په پښتو ژبه د
[05.Mar.2025 - 15:29]په پښتو ژبه کې د نوم اوښتې (مغیره) بڼه
لیکوال : جاوید آفتاب
یوه ساده خبره چې له ځینو څانګوالو یې ډېره اورم، هغه دا: «ژبه چې څنګه په ولس کې ویل کېږي، باید هماغسې ولیکل شي او په دې مورد کې باید ولس ته رجوع وشي.» نه پوهېږم چې د دوی په اند به د یوه ژبپوه او ګرامرپوه حیثیت او دنده څه وي؟ په دې کې شک نهشته چې د نړۍ ټولې ژبې له مختلفو ګړدودونو سره لومړی په ګړنۍ بڼې رامنځته شوي، خو نن دا ټولې ژبې د لیک واحده معیاري او ګرامري بڼه لري چې دا د ژبپوهانو او ګرامرپوهانو د علمي چار پایله ده. د نړۍ هره ژبه د کارونې دوې بڼې لري؛ چې یوه رسمي او بله نارسمي ده. رسمي د دفتر، کتاب او لوستو خلکو ژبه ده او نارسمي د عام ولس ژبه ده، یعنې عام ولس «شوتل»، «مینځل»، «الک» او «سین» وايي، خو په رسمي چوکاټ کې موږ باید «شفتل»، «پرېمنځل»، «هلک» او «سیند» ووایو او ولیکو.
همدا خبره برتانوي ژبپوه ډیوډ کرسټل هم په خپل اثر «what is linguistics?» کې کوي: «په اصل کې ژبه دوه اساسي اړخونه لري؛ یو د هغه تفاعلي (Functional) اړخ دی، یعنې زموږ په ټولنه کې د ژبې کوم ګړدود یا کارونه چې ده او دویم یې رسمي (Formal) اړخ دی چې په دې کې د ژبې د جوړښت د رغولو طریقه راځي.
(۳۰:۵) په اکثرو دودیزو ګرامرونو کې چې کوم مواد وړاندې کېږي، هغه د ژبې ټولې لیکنۍ بڼې نه پوښي، بلکې دا د لیکلو ځانګړو ډولونو، په ځانګړې توګه تر ډېره په رسمي ډول تر اسلوبو پورې محدود وي. کوم څه چې لږ هم نارسمي احساس شي، له هغو څخه په کلکه ډډه کېږي او که چېرې پهکې شامل هم شي، نو د عامیانه ګړنې (Slang) یا ناقص ګرامر ټاپې په لګولو سره غندل کېږي، ان که د دې نارسمي ژبې کارونه په لوستو کسانو کې هم ډېره وي. موږ خپله هم په ورځني کورني ژوند کې یا ملګرو ته د پیغام لېږلو پر مهال هغه رسمي ژبه نه کاروو، کومه چې د وینا پر مهال یا د دندې ترلاسه کولو په موخه په غوښتلیک کې کاروو. یوه ژبه څو رسمي مدارج لرلی شي.
د ګرامر یوه دنده دا هم ده چې هغه د دې مدارجو توپیر وڅېړي او پر هغو د سم او ناسم ټاپې ونه لګوي. د بېلګې په توګه: موږ ټول د انګلیسي ژبې له دې اصولو څخه خبر یو چې وايي: د ارتباطي ضمیر په توګه باید په جمله کې د «Who» پر ځای «Whom» وکارول شي، لکه په دې جملې کې:
"The Man ______ I saw was tall and dark."
دلته پوښتنه دا نه ده چې د «Whom» کارونه سمه او د «Who» ناسمه ده، بلکې باید داسې وشي چې په ځینو ځانګړو حالتونو کې دواړه سم دي او په پاتې نورو صورتونو کې دواړه ناسم. په اصل کې دلته توپیر دا دی چې د یوه کارونه تر ډېره رسمي او د دویم هغه نارسمي ده. د «Whom» کارونه د ژبې پر رسمي کارونې دلالت کوي او «Who» د هغه پرعکس نارسمي بڼه لري چې دا عامې ګړنۍ ژبې ته نږدې ګڼل کېږي.
په یوې دولتي او رسمي ادارې کې چې څومره د دې کلمې کارونه بېځایه او ناسمه ګڼل کېږي، هومره په بېتکلفه خبرو اترو کې رسمي کلمې کارول نامناسبې دي.(۱۲:۵) د ژبپوهانو یوه دنده دا هم ده چې د خلکو د بېتکلفۍ او خودغرضۍ پر مرکزي سوچهوالي برید وکړي، چې دا ډېر وختونه د ژبې په اړه د پرېکړې نقشې کاږي او له امله یې د خلکو وخت او پیسې دواړه ضایع کېږي.»(۲۵:۵)
بل موږ کله یوه واحده نارسمي یا ولسي ګړنۍ ژبه لرو؛ څوک «ټیکله»، څوک «ماړۍ»، څوک «مړۍ» او څوک هم «نوړۍ» وايي، خو په لیکنۍ ژبه کې «ډوډۍ» لیکو.
زموږ ځينې څانګوال کله ناکله په ژبې او لیکدود کې تر ډېره د ګرامري اصولو او قواعدو پر ځای خپل ذوق پالي چې له بدهمرغه دا چار بېدودي رامنځه کوي، کله ناکله داسې هم کېږي چې که د یوه لیکوال شخصیت مو نه وي خوښ، نو ډېر علمي او منطقي استدلال یې هم نه منو او پرعکس که مو خوښ وي، نو بیا دومره ترې متاثره شو چې غیرعلمي یا بېمنطقه دلیل یې هم په پټو سترګو منو، چې دا علمي چلند نه دی.
