(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

همیش خلیل

[26.Sep.2024 - 14:22]

 

د مشر فرهنګی شخصیت همیش خلیل مړینه د پښتو ادبیاتو د معاصر غورځنګ لپاره جبران نا پذیره ضایعه

لیک: سرمحقق زلمی هېوادمل

د فرهنګ ددغه ستر شخصیت تر مړینی ساعت وروسته استاد عبدالله جان عابد د تلفون له  لارې خبر کړم چې همیش صاحب د شپې اته بجی د ۹۴ کالو په عمر وفات شو او نن شپه په یوولس بجو یې جنازه ده.

څرګنده خبره ده چې زموږ د مشر فرهنګی شخصیت مړینی د پښتو ادبیاتو کارکوونکی او د فرهنګ مینه وال ټول غمجن کړل، هومره یې پر ما هم ناوړه اثر وکړ

د ۱۹۶۹ م کال شاوخوا د خپل شخصی ذوق پر بنا له پښتو او پارسی ادبی آثارو سره زما علاقمندي مخ په ټوکیدو شوه، دغه مهال د همیش خلیل د آثارو له لارې دده له نامه سره هم آشنا شوم. آثار مې یې پیدا کړل، هغه وخت د کابل په ځینو کتاب پلورنځیو کې د پښتونخوا د ځینو لیکوالو آثار پریمانه پیدا کیدل، همدا راز، هغه وخت د قبایلو مستقل ریاست او د پښتو ټولنی په کتابخانو کې هم د همیش خلیل تر هغه وخته ټول چاپ شوې کتابونه موندل کیدل

زما په پوهه هغه وخت د افغانستان په پښتنو فرهنګیانو کې د پښتونخوا (جنوبی او شمالی) لیکوالو کې تر ټولو زیات مشهور او معروف همیش خلیل ؤ. پر ټولو ګران ؤ. د افغانستان د هر فرهنګی به چې پیښور کې کوم کار ؤ، هغه به یې همیش خلیل ته حواله کاوه، مرحوم بختانی، شنسب او نورو خپل ځینې آثار همیش خلیل ته د چاپ لپاره سپارلی وو او استاد رفیع خپل کتاب ادبی ستوری (لومړی ټوک) هم دده نامه ته اهدا کړی ؤ

ما خپله تر ۱۹۷۹ م کال پورې همیش خلیل مخامخ نه ؤ لیدلی، د همدې کال په دوبی کې استاد رفیع او زه پیښور ته تللي وو. زموږ له تګ سره نزدې روژه راغله، د روژې یوه ورځ موږ دواړه د همیش خلیل لیدو ته د پیښور په تاکال بالا کې دده کورته ورغلو، زموږ په لیدو ډیر خوشحاله شو، حجرې ته یې بوتلو ښه بنډار مو سره وکړ، کافی بحثونه سره وشول، دا نو له دغه درانه فرهنګیاجتماعی شخصیت سره زما لومړنی لیدل وو، وروسته تر دې به مو تل لیده کاته کیدل

د پیښور میوزیم ته ده بوتلو او د میوزیم له کارکونکیو سره یې زموږ شناخت وکړ، رفیع صاحب او ما دواړو په میوزیم کې تحقیقی کار وکړ.

زموږ د فرهنګ د کم بدیله شخصیت او درانه مهربان مشر استاد کامل مومند سره مو لومړی په خیبر بازار کې دده په بالا خانه کې ولیدل بله ورځ یې موږ دواړه میلمانه کړو په دې میلمستیا کې همیش صاحب هم له موږ سره ؤ، بیا یې د فرهنګ د یو بل مشر خدمتګار نواز خټک د لیدلو لپاره مردان ته بوتلو، خټک صاحب زموږ ډیر قدر وکړ، شپه مو ورسره وکړه خپل ټول خطی اسناد یې را وښوول، رفیع صاحب او ما ترې یادښتونه واخیستل، خپل چاپ کړې کتابونه یې هم موږ ته راکړل

یوه ورځ رفیع صاحب او ما د کوټې د دوستانو د لیدو لپاره د کوټی د ټګ فیصله وکړه هغه وخت له پیښوره کوټی ته راساً موټر نه ؤ. کوټې ته تلونکی مسافر به بنو ته ولاړ له بنو د شپې دوې بجی یو بس ژوب ته تلونکی ؤ او له ژوبه به بیا په بله وسیله کې کوټې ته رسیده

