نبوي سیرت
[21.Dec.2024 - 13:29]نبوي سیرت
لیک: مولانا رحمت الله اندړ
د سیرت او سیرت پوهنې تعریف:
سیرت: عربي كلمه او په لغت کې د لاري په معنا دی، په اصطلاح کې، کړنلارې او د ژوند تاریخچې ته ویل کېږي، مثلاً: (قرئت سیرة فلان) یعنی د فلاني د ژوند په اړه مې ولوستل.
(سیرة النبی) یعنی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سپیڅلی ژوند او کړنلاره.
سیرت پوهنه: په عربی ژبه کې ورته (فقه السیرة) وایې، له هغو درسونو او عبرتونو څخه عبارت دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خواږه او سپیڅلې ژوند څخه استنباط کېږي.
سیرت او سیرت پوهنه دواړه په زړه پورې علوم دي، که یو غیر مسلمان هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت په سم ډول مطالعه کړي، فکر نه کوم که د ځان او موفق ژوند لپاره کومه بله الګو انتخاب کړي.
څوک چې ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتي ګڼي، پر هغه لازمه ده چې لږ تر لږه یو ځل د خپل پيغمبر له سپېڅلې او مبارک ژوند څخه ځان خبر کړي.
د نبوی سیرت اهمیت
ولي باید موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه وپوهېږو، لاندې څو ټکو ته ستاسې پام را ګرځوم:
۱ـ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سپیڅلي ژوند په اوږدو کې د هغه صلی الله علیه وسلم د شخصیت پیژندنه، د دې لپاره چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم نه یواځې کامل انسان، بلکي ټولې نړۍ ته د الله تعالی استازی او په اسماني وحي باندی یې تائید شوی .
۲ـ انسان ته اړینه ده چې د خپل ځان لپاره د ژوند په ټولو اړخونو کې د غوره ژوند یو مثال او نمونه پیدا کړي، ترڅو له نوموړي مثالي ژوند څخه د قانون په څیر استفاده وکړي. جوته ده، داسې ژوند چې یو انسان یې د ځان لپاره قانون وګرځوي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک ژوند دی، له همدې امله الله تعالی د ټول انسانیت لپاره لارښود ګرځولی، ستر ذات فرمایې: « لقد کان لکم فی رسول الله أسوة حسنة»، بیشکه ستاسی لپاره د نبې کریم صلی الله علیه وسلم کړنلاره غوره نمونه ده.
۳ـ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت د تفسیر په زده کړه کې ډېره مرسته کوي، ځکه د قرانکریم زیات آیاتونه هغه پېښې او حوادث روښانه کوي کوم چې په نبی کریم صلی الله علیه وسلم باندی تیر شوي .
۴ـ د سیرت د زده کړي په پایله کې یو مسلمان د عقیدي، احکامو او اخلاقو په برخه کې په لوړه کچه صحیح اسلامی معارف او ثقافت ترلاسه کولی شي، ځکه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ژوند د اسلامي اساساتو او احکامو روښانه او ژوندۍ نمونه ده.
۵ـ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت د یو داعي او ښونکي لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې ژوندۍ نمونه ده، ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپله یو ښه ښونکی، ناصح او مربي و، بلکي بعثت یې د ښوني لپاره شوی و.
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: «إنما بعثت معلماً لأتمم مكارم الأخلاق»، زه یواځی د ښو اخلاقو د بشپړولو لپاره ښوونکی را لیږل شوی یم.
له ذکر شویو اهمیتونو سره سره د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سپیڅلی ژوند د ځوانانو لپاره یوه نیغه لار ده چې خپلو لوړو اهدافو ته ورباندي ورسېږې، اسلام ته د بلونکې لپاره یوه غوره تګلاره ده چې خلک په اسانۍ سره د اسلام مقدس دین ته را وبلي، د ولس مشر لپاره یو ښه سیاست دی چې حکومت ورباندي په بشپړه توګه اداره کړي، د خاوند لپاره له خپلي میرمني سره د ښه ژوند یو غوره مثال دی، د پلار لپاره په مهرباني او شفقت کې له خپلو او لادونو سره یوه غوره بیلګه ده، آن تر دي چې د انسانیت او ټولني په ټولو برخو کې د انسان لپاره له فردي او اجتماعي پلوه یو بشپړ ژوند او د روښانه لارې مشال دی.
د دې لپاره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ۶۳ کلن مبارک ژوند بېلا بېل پړاونه هیڅکله درڅخه هېر نه شي، ډیاګرام او لاندې تفصیل په یاد وساتئ.
دلته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک ژوند لومړی پر دوو لویو برخو ویشل شوی دی، لومړۍ برخه (۴۰) کاله تر بعثت یا پیغمبري له مخه او (۲۳) کاله تر پیغمبري وروسته.
تاسې وینئ چې تر بعثت یا پیغمبري وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند په نورو پړاونو نه دی ویشل شوی، ځکه چې دا مهال هغه مبارک پیغمبر نه دی او د نورو عامو عربو په څېر یې ژوند کړی، البته سپېڅلی ژوند یې کړی چې په خپل ځای کې به یې تفصیل راشي.
جوته ده چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په څلویښت کلنۍ کې پیغمبر شو او د ستر ذات له لوري وحیه پرې نازله شوه او د الله تعالی لور ته په بلنه مکلف شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبر په توګه (۲۳) کاله ژوند کړی او دغه ژوند یې بېلا بېل پړاونه لري.
مکي ژوند: په مکه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم نږدې (۱۳) کاله ژوند کړی چې (۳) کاله یې په پټه د اسلام دین ته خلک را بللي، له دریو کالو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ستر ذات له لوري د ښکاره بلني امر شوی.
ښکاره بلنه په مکه کې پیل شوه چې (۷) کاله یې دوام وکړ، له اوو کالو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام مبارک دین ته د رابللو لپاره له مکي بهر وتلی، بېلا بېل قومونه یې اسلام ته رابللي او دې بلنې (۳) کاله دوام کړی.