د «ژباړه» فاعلي اسم «ژباړن» دی، (د «جګړن» (سمونیار) نظامي رتبه هم له «جګړه» څخه اخیستل شوی)، خو ځینې یې «ژباړونکی» لیکي او جمع او مغیره بڼې یې «ژباړونکي» لیکي. پوښتنه دا ده چې پر کوم اصل او منطق؟
په پښتو ګرامرونو کې لیکل شوي چې کله نرینه نوم پر کانسوننټ یا بېواک غږ پای وي، دا ډله نومونه په «ان» سره جمع کېږي، نو د دې اصل پر بنسټ بیا د «ژباړن» جمع «ژباړنان» سم دي؛ خو که دې کلمې ته ورته د خپلې ژبې ځینو نورو داسې کلمو ته وګورو، چې د هغو مفرد او جمع حالت په استثنايي توګه په ورته بڼو سره لیکل کېږي، لکه «خوږمن، ګیلهمن، زړن، ګړنګن، شکمن...»، ځکه موږ «خوږمن زړونه»، «زړن وګړي»، «شکمن کسان» لیکو او وایو؛ نو پر همدې بنسټ د «ژباړن» کلمه هم یوګړی او هم ډېرګړی فاعلي اسم کېدای شي چې مؤنثه او د مؤنثې مغیره بڼه یې «ژباړنه» او «ژباړنې» راځي او د نرینه او ښځینه دواړو لپاره په جمع اوښتي حالت کې «ژباړنو» راځي. ځینې د نظر خاوندان وايي چې د «ژباړن» کلمه په همدې بڼه د مفردې او جمعې لپاره د تلفظ له مخه لږ توپیر لري او دا توپير په فونټیکي بڼې کې واضح کېږي؛ یعنې یوګړي ته [žbāṛan] او ډېرګړي ته [žbāṛən] ویل کېږي چې یوازې تر «ن» مخکې زور پر زورکي اوړي (البته په دې اړه یوه جلا څېړنه په کار ده).
همدارنګه په پښتو ګرامرونو کې راځي چې ټول هغه نرینه نومونه چې پر نرمه [ی] پای وي، په جمع یا ګرداني حالت کې د نرمې [ی] اواز خپل ځای لنډې یا معروفې [ي] ته پرېږدي، لکه (کلی – کلي) او په ډېرګړي (جمع) اوښتي پېر (مغیره حالت) کې څرګنده [ي] پر اوږد [و] اوړي، لکه (کلي – کلو)؛ خو زموږ اکثر مسلکي لیکوال د «کلو» پر ځای «کليو»، د «سړو» پر ځای «سړيو»، د «چارواکو» پر ځای «چارواکیو» لیکي، چې ځینې لاسوندونه هم ورته لري، خو زما په اند دا یوه بېځایه زیاتونه ده چې د کلمې په شکلي جوړښت کې هم بېخوندي رامنځته کوي. همداسې ټول هغه ښځینه نومونه چې پر زور یا لږ و ډېر زورکي [ه] پای وي، په جمع او اوښتي حالت کې زور یا زورکی [ه] پر اوږدې [ې] بدلېږي، لکه (چرګه – چرګې)؛ خو ولسي خلک د همدې قاعدو پرعکس «سړیان، زمریان، سپیان، چرګان او ...» وايي؛ نو د رسمي او نارسمي ژبې تر منځ دا توپیر باید درک شي او دا خبره کول چې «ولس چې پر کومه ژبه ګړېږي، باید هماغسې ولیکل شي.» خپل مسلک او ځان تر پوښتنې لاندې راوستل دي. په دې کې شک نهشته چې ژبه د ولس له منځه راټوکېدلې، خو ګرامر او چوکاټ یا اصول او قاعدې ورته د ژبې متخصصین جوړوي، په ژبه کې نویزونه، ګرامر لیکل، د ګرامري قاعدو او اصولو وضع کول او د ژبې درملنه د ژبپوهانو صلاحیت او مسؤلیت دی، نه د ولس او دا به ډېره منطقي نه وي چې څنګه یې وایو، باید هماغسې یې ولیکو هم.
په دې مقالې کې مې د نومونو د همدغې پورته یادې ډلې د ګردان يا اوښتي پېر په اړه بحث کړی او د خپلې پوهې په محدودې کې مې څېړلې ده.
اصلي متن
په پښتو ګرامرونو کې د نومونو د جمعې نخښې ښودل شوي، له هغو جملې یو دا چې «هغه نومونه او صفتونه چې پر نرمې [ی] پای وي، په جمع او اوښتي پېر (مغیره حالت) کې د [ی] آواز/توری خپل ځای معروفې «ي» ته پرېږدي، لکه: (سړی – سړي، ښکلی – ښکلي، غړی – غړي، وږی – وږي.) د دې وروستاړي په همچاري «ان» او «ونه» هم لږ و ډېر راځي. لکه: غویان، تیونه، وییونه، خورییونه.(۹۰:۳)
همدارنګه هغه ښځينه نومونه چې پر «زور - /a/» یا لږ و ډېر «زورکي - /ð/» پای ته رسي، په جمع او اوښتې بڼه کې خپل ځای اوږدې «ې» ته پرېږدي، لکه: (مڼه – مڼې، څانګه ـ څانګې، ډیوه – ډیوې، خوله – خولې، چړه - چړې)(۹۱:۳) چې دا ډول قاعدې یا اصول د نړۍ په ټولو ژبو کې شته او دا د یوې ژبې په زدهکړه او لیک کې اساني راولي.
