(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه او د پښتو

[13.Mar.2025 - 09:01]

پښتانه اود پښتو ژبې ريښه او ادبیات

لیک: استاد شهسوار سنګروال

وروستیو څېړنو ښودلې ده، چې پښتو له اصله یوه اریایي ژبه ده، او اوږد تاریخ لري. نو ځکه خو هانري راورټي هم په دي اړه داسې کښلي دي: «چې پښتو یوه لرغونې ژبه ده او له هرې بلې ژبې نه توپير لري.» 

همدا ډول یو بل څېړونکي هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې «پښتو یوه اریایي ژبه او بی له شکه د هندو جرمانیک ژبو د ستري ډلې یوه څانګه ده.»  ډورن بیا نه یوازې پښتو یوه سوچه اریایي ژبه بللی ده، بلکې په دې یې ټینګار کړیدی چې «پښتو د هندو فارسي ژبو په یوه لویه کورنۍ کې شامله ژبه ده.» 

له دغو ځېړنو پرته یو شمېر نورو څېړونکو پښتو ژبه، کله هندې ډلګۍ پورې او کله هم یو شمېر نورو ایراني ډلې پورې تړلې ده.

جمیز ډارمسټرهم په لومړي سرکې «هند ته د فلالوجیکو مطالعاتو د سفر رپوټ په نومې «اثر کې، چې په ۱۸۸۷ کال خپور شویدی، څرګنده کړېده، چې پښتو هندي ډلګۍ پورې اړه لري.»  یوه بل ژبپوه او څېړونکي « شیلې » بیا پښتو په پرتلیزې فلالوژي نومې اثر کې پښتو د ایراني ژبو په کتار کې درولې ده. (وګورئ ۲۹۹ مخ)

یوه ډله څېړونکي بیا په یوه خوله دا خبره کوي، چې پښتو یوه ستره اریایي ژبه ده، چې له ختیځې څانګې سره تړاو لري. جورج مارګنسټرن په دې اند دی، چې پښتو په ختیځه اریایي ژبو کې د ساکانو لرغونې ژبې ته نږدې ده ...

وروستیو څېړونکو په وروستیو څرګندونو کې د ټولو هغو ژبپوهانو او څېړونکو، لکه راورټی، ویلیم جونز، کلاپروت، الفستن، جان ملکم، ډورن، پاټ، رابرت لیچ، اودولف، ترومپ، ډارمستر، ماکس مولراو د لسګونو نورو څېړونکو راز راز څرګندونو ته د پاي ټکی کېښود.

ګڼو ژبپوهانو، لرغون پېژندونکواو تاریخپوهانو، لکه څرنګه چې پښتو ژبه یوه لرغونې اریایي ژبه وګڼله، دارنګه یې پښتانه هم یو اریایي ټبر وګاڼه،چې څونمونې دادي :

۱ـ یوناني تاریخپوه هیرودوت (۴۸۶-۴۲۶ م ز) پښتانه پخپل تاریخ کې د پختویس (پکتویس) په بڼه کښلي دي، د ده په څرګندونو کې هغو دوه تنو ته په اشاره چې داریوش ورته دنده سپارلی وه، اباسین چېرته په سمندر ګډیږي؟ دوی خپل سفر د «کسپتیروس» له ښاره او د پکتیکا له هېواده پيل کړ.

۲- هانري بیلو، هنري لوونتال، جورج ګریرسن، سراولف کارو او ګڼشمیرو نورو د هېرودت پکتیکا او پختیوس کلیمې له اوسنۍ پښتونخوا سره ورته بللې دي... ولې ګریرسن د پښتون اوسنی کلمه داریایانو په لرغونو سرودونو کې د پکتاس (پختاس ) له کلمې سره یو شی ګڼلي.

۳- د هیرودوت پکتویس نظریه بیا مارګنسترن ته د منلو وړ نه ښکاري، ولې د هیرودوت «اپاروتي» له اوسنيي «اپریدي» سره یو شی او ورته بولي.

د مارګنسترن څرګندونې هم د کاڼي کرښي ندی، مثال په اسلامي دایرة المعارف کې (لومړی ټوک ۲۱۷ مخ) را غلی دي ، غزنوي سلطان محمود په پښتنو یرغل وکړ او سزایې ورکړه...دده په اند چې ګنې دا خبره بیهقي کړیده اوحال دا چې بیهقي په دې اړه هیڅ یادونه نده کړي. یا مارګنسترن دا خبره چې د ابدالیانو نسب مجهول دی... دغه تېروتنې نورو هم غبرګې کړېدي .

