(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سیدمحمود پاچا

[10.Jan.2025 - 10:39]

سواتنامه

ليک: ډاکتر لطیف یاد

سواتنامه د خوشال بابا د۴۰۰ بیتونو یوه مثنوي ده چې په کوچني بحر کې ویل شوې ده او ډیر سلیس اوروان نظم دی.سواتنامه دسوات دښکلي او جنت نشانه سیمې ، ددغه ځای د غرونو او سیندونو په وصف کې دخوشال بابا یو منظوم اثر دی چې دسوات د سیمې ځینې جغرافیایی حالات یې هم په لنډه او ښه توګه بیان کړي دي .سربیره پر دې یې دیو سفزیو دقبیلې په تمدن او ژوندانه هم رڼا اچولې ده او دهغې تر څنګ یې د څو تاریخي او ملي مبارزو دپیښو بیان هم کړی دی دسواتنامې دمنطوم اثر د۸۸ بیت له مخې خوشال بابا په ۱۰۸۶لیږدیز/هجري کال کې په سوات کې اووه میاشتې تیرې کړې . خوشال خان چې دیو سفزیو په اړوند چې په هغه وخت کې څه لیکلي دی هغه نن ورځ کټ مټ ددوی د اوسني ژوندانه او حالاتو سره سمون خوري.

د خوشحال خان خټک په دې اثر کې د سوات او د سوات د سفر حالات راغلي دي. په سواتنامه کې جغرافیي، سیاسي ، اقتصادي، کلتوري، انتقادي او ادبي مسایل بیان شوي دي. په سواتنامه کې یو څه دعقایدو بحث هم راغلی دی او یو څه علمي او اوادبي تنقید هم پکې شته. سربیره پردې دادبي زاویې له پلوه داخون درویزه پر تصنیفاتو باندې هم رڼا اچول شوې ده .ارواښاد استاد دوست محمد خان کامل مومند په خپل مشهور اثر ( خوشحال خان خټک) کې لیکلي دی چې سواتنامه د افکارو، مضامینو، ژبې او دبیان د انداز له پلوه د خوشحال بابا د لوړې پایې ادبي اثر دی او د خوشحال له بهترینو منظومو آثارو نه شمیرل کیږي .

سواتنامه دپښتونخوا په مرکز پیښور او کابل کې څلورځلې چاپ شوې ده. دافغانستان دعلومو اکیډیمۍ دچاپ ،اهتمام او ایډیټ چارې یې ښاغلي سرمحقق نصرالله ناصر او ما ددې کرښو لیکوال ( لطیف یاد) ترسره کړې وې

*************

 

 

دکو نړ د سید محمود پاچا او دده دلټانو په اړوند څوخبرې 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

سیدمحمود پاچاچې دکونړ په پاچا او نواب سره یې شهرت درلود د سید بهاالدین پاچا زوی او د سید نظیف الله پاچا لمسی و. نو موړی دپشد دسیمې سید و.دی د سید جمال الدین افغان تربورو او   نوموړی د سوات,بونیر او کونړپه سیمو کې د۱۸۸۳ نه تر ۱۸۸۶پورې نوابي او پاچا هي درلودله . سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۶م کال پوری د کونړ حاکم و او دغا زي محمد اکبر خان سره يي نږدې اړيکي درلودلې او د هغه د لور(درانۍ بي بي) سره يي واده هم کړی و.کله چې د۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت او ځواک په سر شخړې روانې وې نو سيد محمود پاچا د اميرشير علی خان ډیر ټینګ پلوی واو په ۱۸۷۰م کال کې چې کله امير شير علي خان خپله ديارلس کسيزه مشورتي جرگه جوړه کړه نو سيد محمود پاچا د دغې جرگې غړی و. همدا شان سيد محمود پا چا د دير او باجوړ د خانانوسره د امير شيرعلی خان د اړیکو په نیولو کې ستره ونډه درلودله .همداراز ده د امير شير علی خان په دربار کې د سرحدی سيمو په اړوند پرېکړو کې خورا نفوذ او رول درلوده. کله چې اميرعبدالرحمن خان په ۱۸۹۵-۱۸۹۶م کلونو کې د کونړ او نورستان سيمې د خپلی کنترول لاندې راوستلې نود پشد د پاچا يانوواکمني په کونړکې پای ته ورسیدله او کونړ د اميرعبدالرحمن خان د د پاچا هۍ په وخت کې د کابل د مرکزی حکومت اداري واحد شو چې ختیز اومرکزي نورستان سيمي هم پکې شاملې وې. د سيد محمود پاچا د لټانو کيسه په کونړ کې خورا مشهوره ده او اوس هم چې څوک لټ او ناراسته وي نو خلک ورته وايي چې ته خو د سيد محمود پاچا لټ يي.کیسه داسي وه چې وايي د سيد محمود پاچا په دربار کې به بيکاره کسان هميشه پراته وو مفتې ډوډۍ به یې خوړلې او هیڅ کار به يي نه کاوه. په پای کې د دی لټانو شمير ورځ په ورځ زياتيد ه نو يووخت سيد محمود پاچا ته چا ويلي و چې دا لټان هسي بيکاره پراته دي، که دوی په رښتيا لټان وي او کار نه شي کولي نو د دوی په شاوخوا کې اور ولگوه که څوک په رښتيا لټ وي هغه به ونه تښتي او که چا هسي په لټۍ ځان وهلی وي نو وبه تښتي،په دی توگه به د اصلی لټانو او غيرو لټانو فرق او توپیر سره وشي. کله چې د دې لټانو په شاوخوا کې یې اور ولگاوه نو يو شمير زيات يي وتښتيد ل او يوشمیر یې پاتي شول چې يو شمير يې دومره لټا ن و و چې خپل ملگرو ته به يي ويلی چې مونږ فرياد هم نه شو کولي او زمونږ له خوا فرياد هم تاسي کوئ چې وسوځیدو وسو خیدو .

دسید محمود پاچا دلټانو په اړه بله کیسه داسې ده چې د سید محمو د پاچا یو لټ ویده و کله چې له خوبه راویښ شو نو مچان یې پر خوله ناست وو. ده خپل ملګري ته ورغږ کړ چې دا مچان خو زما له خولې وشړه ! دې بل لټ ورته وویل زه پرخپلې خولې باندې ناست مچان نه شم شړلی نو ستا پر خولې ناست  مچان په څنګه وشړم.

(ډاکتر لطف یاد)

Dr. Latif yad

-
بېرته شاته