د نورو ژبو په نسبت د پښتو ژبې یوه ځانګړنه دا ده چې په نحوي چاپېریال کې د نوم حالت بدلون مومي، یعنې ځینې نومونه په جمله کې د دندې اجرا څرنګوالي له مخې ګردانېږي، د نوم حالت یا بڼه به جمع وي، خو دنده به یې مفرده وي. البته د دې خبرې یادول اړین دي چې په پښتو کې نوم دوه حالته لري؛ اصلي او ګرداني یا مغیره، چې ګرداني حالت په تېره او ناتېره زمانه کې د مفرد لپاره راځي، خو په حال زمانه کې بیا جمع دی، لکه په دغو جملو کې چې مفردې دي او معناوې یې هم مفردې دي، خو ګردان یې د جمع بڼې لري، لکه «د منګي اوبه ښې لګي»، «له شنې ونې یې لښته راماته کړه»، یعنې په دې جملو کې د «منګي، شنې او ونې» معناوې مفردې دي، خو بڼې یې جمع راغلي. همداسې د دغو دواړو ډلو نومونو د جمعې ګردان یا اوښتی حالت هم په جملو کې بدلون مومي، یعنې د لومړۍ نومډلې د [ي]-/i/ اواز/توری او د دویمې نومډلې د [ې]-/e/ اواز/توری خپل ځای د اوږد [و]-/o/ اواز/توري ته پرېږدي، لکه: سړو، ښکلو، شنو، مڼو، ونو او ...، نه سړیو، ښکلیو، شنیو، مڼیو، ونیو او داسې نور، چې دا ګردانونه بېخوندي او بېدودي رامنځته کوي، نو د بحث اصلي موخه دا ده چې ځینې لیکوال د لومړۍ (نرینه) نومډلې د جمعې اوښتی پېر یا بڼه د «سړو، ښکلو، غړو، ښاغلو، زمرو او...» پر ځای «سړیو، ښکلیو، غړیو، ښاغلیو، زمریو او...» لیکي، یعنې په مغیره جمع حالت کې د جمعې دواړه یا غبرګې نخښې کاروي، چې په لوی لاس هم د کلمو خوږلني پيکه او وینګ (تلفظ) ټکنی کوي او هم بېمورده کلمه اوږدوي. ځينې د دې لهپاره د معنا د التباس دلیل وړاندې کوي چې ګنې «سړو» له «سړې یا یخو»، «پردو» له «پردې»، «تورو» له «شمشېر» سره د معنا ګډوالی لري. ځينې وايي چې له [ي] او [و] دواړو سره ځینې کلمې لکه: ښوونځیو، پوهنځيو، پخوانیو، احمدزیو او نورې کلمې په همدې بڼه هضم شوي دي او ځینې بیا د لهجې خبره کوي، خو د دې ټولو دلایلو پلويان په یوه ثابت دریځ یا قاعده ولاړ نه دي، په ځينو کلمو کې یوازې [و] او په ځینو کې [ي] او [و] دواړه کاروي.
پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار په «پښتو پښویه» کې لیکلي: «ډېرګړي (جمع) نومونه بیا په یو مخیز ډول اوښتی پېر په (و) ښيي، لکه: د ښځو، سړیو، هلکانو، خویندو، برېښناګانو...»(۹۵:۳) استاد زیار په همدې کتاب کې د «توکو، زدهکوونکو او ځینو نورو نومونو» اوښتی حالت هم په «توکیو او زدهکوونکیو» لیکلی، خو په ځینو کلمو کې یې بیا [ي] غورځولې ده. لکه: په «غړو، وروستاړو او...» کې؛ یعنې نه یې په بشپړه توګه دا قاعدې پلي کړې، نه یې رد کړې او نه یې هم په اړه وضاحت ورکړی دی چې کوم حالت یې سم او کوم ناسم دی، نو ځکه اړ شوم او په دې اړه مې ترې شفاهي پوښتنه وکړه. د استاد ځواب دا و چې «ځینې وخت په قاعدو کې استثنا راتللای شي، که کومه کلمه د معنا التباس پېښوي، نو په استثنايي حالت کې دې ولیکل شي.»