مدني ژوند: په مدینه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم (۱۰) کاله ژوند کړی چې دا ژوند هم د ښکاره بلنې د دوام برخه و.
دا خبره باید په یاد ولرئ چې مدیني ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت لومړی ورځ د هجري کال لومړۍ ورځ بلله کېږي او هجري کال له همدې وخته پیل شوی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مدني ژوند په دریو سترو پړاونو ویشل شوي دی.
لومړی پړاو: دا پړاو مدیني ته له هجرت سره پیل کېږي، پر هغو کورنیو او بهرنیو ستونزو او خنډونو تم کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره لاس او ګریوان و او د حدیبي په سوله چې په شپږم هجري، د ذی القعده په میاشت کې وشوه، پای ته رسېږي.
دوه یم پړاو: دا پړاو له شرک او بت پرستانو سره اوربند او اسلام ته د پاچایانو پر رابللو بحث کوي چې د مکي په فتحه/ اتم هجري کال د رمضان په میاشت کې پای مومي.
درې یم پړاو: د الله په دین کې د ډلو ډلو خلکو دا خلیدلو او مدني ته د بیلابیلو اقوامو د راتګ پړاو دی او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه یعني د یوولسم هجري کال تر ربیع الاول پوري ادامه لري.
یادونې:
۱ـ د نبوي سیرت دغه لنډیز د زده کونکي او ښوونکي دواړو لپاره ګټور دی؛ نو له تاسې مې غوښتنه دا ده چې که کوم ملګری مو د نبوي سیرت ښوونکي یا زده کونکي وي، په کمینټونو کې یې منشن کړئ، هغوی ته به یې ګټه ورسېږي او ما ته به د خیر دعا وکړي او ستاسې به ثواب شي.
۲ـ د نبوي سیرت دا نیچوړ د (سپیڅلي نبوي سیرت) لنډیز دی چې ما کړی او سپېڅلی نبوی سیرت د (رحیق المختوم) ژباړه ده چې هندي عالم صفي الرحمن مبارکپوري لیکلی دی او ګڼو لیکوالانو ژباړلی، البته ما د سلطان محمود صلاح صاحب ژباړه لنډیز کړي، ځیني ځایونه مې د سیرت له نورو کتابونو هم استفاده کړي، خو ډېره برخه یې د صلاح صاحب ژباړه ده.
د نبی کریم صلی الله علیه وسلم ژوند له پیدایښته تر بعثته پوري/ ۴۰ کاله.
نوم او نسب یې:
د نسب سلسله یې، تر عدنانه، بیا تر ابراهیم علیه السلام او بیا تر آدم علیه السلام پورې، موږ یوازې په لومړۍ سلسله بسنه کوو، ځکه چې سیرت پوهان په دې اړه یوه خوله دي.
محمد (صلی الله علیه وسلم) بن عبد الله بن عبد المطلب – اصلی نوم یې شیبه دی – بن هاشم – اصلی نوم یې عمرو دی – بن عبد مناف – اصلي نوم یې مغیره دی – بن قصي – اصلي نوم یې زید دی – بن کلاب بن مره بن کعب بن لؤي بن غالب بن فهر – چې لقب یې قریش او د قریشو قبیله همده ته د انتساب له امله قریش بلل کیږی – بن مالک بن النضر – اصلي نوم یې قیس دی – بن کنانه بن خزیمه بن مدرکه – اصلي نوم یې عامر دی – بن الیاس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان.
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو قبائلو په غوره قبیله او تر ټولو کورنیو په بهتره کورنۍ کې زیږیدلی دی، یو صحیح حدیث شریف چې مسلم روایت کړی رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي: (إن الله اصطفى كنانة من ولد إسماعيل واصطفى قريشا من كنانة واصطفى هاشما من قريش واصطفاني من بني هاشم), الله تعالی د اسماعیل علیه السلا له اولادي کنانه غوره کړي او په کنانه کې یې قریش غوره کړي او په قریشو کې یې هاشم غوره کړي او زه یې د هاشم له اولادي غوره کړی یم.
د نبی کریم صلی الله علیه وسلم پیدایښت:
محمد صلی الله علیه وسلم یتیم پیدا شوی، هغه د مور په نس کې د دوو میاشتو ماشوم و، چې پلار یې (عبد الله) وفات شو، کله چې شپږ کلن شو موریې (آمنه) هم وفات شوه او پدې سره محمد صلی الله علیه وسلم په وړکتوب کې د مور او پلار د شفقت له غیږې محروم او بې برخې شو، چې له دي ورسته یې بابا (عبد المطلب) پالنه کوله، خو کله چې اته کلن شو نو بابا یې هم وفات شو او بیا یې تره (ابو طالب) کفالت په غاړه واخیست، تر څو چې لوي او ځوان شو، تر هجرت دری کاله مخکي یې تره (ابوطالب) هم وفات شو قرآنکریم د محمد صلی الله علیه وسلم یتیم والي ته داسې اشاره کوي او فرمایې: «ألم يجدك يتيماً فآوى». ایا هغه ته یتیم و نه موندلې چې بیا یې ځای درکړ.
له بني سعد سره:
حلیمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضاعي مور وه، او څلور یا پنځه کاله په بني سعد کې پاتې شوی دی او د شق الصدر واقعه هم دلته رامنځ ته شوي ده. له دي پیښې وروسته حلیمه ورباندي وویریده او خپلې مور ته یې تسلیم کړ او بیا تر شپږ کلنې پوري له خپلې قدرمنې مور سره و.
شام ته لومړی سفر:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دولس کلن شو، نو ابوطالب له ځان سره شام ته د تجارت لپاره ملګری کړ...
حلف الفضول (د فضول تړون)
د ذی القعدې په میاشت کې چې د حرم له میاشتو شمیرله کیږي، حلف الفضول (د فضول تړون) تر سره شو، د دي کار اهتمام د قریشو ځینو کورنیو له بني هاشم، بنو المطلب، اسد بن عبد العزی، زهره بن کلاب او تیم بن مره کړي و.
