له سپرغۍ تر
[04.Sep.2024 - 11:30]
"سپرغۍ" Sparghay/ Sporghai Magazine
(Organ of General Union of Afghan Student /Germany -Frankfurt a.M)
"سپرغۍ" له هېواده بهر په جرمني کښې د افغاني پوهېدونکو/ زده کړیالانو (محصلینو) خپرونه وه, چې لومړۍ ګڼه یې د 1972کال د جولایي په میاشت کښې په 20 مخونو کښې د (DINA 5 په کچ) په سپین کاغذ خپره شوې ده.
د سپرغۍ دویمه, څلورمه او پېنځمه ګڼه یې راسره نه شته
په 1975 کال کښې یې شپږمه ګڼه په 24 مخونو کښې(د ډېنا4 په کچ) په سپین کاغذ د اتریش د ویانا له ښار څخه، په 1976 کال د مۍ میاشت کې یې 7مه ګڼه د (ډېنا 5 په کچ) بې له پوښتۍ په 26 مخونو کښې او په 1976 کال ډسمبر کښې یې 8 مه ګڼه بې له پوښتۍ (د ډېنا 4 په کچ) په 32 مخونو کښې چاپ شوېدي
1978 اپریل کښې یې 9 مه ګڼه بې له پوښتۍ په 40 مخونو کښې د ډین ای 5 په کچ او په 1978 کال ډسمبر کښې یې لسمه ګڼه بې له پوښتۍ په DIN A5 کچ په دېرش مخونو کښې چاپ شوېده.
د سپرغۍ پته : د سپرغۍ پتې (ادرسونه) په بیلابېلو وختونو کښې , فرانکفورت, برلین, بن, مونسټر او کولن ښارونه ورکړل شویدي, چې د هرې ګڼې د سرلیکونو سره د پوښتۍ پر شا یې پتې هم لیکل شوي دي.
______
یادونه: کېدای شي, چې د "سپرغۍ" نورې ګڼې هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښې تر 9مې ګڼې وموندلې .
په درنښت
نصیر ستوری Nasir Stori
جرمني: ویسلینګ ښار
18.06.2024
29غبرګولی 1403
_________________
Walas Ghag Magazine
Organ of National Liberation Union of Pashtoons and Baluchs in Germany -Frankfurt/ a.M
"ولس غږ" او "لمبه" د پښتنو
بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې خپرونې دي
د "ولس غږ" لومړۍ ګڼه په 1977 ع کال د نوامبر په میاشت کښې بې له پوښتۍ په 68 مخونو کښې ( د ډین ای5په کچ) چاپ شوېده
د ولس غږ موخې او غوښتنې د "ولس غږ" مجلې پر پوښتۍ لیکل شوي دي
د " ولس غږ" دویېمه ګڼه د 1979 کال د مۍ په میاشت کښې بې له پوښتۍ په 51 مخونو کښې په ډینا 5 کچ په سپین کاغذ او درېیمه ګڼه یې په 1980 کال ډسمبر میاشت کښې په سپین
کاغذ په 39 مخونو کښې ( ډینا 4 په کچ) خپره شوېده
یادونه: کېدای شي, چې د " ولس غږ " نورې ګڼې هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښې همدا درې ګڼې وموندلې. په درنښت
نصیر ستوری Nasir Stori
جرمني: ویسلینګ ښار
18.06.2024
29غبرګولی 1403
____________________
"لمبه" Lamba Monthly Magazine
(Organ of National Liberation Union of Pashtoons and Baluchs in Frankfurt/ a.M)
د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې خپرونه "لمبه " په ورکوټې اخباري بڼه DIN A4 په کچ په سپین کاغذ په څلورو مخونو کښې هره میاشت خپریدله.
لومړۍ ګڼه ېا لومړۍ میاشتینۍ خپرونه یې د 1980 کال د جون په میاشت کښې تیت/خپره کړه. دویېمه ګڼه یې جولای 1980, درېمه ګڼه یې اګست1980, څلورمه ګڼه یې سیپټمبر1980, پېنځمه ګڼه یې اکتوبر1980 اووروستنۍ ګڼه یې نوامبر 1980 کښې چاپ او خپرې کړي دي.