د پوهاند زیار نظر علمي او منطقي دی او زما په نظر موږ ټول په همدې نظر یو، خو دلته پوښتنه دا ده چې د «توکو او زدهکوونکو» تلفظ به ښه موسیقیت او روانوالی ولري، که د «توکیو او زدهکوونکیو» تلفظ؟! یا لومړی حالت یې څه ډول معنوي التباس پېښوي؟
په ژبې کې موسیقيت هم اړین دی، موږ چې له خولې کوم الفاظ راوباسو یا یې لیکو، نو د ژبپوهنې د آرونو له مخه لومړۍ هڅه مو دا وي چې د کلمو ترتیب او وینګ مو روان، سلیس او عام فهمه وي، د خولې غږيز غړي مو ورسره په تکلیف او بند نهشي او د مقابل لوري پر غوږونو ښه ولګي. موږ په عامو خبرو کې د همدې موسیقیت او روانوالي په پار په ځینو ترکیبي کلمو کې ترتیب هم ماتوو. لکه وايو «لمونځ اودس»، «مرګ او ژوند» او «تعلیم او تربیه» خو ترتیب داسې دی: «اودس او لمونځ»، «ژوند او مرګ» او «تربیه او تعلیم»؛ خو دا چې موسیقیت یې په بېترتیبۍ کې دی او غوږونه ورسره بلد شوي، نو همداسې بېترتیبه لیکل یې غوره بولو. دلته د ژبې خوږلت او سلیسوالي ته پام شوی او کومه ګرامري تېروتنه یا له کومې ځانګړې قاعدې نه تصرف نه دی شوی. د موسیقیت خبره مې وکړه، یوه لنډۍ یاده شوه:
په ګودر جنګ د جینکو دی
شور د بنګړو دی په منګو ویشتل کوینه
که په دې لنډۍ کې «بنګړیو او منګیو» ولیکل یا وویل شي، نو په لنډۍ کې به څه پاتې شي؟ د ولسي ادب په داسې ګڼو لنډیو، متلونو او نورو فورمونو کې هم همداسې مغیره کلمې راغلي، چې ځانګړې موسیقي یې جوړه کړې، چې نه له ګرامري قاعدې سره ټکر لري او نه یې د معنا التباس پېښ کړی دی، البته دا دومره قوي دلیل ځکه نه دی چې په لنډۍ یا شعر کې یې هغه نورې بڼې هم شته، چې دلته موسیقیت او موزونوالی مهم دی.
ګرامر د ژبې لهپاره قاعدې او اصول وضع کوي، قاعدې او اصول د ژبې لهپاره چوکاټ او فورمول ټاکي چې د ژبې زدهکړه اسانه او تخنیکي کړي. "زموږ عصر او نوې ژبپوهنه د کلمو پر لنډون ټینګار کوي چې یوه ښه او نوې بېلګه یې د «ساینسفېکشن» کلمه ده. «اوس په انګریزي ژبه کې عموماً د «ساینسفېکشن» لپاره د «سای فای» لنډيز کارېږي؛ ځکه چې زموږ عصر د لنډيزونو عصر دی او له «ساینسفېکشن» یې لومړي ټکي رااخیستي دي. اوس عموماً دغه ژانر ته سایفای [Sci-Fi] وايي."( ۳۸۰:۴) همدا څه موده وړاندې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز لهخوا په پښتو کې د ویی رغونې په پار غونډه کې پوهاند زیار هم د کلمو د لنډون په اړه ټينګار وکړ او ویې ویل چې له «ښوونځي» دې یو [و] وغورځول شي او له «پلورنځي» دې [ن]، یعنې (ښونځی او پلورځی) دې شي، خو پرعکس د «زدهکوونکو او سړو» پر ځای بیا د «زدهکوونکیو او سړیو» پلوی دی، چې په دې لیکنه کې دا موضوع تر یوه بریده شنل شوې ده.
د لهجې په اړه بحث ځکه نه دی پکار چې دلته د لهجې بحث ځای نه لري، خو پر دې هم نه پوهېږم چې دا به کومه لهجه وي چې ښکلو ته ښکلیو، توکو ته توکیو او بنګړو ته بنګړیو وايي؟ که احیاناً کومه لهجه هم وي، نو زما موخه ګړنۍ ژبه نه، لیکنۍ هغه ده؛ ځکه ګرامر ژبه معیار او چوکاټ ته برابروي او دا معیار په لیک کې پلي کېږي. که نه موږ هم د ننګرهار په شینواريزه لهجه کې «خدای» ته «خلای» وایو، چې په دې کلمه کې هم د دري او پښتو ژبو د کلمو د تورو د ادلون بدلون قانون له مخه [د] پر [ل] اوښتی دی، لکه: په «ده» (لس)، «دست» (لاس) او نورو کلمو کې، (چې اصلاً د همدې قاعدې له مخه د «خدای» پر ځای «خلای» سم هم دی، ځکه «خدای» دري کلمه ده، د پښتو بڼه یې «خلای» راځي) خو په لیکنۍ ژبه کې هېڅکله «خلای» نه لیکو.
په هر حال، زما په نظر د معنا د التباس دلیل ځکه سم نه برېښي چې د التباس ستونزه یوازې په دې ځای کې نه ده، بلکې په لسګونو او ان سلګونو نورو کلمو، عبارتونو او جملو کې هم شته، پرته له دې چې د جملې له سیاق او سباق څخه د کلمې مطلوبه معنا واخلې، بله هېڅ لار او درک ورته نه لرې، یعنې ګڼشمېر داسې کلمې لرو چې په عین شکل لیکل کېږي، خو معنا یې توپیر کوي چې د جملې له سیاقه یې اصلي او موخنه معنا اخیستلای شو. نه یوازې کلمې بلکې داسې جملې هم لرو چې که چېرې ترې مخکې او وروسته متن یا جملې ونه لولو، نو دا پرېکړه سخته ده چې ووایو دا به دا معنا ولري، بېلګه:
په «رنګه غوږونه» ناول کې د جوجو او تواب تر منځ په مکالمو کې یوه جمله راځي: «... ژړا راغله،...» له دې جملې لومړی ټول دا معنا اخلو، ګنې متکلم ته ژړا ورغلې (د ژړا احساس پرې حاکم دی)، خو داسې نه ده. اوس ورپسې نور متن ولولئ: «... ژړا راغله، تواب غوږ ونیو، یو چا ژړل، تواب هماغه لوري ته ورغی. د ژړا غږ له لویو ډبرو راته...»(۱: ۱۶) پوه شوي به یئ چې متکلم د بل چا ژړا اوري، خپله نه ژاړي.
