پلار ته لیک
[13.Mar.2025 - 08:18]
پلار ته لیک
لیک: رفیع الله احمدي
دغه اثر د مضطرب او سوریالیست لیکوال فرانز کافکا دی، د کافکا په اړه ویل کېږي چې په خپل ژوند یې خپل اثار چا نه لوستل، خو تر مرګ وروسته یې چې کله ملګري ماکس بروډ لیکنې خپرولې، د نورو لیکوالانو پام ورواوښت او د خلکو په خوله یې نوم جاري شو.
تنکی کافکا له ژوند ستړی، وېرېدلی او ذهنې فشار د نري رنځ تر ناروغې ورساوه، او همدغې ناروغې نور قلم خوځولو ته نه پرېښود.
کافکا په پلار ته لیک اثر کې پلار ته د هغه د دیکتاتورېزم او جبر په اړه ژغېږي.
کوچنی کافکا د پلار ترېخ چلند، د مور نه پاملرنه دومره بې پروا کوې چې نور ژوند ورته هېڅ مانا نلري، ان له خپلې وژونکې ناروغۍ هم خوشحاله وي، ملګري ته په یو لیک کې وایي چې "ناروغي هوسا کړی یم ".
د ماشوم سره کورنی د چلند هغه په فطرت کې کرل کېږي، ورو ورو هاغه عادتونه پکې پخېږي، او کټ مټ د شوي چلند مطابق ځوان ترې جوړېږي، ځکه ماشوم ته کورنۍ لمړی پوهنتون دی، یوه الګو ده، هرڅه چې وینې په هغه پوخ باور لرې او د هماغه کړنو کوشش کوي.
په ماشومتوب کې چې هرچا راته غوسه کړې، یا یې لاس راباندي پورته کړی، تراوسه مې یاد دې، او هغه کسان مې بد ایسې، یوه ورځ د یو شناخته خېلو کور ته ورغلو، د کور مخته یې د انګورو باغ و، زه د انګور یوه تاک ته کېناستم، لا مې یو دانه خوړلی نه و، چې د باغ مالک له خولې لاس واخیست، ښه یې سپک کړم، تر اوسه مې له هغه ورټ کېږي، زړه مې ورته ډک دی، که د بدل وس مې درلود، حتمن مې غچ ترې اخیست.
غوسه استعدا وژنې، نه پوهېږم، موږ به څومره استعدادونه وژلي وي.
یوه ویډیو کې مې لیدل،یو اروپايي پنځلس کلن هلک په هوټل د مړۍ په مېز د اوبو ګلاس ناپامه ښکته خطا کړې، هغه مات شې. هلک وارخطا مور او پلار ته وګورې، د توند او سپک چلند په تمه وي، خو پلار یې ورته وخاندي، هیڅ نه ورته ووایي، هلک هم نرمه موسکا وکړي، او د ډوډۍ خوړلو ته دوام ورکړي، کله چې کورته راشې، هلته بیا یو وړوکی ماشوم پیاله ماته کړې،او وارخطا خپل مشر ورور ته وګورې، هماغه پنځلس هلک ورته وخاندې، هیڅ نه ووایي. همدا سلسله روانه وې، موسکا او نرمې یې عادت وګرځې.
په یوه بله ویډیو کې بیا سرچپه کیسه وې، هلک خطا وکړې، پلار څپیړه ورکړې، هماغه هلک په وړه خطا کوچنی ورور ووهې او په پای کې یې وهل او ډبول د ژوند یوه برخه وګرځې، همدا لامل دی چې په ځینو کورنیو کې هلکان تیښتې، ځان وژنې او نورو بدو کارونو ته لاس اچوې.
د کافکا دغه اثر د هم د پلار څخه ډېره ستره ګېله ده، د استاد غضنفر صیب خبره "کور د نړۍ یوازینی ځای دی، چې سړی د سکون احساس پکې کوې " خو ستونزه داده چې ځینې کورنۍ متقابل احترام او اړیکو ته پام نکوي.
کافکا دلته پلار نه ملامتوي، دی وایي چې شاید ستا عادت وې، غوسه، قهر او وهل، ځکه تا همداسې کول، خو تا باید زما د هغو شپو ژړا چې ما به اوبه غوښتې، دومره بې ارزشته نه ګڼله، ماته دې د هېڅ په سترګه کتل، زما ژړا ریشتیا هم پاعذابونکې وه خو تر دې ناوړه کار بیا دا و، چې تا زه د شپې تیاره کې دباندی ودرولی وم، تر اوسه پورې مې هماغه وېره خوري، وجود مې پړک اخلي، او ستا په وړاندې یوه خبره هم نشم کولی.
کورنی تاوتریخوالی او د ځینو پلرونو منتقید چلند د ماشومانو راتلونکی په لوی لاس تباه کوې، هغه کسان چې په تشدد کې رالوی شوي د هغو کسانو سره ډېر توپیر لري، کوم چې په عدم تشدد او عدل کې ستر شوې دې.
یو ملګری پېژنم، اینجنیر دی، یوازی ځان سره لکه برق دومره چټک او ښه درس لولي، خو د ټولګۍ مخته یې پړک ونیسې، هرڅه ترې هېر شي، ته به وایې ګونګی دی، خو دباندې بیا هماغه موضوع ټکې په ټکې درته تشرېح کوي، مګر د صنف مخته وارخطا کېږي، دی وایي چې زما د پړک، وېري او اضطراب لامل مې د پلار ستوخ چلند دی، له ډېرو وهلو او ډبولو مې اوس په زړه ډار حاکم دی، هېڅ نشم کولی.
کرکه نور هم وحشت زېږوي، په تشدد سره هیڅ وخت اصلاح نشې راتلی، د وهلو او ډبولو فرهنګې خلک هیڅکله د سولي لمن نه نیسې، او نه د عدم تشدد لور ته تمایل کوي.
فرانز کافکا دلته د خپل پلاره ډېري ګېلي او فریاد کړی، دی پلار ته لیکې چې زه اوس هم تاسره مخامخ خبرې نشم کولی، ځکه په دغه لیک کې د زړه ټول هغه دردونه درته لیکم چې تاته یې مخامخ په ویلو کې ګونګی شم، غوسه د ماشوم استعداد وژنې، د دې کتاب په ویلو سره به حتمن تاسو د کورني ژوند چال او چلند ته متوجه شئ، ډېره اړینه موضوع یې په ډېر هنري ژبه بیان کړې ده .
زموږ ټولنه اوس لاهم په پراخه پېمانه د ماشوم اصلاح په وهلو او تشدد کې وینې، زه ډېري کورنۍ پېژنم چې هلکان تر دې حده ووهي آن عیبې یې کړي، خو همدغه هلکان چې موقع پیداکړي خپله غوسه په بل چا همداسې سړه کړي.
دا وړوکی کتاب تاسو ته د ماشوم په روزنه کې لاس درکوي او لاري چاري درښایي، لوستل به یې درته خورا اغېزناک وي.
رفيع الله احمدي
Publshed: 13.03.2025