ټول د عبد الله بن جدعان التیمي په کور کې چې مشر او د شرف خاوند و، سره را غونډ شول او داسې عهد او تړون یې وکړ چې: په مکه کې به له هر مظلوم سره ولاړ وي د هر مظلوم مرسته به کوي هغه د دي ځای او سیدونکی وي او که د بل ځای او تر هغه به د مظلوم خوا نه پریږدي ترڅو یې له ظالم نه ورته خپل حق نه وي اخیستی.
په دې تړون کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم برخه اخیسته وه او د یو حدیث شریف په ترځ کې یې د دې تړون ستاینه هم کړي ده.
د کړاونو ژوند:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوانۍ په لومړیو کې څه خاص کار او عمل نه درلود، خو متواتر روایتونه وایې، چې میږي به یې څرولې، د بني سعد میږي یې څرولی، او د څو قیراطو په بدله کې یې د مکې د خلکو رمه هم پوولې ده.
( یو قیراط « ۰،۲۱۲۵ » ګرامه سپین زر کیږي او په دي حساب یو مثقال له شل قیراطه سره برابر دی ).
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: « ما بعث الله نبيا إلا رعى الغنم» فقال اصحابه: و أنت يا رسول الله؟ فأجاب: « و أنا رعيتها لأهل مكة على قراريط».
شام ته دویم سفر او له خدیجې رضي الله عنها سره واده:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ۲۵ کلن شو د خدیجې بنت خویلد په مال یې د مزدورۍ په بدله کې تجارت پیل کړ.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له شام نه راستون شو، او خدیجې رضي الله عنها ولیدل چې په مال کې یې د پخوا په نسبت ډیره زیاته امانتداري شوې او دومره برکت دی پکې چې مخکې یې هیڅکه هم دومره برکت نه و لیدلی. همدا راز میسره هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښو او وچتو اخلاقو قوي او پاخه فکر، ریښتني منطق او امانتدارۍ خبرې د خدیجې رضي الله عنها غوږونو ته ورسولې، نو له هغه سره یې د واده اراده وکړه....
( ما غرتُ على نساء النبيّ صلى الله عليه وسلم إلا خديجة, وإني لم أدركها, قالت: وكان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا ذبح الشاة فيقول: «أرسلوا بها إلى أصدقاء خديجة» قالت: فأغضبتُه يوماً فقلت: خديجة!. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم:« إني قد رُزقت حُبّها») متفق علیه.
د طبراني په روایت حضرت عائشه رضي الله عنها وایې: ( كان رسول الله صلى الله عليه وسلم لا يكاد يخرج من البيت حتى يذكر خديجة فيحسن الثناء عليها, فذكرها يوماً من الأيام, فأخذتني الغيرة فقلت: هل كانت إلا عجوزاً قد أبدلك الله خيراً منها؟. فغضب ثم قال: « لا والله ما أبدلني الله خيراً منها: آمنتْ إذ كفر الناس, وصدقتني إذ كذبني الناس, وواستني بمالها إذ حرمني الناس, ورزقني الله منها الولد دون غيرها من النساء»).
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اولاد
لومړنی او مشر زوی یې قاسم نومیده او د ده مبارک صلی الله علیه وسلم کنیه نوم هم (ابوالقاسم) و، ورپسې زینب بیا رقیه، بیا ام کلثوم، بیا فاطمه او بیا عبد الله پیداشوي، زامن یې ټول په وړکوالي کې وفات شوي دي، خو لوڼو یې اسلام راوړی او هجرت یې کړی دی او له فاطمې رضي الله عنها پرته نورې دری واړه د خپل پلار په ژوند کې وفات شوي دي، فاطمه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت نه شپږ میاشتې وروسته وفات شوي ده (رضوان الله علیهن).
د کعبی ودانول او د حجراسود د شخړې حل:
رسول الله صلی الله علیه وسلم پنځه دیرش کلن و چې قریشو د کعبې شریفې بیا ودانول پیل کړل، او دا ځکه چې له یوې خوا کعبې شریفې چت نه درلود، له همدې امله د کعبې شریفې په منځ کې ایښودل شوې خزانه غلو ووهله، او له بلې خوا په همدې کال یعنې له بعثت نه پنځه کاله مخکې یو ډیر لوی سیلاب راغی چې مخه یې د کعبې شریفې په خوا وه، کعبه یې ډیره کمزورې کړه او هر وخت ددې احتمال موجود و چې پر ځمکه را پریوزي، نو قریش مجبور شول ددې مبارکې خونې د مقام او منزلت د بقا له امله هغه بیا ودانه کړي، د بیا ودانولو چارې پیل شوي، کعبه شریفه ودانه شوه، خو د حجراسود په ایښودلو د خلکو تر منځ ستر اختلاف را منځ ته شو چې وروسته بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منځګړیتوب حل شو.
له نبوت نه مخکې اجمالي سیرت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د قوي او روښانه فکر، پیاوړي نظر او استعداد لوړ څلی و، د زیات ذکاوت، تیز او رڼا دماغ د سم او درست هدف او وسیلې ټاکونکی و. رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل تیز او پیاوړي ذهن او روښانه فطرت سره د ژوند ټولې پاڼې، د خلکو او ډلو ټول حال او احوال لوستلي او څیړلي و او په کومو خرافاتو کې چې دا خلک راګیر وو له هغه څخه یې ځان پاک او ډیر لرې ساتلی و، له ټولو بې لاریو څخه پاک او په عقل او بصیرت مبني او لوړ ژوند یې تیراوه.