موږ کوټی ته د تګ موضوع له همیش صاحب سره یاده کړه، ده د خپل مهربان او مدد رسان طبیعیت له مخی را ته وویل: تاسې مازیګر بنو ته رسئ، له مازیګره به د شپې تر دوو بجو څه کوئ. طاهر کلاچوی صاحب د بنو بازار کې د طبابت دکان لري، تاسې به هلته ورشئ او ژوب ته د بس تر روانیدو پورې به له ده سره وئ. همیش خلیل صاحب د تلفون له لارې کلاچوي صاحب خبر کړی ؤ

موږ چې پر ټاکلی ورځ له پیښوره بنو ته په بس کې روان شوو نو مازیګر بنو ته ورسیدو، له راکړی نخښې سره سم د طاهر کلاچوی د طبابت دکان ته ورسیدو دی زموږ له راتګه خبر وو زموږ نومونه یې هم ورښوولی. کلاچوی صاحب زموږ ډیر ښه هر کلی وکړ او په درناوي یې په خپل دکان کې کښینولو. چایی راغلې موږ لا چایی چښلې که ګورو چې یو شخص قره قل خولی پر سر او په یو پښه نګوښیده او د کلاچوی صاحب مطب ته ورسید، کلاچوی صاحب ورته جګ شو، موږ دواړه (رفیعهیوادمل) هم ورته ولاړ شوو. راغلی شخص له طاهر کلاچوی څخه وپوښتل، د کابل میلمانه همدوی دي، له کلاچوی صاحبه یې د (هو) په ارویدو له موږ دواړو سره روغبړ وکړ او کلاچوی موږ ته وویل: دی (مطب ته نوی راغلی شخص) د پښتو، اردو، انګریزي او پارسی ژبو ماهر او لیکوال، شاعر محقق او نامور نقاد سرفراز خان عقاب خټک صاحب دی. د خټک صاحب نوم مو ارویدلی خو لیدلی مو نه ؤ. په لیدو یې ډیر خوشحاله شوو. عقاب خټک صاحب تر ټولو دمخه له ځان سره راوړی خپل کتابونه موږ دواړو ته ولیکل او بیا یې راکړل. د پښتو د ځینو چاپی زړو متونو په باب یې خبرې وکړې او خپل نظریات یې څرګند کړل

عقاب خټک تر ډوډۍ وروسته ساعت، نیم نور هم ناست و بیا ولاړ، اما کلاچوی صاحب د بس د حرکت تر وخت پورې له موږ سره ؤ

کله چې له پیښوره وردګو ته زموږ د تګ وخت را لنډ شو، همیش صاحب بلنه راکړه چې موږ څو شپې له ده سره تیرې کړو. موږ راغلو څو شپې دده په کور کې دیره شوو. دده په کور کې  له ده سره د دیره کیدو له امله، د پښتو د نومیالی محقق پروفیسور تقویم الحق کاکاخیل صاحب سره هم تګ راتګ پیدا شو او ډیر وخت مو ورسره تیراوه، پر بیلابیلو موضوعاتو مو بحثونه کول، پروفیسور تقویم الحق کاکاخیل تر دې دمخه موږ په کابل کې هم لیدلی ؤ

پروفیسور تقویم الحق کاکاخیل د شلمې پیړۍ د اویایمو کلونو په لومړیو کلونو د درسی کتابونو د کتنې لپاره کابل ته راغلی ؤ. هغه وخت زه د کابل پوهنتون محصل وم. یوه ورځ زموږ معظم استاد اکادمیسین رشاد راته وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته مخامخ هوټل کې تقویم الحق کاکاخیل صاحب دیره دی ما دمخه ورته ویلی دي، غرمه زموږ په کور کې میلمه دی، زموږ کورته به یې راولې. ما هماغسې وکړل هوټل ته ورغلم له هوټله ورسره ملګری شوم، دی له پیښوره په خپل تیز رفتار موټر کې راغلی ؤ او موټر یې اختر خان چلاوه، موږ درې واړه خیرخانه مینه کې د استاد رشاد کور ته ورغلو، له تقویم الحق صاحب او زموږ د استاد رشاد صاحب تر منځ د افغانستان پر پښتو درسی کتابونو ډیر بحث وشو او استاد رشاد، کاکاخیل صاحب ته خپلې مشورې ورکړې

