(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالوکیل اټک

[04.Sep.2024 - 11:50]

عبدالوکيل خان اټک يوسفزی 

څنګه يې پيل کړم - نه پوهېږم چې کوم نوم ورکړم

دمينې غونډۍ - دمحبت غر

دکلتور بله ډيوه - دقام پالنې دستار

دګرانښت توده غېږه

زړه راښکونکې ښکلې مخ

د دېرو رنګ او داوجرو ښکلا

دخانۍ څېره او دملنګۍ دريځ

حق ويونکې او حق پالونکې

يوښه روزونکې ورور اوپلار

ديوې ښکلې سليقې خاوند

يو سور او يو خيال

د سردارۍ او ځوانۍ بشاشه څېره

خوږې سترګې او مينه ناک زړه

ديوه لبض او ديوې خبرې سړی

دژبې خواږه او دخبروتسلسل يې

 

دا دګران هيواد دمينې منجاور د شهيد غلام صديق خان ځوي د مرحوم غلام رباني خان لمسې د جمعه ګل بابا کړ وسی او د افغانستان دپادشاه اميرعبدالرحمن خان دلور له خوا کړ وسی د  ( بې بي ........ کړوسیاو د امير حبيب الله خان خوريې ، غلام رباني خان لمسی عبدالوکيل خان  (اټک) يوسفزی يادوم چې  دکامې په زرخېزې او ښېرازه ولسوالۍ کې يې د شاهي کلا په انګړ کې دنيا ته سترګې غړولي دي ، عبدالوکيل اټک دپلار او دنيکونو له هډه کندهاری يوسفزی دی  چې په ټوله کې ديوسفزيو دستراو ميړني قوم سره تړاو لري دجمعه ګل بابا ور اخوا څو نسله لا پخوا دکامې په ولسوالۍ کې ميشته اوشته شوي دي غور نيکه يې جمعه ګل بابا دکامې په ولسوالۍ کې دپړاخو او پريمانه ځمکو او جايداد خاوند ؤ 

همدارنګه جمعه ګل بابا دخانۍ او ملکۍ ژوند درلوده او د ډېرو شتو خاوند و دکامې اوسيمې خانانو او ملکانو به ډېر کوښښ کاوه چې دجمعه ګل بابا سره ددوستۍ ښېښۍ  او ملګرتوب وياړ ترلاسه کړي  ، لکه دهيواد پيژدل شوي لوي شخصيت دقضا او مرافيعي  لوي ريس مرجوم مولوي صاحب محمد ابراهيم کاموي  چې دمحدموسې شفيق خور بي بي کيږي د جممعه ګل بابا دلمسي. خوږ ژبي شاعر ښاغلي يزداني صاحب ميرمن ده ، همدارنګه د جمعه ګل بابا د ځوۍ. مرحوم غلام جيلاني خان اغا دوې ميرمنې درلودې چې يوه ميرمن يې دافغانستان دمشهور پادشاه اميرعبدالرحمن خان لور بي بي (................) وه چې د شهيد قوماندان غلام صديق خان او د معلم صاحب غلام عمر موربي بي او د عبدالوکيل خان اټک ، شاعر او ليکوال اجمل اټک يوسفزي . او دخټک خان نيا بي بي وه دوهمه ميرمن يې د کونړ د نامور او دسيمې پرکچه پېژندل شوي شخصيت (....................) لور بي بي (..............) وه او د غلام جيلاني خان اغا دوهمه ميرمن وه چې اولاده يې

۱ ٰ: غلام نبي خان بابا ۲ ؛ غلام دستګيرخان بابا ۳ : غلام محي الدين خان بابا ۴ : غلام حضرت خان بابا ۵: ملک غلام سبحاني بابا

 

همدارنګه دکلي او قريې ملکي اومشري اوس هم د جمعه ګل بابا د اولادی دخوږ ژبي شاعر د محترم يزداني صاحب دځوي ملک ( ستوري) له خوا اجرا کيږي 

 

