(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کورمې په غاړه

[26.Sep.2024 - 14:24]

 

د كورمې په غاړه، يو نظر، يوه جايزه

لیک : طاهراپریدی

 

     که " دكورمې په غاړه" افسانوي مجموعي لومړۍ افسانه "بى پى" (BP.)" په لوستو اسيرمنګل ته داد ورکړى شي، نو هغه يې حق دار هم جوړېږي دغه افسانه به بيانيه او قصه ايز، خو په داسې انداز ليکلې شوې ده چې که لوستونکې هم څومره خپل ذهن کښې ددې افسانې دانجام يا اختتام څه منطقي نتيجه راوباسي، خو ښاغلي منګل په ډېر کمال هنر سره خپل لوستونکو ته تېر ورکولو کښې بريالى شوے دے او زه دا ديو افسانه نګار ډېر هنر او فن ګڼم، چې هغه لوستونکي په داسې مغالطه کښې واچوي، چې افسانه سر ته ورسېږي، نو لوستونکي هله په مطلب ورسېږي، چې مطلب بې داشو، يعني افسانه دتجسس نه ډکه ده.

       لکه پاس وليکلے شو، چې دافسانې ابتدا بېخي دقيصې انداز او عام روايتي رنګ کښې شوې ده دا افسانه ساده ده څه تشبيهات نه لري منظر کشي نه لري او نه د کردارونو تر مينځ څه روماني مكالمې، لوظونه او وعدې ښکاره شوي دي پخپله د ډاکټر ګل کردار هم دومره واضح نه دے، چې لوستونکي بې دهرې پېغلې يا هرې ښکلې په پښو کښې زړه غورځونکے وګڼي بس دومره اشاره ضرور شوې ده چې ګل يو شرارتي او تر څه حد، خو دغلط، انا پرست او خود سره ډاکټر دے.

     اسيرمنګل د ډاکټر ګل  دروز مره ژوند څه حال (دهغه هم د اسپتال د ډيوټۍ په وخت) لږ ډېر ښودلے دے او د نرس سپلمۍ حسن ته هم اشاره ئې کړې ده او دهغې دشرافت، اخلاقو اوصافو تعريف ئې په ډېر سر سري او مدهم انداز کښې کړے دے، خو افسانه لوستونکي به شايد ددې نه مطمئين نه شي، ځکه چې لوستونکي د ډاکټر ګل او نرس سپلمۍ دکردارونو ددې نه زيات دڅه معلومات طمع لري سپلمۍ څه وخت پورې دګل دلوري په نفسياتي دباؤ کښې راغلې وي خو بيا ډېر زر دخپل رسا ذهن او پوره شعور په برکت ددې دباو نه دوتلو رو ومومي او دغه شان افسانه تجسس او انتها په شدت کښې سر ته ورسېږي او هم دې ته ديو افسانه نګار هنر يا فن ويئلے شي، چې لوستونکي په افسانه ستومانه يا پښېمانه نه کړي.

      "تشې جامې" افسانه کښې يوه داسې قصه يا واقعه بيان شوې ده چې د ازادو او رعيتي علاقو تر مينځ ورځنے معمول جوړ شوے دے، خو افسانه نګار دغه هره ورځ کېدونکې واقعې ته سسپنس يا تجسس نه د ډکې يوې داسې قصې رنګ ورکړے دے چې لوستونکي د دغه هره ورځ واقعه لکه ديوې نوې قصې په شان لوستلو ته وهڅوي او بيا په لوستو هم هېڅ بېزاري محسوس نکړي.

   ددې افسانې يو کردار بونګه شوي وي او بونګه کوونکي بونګه غواړي او، چې دکردار پلار بونګه يا تاوان ورکولو ته تيار شي، نو ملک صاحب ئې په کلکه مخالفت وکړي دي سره سره داغوا کوونکو د لوري په بونګه درقم غوښتنه کښې هم زياته مطالبه وکړے شي.

     او دغلته لوستونکي په شک کښې راشي، چې چيرته درعيتي علاقې دملک صاحب لاس خو پکې نشته ؟ خصوصا کله، چې د دوي په منځ کښې د دلال کردار ادا کوونکي عالمي دتور ملک دحجرې نه وتونکي دوه کسان وويني، چې دهغه په راتلو  لاره بدله کړي.