ما پروفیسور تقویم الحق کاکاخیل دویم ځل پر ۱۹۷۷ م کال په کابل کې لیدلی ؤ پروفیسور تقویم الحق کاکاخیل په دغه کال د پروفیسور عبدالقدوس قاسمی په ملګرۍ (د پښتو چاپی آثارو دوه سوه کاله) نومې سیمینار کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی ؤدې سیمینار ته یادو دواړو پوهانو ډیرې مهمی مقالې لیکلی وې چې په (پښتو چاپی آثار) نومې مجموعه کې چاپ شوي دي، دواړه مقالی د مآخذو ارزښت لري

د همیش صاحب په کور کې د اوسیدو په موده کې له یو بل ډیر ښه مینه ناک او خوش اخلاقه انجینر سره هم آشنا شوو. دا انجینر د صوابی ؤ، کورنۍ یې د همیش صاحب کور ته نږدې اوسیده او وظیفه یې په تکسیلا کې وه. په رخصتیو کې چې به خپل کور ته راغی په هماغه ورځ به د همیش صاحب لیدو ته رسیده یو ځل چې دده کور ته راغی موږ هم هلته وو، له موږ دواړو سره یې هم علاقه پیدا شوه تر هغې به چې پر کور ؤ، هره ورځ به زموږ د لیدو لپاره د همیش صاحب کور ته راته په ډیره مینه به یې بنډار راسره کاوه. یوه ورځ یې موږ ته وویل: د رحمان بابا شعرونه می ډیرخوښیږي. رفیع صاحب ورته وویل: زه به سبا له یونیورستی بک ایجنسی د رحمان بابا دیوان درته راوړم. انجینر په ځواب کې په تاثر وویل: زه یې لوستی نه شم. پدې خبره موږ دواړه ډیر خفه شوو. رفیع صاحب وویل: د پښتونخوا د پښتنو ټول نه خو اکثر تعلیمیافته ځوانان د خپلی مورنۍ ژبی دلیک لوست په مواردو کې له دغسی مشکلاتو سره مخامخ دي. ما (هیوادمل) عرض وکړ. زما په پوهه ددې مشکل اساسی علت دا دی چې د پښتونخوا د تعلیمیافته وو دغه قشر له کوچنیوالی په خپله مورنۍ ژبه کې نه دي با سواده شوي، بلکه اردو او انګریزي ژبو کې یې سواد زده کړی دی او پښتو یې د محاورې او وینا ژبه پاتې شوې ده د دغه انجینر غوندې تعلیمیافته وو ځینو لږو چې سواد په پښتو کې زده کړی اوس پښتو لیکلای او لوستلای شي. د همیش صاحب په کور کې د اوسیدو په دوران کې به ده هر شپه نایاب چاپی کتابونه او د پښتونخوا لومړنئ پښتو نشریی راښوول، د صنوبر حسین کاکاجی د اسلم مجلې بشپړ کلکسیون ورسره ؤ. له دغو نشریو به مو یادښتونه اخیستل، د چاپی کتابونو اضافی نسخی چې ورسره وې د بختانی او شنسب د کتابونو په شمول موږ دواړو ته یوه یوه نسخه راوبخښل

همیش صاحب خبر شو چې زه (هیوادمل) د ولسی نا لوستو شاعرانو ولسی شعرونه ټولوم له ده سره د ځینو چاربیتو نقلونه موجود وو هغه یې راوړل او راته یې وویل: د ځان لپاره ترې نقل واخله

رفیع صاحب او ما پدې څو میاشتنی سفر کې ډیر کتابونه ټول کړي او څه مو را نیولی وو. وردګو ته ددې کتابونو انتقال خورا سخت ؤ، همیش صاحب په خورا ورین تندي راته وویل دا ټول کتابونه زه درته ساتم او دا کار یې ترسره کړ.