یا دغه جمله ولولئ: «...څه چې ورسره وو، هغه یې ورکول...» په دې جمله کې «ورکول» دوې معناوې افاده کوي؛ یعنې (یو شی بل چا ته ورکول) او (یو شی له لاسه ورکول (ګم کردن))؛ نو له داسې جملو څخه اصلي معنا هغه وخت اخیستلای شو چې کله له یادې جملې مخکې او ورپسې تړلې جملې ولولو.
د محمد صدیق پسرلي دا دوه بیتونه د موضوع په سپیناوي کې لا ګټور دي:
په یوه شپه غم نه ارزي ګرده ژوندون
د نیمې لارې مل، نامرده ژوندون
تر څو به ځان ورپورې ونښلوو
لمن څنډي اخر له ګرده ژوندون
(۲۸۳:۲)
په لومړۍ مسره کې «ګرده» د (ټول یا تمام) او په څلورمه کې د (ګَرد یا خاورې) په معنا ده چې دې ته تام تجنیس هم وايي، نو دغه کلمه موږ په یوازې بڼه په تشریحي سیند (ډکشنري) کې لیدلای شو، چې مخ ته به یې بېلابېلې معناوې کتار وي، خو په متونو کې یوه کلمه په یوې ټاکلې معنا او مفهوم سره کارېږي چې هرومرو ترې هماغه مطلوبه معنا اخیستل کېږي؛ یعنې موږ هېڅکله د یوه لیکوال په یوه بشپړ معنادار متن کې د یوې کلمې مطلوبه معنا نه ورکوو. داسې به کله نه وي شوي چې موږ دې له سره تر پایه یو متن لولو، په متن کې دې یوې داسې کلمې سره مخامخ شو چې هغه څو معناوې ولري، خو په دې پوه نه شو چې دلته ترې کومه معنا واخلم. مثلاً د «غور» کلمې په لیدو سره به ستاسو ذهن ته کومه معنا او مفهوم راشي؟ لومړی پرې فکر وکړئ او خپل مطلوب مفهوم مشخص کړئ...! هرومرو به مو ذهن ته د غور ولایت یا غَوَر (دقت) یا جاغور مفهوم راغلی وي.
اوس دا جمله ولولئ: «ډېرو کمو خلکو به خپل غور نیکه لیدلی وي.» له دې مخکې مو دغه مفهوم ذهن ته راغلی و؟ ډاډه یم چې نه، خو د جملې په لوستلو سره پوه شوئ او سم مفهوم مو ترې واخیست. هغه دوه یا درې نور مفهومونه مو چې له یوازې کلمې څخه ذهن ته راغلي وو، له هغوی سره مغالطه هم ونهشوه او د معنا التباس هم نه. ان د قرآن کریم د سپېڅلي کتاب په تفسیر کې هم ښاغلي مفسرین تر هغې د یوې کلمې یا آیت شریف په تفسیر کې تادي نه کوي، تر څو یې چې ترې مخکې او وروسته آیاتونه نه وي لوستي او له هغوی سره یې په تړاو ځان نه وي پوه کړی.
نو داسې په هرې ژبې او په ځانګړې توګه په پښتو کې سلګونه کلمې، فعلونه، جملې، د نومونو او فعلونو اوښتې بڼې شته چې معنوي التباس پېښوي، چې تفکیک یا مطلوبه معنا یې یوازې په جمله کې د جملې له سیاق او سباق یا قرینې څخه اخیستلای شو، خو په دې شرط چې د متن په موضوع کې به په ټوله معنا دخیل وئ.
د موضوع د لا ښې سپړنې او پوهېدنې په اړه په بېلابېلو برخو کې یو څو بېلګې راوړو:
۱- لومړی پر داسې یوه مورد خبره کوو چې له همدې نومډلې سره یوشان یا عین قاعده لري. ومو ویل چې هغه ښځينه نومونه چې په «زور یا زورکي» پای وي، د جمع په دویم حالت کې «زور یا زورکی» پر اوږدې [ې] اوړي او د جمع په اوښتي حالت کې اوږده [ې] پر [و] بدلېږي، چې عین قاعده د نرینه نومونو د لومړۍ نومډلې هم ده. هغوی چې د معنا د التباس لهپاره هلته قاعده ماتوي، نو همدا کار بیا په ښځینه نومونو کې ولې نه کوي؟
بېلګې:
۱- د «ګټه – ګټې - ګټو» کلمو څخه په درېواړو حالتونو کې د «ډبرو/تېږو» معنا هم اخیستل کېږي او د «فایدې یا مفاد» هم.
۲- د «تېره» (د پڅ ضد) د جمعې اوښتې بڼې (تېرو) توپير له «تېرو» (تېر وخت) سره څنګه وکړو؟
په تېرو غاښونو یې ګوته وچیچله.
افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د جنګ ډګر دی.
۳- د «ګڼه» کلمې له جمع او مغیره بڼو یا حالتونو (ګڼې – ګڼو) څخه د «شمېرلو» معنا واخلو، که د «جلد» یا د «ډېر» معنا؟ خو په جمله کې دا پوښتنه ځواب ده، لکه:
داسې ګڼې چې نه به وي راغلی...
کابل مجله په کال کې څلور ګڼې چاپېږي.
په ځنګله کې ګڼې ونې ولاړې وي.