خلکو به چې هر د خیر کار کاوه نوهغه جناب به پکې له ټولو څخه وړاندې و، او که به د خیر کار نه و نو تنهایې او ګوشه نشیني به یې غوره کوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم کله هم شراب نه دي څښلي، د بتانو په نامه حلال شویو مالونو غوښه یې نه ده خوړلې، او د بتانو په ویاړ جوړو شویو میلو او مجالسو کې یې بالکل برخه نه ده اخیستې. د ژوند له پیل نه یې له دې باطلو معبودانو او هر ډول خرافاتو سره سخته کینه او کرکه دلوده، تر دې چې د لات او عزی په نامه قسم یادول یې هم نه شوای زغملای.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غوره اخلاقو، پاک سیرت، اوچت کردار او سپیڅلي عمل خاوند و، له ټولونه زیات غیرتي، له هرچا نه زیات د ښو او خوږو اخلاقو او نیکې معاملې درلودونکی و. نیک اوعزیز ګاونډی، په حلم او ریښتینولۍ؛ نرمې او عفت کې له هرچا نه مخکې، د خیر خاوند، نیک عمله، کریم، امین، با وفا او په عهد ټینګ ولاړ انسان و. هر څوک یې په عظمت او عزت قائل وو، هغه د ټولو نیکیو مجموعه او نمونه وه، خپل قوم ورته د امین لقب ورکړی و، لکه چې حضرت خدیجه رضي الله عنها د ده مبارک په هکله فرمایې:«یحمل الکل، ویکسب المعدوم، ویقرئ الضیف، ویعین علی نوائب الحق». هغه به د بې وزلو مرسته کوله، د هغوی بار به یې اوچتاوه، د فقیرانو او تش لاسیو لپاره به یې بندوبست کاوه، د میلمه قدر او درناوی به یې کاوه، او په پیښو او حوادثو کې به یې د حق مرسته او پلوي کوله.
د حراء په غار کې:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څلویښت کلنۍ ته نژدې شو، نو تفکر او تأملاتو یې د ده او نور قوم تر منځ فکري او ذهني واټن ډیر سره لري کړئ و، همدا وه چې نوره یې تنهایې ډیره خوښیدله، له ځان سره به یې څه سویق ( یو ډول خواړه دي چې د غنمو او وربشو له ډېرو میده اوړو نه تیاریږي) او اوبه واخیستې او په جبل نور کې به یې د حراء غار ته، چې له مکې مکرمې نه تقریبا دوه میله فاصله لري تشریف یووړ، هلته به ټول وخت په عبادت بوخت و، د کائناتو او هغه قدرت په هکله به یې غور او فکر کاوه، چې دا ټول شیان یې پیدا کړي دي. په نوموړي غار کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم کله لس، کله تر لس زیاتې تقریبا یوه میاشت تیروله، بیا کور ته راتلل کمې شپې به یې په کور کې تیرولي ترڅو له ځان سره بیا خواړه یوسې او غار حراء ته ولاړشي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلوت او ګوښه والي دا سلسله تر هغه پوري دوام وموند ترڅو وحي ورباندي نازله شوه.
د وحی پیل:
د خلوت او ګوښه والي په دریم کال د رمضان د میاشتې یوویشتمه او د دوشنبې شپه وه، چې د (۶۱۰م) کال د اګست له لسمې نیټې سره سمون خوري. دغه وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر په قمري حساب پوره څلویښت کاله، شپږ میاشتې او دوولس ورځې او شمسي حساب نهه دیرش کاله، دری میاشتې او دوولس ورځې و، چې د ژوند تګلاره او مسیر بدل شو، د تاریخ مخ بل لور ته واوښت، د نړۍ د تورتم دړه وتړل شوه، د ځمکې په خلکو د الهي رحمت باران وشو، د کائناتو خالق خپل محبوب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په نبوت مشرف کړ او د جبریل علیه السلام په واسطه یې د قرانکریم دغه مبارک ایاتونه پرې نازل کړل: بسم الله الرحمن الرحیم «اقرأ باسم ربک الذي خلق...» سورة العلق.
دوه همه برخه: تر بعثت وروسته
د اسلامې دعوت مرحلې (پړاوونه)
د رسول اله صلی الله علیه وسلم مبارک ژوند په دوو بیلابیلو دورو ویشلی شو:
لومړی: مکي دور ــ تقریبا دیارلس کاله.
دوه هم: مدني دور ــ پوره لس کاله.
مکې دور په دریو مختلفو مرحلو ویشل کیدای شي:
۱ـ د پټې بلنې مرحله چې موده یې درې کاله وه.
۲ـ د مکې خلکو ته د بلنې د اعلان مرحله، د بعثت د څلورم کال له پیل نه د
بعثت د لسم کال تر وروستۍ برخې پورې.
۳ـ له مکې نه د باندې د دعوت د اعلان او خوریدو مرحله، د بعثت د لسم کال له وروستیو نه مدینې ته درسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرته. د مدني دور د مراحلو تفصیل به پخپل ځای کې راشي.
د اسلامي دعوت لومړۍ مرحله
دری کاله پټه او سري بلنه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی امر ته لبیک ووایه او یواځې د الله تعالی عبادت ته یې بلنه پیل کړه، خو بلنه پټه وه ترڅو قریش چې د شرک او بت پرستی متعصبین دی یو ناڅاپه له دي بلنې سره مخامخ نه شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی خپل دوستان اسلام ته راوبلل او هغو کسانو ته یې د اسلام بلنه ورکړه چې د خیر تمه یې ورڅخه کوله، پیژندل یې چې هغوۍ تل د حق او حقیقت خواته دریږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صدق، ریښتینولی او اصلاح باندې پوخ باور لري.
هغه کسان چې اول په اسلام مشرف شول او د سابقون الاولون لقب یې وګټل، خدیجه بنت خویلد رضي الله عنها، علي بن ابي طالب، زید بن حارثه، ابوبکربن ابي قحافه، عثمان بن عفان، زبیر بن العوام، عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابي وقاص،... رضوان الله علیهم و، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به یې په پټه لیدل، او عبادت به یې هم د مکې په خوړونو کې د قریشو له سترګو پټ ترسره کول.