     زما په خيال دې افسانه کښې بس دغه يو داسې نکته يا پوائنټ دے، چې ددې عامې واقعې نه ئې افسانه جوړه کړې ده، خو ښاغلي اسيرمنګل ته لازم ده، چې ديو افسانه نګار په حيث د ګيرچاپير ماحول او خور شوي تاثر نه هم ځان اګاه وساتي، نو دغه شان به ئې افسانه يا تحرير کښې وسعت هم راشي او که لږ د لفظونو خواږه پکښې شامل کړي، نو لوستونکي به څه ذهني شېريني هم محسوس کړي. دې افسانې کښې څه داسې محرکات وو چې که افسانې پرې طوالت هم نيولے وې ولې تجسس سره به ئې لطف او خوند زيات شوے وې او اختتام به ئې زيات حيران کن جوړ شوے وې

     هم دغه شان يوه بله افسانه "يکي يو رور" به راواخلو ددې افسانې پلاټ په جنس اډانه لري، جنس باندې که څه هم پښتو افسانه نګارانو ډېرې افسانې ليکلې دي خو دپښتو معاشرتي اخلاق کوم يو افسانه نګار ته په ازاده ذهن دهغه څه ليکلو اجازت نه ورکوي کوم، چې زمونږ نورې ژبې لکه اردو، پنجابي يا سندهي ژبې يا معاشره ورکوي.

     او، چې دلته داسې حال دے نو زمونږ ليکوالو بيا دعلامت نه کار اخيستے دے بهر حال دا يکي يو رور په لوستو زماذهن ته د قلندر مومند صاحب افسانه "لرګے" راياده شوه، نو دلرګي افسانې غنم رنګ هم داحساس کمترۍ يا احساس محرومۍ ښکار شوے و، بل خوا دا يکي يو رور کردار خان ګل، چې په جنسي لحاظ کمزورے و ي او په دارو درملو هم، چې کار ونشي، نو هم ددغه احساس محرومۍ په سبب يو انتهائي قدم پورته کړي او بيا ملا صاحب دجماعت په لاوډاسپيکر دخان ګل دايکي يو رور سره دهغه دښځې دجنازې د وخت اعلان وکړي.

       يو ليکوال ته قدرت هغه احساس عطا کړے وي چې نظر ئې په وړ و وړو خبرو واقعاتو او په هغه وړو وړو نکتو هم پرېوځي، چې عام خلق ورته هېڅ توجو نه ورکوي او نه ئې څه خيال ساتي او، چې کله يو څيرک ليکوال دغه خبرې، دغه واقعې يا دغه نکتې راوړاندې کړي او ترېنه يو خوندوره افسانه جوړه کړې، نو اورېدونکي يا لوستونکي ورته متوجه شي او دليکوال درسا ذهن معترف شي، ځکه چې ليکوال يا فنکار هم ددې معاشرې د زړۀ خبرې کوي

      پښتو افسانه کښې اوس داسې زلمي ميدان ته راغلي دي چې که مونږ ورته "پوره افسانه نګار" ونۀ وايو ولې بيا هم هغه نظر انداز کولے نشو، خو ددې باوجود زه ددې خبرې جرات کولو کښې باک نه ګڼم که ووايم، چې زمونږ زلمي ليکوال نن دافسانې په  هم هغه زاړه ډګر روان دي، کوم باندې، چې څلوېښت پنځوس کاله يا ددې نه زياته موده وړاندې پرې افسانې ليکلې شولې، يعنې هغوي دافسانې يا دقيصۍ دليکلو طرز يا انداز بدل نکړواونه د جملو فقرو جوړولو کښې د څه نوي رنګ اچولو کښې خواري وکړه زما په خيال ددې وجه محض هغه خواري کړاو اومحنت دے چې افسانه ئې غواړي خو ددې باوجود پښتو افسانه ليکلې شي اګر، چې تګ ئې ډېر رو دے

      دې زلمو يا دنوي کول افسانه نګارو کښې دښاغلي اسيرمنګل نوم په ځينې رسالو، اخبارونو کښې لږ لږ ښکارېدو، خو "د کْورمې په غاړه" افسانوي مجموعې منګل صاحب دافسانوي قطار په لومړي صف کښې ودرولو