۴- د «ناوه» جمع «ناوې» راځي، چې «عروس» معنا هم ورکوي، درېیم حالت یې «ناوو» راځي. همداسې د «وینه» جمع او اوښتی پېر «وینې او وینو» راځي، چې د «لیدلو» فعل هم ترې مرادېږي.
۵- له دې ور هاخوا د «ته» کلمه/مورفیم هم درې مختلفې معناوې لري:
ځینې وخت د (تللو یا وخوت) پرځای په لهجوي انداز کې وایو: «سړی پورته ته» په دې جمله کې د «تګ/تللو» په معنا فعل دی، «زه او ته»، دلته ضمير دی، «کابل ته روان یم» دلته د وييکي (ادات) دنده لري.
۶- داسې کلمې هم لرو چې درېیم حالت یې له دوو زیاتې معناوې لري او داسې نومونه هم لرو چې د کلمې د جمعې اوښتي پېر (درېیم حالت) بڼې یې یو رنګ وي، خو تلفظ یې توپير کوي، لکه:
الف - ښځینه نوم: «توره - تورې – تورو» او نرینه نوم: «توری، توري، تورو»
د پورته د دواړو نومونو درېیم حالت «تورو» د « تُورِې (شمشېر) او تُوري (حرف)» پر اوښتو حالتونو سربېر د تور رنګ (په ګردانېدونکي حالت کې) د صفت معنا هم افاده کوي، لکه (تورو جامو کې له نظره نهشې.)
ب – ښځینه نوم: «ټولګه – ټولګې – ټولګو» او نرینه نوم: «ټولګی – ټولګي – ټولګو/ټولګیو»
لومړۍ کلمه د «مجموعې» او دویمه د «صنف» په معنا ده. تفکیک یې په جمله کې شونی دی. ان د ماسټرۍ د یوه تېزس عنوان مې ولید چې لیکلي یې وو: «د اکرام الله ګران په دوو شعري ټولګیو کې د عدم تشدد او انسان دوستۍ د افکارو څېړنه» یادښت: (د دې تفکیک په اړه دلایل په همدې لیکنه کې لولو.)
۷- په لومړۍ نومډله کې داسې کلمې هم لرو چې په درېواړو حالتونو کې یې بڼې یو رنګ دي، خو تلفظ یې توپیر کوي، لکه:
«پلی – پلي – پلو» چې د «پیاده تګ» په معنا هم دی، مشهور متل دی چې (پلار دې سپرو مړ کړ، که پلو؟) او د «ممپلی - ممپلي» په معنا هم. پر دې سربېره «پلو» نورې معناوې هم افاده کوي. لکه: ۱- د څادر پېڅکه/پېڅه، ۲- لوری/طرف، ۳- څنډه، اړخ، د خېمې پرده.(۱۷۳:۶)، ۴- ورېجې (قابلي پلو).
په دویمې نومډلې کې هم داسې همرنګه کلمې شته، لکه د «زړه» او «زړه» کلمې چې یوه په «زورکي» او بله په «زور» پای ده، خو د دواړو تر منځ په استثنايي توګه توپیر داسې شوی چې «زړه» په «زړونه/زړونو» او «زړه» په «زړې/زړو» سره جمع او ګردانېږي، چې په لومړۍ نومډلې کې د «زړی - زړي» کلمې د جمعې اوښتې بڼه هم «زړو» ده.
د «درو» کلمه چې د «دره - درې» اوښتی پېر هم دی او د «۳» عدد هم.
په جمله کې: (پر شنو درو سر یم.) - (په درو ورځو کې به درشم.)
۸- بله مهمه خبره دا ده، که د [ي] فونیم یا توری لیکل قاعده وبولو، نو بیا هم په ټولو نومونو او ستاینونو کې نه تطبیقږي. «زمری» مفرد مذکر او «زمرۍ» مفرد مؤنث ده. د «زمری» جمع «زمري» دی او «زمرۍ» هم مفرد مؤنث کلمه ده او هم جمع مؤنث. هغه نومونه چې پر [ۍ] فونیم یا توري پای ته رسېدلي وي، په جمع اوښتي حالت کې د [ۍ] اواز/توری پر [ي] اواز/توري اوړي او په پای کې ورسره د [و] اواز/توری ورزیاتېږي، یعنې «زمریو» راځي؛ نو که د «زمري» اوښتې بڼه هم «زمریو» ولیکو، نو بیا یې د جنس له پلوه له «زمریو» سره څنګه توپير کړو؟ یعنې «زمرو» د مذکر جمع او «زمریو» د مؤنث جمع ده. د «سپي» او «سپۍ» په کلمو کې هم همدا معنوي (جنس) خبره ده. همداسې د «ګلالۍ - ننګیالۍ» صفت ښځې ته او «ګلالی - ننګیالی» نرینه ته کارېږي، چې د لومړي هغو اوښتې بڼې «ګلالیو - ننګیالیو» او دویم هغو «ګلالو - ننګیالو» راځي.
د «کمزوری – کمزوري» نرینه مذکر صفت د جمعې اوښتې بڼه «کمزورو» ده، «کمزوریو» د «کمزورۍ» اوښتی حالت دی چې «کمزورتیا یا خامۍ» په معنا دی. دغسې د «سرزورو» او «سرزرویو» تر منځ هم معانیز توپير شته او داسې نور.