عبدالوکيل خان (اټک) دويې له پلاره دری ورونه دي

۱: مشريې شاعر او اديب عبدلوکيل خان اټک 

۲ : لوي شاعر او ليکوال اجمل خان اټک يوسفزی

۳ : خټک يوسفزی

پلاريې شهيد جګړن غلامصديق خان يوسفزی ؤ  ويل کيږي چې دثور انقلاب دواکمنانو له خوا دکابل کندهار پرلويه لارشهيد کړاي شو شهيد غلام صديق خان پرخپل هيواد خلکو او ولس مين سړی ؤ

نموړی په ۱۳۵۵ او ۱۳۵۶ کلونو کې دبلخ ولايت دامنيت امر او دقوماندان په توګه کارکاوه ، اوس مې دقيقه نيټه پر ياد نه ده خو د همدغه کلونو په اوړي کې په اغلب ګمان زه دمرادعلي صاحب دليسې ددولسم ټولګي زده کوونکې وم دبلخ ولايت ته دخپل مشرورو مدير غلام سخي ليدلو ته ورغلې وم چې په دي جريان کې يوه ورځ له خپل ورور سره دبلخ ولايت قوماندانۍ ته دغلام صديق خان ليدلو ته  ولاړو 

چې نموړی په دی وخت کې دبلخ ولايت دامنيت دامر اوسرپرست قوماندان وو

اوس اوس دا محال دريواړه ورونه د هيواد څلويښت کلن ناورين لامله له هيواده بيرون دجلاوطنۍ او غوربت شپې او ورځې سبا کوي. هيوادنۍ مينه يې اوس هم په زړنو او رګونو کې تپيږي ارام نه دي ناست دخپل پياوړي قلم پرمټ دشعر،  دنثر دسياسي او اجتماعي ليکنو له لاری خپلي اندېښنې له هيوادوالو سره شريکوي 

 

درنو او قدرمنو دوستانو او لوستونکو !

ما غوښتل چې زه يواځې دعبدالوکيل خان اټک يوسفزي پرژوند او اند باندې څه وليکم زه دستي پوه شوم چې دښاغلي عبدالوکيل خان اټک دستری کورنۍ له معريفي پرته به زما ليکنه نيمګړی وي، نو له همدې لامله مې پورته ليکنه ددې سترکور پر اړوند لازمه او ضروري  وګڼه

 

لکه څرنګه چې د هر انسان د ژوندانه څو اړخونه وي

زه د ښاغلي عبدالوکيل خان ژوند پر دوو  (۲)برخو باندې ويشم په لنډه او کوټلې توګه تري يادوونه کوم

 

درنو دوستانو شعر دالهي ورکړه ده او الله ج پرکامه والو دا لورينه پيرزوينه په بي ساري توګه کړيده ، هماغه ده چې دکامې په خوږه غيږه کې د هيواد پر کچه لوي اوستر شخصيتونه زېږيدلي دي دافغانستان دشاهي کورنۍ سره خپلوي راشه درشه يې بل لوي مثال دي که په دی هکله پوره معلومات ورکړم نو زما ليکنه به ډېره اوږده شي او اصلي مطلب  به رانه پاتي شي که ژوند ؤ او د کرونا له وباروغ ووتم په دی باب به پوره ځانګړي مقاله وليکم 

 

 زما ليکنه د عبدالوکيل خان اټک يوسفزي په بابله ده

زه د قدرمن اټک صاحب ژوند پر دوو برخو ويشم

 

۱؛ ټولنيز ژوند

۲؛ سياسي او فرهنکي ژوند 

 

اټک په يوه فرهنګي او ادبي ماحول او کورنۍ کې سترګې غړولي خاپوړی يي کړي 

دانسان شخصيت دده له دوستانو او ملګرو ښه څرګندېږي

 

۱ ؛ داټک صاحب ټولنيز ژوند

عبدالوکيل خان اټک يوسفزی ډېر کمکې وو چې د پلار له مينې بې برخې شو په تنکۍ ځوانۍ کې ورته دخپلې کورنۍ مشرتوب ورپه غاړه شو ، له ستونځو سره لاس په ګريوان رالوي شو دژوند ډېره برخه يې دخپلو خلکو او ولس په منځ کې تېره کړيده.