     دمنګل يوه افسانه "زما مول" يا زما مور دداسې حالاتو ښکارونه کوي چېد بچي يو فطري خواهش دے څه موده وړاندې دانګلېنډ په يو ښار کښې په يو کور اور پورې  شو او دسترګو رپ کښې دکور مال حال ئې ټول ايره کړو، دهغې ښار او لر وبر اوسېدونکو حتي الوسع مدد دکور دخاوند سره وکړو دکور دخاوند يوه ماشومه لور دخپلې ګوډۍ پسې زښته ژړېدله، چې اخبار کښې ئې خبر او تصوير راغلو نو ښېګړه کوونکو ورته دومره په سوونو زرګونو ګوډۍ راوړې يا راليږلې، چې په کور کښې ئې ځائے پاتې نه شو خو هغې ماشومې بيا هم ژړل او چې ترېنه د ژړا پوښتنه وشوه، نوهغې په ژړا ژړا کښې ووې چې "ګوډۍ" خو به ډېرې راشي زما خپله ګوډۍ، خو سو زېدلې ده کنه

     "ګونګا" او "بې ختو ملنګ" او داسې نورې افسانې علامتي رنګ لري، خو دې ته مکملې علامتي افسانې وئيلو په ځائے نيم يا واضحه علامتي افسانې ويل به زياته مناسبه وي.

       جديد افسانه (اردو) يا داستان يا قصۍ نه علامت ته او د علامت نه تجرېد ته او بيا دهغې ځائے نه پستنه د علامت په لارې بيان ته راغله يا راروانه ده، خو دې جديدې افسانې انداز، بيان اسلوب دبيانيه يا قصه ايزرنګ بدل کړے دے او يو بادشاه و ستا زما بادشا الله تعالى دے يا يو شهزاده و يا يوه ښکلې شهزادګۍ وه يا يو ښکلے نازولے هلک و داستاني او قصه ايزرنګ په ځائے افسانه که واقعاتي وي که تاثراتي وي او که ماحولياتي وي، خو دهغې طرز بيان بېخي افسانوي رنګ کښې وي او ابتدا نه تر انتهاء انجام يا کلائمکس پورې افسانه وي دې افسانه کښې ابلاغ هم وي مقصد هم وي او ترغيب هم وي، خو افسانه نګار يو ځائے کښې هم واعظ يا مبلغ نه جوړېږي، چې ددې نه داظاهرېږي، چې افسانه نګار ته ترخپل وسه پورې جانبدار جوړېدل پکار نه دي

     دويمه خبره دا، چې که افسانه کښې قصه وي او که نه وي، خو تحرير ئې افسانوي او څه شکل ئې علامتي وي ځکه چې دافسانې کومه يوه خبره يا کومه فقره اول نه واضحه شوه، نو افسانه به افسانه پاتې نشي، خو که (افسانه ) لږه په نوې او علامتي انداز کښې شروع شي، نو لوستونکي په تجسس کښې واچوي، او دغه شان دلوستے هڅه هم وکړي او دافسانې معيار هم جوړ شي علامت داسې پکار دے چې لوستونکي په سر درد اخته نشي يا لکه وايي، چې "سر مې پرې خلاص نه شو" خو يوه خبره دا هم ضروري ده چې افسانه لوستونکي دې دافسانې که مستقل نه وي نوڅه نه څه حد پورې قاري خو ضرور وي داسې نا، چې يوه افسانه چېرته راواخلي او سرسري پرې باندې تېر شي او بيا ووايي چې پوهه پرې نه شوم، نو داسې کس که په افسانه څه رائے ورکوي، نو دا به افسانه نګار سره زياتے وي

   او کوم څوک دافسانې مطالعه کوونکي وي نو يو خواهش يو تجسس او يو ارمان ئې ځان سره دافسانې تر اختتام پورې رسوي، خو دې کښې هم کمال دافسانه نګار وي چې هغه لوستونکي تر کومه پورې په شوق سره بوتلل شي.

    او زما خيال دى، چې اسيرمنګل دافسانې لوستونکي ځان سره د افسانې تر اختتام بوتللے شي.   

     دافسانې ميدان ته داسيرمنګل راتلل يو ښه پال تابت تېدې شي او که داسې وشي، نو دپښتو افسانې لمن به ډکه شي.

 

                                                                           طاهر اپريدے

                                                                 کراچۍ

                                                       دويم اپريل ٢٠٠٨ء

-
بېرته شاته