په " لمبه "کښې ځینې لیکوالانو په بدلو نومونو (مستعارو نومونو) لیکنې کړي دي.
د"لمبې" پته د لمبې په4م مخ کښې لیکل شوې ده
یادونه: کېدای شي, چې د "لمبه " نورې ګڼې هم چاپ شوي وي.
ما د (ستوري کتابتون) کښې همدا شپږ ګڼې وموندلې .
په درنښت
نصیر ستوری Nasir Stori
جرمني: ویسلینګ ښار
18.06.2024
29غبرګولی 1403
___________________
Pir Rokhanpir roshan
(Chief Editers Advocate Ali Khan Maseed (Mahsood) and Dr.Jalaludin Khan)
د پیر روښان مجله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر قانونپوه علي خان محسود ( مسید) او د ګوند د مشرانو جرګې غړي ډاکتر جلال الدین د "خاورین مخاورین" په بدلو نومونو (مستعار نومونو) چلوله.
د " پیر روښان" لومړۍ ګڼه په 1988 کال د مۍ په میاشت کښې د DIN A5 په کچ په سپین کاغذ د مجلې په بڼه په 8 مخونو کښې, دویېمه ګڼه یې د اګست میاشت 1988 کښې په DIN A4 کاغذ پر 8 مخونو کښې, 3 مه ګڼه یې د 1988 کال نومبر کښې په (DIN A4 په کچ) په سپین کاغذ پر 14 مخونو کښې چاپ شوېدي
څلورمه ګڼه یې نه لرم, پېنځمه ګڼه یې (د DIN A5 په کچ) د مجلې په بڼه په سپین کاغذ په 28 مخونو کښې, شپږمه ګڼه یې نه لرم, 7 مه ګڼه یې د DIN A5 په کچ په مۍ 1991 کال د مجلې په بڼه په سپین کاغذ په 38 مخونو کښې خپره شوېده
په کال 1991 جنورۍ کښې د باچا خان ځانګړې ګڼه په 26 مخونو(د DIN A5 په کچ) د مجلې په بڼه او په جنورۍ 1992 کښې یې د پیرروښان ځانګړې ګڼه د ( DIN A5 په کچ) مجلې په بڼه په 29 مخونو کښې خپره شوېده
یادونه: کېدای شي, چې د "پیر روښان" نورې ګڼې هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښې همدا اوه ګڼې وموندلې . په درنښت
نصیر ستوری Nasir Stori
جرمني: ویسلینګ ښار
18.06.2024
29غبرګولی 1403
_______________
"د خیبر وږمه " Khyber Wagma
د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ د ټولنې د ملګرو له خوا " د خیبر وږمه" پښتوژبه او د خیبر وږمه په الماني ژبه د "Khyber" تر نامه لاندې په مونشن ښار کښې د پښتونستان او بلوچستان کومیټې د (DIN A5 په کچ) د مجلې په بڼه په 14 مخونو کښې په سپین کاغذ خپروله
لومړۍ, دویېمه او دریېمه ګڼې یې نه لرم
د " خیبر وږمه " څلورمه ګڼه په 1975 کال اګست کښې شپږمه ګڼه یې په 1975 اکتوبر کښې خپره شوې دي.
د خیبر وږمې الماني خپرونه هم په DIN A5 کچ د مجلې په بڼه په 14 مخونو کښې په
سپین کاغذ چاپ شوي دي.
لومړنۍ الماني ګڼه یې په 1975 کال د مۍ په میاشت کښې او تر نومبر 1975 پورې یې 7 ګڼې چاپ شویده
د خیبر وږمې او Khyber پته د"خیبر وږمې" او "خیبر" پر پوښتۍ هم لیکل شوي دي
یادونه: کېدای شي, چې د " خیبر وږمې " او Khyber نورې ګڼې هم چاپ شوي وي. ما د (ستوري کتابتون) کښې د خیبر وږمې دوه ګڼې او د Khyber اوه ګڼې وموندلې .