۹- د «کوونکی/ ونکی» فاعلي وروستاړي چې جمع یې «کوونکي/ونکي» او د جمع اوښتې بڼه یې «کوونکو/ونکو» لیکل او ویل کېږي، خو له بدهمرغه ځینې خلک «زدهکوونکو، ښوونکو او څېړونکو» هم پر «زدهکوونکیو، ښوونکیو او څېړونکیو» لیکي او همداسې په نورو کلمو کې هم «کوونکو/ونکو» پر «کوونکیو/ونکیو» لیکي، چې نه یې په ویلو کې داسې تلفظ کوو، نه پر غوږونو ښه لګي او بېمورده اوږدېږي هم.
په دې نومډلې کې ځينې ټبرنومونه هم شته، لکه شینواری، خوږګیاڼی، احمدزی، یوسفزی، دولتزی، بېټنی او نور، چې موږ هېڅ کله شینواریو، خوږګیاڼيو، دولتزیو، بېټنیو نه وایو او نه یې لیکو. د کوزې پښتونخوا لیکوال خپل ټبر نومونه د همدې قاعدې مطابق «یوسفزو، اتمانزو، اورکزو او...» لیکي.
دلته یوه جمله په دواړو حالتونو کې لیکم، تاسو یې ولولئ چې کومه یې د منطق او روانوالي له پلوه ښه ده:
۱- «حکومتي لوړ پوړو چارواکو د شینوارو له سېلاب ځپولو سره د بېړنیو توکو مرسته وکړه.»
۲- «حکومتي لوړ پوړیو چارواکیو د شینواریو له سېلاب ځپولو سره د بېړنیو توکیو مرسته وکړه.»
۱۰- د «نی» زماني وروستاړی هم همداسې درواخلئ. لکه «پرونی، نننی، پخوانی، وختنی، شپېنی، میاشتنی، کلنی» که «پرونو، نننو، پخوانو، وختنو، شپېنو، میاشتنو، کلنو» ولیکل شي، څه ستونزه به وي؟
۱۱- «ځای» د مکان وروستاړی دی، لنډيز یې «ځی» دی، لکه د «ښوونځی، پوهنځی، پلورنځی، تمځی، کتنځی او ...» کلمې. د «ځای» جمع «ځایونه» دی، خو په ځينو ترکیبي کلمو کې په «ځي» او په ځينو کې په «ځایونه» سره جمع شوي، لکه «ښوونځي، پوهنځي...» او «تمځایونه او کتنځایونه»، خو په اوښتي پېر کې بیا «تمځي او کتنځي» دي، لکه (د موټرو تمځي سره ولاړ یم.) همداسې د جمعې اوښتې پېر بڼې یې هم توپیر کوي: «ښوونځیو، پوهنځیو او تمځایونه، کتنځایونه»، نو که دا «ښوونځو او پوهنځو» ولیکل شي، کومه ستونزه رامنځته کوي؟
۱۲- په هغو فعلونو کې هم دا قاعده د پلي کېدو وړ ده چې په [ی] پای وي او په جمعې او ګرداني حالت کې پر [ي] او [و] اوړي، لکه «وژلی – وژلي – وژلو یا کړی - کړي – کړو». (زما په وژلو به څه جنت ته لاړ شې.)
د ادبیاتو یوه پي ایچ ډي ډاکټر متن مې لوسته چې د دې ډلې فعلونو په اوښتي پېر کې یې هم [ی] لیکلې وه؛ یعنې «ژباړلو آثارو...» یې «ژباړلیو آثارو...» لیکلي وو. یو بل ځای یو چا د «وړی» فعل اوښتې بڼه په «وړیو» لیکلې وه. ما څو ځلې دغه کلمه د «وړۍ» اوښتې بڼې په معنا تلفظ کړه، خو تر څه ځنډ وروسته د جملې له جوړښت او مفهوم څخه پوه شوم چې دا فعل دی.
یعنې داسې کلمې هم لرو لکه د «وړی» فعل چې په دواړو حالتونو کې التباس پېښوي. که یې «وړیو» لیکې، له «وړۍ» سره یې معنا ګډېږي، که یې «وړو» لیکې، نو د «وړه» (کوچنۍ» کلمې له درېیم حالت سره التباس پېښوي (د وړو – وړو خدایانو دې بنده کړم)؛ نو ځکه وایم چې د داسې کلمو د معنا تفکیک یوازې او یوازې له جملې څخه کولای شو.
داسې ډېرې فعلي کلمې لرو، لکه (شړلو، تړلو، وهلو، تښتولو، شوو او ...). د «نویو» [نوو] کلمه به مو د هر کتاب د دویم چاپ پر پښتۍ لوستې وي چې «له نویو زیاتونو سره»، چې زما په نظر په دې عبارت کې د «نویو» صفت لیکل بېځایه دی؛ ځکه خپله د «زیاتونو» کلمه دا مفهوم ورکوي، چې د کتاب د دویم چاپ په متن کې زیاتونې یا نوې خبرې شوې دي، نو د «نویو» [نوو] اضافي صفت ته څه اړتیا ده؟
داسې ګڼشمېر نرینه او ښځینه نومونه، ستاینومونه او فعلونه لرو، چې ما په سیند کې کوزه یاده کړه، خو که داسې سوي پسې راڼه کړو، نو بیا به درباندې وغمېږم. د لنډون په پار به د ځينو ګوتو په شمار کلمو یوازې لومړی او درېیم حالت درسره شریکوم:
نرینه نومونه: پردی - پردو، زلمی - زلمو، غړی - غړو، غمی – غمو، کاڼی – کاڼو، پړی – پړو، څاروی – څاروو (د «ناوه» ښځينه نوم درېیم حالت هم پر دوو «وو» یعنې «ناوو» لیکل کېږي).