دی په جرګو او مرکو کې ناست دي

دېری اوحجری يې ليدلي

د ولس سره دغم اوښادۍ پر ټغر ناست دی

نموړی دښو اونيکو اخلاقو او ځانګړي کرکټر لامله په دوستانو ډېرګران شوی

همدغه ځانګړنه ده چې دی دځوانۍ له وخته د ډېرو مشرانو او لويانو په کتارکې ځانته ځاي پېدا کړی دی

 

۲ ؛ د عبدالوکيل اټک سياسي او فرهنګي  ژوند

لکه څنګه چې د نموړي درنه کورنۍ  مې تاسوته په سرکې لږ تر لږه دروپېژندله ، دده دکورنۍ مشرانو په کلي او ولس کې دمشرتوب ځاي درلوده مشرانو  يي حکومت او دولت سره نژدی اړيکې  درلودی ياد او مطرحه  خلک ول .

عبد الوکيل اټک په يوه فرهنګي او لوستې کورنۍ کې زېږېدلی دی 

اټک صاحب هم دخپلو مشرانو لاره ګام پر ګام تعقيب او وپاله له ......

دهجرت پرمحال په پښتونخوا کې دېره شول د خپل لوړ فرهنګي کلتور او ادب له وجې يې د جهاد په ميدان کې دټوپک پرځاي قلم ته ترجيع ورکړله

ښاغلې اټک ناسته پاسته

له درونداستاد محمد اصف صميم ، مرحوم مشر او ليکوال محمد حسن ولسمل .. پېژندل شوی شاعر او جهادي مشر محمديونس خالص ، شاعر او ليکوال عبدالصمد مومند ......... اوداسي نورو ورته شخصيتونو سره شوي ده

درنو دوستانو او قدرمنو لوستونکو!

زه دشعرڅېړونکې او شعرپېژندونکې نه يم او نه داحق ځان ته ورکوم خو دپښتو شعر دقافلې ديوه مل په توګه دښه او ضعيفه شعر توپير کولاي شم 

 

د عبدالوکيل اټک د شاعرۍ زياته برخه غزليزه ده ، ډېره شاعري يې په لنډو بحرونو کې کړيده چې داډول ځانګړتيا او استعداد ډېر کم شاعران لري، شاعري يې دکلاسيک صنف اورنګ نه متاثره ده ، تکراري او ژوول شوي کليمات په کې کم ښکاري 

 

اټک تل دادب او فرهنګ پر لاره يون کړی دی

اټک دشعر پر ژبه دهيواد په دی څلويښت کلن ناورين تل اوښکې تويې کړی دي عبدالوکيل خان اټک ، ورونو يې او ټولې کورنۍ يې دهيواد د دښمنانو او په تېره دروسانو دتيري اوتجاوز په مقابل کې دټوپک پرځاي قلم کارولې اوتل يې تېري کوونکي رټلي او غندلي دي

 

که اټک صاحب يومخيزه ادب اوفرهنګ ته مخه کړاي واي نو اوس به يې په لس ګونو شعري ټولګو  او د ادبي نثر دپنځولو شاهد وو اټک صاحب له پخوانه شعر ليکي ښايسته ډېره شاعري يې کړيده خو دراټولولو او چاپ هڅه يې نه ده کړي .

زه له دوستانو سره د ګران اټک صاحب له اشعارو دوه دری غزل شريکوم تاسوبه پخپله داټک صاحب دشعر دپوخوالي ، ښکلا او خوږ والي اندازه ولګوئ لکه څنګه چې ښاغلی اټک صاحب ښکلی او خوږ انسان دی همداسې يې شعر هم خوندور او پر زړه پوري دي

په پاي کې د قدرمن عبدالوکيل خان اټک دلا بريو پرمختګ او غوړيدا له پاره ددعا لاسونه لپه کوم 

اوستاسو ددرنو لوستونکو پام  داټک صاحب خوږې شاعرۍ ته راړوم

        په درناوي غلامحمد ( کامه وال )

            کامه  ۸/۲/.  ۱۴۰

-
بېرته شاته