په درنښت
نصیر ستوری Nasir Stori
جرمني: ویسلینګ ښار
18.06.2024
29غبرګولی 1403
______________
" پښتون رساله"
Pakhtun Magazine in Germany
Founder: Bacha Khan
__________
د « پښتون رسالې» د بنسټ ایښودونکي (باني) او د پښتنو ستر مشر فخرافغان باچاخان بابا په غوښتنه او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د مشر ډاکتر کبیر ستوري په لارښونه د پښتون سوشل دیموکراټیک پارټۍ (PSDP) د خپرونو څانګې د مشر محمد شیرین ګردیوال تر څارنې لاندې په المان کې د پښتون رسالې خپرولو ته ملا وتړله
په 1981 ع کال کې ئې یوه ګڼه په الماني ژبه په DIN A4 کچه په 8 مخونو کښې په سپین کاغذ چاپ او خپره کړه.
په (1982 ع کال) د مارچ په میاشت کې ئې لمړنۍ ګڼه ، چې اخباري بڼه ئې لرله په DIN A4 کچه په 4 مخونو کښې په سپین کاغذ چاپ او تیته شوه.
په کال 1982 ډسمبر کښې چې ډاکتر کبیر ستوری پښتونخوا ته د خپلوانو او سیاسي مشرانو لیدلو لپاره راغی، نو د ضیاالحق د پوځي رژیم له خوا پاکستان ته د امن خطرې په پلمه ونیول شو، چې پدغه وخت کښې ضیاالحق رژېم د" پښتون رساله" چې په جرمنی کې چاپیدله او خپرېدله هم د قابل اعتراض موادوپه پلمه بنده او ضبط کړه.
کله چې ډاکتر کبیر ستوری د ضیاالحق پوځي رژیم له تور زندان راخلاص شواو په 14.04.1984 نېټه بیرته د المان اتحادي جمهوریت ته راغی، نو د پښتون رسالې د چاپ لړۍ یې بیا پیل کړه او په 1984ع د اګست میاشت کښې د پښتون رسالې (مجلې) دویمه ګڼه په DIN A4 کچه په سپین کاغذ په 4 مخونو کښې چاپ شوه
په 1985 ع کال په فرورۍ کې ئې دریېمه ګڼه, په 1986ع کال جنورۍ کې ئې 4مه ګڼه, چې بشپړه اخباري بڼه یې لرله په څلورو مخونو کښې چاپ شوه
5مه ګڼه یې هم په بشپړه اخباري بڼه په 4 مخونو کښې چاپ شوه او په 1987ع کال نوامبر میاشت کې ئې 6 مه ګڼه د DIN A4 په کچ په سپین کاغذ چاپ او تیت (خپره) شوه
او په 1989ع کال فرورۍ میاشت کې ئې 7 مه ګڼه, په 1990ع کال جنورۍ کې ئې 8 مه ګڼه د DIN A4 په کچ په سپین کاغذ خپره شوه.
یادونه: د " پښتون رسالې " نهمه او لسمه ګڼه مې د (ستوري کتابتون) کښې ونه موندله
یولسمه ګڼه یې په 1995 کال د جنورۍ په میاشت کې د DIN A4 په کچ په سپین کاغذ خپره شوه
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
(de Pakhtanu tolaniz Walaswaliz gund -PSDP) د"پښتون رسالې" خپرولو لړۍ وغزوله او د 1995 ع کال تر جنورۍ ئې تر یولسمې ګڼې پورې هم خپره شوه, چې په دې سره ئې دخپلی ګوندی مجلی "' پښتونخوا Pashtoonkhwa "' تر څنګ د باچا خان د پښتون رسالې توغ (جنډا/ بیرغ) هم اوچت وساته او د باچا خان بابا د عدم تشدد د نظرئې په عامولو او خپرولو کښې پوره ونډه ولرله.