کله چې د لومړنیو مسلمانانو شمیره - نر او ښځې - تر دیرش زیاته شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی لپاره د أرقم بن ابی الأرقم کور غوره کړ، ترڅو هلته له دوی سره ملاقات وکړي او د دوی تعلیمې او توجیهي اړتیاوي پوره کړي.
لنډه دا چې د اسلامي دعوت په دغه لومړۍ مرحله کې تقریبا څلویښت کسان نر او ښځې په اسلام مشرف شول، اکثره یې فقیران او هغه کسان و چې په قریشو کې یې لوړ مقام نه درلودل.
د اسلامي دعوت دوهمه مرحله
ښکاره دعوت او تبلیغ:
د دعوت د اعلانولو لومړی فرمان:
په دي هکله تر ټولو لومړی د الله تعالی دا قول را نازل شوي «وأنذر عشيرتك الأقربين» (الشعراء:۲۱۴) او ته ویروه (اې محمده! له عذابه هغه) ستا خپلوان چې ډیر نږدي دي (درته).
لومړی یې خپله کورنۍ او بیا په ترتیب ټولو مکې والو ته د اسلام بلنه ورکړه.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرکینو خدایان باطل وبلل، او دوی او پلرونه یې بیعقل وګڼل او د دوی اعتذار یې تقلید وګڼل، نو دوی هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت او دوښمني ته پښې ټینګي کړي، دحق آواز لکه تندر داسې ورباندې ولګید، یواځې هغه کسان الله تعالی وساتل چې په اسلام مشرف شول.
د نبوت څلورم کال او پرمسلمانانو ظلمونه
د نبوت د څلورم کال په لومړیو کې قریشو د اسلامې دعوت د مخنیوي لپاره له بیلا بیلو لارو چاور څخه کاروا خیست، په رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې یې ډول ډول تورنه او تهمتونه وتړل. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره یې دروغ وبلله، خنداګانې او مسخرې ورپسې وکړي، لیونی، ساحر، او کاذب یې وباله او قرآنکریم ته یې پخوانۍ کیسې وویلې، ترڅو په دې ډول او له دې لارې د مسلمانانو روحیات کمزوري، ارادي یې ماتې او د ذلت او سپکاوي معامله ورسره وکړي. قرانکریم ځای ځای د مشرکینو دې ډول پروپاګند، ناروا تبلیغاتو او له دښمنۍ نه ډک او بی اساسه نیوکو ته اشاره کړي ده.
چې دې چارې کار ور نه کړ، نو د هرې قبیلې مشرکانو به د خپلې قبیلې مسلمان غړی په ډول ډول عذابونو تعذیبول، او که څوک داسې مسلمان به پیدا شو چې دلته به یې خپل خپلوان نه درلودل، بې کسه او بې وطنه به و، نو د قریشو سردارانو به داسې ظلمونه ورباندې کول، چې وجدان یې له یادولو شرمیږي.
بلال بن رباح رضي الله عنه، خباب بن الارت، چې د سر په ویښتانو یې را ځوړند کړی و، یاسر او سمیه لومړني شهیدان دي چې د تعذیبونو له امله شهیدان شوي دي( صبرا آل یاسر، فان موعدکم الجنة) ...
په اسلام کې لومړنی هجرت:د نبوت پنځم کال د رجب میاشت
په مسلمانانو باندې د مشرکینو ظلمونه د نبوت د څلورم کال په منځنۍ او یا وروستۍ برخه کې پیل شول، دغه ظلمونه په لومړي سر کې لیږ خو ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو وو ترڅو د پنځم کال په نیمایي کې اوج ته ورسیدل. مسلمانان د ومره په تنګ شول چې نور یې په مکه کې د اوسیدلو ځای نه و. رسول الله صلی لله علیه وسلم چې کله په خپلو اصحابو رضي الله عنهم د قریشو وحشیانه ظلمونه او پرله پسې تیري ولیدل نو ورته یې وفرمایل: (لو خرجتم إلى أرض حبشة، فإن فيها ملكا لايظلم احدا عنده حتى يجعل الله لكم فرجا و مخرجا مما أنتم فيه). که د حبشې ځمکې ته لاړ شئ ښه به وي ځکه هلته داسې پاچا دی چې د ده تر حکم لاندې په هیچا ظلم نه شي کیداي او هم هلته پاتې شئ تر څو خدای جل جلاله مو له دي حالته خلاص کړي. د همدې امر په اساس د نبوت په پنځم کال د رجب په میاشت کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم لومړنۍ ډلې چې دوولس سړي او څلور ښځې پکې وي د عثمان بن عفان رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې حبشې ته هجرت وکړ. له عثمان رضي الله عنه سره یې خپله میرمن، رقیه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور وه هم ملګرې وه. رسو الله صلی الله علیه وسلم د دوی دواړو په هکله فرمایلي: «إنهما أول بيت هاجر في سبيل الله بعد أبراهيم ولوط عليهما السلام»له ابراهیم او لوط علیهما السلام وروسته دوی دواړه (عثمان او رقیه رضي الله عنهما) لومړنۍ کورنۍ ده چې د الله په لاره کې هجرت کوي.
د قریشو استازی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې:
ابن اسحاق وایې: د قریشو مشر عتبه بن ربیعه یوه ورځ د قریشو په دېره کې ناست وو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته په جومات کې یواځې تشریف درلود. عتبه وویل: اې قریشو، خوښه مو نه ده چې محمد صلی الله علیه وسلم ته ورشم، خبرې ورسره وکړم، څه وړاندیزونه ورته وکړم کیدای شي څه ومني، او چې موږ یې شرط پوره کړو بیا به هغه هم له موږ څخه لاس واخلي، قریشو ورته وویل: سمه ده، ورشه اې ابو ولیده او خبرې ورسره وکړه!...
