د پښتون قامي عدالت پرېکړې
[07.Nov.2024 - 12:04]د پښتنو د سترې قامي جرګې (قامي عدالت) پرېکړې
د پښتنو دا ستره جرګه, چې د پښتون ژغورنې قامي غورځنګ په کوربه توب د خیبر په تاریخي خاوره د 2024 کال د اکتوبر د میاشتې پر 11 مه 12 مه او 13 مه نېټه جوړه شوې وه او ټول پښتانه پکې په یو ټغر راټول شوي وو د جرګې پر دریمه ورځ په 13.10.2024 نېټه لاندې پرېکړې اعلان کړې
۱. دا جرګه د ټولو جرګو تسلسل ګڼل شوی.
۲. دا جرګه د ټول پښتون قام جرګه ګڼل شوې.
۳. د دې جرګې مېلمه پالنې په اړه د کوکي خېل قوم ته سلام وړاندې کېږي.
۴. په دې ځای کې به د پښتون قوم لپاره یو دفتر جوړېږي.
د جرګې پرېکړې:
• پوځ او ترهګرې ډلې ته دوه میاشتې وخت ورکړل شو چې زموږ له سیمې څخه ووځي.
• که په دوه میاشتو کې دا ځواکونه ونه وتل، نو جرګه به پرېکړه کوي چې دوی څنګه وباسي.
د پښتون خاورې د زیرمو او وسایلو ډیټا به راټولېږي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د شهیدانو او د ځمکو د غاصبینو پر ضد به د وکیلانو یوه ډله جوړه شي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې په قبایلي سیمو کې به برېښنا وړیا او په نورو سیمو کې به په ۵ روپۍ یو یونټ ورکړل شي، که لوډشېډنګ وشي، نو د ټولو صوبو برېښنا به پرې شي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د ډیورنډ کرښې ټول تجارتي لارې به د زړو قوانینو پر بنسټ بیا فعاله شي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د قبیلو تر منځ د شخړو د حل لپاره به د سولې یوه کمېټه کار کوي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې له نن څخه وروسته به پښتون چا ته باج نه ورکوي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې ټول بې ځایه شوي خلک به د جرګې له لارې خپلو سیمو ته ستانه شي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې په نورو صوبو کې د پښتنو پر ضد چې هر ډول توپيري چلند وشي، جرګه به ورسره درېږي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې له نن څخه وروسته به عمراني تړون لغوه شي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د پاکستان اوسني آیین له مخې پوځ په سیاست کې برخه نشي اخیستلی.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د برېښنا ګټه دې سمدلاسه صوبې ته وسپارل شي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې طبیعي ګاز او اوبه دې پښتنو ته ورکړل شي.
• جرګې دا هم پرېکړه وکړه چې بلاک شوي شناختي کارتونه دې بېرته فعال شي، که نه نو ټول پښتانه به خپل شناختي کارتونه بېرته وسپاري.
• جرګې پرېکړه وکړه چې ټول سیاسي بنديان دې خوشې شي.
• جرګې پرېکړه وکړه که چا د دې جرګې پر بنسټ د چا پر ضد کومه کاروايي وکړه، نو جرګه به سخت غبرګون وښيي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د “ایکش ان ایډ سول پاور” قانون دې ختم شي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د راتلونکي یکشنبې پورې به د ټولو غوښتنو د حل لپاره ټولې ضلعې راپورته شي.
• جرګې له وزیراعلی څخه غوښتنه وکړه چې د دې ټولو غوښتنو لپاره دې د اسمبلۍ څخه بل منظور کړي.
• جرګې پرېکړه وکړه چې د هغو شهیدانو په اړه دې عدالتي کمېسیون جوړ شي چې دلته وژل شوي دي.
په پای کې له ټولو ګډونوالو څخه قسم واخېستل شو.
پرېکړې د پښتون ژغورنې غوځنګ غښتلي مشر منظور پشتین اعلان کړې او د جرګې د ګډونوالو څخه یې لوړه (سوګند/ قسم) هم واخست
د پښتنو یووالی د دښمن ماته
(خیبر, 13.10.2024 - د پښتونخوا خبریال-)