فعلونه: کړی – کړو، ژړلی – ژړلو، تښتېدلی – تښتېدلو، شرمېدلی – شرمېدلو او داسې نور.
له دې وضاحت څخه مې موخه دا ده چې موږ ولې داسې یوه ټولیزه قاعده ماتوو چې چندان منلی او قانع کوونکی دلیل ورته نه لرو؟ که د معنا التباس لوی دلیل بولو، نو دا ستونزه خو یوازې په نرینه نومډلې کې نه ده، بلکې په ښځینه نومډلې کې هم شته چې پورته یې څو بېلګې وړاندې شوې. که په ورته قاعده کې چې یو ځای د استثنا یا قاعدې ماتونې لهپاره د التباس پر دلیل ټینګ درېږو، نو په بل ځای کې ترې ولې په شا کېږو؟ یا داسې دلایل او حللارې په سلګونو نورو کلمو ته ولې نه پیدا کوو؟ یعنې «تلل» (د تګ په معنا) او «تَلل» (د وزن په معنا) او «ګَرم» (د تودوخې په معنا) او «ګرم» (د پړ یا ملامت په معنا) سره څنګه بېلوئ یا یې تفکیک کوئ؟ زما په اند دا دومره جدي او ستونزمنه خبره نه ده چې روغه جوړه قاعده ورته ماته کړو، د کلمې موسیقیت او خوږلت پرې له منځه یوسو، بېځایه یې اوږده کړو او د پښتو ژبې غیر پښتنو او بهرنیو زدهکوونکو ته په لوی لاس سرخوږی جوړ کړو، چې له یوه ثابت فورمول څخه یې میخانیکي یا اماتوري زدهکړې ته اړ کړو. دا ډول مشابه، همشکله او ان همتلفظه کلمې او جملې په هرې ژبې کې پرېمانه دي چې تفکیک یې د متن له سیاق او سباق یا قرینې څخه کېږي. هو! که چېرې سل سلنه له داسې حالت سره مخامخ شوئ چې هلته له جملې یا د جملې له سیاق او سباق څخه هم د یوې کلمې مطلوبه معنا نه اخیستل کېده، نو بیا د اړتیا پر مهال که استثنایي چلند وکړو، ډېر باک نه کوي، خو چې هېڅ ستونزه نه پېښوي، ولې داسې غیراصولي او د قاعدې خلاف چلند وکړو. په پای کې یو - دوې جملې لیکم چې په یوې کې د «بل» او په دویمې کې د «مستې» کلمه درې ځایه په درو مختلفو معناوو راغلي، تاسو یې ولولئ چې په معنا کې یې تېروځئ او که له هرې یوې مطلوبه معنا اخلئ:
«د کور ټول ګروپونه بل دي، چې بل ځل به څومره بل راځي.»
یا په دې لاندې جمله کې د «مستې» کلمه درې ځلې مسلسل تکرار راغلې، خو له هرې یوې یې خپله معنا اخیستل کېدای شي:
«مستې مستې مستې راوړې، زه یې مست کړم.»
دا دواړه یوازې یوه یا دوې جلا – جلا جملې دي چې تاسې ورسره په لوستلو کې له هېڅ ډول معنوي ګډوډۍ سره مخامخ نه شوئ، نو تاسې چې یو بشپړ متن لولئ، هلته خو به بالکل درته هره کلمه او جمله روښانه وي، نو ښه به وي چې موږ په دې دواړو نومډلو کې همدا قاعده مراعت کړو. له دې سره به مو څو ګټې کړې وي:
کلمه به مو لنډه، روانه او ښه تلفظ کړې وي، د یوه فورمول مطابق به مو عمل کړی وي، متن ته به مو لیکنۍ او غږیزه ښکلا وربخښلې وي، لوستونکی به د متن له لوستلو سره راحت او ارام وي، په اوږدو – اوږدو متونو کې به مو د تورو له اسراف څخه ډډه کړې وي او د پښتو ژبې له یوه بهرني زدهکوونکي/زدهکوونکې سره به مو د ژبې په اسانه او تخنیکي زدهکړه کې مرسته کړې وي.
یادښت: په دې برخه کې زما نظر تحمیلي نه دی، دا ژبپوهنیزه موضوع مې د بحث کولو او ستاسو د رغنده نظرونو اخیستلو په پار راسپړلې ده، هیله ده علمي نقد او نظر پرې ورکړئ، نه ذوقي.
پای
مأخذونه:
۱- احمدي، نصیر احمد. رنګه غوږونه، مومند خپرندویه ټولنه: جلال آباد، ۱۳۹۹ل.کال.
۲- پسرلی، محمد صدیق. غزلبڼ، دویم چاپ. د چاپ زیار: کفیل قربان، تکتو کتاب کور: کوټه، ۱۴۰۱ل.کال.
۳- زیار، ډاکټر مجاور احمد. پښتو پښویه، دانش خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۸۴ل.کال.
۴- غضنفر، اسدالله او منلی، نجیب. د ادبیاتو دنیا، «---»: کابل، ۱۳۹۹ل.کال.
۵- کرسټل، ډېوېډ. ژبپوهنه څه ده؟ د جاوید آفتاب پښتو ژباړه، ناچاپ اثر، ۱۳۰۴ل.کال.
۶- مشواڼی زاهد، عبدالقیوم. زاهد پښتو – پښتو سیند، دانش خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۸۵ل.کال.
published : 05 March 2026