو نه رابهیدونکې چینو د اوبو غوندې خوږلت لرلو، چې په ډېر اخلاص به د ګیله من د زړه نه راوتله او د اوریدونکو زړونو ته به یې لار موندله.

په بحرین کې د وخت د تېرولو په وجه هغه ته د نړۍ د پرمختګ اندازه وشوه او دې سره د هغه په زړه کې د خپل وطن د غلامۍ او وروستو پاتې والی دړد راوټوکېدو، د خپل نوم سره سم د ګیله من شاعري د ګیلو نه ډکه وه؛ خو د هغه ګیلې شخصي نه وې، بلکې قومي او اولسي وې.

د هغه شاعرانه پیغام ځکه ډېر محبوبیت بیاموندو، چې هغه به هر چا به هغه د خپل زړه نه راوتلې غږ ګڼلو او د سوشل میډیا له لارې په مخه خوریدو، خو کومې خبرې نه چې پاکستاني استخبارات ډېر ورېدل هغه د ګیله من خپل افغان شناخت یا هویت سره لیونۍ مینه وه.

د افغانستان په ملي بیرغ هغه ورک میین وو؛ ځکه پاکستاني فوج هغه تېرکال ونیو او په وحشیانه توګه یې شکنجه کړو؛ خو چې راووتو نو تش دا نه چې وېرېدلې نه وو؛ خو د مخکې نه زیات کلک افغان شوی هم وو؛ ځکه خو هغه په مرګ د ډېورنډ د کرغیړنې کرښې دواړو خواو ته افغانانو په منځ کې د افغان هویت د دفاع شهید ومنلې شو.


Shaheed Hazrat Naeem (Gelaman Wazir) Pashtoon Protection movement PTM

Written by: Afrasiab Khattak

 

-
بېرته شاته