(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
پيکه پيکه د لېونتوب ياري ده
ستا محبت خو تش د خوب ياري ده
هيڅ دې د ژوند غېږې ته ونۀ بخښل
ياري دې څومره د شومتوب ياري ده
زما وجود باندې د ګل ګلزار وۀ
څومره ښائسته د مسکين توب ياري ده
پۀ ياد به ئې ولې زه مشعوله نه يم
زما خو سمه د نرتوب ياري ده
د ګل د تاندو تاندو شونډو سره
زما د مړاوي پېغلتوب ياري ده
٢
مينې ته ښېرازه يو په سل مې کړه
شعر مې کا ، ټپه مې کا غزل مې کړه
اوس مې د وجود کائنات دا غواړي
باغ مې کړه ، د شنو ونو ځنګل مې کړه
ځانله چې مې لږ په کتو ووينې
مخ راله رادېخوا کړی چې ښکل مې کړه
خپل وجود کې داسې مې را اونغاړه
زړۀ مې کا ، ځيګر مې کا ، ګوګل مې کړه
ما چې د خپل نوم په شان ثابته کړی
ګل مې کړه ، رښتيا حسينه ګل مې کړه
Ghazal
Hasin Gul Tanha
بېرته شاته |