قریش ابو طالب تهدیدوي
د قریشو مشران او مخور خلک ابو طالب ته ورغلل او ورته ویې ویل: اې ابو طالبه! ته زموږ یو شریف مشر یې، په ډیر اهمیت درته قایل یو، موږ در څخه غوښتي و چې خپل وراره لدې دعوت څخه منع کړې خو تا هغه منع نکړ، نو موږ نور دا نه شو زغملای چې زموږ پلرونو ته دې بد رد وویل شي، وموږ په عقلونو پورې دې ملنډې ووهل شي، او زموږ معبودان دې توهین شي او خبرې دې ورپسې وشي، ستا خوښه، وراره دې له دې کاره څخه اړوي او یا زموږ سره مخامخ جګړه اعلانوي تر څو چې یو طرف تباه او مسئله هواره شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: « یا عم والله لو وضعوا الشمس في یمیني والقمر في یساري علی أن أترک هذا الامر – حتی یظهره الله أو أهلک فیه ما ترکته».
ای تره! قسم په الله ج که دوی لمر زما په ښې لاس کې او سپوږمۍ زما په کيڼ لاس کې کېږدي، د دې لپاره چې زه له دې کاره لاس واخلم، – تر هغه چې الله یې بریا ته ونه رسوي یا زه په کې خپل ژوند وبایلم، زه به له دې کاره لاس وانخلم..
ابو طالب ورته وویل:
والله لن یصلوا الیک بجمعهم حتی أوسد في التراب دفینا
فاصدع بأمرک ما علیک غضاضة واشر وقر بذلک منک عیونا
قسم په خدای که هغوی له خپلو دې ټولیو سره تر هغه پورې تاته در ورسیږي، تر څو زه په خاورو کې ښخ شوی نه یم. خپله خبره په ډاکه کوه په تا هیڅ اعتراض نشته، خوشاله اوسه او سترګې دې په دې سره روښانه کړه.
اقتصادي بندیز: د دعوت اووم کال د محرم لومړۍ شپه
په څلورو هفتو یا له دې نه هم کمه موده کې مشرکین له څلورو لویو پېښو سره مخ شول:
حمزه رضي الله عنه اسلام راوړ، ورپسې عمر رضي الله عنه په اسلام مشرف شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرکینو سازشونه او پیشنهادونه رد کړل، پدې پسې بني مطلب او بني هاشم ټول له یوه سره مسلمان وو که کافر پدې متفق شول چې له محمد صلی الله علیه وسلم څخه به د فاع او ملاتړ کوي. پدې پیښو پسې قریش هک پک او حیران ودریدل، او د هغوی حیرانتیا بې ځایه ځکه نه وه چې په دې ښه پوه شوي وو که چیرې محمد صلی الله علیه وسلم په قتل ورسوي، نو په مکه کې به د وینو لښتي روان شي، او یا کیدای شي د هغوی د بشپړي تباهۍ او بربادۍ سبب وګرځي، و له همدې امله یې د قتل منصوبه پریښوده او د یو بل داسې ظلم پریکړه یې وکړه چې تر ټولو یاد شویو ظلمونو سخت و، هغه دا چې مشرکین سره راغونډ شول او د بني هاشم او بني المطلب په خلاف یې یو ظالمانه تړون وکړ، او داسې پریکړه یې وکړه چې : نور به څوک له دې دوو کورنیو (بني هاشم او بني مطلب) سره نه دوستي او خپلوي کوي نه به ورسره بیع (اخیستل او پلورل) کیږي، نه به ورسره ناسته ولاړه کیږي، نه به څوک د دوی کورونو ته ورځې، حتی خبرې ورسره منع دي. لنډه دا چې له هغوی سره به ترهغه پورې دا عمومي او بشپړ پریکون دوام لري تر څو یې محمد صلی الله علیه وسلم مشرکینو ته نه وي سپارلی.
پوره دری کاله تیر شول، خو حالات همداسې وو، ترڅو د بعثت په لسم کال د محرم په میاشت کې صحیفه نقض او تړون مات شو.
د غم کال:د بعثت لسم کال د رجب میاشت
د ابوطالب او خدیجي رضی الله عنها مړینه: د ابو طالب ناروغي سخته شوه بالاخره د بعثت په لسم کال د رجب په میاشت کې وفات شو.
د ابوطالب له وفاته دوې میاشتې او یا یوازې دری ورځې وروسته د روایتونو د اختلاف په اساس د بعثت په لسم کال د رمضان په میاشت کې ام المؤمنین حضرت خدیجة الکبری رضي الله عنها د (۶۵) کلنۍ په عمر کې له دې فانی دنیا څخه سترګې پټې کړي او دغه وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر پنځوسو کالو ته رسیدلی و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم کورنی او بهرنی دواړه ملاتړې له لاسه ورکړو...
حضرت خدیجه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره دلله تعالی له خوا لوی او ډیر ګرانبها نعمت و، پنځه ویشت کله یې یوځای سره تیر کړل. خدیجه رضي الله عنها د غم او خفګان په وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره خوشالي او ډاډګیرنه وه، په سختیو کې به یې خواته ولاړه وه، د رسالت دتبلیغ په لاره کې به یې مرسته ورسره کوله، د جهاد کړاوونه او سختۍ به یې ورسره ګاللې، په ځان او مال سره به یې له رسول الله صل الله علیه وسلم سره غم شریکي کوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدیجې رضي الله عنها په هکله فرمایې: « آمنت بي حین کفر بي الناس وصدقتني حین کذبني الناس، و اشرکتني في مالها حین حرمني الناس، ورزقني الله ولدها، وحرم ولد غیرها»، خدیجې رضي الله عنها په ما ایمان راوړ چې خلک راباندې کافر وو، او هغه وخت یې زما تصدیق وکړ چې خلکو تکذیبولم او هغه وخت یې زه په خپل مال کې شریک کړم چې خلکو محروم کړی وم او الله تعالی ماته له هغې اولاد راکړ او له نورو یې اولاد نه دی راکړی. (امام احمد په مسند کې روایت کړي).