۴- احمد علی کهزاد د افغانستان په تاریخ کې د پښتنو اصلي ټاټوبی د ویدي سرودونو له مخې او د هغه وخت د سندرو پر بنسټ «بخدي» (اوسنی بلخ) ګڼي

هیرودت په دې ټینګار کوي، چې د ننګه هارا پکتیان د بخدي له خلکو سره په یو شمېر ټولنیزو مناسباتو کې ډېر نږدې وو

۵- د سکندر په وخت کې د کونړ، باجوړ، جترال او سوات پښتانه د اسواکا، اسواغانه په نوم یادیدل، چې سنسګرت ورته دغه نوم کارولی دی . هغه پښتانه چې په کونړ کې د سکندر پر وړاندې جنګېدلی وو «اسپه سي» وه، چې وروستیو څېړونکو یوسفزي ګڼلی دي.

۶- که چېرې د لرغونو متونو له مخې وښېيو چې پښتانه په لومړی سر بخدي کې اوسیدل، خو همدارنګه معاصرو څېړونکو هم د دې خبرو پخلی کړیدی چې پښتانه په بیلابیلو پړاوونو کې په مروې، غور، غزني، هرات، کندهار، هلمند، زابل، کابل، پکتیا، ننګرهار، سند او د ګندهارا بیلابیلو سیمو کې ودان وو

ګڼ څېړونکی انګېري لکه حدود العالم من المشرق الی المغرب، عتبی، ابن اثیر، ابن بطوطه، ګردیزی عبد الحی بن ضحاک، ډورن، بیهقی، فرشته، میر خواند، البیرونی، طبقات ناصري راورټی، هیروي، بیلو هنري، سراولف کارو، جورج کننګم، ګریرسن، هون څانګ، سنهیتااو په لسګونو لرغون پوهان، ژبپوهان او څېړونکي په دې اند دي، چې پښتانه د تاریخ په اوږدو کې له امونه تر اټکه، له هرات تر کشمیره، له کرمانه تر ملتانه او له چترال نه د عربو تر سمندرګي پورې ودان، اباد او استوګن ول.

یو شمېر لیکوالو او شاعرانو هم دېته ورته اشاري کړیدي او تر ډېره بریده دامني، چې په افغانستان کې مېشت اریایي قومونه له سیحون (سر دریا)، جیحون (امو سین) نه نیولې تر اندوس (اباسین) پورې یانې په ټوله کې هندو اریايي توکمه وګړي اوسېږي.

په یوه حساب ان اټک (اباسین) نه پنځه میله اخواته هم افغانان ابادوو:

 

۱ـ موکب منصور او هنوز به موهند

                                برتن افغان تنیده است فغان را

                                        «ویهند»

۲- نه ګفتم چیز جز یا رب نه جستم چیز جز رستن

                                         نه راندم اسب جز پویه ندیدم خلق جز افغان

«مسعود سعد سلمان»

۳- د «پختیان» کلمه پخوانیو فارسي شاعرانو د «پختون» او د تازیک کلمه یې د تاجیک مترادفه ګڼلې، فرخي وایی:

تازیان اندر حصاري قافله در قافله

                      بختیان اندر صحاري کاروان در کاروان

یا دا چې:

بختیان نفس من که جرس دار شوند

                      ازدهان جرس افغان خراسان یابم

                             «خاقانی»

ابو الفرج روني په دې اند دی چې زر (۱۰۰۰) کاله وړاندې «ویهند» د افغانانو مرکز وو، دی په یوه شعر کې کاږي:

 

     موکب منصور او هنوز به موهند

     بر تن افغان همی تنیده است فغان را

           (ویهند)

په یوه بل بیت کې «افغان» یې خپل هېواد ګڼلی دی، په دې شعر کې ګورو چې د اسلام د خپرولو یوه بېلګه په ګوته کوي:

                           شکسته ګشت به تیغ تو لشکر کفار

                           خراب شد به سپاه تو کشور افغان

پوهاند جاوید پخپل کتاب «اوستا» کې د «افغان» د کلمې په اړه کښلي دی:

«زمانشاه در مکتوبی که عنوانی «رشید» پادشا نوشته و متن آن در مجله اریانا شماره حمل ۱۳۴۳ منتشر شده در دو جای از قلمرو دراني بنام مملکت» افغانیه و ولایت افغانیه یاد میکند... » 

د «شاهنامې» په ملحقاتو کې «مرز افغان» د افغان د هېواد په مانا دی:

                                  همه مرز افغان به هم بر زنم

                                   بدین دژ زکین اتش اندر زنم  

په تاریخ نامه هرات کې سیف بن محمد یعقوب هروي په ۷ مې هجري پېړۍ کې ۳۵ واره د افغانستان کلمه او دوه وارې د «اوغانستان» کلمه لیکلی ده... په تزک کې هم افغانستان یادونه شوېده...

جهانګیر په جهانګیر نامه کې هم د افغان یادونه کړېده، چې د خواجه ابو حسن له خوا لیکل شوېده .

د احمد شاه دراني معاصر «مولف ماثرا الامرا... افغانستان مباهي ګشته از حسن ابدال رخصت تعلقه یافت».

په شمس النهار کې هم «ملک افغانستان... او په ۱۱ مه ګڼه کې «ترقي مدارج در افغانستان» هم تر دغه سرلیک لاندې یو مضمون یا مقاله هم کښل شوېده

زمانشاه هم هغه لیک چې عثماني صدر اعظم ته په ۱۲۳۴ق کال مدینی منوری ته کښلی وه د «افغاني مملکت» یادونه شوې وه .

په اکسیر التواریخ کې هم د افغان دکلیمې یادونه ، داسې شوې ده چې په دغه شعر کې ګورو:

             پر داخت بیکباره همه لشکر خوارزم

             در زیر سم باره همه کشور افغان

په لسګونو پارسي شعرونو او ادبیاتو کې د افغان هېواد یادونه شوېده او دغه هېواد یې د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې دومره موهم پخپلو شعرونو کې انځور کړیدی، چې ان د اسیا په وچه کې ځانګړی ارزښت لري او د «اریان» زړه یې بولي:  afghanstan the heart of ariyan اقبال وایي:

                              اسیا یک پيکر آب و ګل است

                              ملت افغان در ان پیکر دل است

                                از فساد او فساد اسیا

                                از ګشاد او ګشاد اسیا

په پښتو ادبیاتو کې په ځانګړي ډول په لیکلي ادب کې، چې پيل یې د امیر کړور سوري (۱۳۹ ه) له شعر نه کيږي، چې لرغوني ادبي پير نه تر مینځني ادبي پېر پورې چې کوم ادبي بهیرونه او بیا تر را وروسته پير پورې په سلګونو پښتو شعرونو کې د افغان او افغانستا ن د نوم یادونه شوېده، چې یوه بیلګه یې د خوشحال خان خټک په دې شعر سره:

              د افغان په ننګ مې وتړله توره

              ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

همدارنګه دترکیې هېوادکې دسلطان احمدخان د موزیم په یوې قطبنامه کې(لیکوال پخپله ولېده ) دافغانستان نوم یادونه په ۱۷۳۸کال شوې ده اوڅلور خواته یې،لودیځ ته عجمستان(اوسنی ایران )،ختیځ ته چین ،شمال ته سغدانیه (اوسنی سمرقند او بخارا ) جنوب ختیځ ته هند سمندرموقېعت لري او له دې سربېره په ۱۷۸۲ کال دهند دختیځې کمپنۍ مامور« جورج پوستر »په یوه سفر کې چې له کشمیر نه پېښور،کابل ،کندهار،هرات،ایران اود روسې له لار ې لندن ته په لاره وو«پخپلې لیکلې سفر نامه » کې دوه وارې دافغانستان نوم یاد کړې اود افغان ملت خطاب ورته کوي .

همدا ډول دقاجاریانوپاچا فتح علیشاه خپل وزیرحاجي ابراهیم ته سپارښتنه وکړه چې دزمان شاه

 صدر اعظم وفادار ته لیک واستوي،چې موږ له شاه محمود نه ملاتړنه کوو... په دغه لیک کې دافغانستان نوم اخستل شوی،چې موږ «په افغانستان برید نه کوو..» (وګورۍ له احمدشاه ابدالي ترحامدکرزي ۴۷مخ )

Published: 13.03.2025

-
بېرته شاته