د "پښتون رسالې" خپرونکی او زمه وار
Hrsg. Und Verantwortlich: Sozialdemokratische Partei der Pashtunen {Pashtoon Social Democratic Party PSDP}
دخپرونې جرګه او کتونکې ډله
Editorial Bord:
Mohammad Shirin Gerdeawal
Ali Khan Mahsood (Maseed)
Aziz Sarshar
Nasir Stori
په درنښت
نصیر ستوری Nasir Stori
جرمني: ویسلینګ ښار
18.06.2024
29غبرګولی 1403
______________
" پښتونخوا"
Pakhtunkhwa Pashtoonkhwa Paschtunkhwa
"پښتونخوا" د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP خپرونه ده, چې لومړۍ ګڼه یې په 1987 ع کال کښې د DIN A5 په کچه په 100 مخونو کښې په سپین کاغذ په پښتو, جرمني او انګرېزي ژبو چاپ او خپره شوه.
د لومړۍ ګڼې پښتو برخه 52 مخونه, د جرمني برخه 17 مخونه او د انګرېزي برخه یې 21 مخونه لري .
یادونه : د "پښتونخوا" ټولې ګڼې د DIN A5 په کچه په سپین کاغذ چاپ او خپرې شوي
2 مه ګڼه اپریل 1988 (38 مخونه)
3مه ګڼه اګست 1988 (39 مخونه)
4 مه ګڼه جنوري 1989 (35مخونه)
5 مه ګڼه اپریل 1989 (31 مخونه)
6 مه ګڼه نومبر 1989 (27 مخونه)
7 مه ګڼه اګست 1990 (31 مخونه)
8 مه ګڼه ډسمبر 1990 (35مخونه)
9 مه ګڼه اپریل 1991 (35 مخونه)
10مه ګڼه مارچ 1992 (43 مخونه)
11 مه ګڼه نومبر 199 (38 مخونه)
12مه ګڼه اګست 1993 (39 مخونه)
د " پښتونخوا" ځانګړې ګڼه د پښتنو د یووالي د ورځې په ویاړ 12نوامبر 1993(51 مخونه)
13 مه ګڼه اګست 1994 (27 مخونه)
14 مه ګڼه اکتوبر 1994(27 مخونه)
15 مه ګڼه جون 1995 (36مخونه)
16مه ګڼه اګست 1995 (32مخونه)
17 مه ګڼه 1996 (28 مخونه)
18 مه ګڼه 1997 (32 مخونه)
19 مه ګڼه 1998 (32 مخونه)
20 مه ګڼه 1999 (36 مخونه)
21 مه ګڼه 2000 (36 مخونه)
22/23 مه ګڼه 2001/2002 (40مخونه)
24/25 مه ګڼه 2003/2004(44 مخونه)
26 مه ګڼه 2005 (60 مخونه)
27 مه ګڼه 2005 (60 مخونه)
28 مه ګڼه 2006 (60 مخونه)
29 مه ګڼه 2007 (83مخونه)
30 مه ګڼه 2007 (60مخونه)
——————-
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د " پښتونخوا " د دېرشمې ګڼې وروسته پر انټرنېټي جال کښې www.pashtoonkhwa.com وېبپاڼې پرمټ په پښتو، انګرېزي او الماني خپرونې کوي.
——————
د پښتونخوا د خپرونې جرګه
علي خان محسود
هدایت بنګش
ډاکتر شاه جهان
عبدالحبیب ستومان
ګل غوټۍ کونړۍ
مبارز څاپی
عزیز سرشار
نصیر ستوری
Editorial Board
Ali Khan Mahsood
Hidayat Bangash
Abdul Habib Stoman
Gulghutai Kunarai
Mabariz Zapi
Aziz Sarshar
Nasir Stori
_________
(Pashtoonkhwa Magazine, Germany)
Herausgerer: Sozlaldemokratische Partei der Paschtunen
Paschtoonchwa / Afghanistan
Publisher: Pashtoon Social Democratic Party (PSDP)
Pashtoonkhwa / Afghanistan
V. S. I. P.
RESPONSIBLE FOR CONTENTS
DR. KABIR STORI
Kiebitzweg 12
50389 WESSELNG
GERMANY
Tel.: 0049 2236 841930
___________
لیکونکی : نصیر ستوری
Nasir Stori
Marianne-Andras-Weg 12
50389 Wesseling-Germany
Mob./Handy:00491621356202
نصیر ستوری Nasir Stori
جرمني: ویسلینګ ښار
18.06.2024
29غبرګولی 1403