دغمونو لړۍ:
دا دواړه ډیرې دردوونکې پیښې وې، چې په ډیره کمه موده کې یوه په بله پسې پیښې شوې رسول الله صل الله علیه وسلم یې ډیر ودرداوه او زړه یې ډیر غمجن او خفه شو او په همدې پسې د نورو غمونو ورته مخه شوه. د قریشو یوه ګمراه او جاهل یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مبارک سر خاورې ور واچولې، او د الله تعالی رسول همداسې ګردجن او په خاورو لړلي سر کور ته تشریف یووړ، هلته یې یوه لور ورپاڅیده او د خپل ګران پلار مبارک سر یې ومینځه، خاورې یې ورڅخه پاکولي او ژړل یې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «لاتبکي یابنیة، فان الله مانع اباک» لورې! ته ژاړه مه، الله تعالی ستا د پلار ساتنه او حفاظت کوي، په دې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم وفرمایل: «ما نالت مني قریش شیئا أکرهه حتی مات أبوطالب» ترڅو چې ابوطالب ژوندی و قریشو زما په هکله هسې کار نه شوای کولی چې زما نه خوښیده، یعني ضرر او تاوان یې نه شوای رارسولی.
درې یمه مرحله: د نبوت لسم کال د شوال میاشت
اسلامي دعوت له مکې نه د باندې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په طائف کې:
د نبوت په لسم کال د شوال په میاشت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د طائف په لور روان شو. طائف له مکې نه تقریبا شپیته میله لرې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ټوله مسافه تګ او راتګ په پښو ووهله. په دې سفر کې د ده آزاد کړی شوی غلام زید بن حارثه هم ورسره ملګری و. رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې هرې قبیلې ته ورسید، د اسلام بلنه به یې ورکوله خو هیچا یې هم دعوت ونه مانه.
نورو خلکو او قبائلو ته د اسلام بلنه: د بعثت لسم کال د ذی القعدي میاشت
د بعثت په لسم کال د ذي القعدې په میاشت کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم له طائف نه مکې ته راستون شو او دلته یې بیا خلک او قبیلې د اسلام لورته رابللې. څرنګه چې د حج وخت راتلونکی و، نو خلک له هر لرې او نژدې ځای نه د حج په خاطر سواره او پیاده مکې ته راتلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم به له دې موقع نه په استفادې سره هرې قبیلې ته بیل بیل ورته د اسلام بلنه به یې ورکوله او د ملاتړ غوښتنه يې ورڅخه کوله او په دې سره یې د نبوت له څلورم کال نه پیل شوې لړۍ یوځل بیا را ژوندی کړه.
هغه قبیلې چې اسلام ته رابللې شوې وې:
امام زهري رحمه الله وایې: له هغو قبیلو نه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته تشریف وروړی او اسلام ته یې را دعوت کړې وې ځینې دا وي: بنوعامر بن صعصعه، محارب بن خصفه، فزاره، عسان، مره، حنیفه، سلیم، عبس، بنونصر، بنوالبکاء، کلب، حارثه بن کعب، عذره، حضارمه، خو له دې ټولو نه یوه قبیله هم په اسلام مشرفه نه شوه.
د ایمان وړانګې له مکې د باندې:
لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قبیلې، پلاوي او هیئتونه اسلام ته را وبلل، همدا راز یې ځینې افراد او وګړی هم د الله تعالی دین ته را دعوت کړل، چې د ځینو عکس العمل هم ښه و او له دې موسم نه څه موده وروسته یو شمیر افراد په اسلام مشرف هم شول، چې په لنډ ډول یې یادونه کوم.
۱ـ سوید بن ثابت: د یثرب او سیدونکی، ډیر زیرک او ذکي شاعر و او د خپلې سنجیدګۍ، شاعرۍ شرف او نسب له امله په کامل سره مشهور و، مکې ته د حج یا عمرې لپاره راغلی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام بلنه ورکړه..... بالآخره سوید هم بلنه ومنله اود نبوت د یولسم کال په پیل کې په اسلام مشرف شو.
۲ـ ایاس بن معاذ: د یثرب اوسیدونکی و، نوموړی نوی رسیدلی ځوان و، چې د اوس قبیلې له یوه پلاوي سره مکې ته راغلی و.... مدینې ته له رسیدو وروسته ایاس مړ شو، خو د ځنکدن په وخت کې یې (لا اله الا الله، الله اکبر، الحمدلله، سبحان الله) په ژبه جاري وو، نو بیشکه چې هغه مسلمان مړ شوی دی.
۳ـ ابوذر الغفاري: د یثرب د شاوخوا سیمو اوسیدونکی و، کله چې د سوید بن صامت او ایاس بن معاذ په واسطه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د بعثت خبر په مدینه کې خپور شو، نو ابوذر رضي الله عنه غوږ ته هم ورسید او همدا یې د اسلام راوړلو سبب شو. د ایمان راوړلو اوږده کیسه یې بخارې په صحیح روایت له ابن عباس رضي الله عنه څخه نقل کړي، هلته یې په تفصیل کتلی شئ.
۴ـ طفیل بن عمرو الدَوسي: دا یو شریف انسان، د عقل او پوهې خاوند، زیرک شاعر او د خپل قوم مشرو، د ده قبیلې (دوس) د یمن پر ځینو برخو پوره حاکمیت او یا څه ناڅه تسلط درلود، د نبوت په یوولسم کال مکې ته راغی او هلته په اسلام مشرف شو، نوموړي د اسلام لپاره ډیر خدمتونه سرته رسولي او له ډیرو هلو ځلو وروسته د یمامه په جګړه کې په شهادت رسیدلی دی.