پدې ډول هغه څو شپې چې موږ د همیش خلیل په کور کې وو. په خوشحالۍ، بحثونو قصو او کار تیرې شوې او موږ له پیښوره وردګو ته روان شوو

ما بیا دی ښایسته ډیر کلونه ونه لید کله چې د ۱۹۹۲ م کال د اپریل له اواخرو په کابل کې تنظیمی جنګونه شروع شول، زه له کورنۍ سره پیښور ته بی ځایه شوم. دا ځل یوه ورځ ددې مشر او زموږ محسن د لیدو لپاره په تاکال بالا غریب آباد کې دده کورته ورغلم. حجره یې هماغسې پخوانی وه، ما یې د وره زنځیر وشرنګاوه زوی یې ور را خلاص کړ، د همیش صاحب پوښتنه می ترې وکړه ویل یې: شته، پدې کې همیش صاحب له بره پرې ږغ وکړ: یه هلکه څوک دی؟ زوی یې وویل: کابلی دی، همیش صاحب بیا ږغ پر وکړ: شابه را وې خیژوه. چې له ورایی ولیدم ږغ یې کړ په خیر په خیر، په غیږ یې روغبړ راسره وکړ او لومړۍ خبره یې دا وه: تا خو ډیر ځان ټینګ کړ. خو لکه چې د تنظیمونو جنګونو ته دې تاب را نه ووړ. بیا مو له دې خوا او هغې خوا خبرې وکړې او ترې رخصت شوم

څنګه چې دا وخت زه شاو خوا اته کاله پیښور کې پاتې شوم، نو همیش صاحب به مې په ځینو غونډو او مشاعرو کې لیده. دا مهال د همیش صاحب په مشرۍ د سید صابر شاه صابر د ادبی ټولنی له خوا د احمد شاه بابا او بیا د محمد هوتک دوه سیمینارونه هم جوړ شول. پدې سیمینارونو کې رفیع صاحب پراخه ونډه درلوده او په څنګ کې یې زما هم برخه پکې وه. د احمد شاه بابا د سیمینار د مقالو مجموعه په کتابی شکل چاپ شوه. او د محمد هوتک هغې د شمشاد مجلې په یو فوق العاده ګڼه کې چاپ او خپره شوه

دغه راز همیش صاحب او د پښتونخوا ځینی نور مشران، لکه: اجمل خټک، خان لالا، او لطیف لالا، له موږ سره په پیښور کې د استاد روهی د فاتحی په مراسمو کې له پیله تر پایه، لکه یو نزدې خواخوږي برخه واخیسته. زما د پیښور د استوګنی په موده کې ما لیدل چې د افغانانو په هر ښه او بده کې به همیش صاحب برخه اخیسته

له پیښوره اروپا ته تر تللو وروسته چې بیا کله د ۲۰۰۲ کال په فروری کې له اروپا پیښور ته راغلم، همیش خلیل له غریب آباده وتلی ؤ او په حیات آباد کې اوسیده. له جناب رفیع صاحب ، دوکتور سهیل انشا او نورو سره دده د ځوان زوی د فاتحی په نیامت حیات آباد کې دده کور ته ولاړو. ګمان کوم چې حنیف خلیل او جوهر خلیل هم ورسره وو. فاتحه او دعا مو ورته وکړه او تر ساعت ناستی ترې ستانه شوو

بیا زه کابل ته لاړم او هلته په کارونو دومره اخته شوم چې فرهنګی کارونه رانه پاتې شوي وو خو په هماغو کلونو کې د ۲۰۱۴ کال تر سپټمبره مو د هیواد د مختلفو علمی موسساتو له لارې سیمینارونه جوړول. د یوویشتمی پیړۍ په لومړی لسیزه کې یو سیمینار ته چې د افغانستان د علومو اکادمی جوړ کړی ؤ. همیش صاحب هم دعوت شوی ؤ څو شپې یې په کابل کې تیرې کړي. څو ځله مې دده زیارت وکړ

کله چې بیرته پیښور ته روان شو ځانګړی ګاډی مو له جمهوری ریاست څخه ورته اختصاص کړ چې دی تورخم ته ورسوی. دده د سفر په ورځ کابل کې باران وریده، زه له دوی سره د خدای پامانۍ لپاره هوټل ته روان وم چې پدې کې د همیش صاحب د سپرلۍ د ګاډي ډریور خبر راکړ چې میلمانه له هوټله ووتل، ډریور ته مې وویل چې زه له میلمنو سره د خدای پامانۍ لپاره د عبدالحق چهاراهی کې ولاړ یم. څو دقیقی وروسته دوی ته اختصاص شوی ګاډی را ورسید، خدای پامانی مو سره وکړه. بیا مې دی ونه لید تر دې چې له غمجنی مړینی یې خبر شوم

الله تعالی دی وبخښی نیک سړی و.

-
بېرته شاته