نازو انا
[13.Mar.2025 - 08:48]بي بي نازو آنا د افغانانو معنوي آنا
لیک: هیله واک
بي بي نازو انا د ملي قائد حاجي ميرويس خان نیکه رحمه الله مور وه، چې په 1650 زیږدیز کال کې د زابل ولایت د تازي رباط سیمې ته څېرمه زیږیدلې وه. پلار یې سلطان ملخی توخی نومیدی چې نه یواځې د توخو د ټبر مشر وو، بلکې له غزني څخه تر جلدك پورې د ټولو غرغښتیو پښتنو د ټبرونو مشر هم و. بي بي نازو انا نه یواځې دا چې یوه ادیبه او شاعره مېرمن وه، بلکې ددې تر څنګ د افغان ملي قائد حاجي میرویس خان نيكه رحمه الله په څېر د یو ستر ننګیال توریال او نومیال آتل شخصیت روزونکې او مور هم وه او د پښتو ادب سره يې ډېره ژوره مينه او لیوالتیا درلودله. د بي بي نازو انا پلار سلطان ملخي توخي وروسته بیا د مغولو سره په یوې جګړې کښې شهید شو.
د بي بي نازو انا په روزنه کښې ددې پلار ددې د کورنۍ ترڅنګ ډیره ونډه درلودله. نازو انا دهغه مهال د فاضلو مېرمنو او ځینې سپین ږیرو عالمانو څخه دیني او هم د پښتو ژبې او شاعرۍ زدکړي کړي وې. نوموړې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو ترڅنګ د عربي او پارسي ژبو سره هم آشنایی درلودله او په دغو دواړو ژبو کښې یې هم ډیر کتابونه لوستلي ول.
د محمد هوتک په کتاب [پټه خزانه] کښې د بي بي نازو انا په اړوند داسې راغلي دي: د نازو انا له خولې څخه روايت دی چې په کومه شپه چې ميرويس نيکه پېدا کېده نو نازو انا بېټ نيکه په خوب کښې وليده چې نازو انا ته يې ویل چې د خپل نوي ماشوم پالنه او روزنه په ښه توګه وکړه، دا ځکه چې کله هغه ستر شي نو هېواد به د هغه په لاسونو د برکت خاوند شي. نازو انا به هر مهال د خپل خوب کيسه خپل زوی ميرويس نيکه ته کوله او نصيحت به يې ورته کاوه چې خپل اعمال د پوره ديانت او ايماندارۍ سره ترسره کړي. او په همدې توګه ځوان ميرويس خان د خپلې مړينې تر مهاله د مور په نصيحت او مشوره کار کاوه او د افغانستان يو تکړه لارښود او ملي مشر شو.
مور ېې [ بي بي نازو انا] حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په ديانت او عبادت سره لوی کړ او د دين ټول فرائض ېې تر اووه کالنۍ پورې وروښودل. تر هغه وروسته حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د خپلې مور نازو انا نصیحت له یاده ونه یوست او په 1119 هجري سپوږمیز کال کښې ېې خپل افغانان د صفويانو او ګورګین له ظلمه وژغورل او په کندهار کښې ېې د خپلواکې ملي واکمنۍ بنسټ کښېښود. تر هغه وروسته لوی څښتن ﷻ ته په سجده شو او وې وېل: خدايه دا هغه کار وو چې ماته مور راسپارلی او وصيت ېې کړی وو، دا خو ستا د بندګانو چوپړ وو چې ما ترسره کړ.
لنډه دا چې بي بي نازو انا له وړکتوبه یوه داسې مېرمن وه چې وګړي یې مېړانې، زړورتيا او سخاوت ته حيران ول، برسېره پر زړورتيا او سخاوت یوه فاضله او عابده مېرمن وه. نوموړې د دیوان څښتنه وه چې دوه زره بيتونه پکښې راغونډ ول. په پښتو اشعارو کښې یې ډیر مناجات هم شته او همداراز څلوریزې هم شته چې یوه یې دلته لولو:
سحرګاه وه د نرګس لیمه لانده
څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅېده
ما ویل څه دي ښکلی ګله ولې ژاړې؟
ده ویل ژوند مې دی یوه خوله خندېده.
بي بي نازو آنا د ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله واک ته د رسېدو مهال ته نژدې وفات شوې ده خو د مړېنې د کال کره نېټه یې څرګنده نه ده.
د افغانانو د معنوي آنا، بي بي نازو آنا اروا دي ښاد وي او یادونه دې تلپاتي وي، آمین
(هیله واک)
Published : 03 March 2025