۵ـ ضماد الازدي: نوموړی د یمن اوسیدونکی او د ازد شنؤه، قبیلې غړی و، دم او چوپ یې وظیفه وه، مکې ته راغی اوله رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بیعت وکړ او په اسلام مشرف شو
د مدینې منورې شپږ نیکبخته کسان: د بعثت یوولسم کال
د نبوت په یوولسم کال د حج په موسم کې اسلامي بلنې داسې نیالګي وموندل چې ډیر ژر په داسې لویو ونو بدل شول چې په کلونو کلونو ستړیو او ظلم ځپلیو مسلمانانو یې تر یخ سیورې لاندې د امن او راحت ژوند پیل کړ. دا ډله له یثرب نه راغلي شپږ ځوانان وو، چې ټول د خزرج له قبیلې څخه وو او نومونه یې په لاندې ډول دي:
۱ـ اسعد بن زراره. ۲- عوف بن الحارث بن رفاعه بن عفراء. ۳ـ رافع بن مالک بن العجلان.
۴ـ قطبه بن عامر بن حدیده. ۵ـ عقبه بن عامر بن نابي. ۶ـ جابر بن عبدالله بن رئاب.
دا دیثرب پوه او زیرک خلک وو، هغوی خپل مینځي جګړو چې اورونه یې لابل وو ډیر ستړي کړي وو، نو له همدې امله دا هیله ورسره پیدا شوه، چې کیدای شي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعوت او جګړې پای ته ورسوي..... پایله دا شوه، چې نوموړو ټولو ایمان را ووړ او ویې ویل چې موږ ورځو او خلک ستا دعوت ته رابولو او دا دین چې موږ ومانه هغوی ته یې هم وروړاندې کوو.
له حضرت عائشې رضي الله عنها سره واده، د نبوت یوولسم کال د شوال میاشت.
د عقبه لومړنی بیعت: د بعثت دوولسم کال
مخکې مو وویل چې د نبوت د یوولسم کال د حج په موسم کې د یثرب له خلکو نه شپږو کسانو ایمان راوړ، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې ژمنه وکړه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت به خپل قوم ته رسوي. د دې نتیجه دا شوه، چې په راتلونکې کال یعني د نبوت د دوولسم کال د حج په موسم کې دوولس کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلل، له دې جملې نه پنځه کسان هماغه وو کوم چې تیر کال حاضر شوي وو، او جابر بن عبد الله بن رئاب د هغوی شپږم و، چې په دې کال نه وراغلی، او ددې دوولسو کسانو د پاتې اوو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:
۱ـ معاذ بن الحارث بن عفراء له بني النجار کورنۍ څخه. ۲ـ ذکوان بن عبد القیس له بني زریق کورنۍ څخه. ۳ـ عبادة بن صامت له بني غنم کورنۍ څخه. ۴ـ یزید بن ثعلبه د بني غنم له ملګرو (حلیفانو) څخه. ۵ـ عباس بن عباده بن نضله له بني سالم کورنۍ څخه. ۶ـ ابو الهیثم بن التیهان له بني عبد الاشهل کورنۍ څخه. ۷ـ عویم بن ساعده له بني عمرو بن عوف کورنۍ څخه.
له دې کسانو نه یوازې دوه وروستي له اوس قبیلې څخه وو، نور ټول د خزرج قبیلې غړې وو.
دې کسانو په منی کې له عقبې سره خوا کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملاقات وکړ او په دې خبرو یې بیعت ورسره وکړ، امام بخاري رحمه الله له عباده بن صامت رضي الله عنه نه روایت کوي وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « تعالوا بایعوني علی الا تشرکوا بالله شیئا... ان شاء عاقبه، و ان شاء عفا عنه». قال: فبایعته – وفي نسخة: فبایعناه – علی ذلک. رواه البخاري. (راشئ له ماسره په دې بیعت وکړئ چې: له الله تعالی سره به هیڅ شریک نه نیسئ، غلا به نه کوئ، خپل اولادونه به نه وژنئ، بهتان به نه کوئ، په ښو کارونو کې به زما نافرماني نه کوئ، چا چې په دې خبرو پوره عمل وکړ نو اجر یې په خدای دی، او که څوک له دې امورو نه د کوم یوه مرتکب شو یعني په دې هکله یې په کوم څه کې زما له امر نه سرغړونه وکړه او بیا یې په دنیا کې د هغه عمل جزا ولیده، نو همدا د ده لپاره کفاره ده، او که چا په دې امورو کې کوم یو تر سره کړ یعني له دې کارونو نه د یو کار مرتکب شو، بیا الله تعالی د هغه پرده وکړه، نو د ده معامله له الله تعالی سره ده، که د جزا اراده یې وکړه نو جزا به ورکړي، او که یې د عفوې اراده وکړه، نو عفوه به ورته وکړي. عباده بن صامت وایې: نو په دې شیانو مې بیعت ورسره وکړ، او په بله نسخه کې د جمعې په صیغه راغلي یعنې: نو په همدې شیانو مو بیعت ورسره وکړ). رواه البخاري.
د عقبې دوهم بیعت:د بعثت دیارلسم کال د حج موسم
له ۷۰ زیات مسلمانان د یثرب له مشرکانو سره د حج د اداکولو په خاطر مکې ته راغلو.
مکې ته له رسیدلو وروسته له رسول الله سره پټه اړیکه ونیوه، چې د ذی الحجي په دولسمه شپه به د منی او د جمري عقبي خوا کې سره غونډ یږي
د خبرو پیل او د عباس رضي الله عنه له لوري د تړون اهمیت
د تړون بندونه:
۱ـ په هر حالت کې به زما خبره اورئ
۲ـ د فقر او نیستی دواړو حالاتو کې به مال خر څوئ. او مصرفوئ.
۳ـ امر بالمعروف به کوئ.
۴ـ د خدای د دین په خاطر را پورته شئ. او په دې لاره کې د هیچا پروا مه ساتئ.
۵ـ کله چې زه درغلم نو ملاتړ به مې کوئ.
براء وویل، قسم په خدای چې موږ به د خپلو اولادونو په څیر ستا څخه دفاع وکړو.
(مولانا رحمت الله اندړ)
لیورکوزن - جرمني
Nabawi Seerat
by: Maulana Rahmatullah Ander