(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بنیادمان

[13.Mar.2025 - 10:36]

بنیادمان

لیک: انور وفا سمندر

 

دغه ناول، ۲۰۰۱کال کې، چاپ شو؛ خو لیکل یې ۲۰کاله دمخه شوي و:

۱۳۶۷ کال کې، زموږ د یوه نېږدې کونډ او معیوب خپلوان دویم واده و له یوې دوه ځله کونډې ځوانې ښځې سره: ددغې ناوې د خاموشو سلګو اور، چې زما په زړه ولګېد، (بنیادمان) پر خیال را وځلېدل.

دوه کاله وروسته، عبیدالله‌ محک، د لومړي لوستونکي په توګه، (بنیادمان) وکتل او شاباسی یې راکړ؛ خو زما لا زړه ورباندې اوبه نه څښلې!

بنیادمان څو څو وارې تکمیل او له سره- له تهدابه- بیا ودانېده، تر هغو، چې استاد آسمایي هم بیا بیا له نظره تېر او له دې سره، پېښور کې، د یوه کډوال دوست په مالي ملاتړ، د چاپ له ماشین ووت.

رښتیا هم داچې: په ټول وس مې هڅه وکړه، پر افغانستان او یوه یوه افغان، راغلی دوزخ‌اور، څو بعدي ننداره په دغه تیاتر کې وړاندې کړم

ناصرعظیمي، مهرباني کړې، او کتاب سافت بڼې خوندي کېدو پخاطر یې له سره د هغه ټايپ پیل کړ

بنیادمان 

لومړی فصل

غوا وخندل

دلته د یاغیانو کلی و. دا یو ځانله اقلیم و. تا به ویلې چې یا زمکې هیر کړی او یا یې زمکه هېره کړې. دلته په هرڅه، هره خوا، په هر لوري شپې، تیارې، ویرې خپل کښت غوړولی و.

 دا یو له رمزونو ډک چاپېریال و. یوه جلا جغرافیه وه، یو بې‌جوړې ټاټوبی و، چې یوځل بیا سرنوشت خپلو لوبو ته خوښ کړی و، داسې چې هرڅه یې، ټوله هستي یې، د شپې په دوړو کې چارمارۍ کړي.

دې کار ته ټول بې‌شکله نسلونه پخپلو بې‌شکله لوبغالو کې تیارسۍ ولاړ وو، ترڅو یو ځل بیا پر دغو زړو غرونو او زړو نسلونو را تویې شي؛ په ډول یې راهست کړي او په بې‌شکله غشو (کلیماتو) یې وولي؛ ترڅو زخمي او لیوني شي؛ یو پربل وخوري، چې له ځوانو تازه سرونو یې -کتار کتار کبرونه- په هدیرو را وټوکیږي!

 ددغو غرونو، سیندونو او ددغو زړو هدیرو په سر کې یو کلی و او دا د یاغیانو کلی و. په دغه کلي کې څو څو ځله پیریان، ښاپیریان، دیوان، بنیادمان او نور راز راز بې‌شکله نسلونه په یوه غږ، په یوه چیغه، په یوه بې‌شکله غشي، د یوبل غاړو ته ورلویدلي وو او په پراخو دښتو او ډاګونو کې یې کتار کتار، پرې سرونه لویدلي او خاورې شوي وو. اوس ددغه ټاټوبي ټوله خاوره د انسان د غوښو او مغزو خاوره وه، دا د هدیرو اقلیم و.

 اوس بیا شپه را روانه وه. شپې دغه کلی پخپل ځانګړي اټوموسفیر کې ننوېسته او په تنګ وه، ترڅو خپل تنکي سرونه په قمار ووهي. دا ځل بیا د کلي لګېدلي لګیدلي برجونه، وران وران دېوالونه، اسانه دړې (چې هرځل غلو وړې وې) او یو زر لارې (چې په هدیرو کې ختمېدې) ټولې نښه وې، هر چا دلته نښه نیولې وه: دیوان، پیریان، او د دوزخ سره سره زمريان، بیا پر دې لوري تیارسۍ شوي ول.

 یاغیانو دغه نښه وېشتونکي څارل، وېشتل او په غوجلو کې یې اچول؛ ځکه «اسونه» شبکورۍ وهلي وو. کلی شبکورۍ وهلی و، حتی ډیوې شبکورۍ وهلې وې... کار کار د هغه ښکاري او نندارچي کوډګرو، چې په دوزخ کې نه ځاېده. کوډګر د خپلو احساساتو له جنته ډک و. کوډګر پخپل غږ کې رنګارنګ میږیان جوړول او د پېغلو او ځوانانو په څټ څټ کې یې ورخوشې کول

 دغه هوښیار لیوني په کلي پښه ور ایښې وه! ځکه دا ځل ژمي بل شان سرخوځاوه. هوښیار لیوني له میاشو، مچانو او مچیو څخه واورې جوړولې د کلیوالو په څټ کې یې ورخوشې کولې؛ ترڅو د تنرونو له کوټو راووځي، په اتڼ ور ګډ شي، سره ګډ شي، سره راتاو شي، سره ونښلي، تاوده شي. نارې ګډې کړي. د ټوپکو ستوني تش کړي. پر یوبل ورسره شي... سرګنګسي شي، سرونه یې د میږیو، میاشو، مچانو او مچیو له ساه راکښلو ډک شي، وپړسیږي سره په تنګ شي، سرونه سره وجنګوي هدیرې نوې کړي...

عجیبه شپه وه. کوډګر چا نه لیده! یوازې غږ یې راته «ټک، ټک،ټک...» تر دې موزیک لاندې دوړې بادیدلې

ټول خلک څک ناست ول، چې څه وخت به ډول واوري او موچنوغزې (وسلې) ولو ته کړي په اټن ګډ شي، له اوره ډک شي او ښکاریان وولي او زاړه کبرونه په غټوغټو سرونه خوښ کړي. زړې ارواګانې وخندوي او پخپلې زړې اسطورې سره زمانه د پیل نېټې ته وروګرځوي!!

 د هوښیار لیوني، قدیمي بخت بیا داسې یوه شپه او داسې یوه شبکوري د یاغیانو پر کلي راجوړه کړې وه. د لیوني شپه په ژرنده کې وه. له ژرندې د هغه د چلم وهلو ټوخې راته. او په کلي لګیده او له ځان سره یې یو آسمان میږیان، میاشې او مچۍ... د په سجده ملاستو او د تیرکښونو سیورو ته ناستو په لسټونو، جیبونو او تخرګونو کې خوشې کولې.

 د کلي سر پورې لوی زیارت و. د زیارت خواوشا لویه هدیره پرته وه. یاغیانو د کبرونو خاوره راوړله پر سر او سترګو کې یې دوړوله، چې سر درد یې لږ شي، چې دیوان او پیریان په بنیادمانو کې سره وپېژني، چې د هغو په وژلو سره یې کلی په ثواب کې جنت شي.

 دې کار ته دیوانو او پیریانو د لیوانو په شان وخندل. دغو بې‌شکله بلاوو د ژمي په دې درنه شپه کې، پر کندوانو متیازې کولې؛ ترڅو ماشومان او ځوانان په خوب کې غلا کړي او بیا خوب ته په یوه ورته نېشه کې، هغوی ته د دوزخ خوړل ورزده کړي

ځکه نو کلیوالو ماشومان هره شپه نهار ویده کول؛ 

ځکه نو پیغلو او ځوانانو په غوجلو کې د غواو او سخوندرو غولانځې او ښکر ګرول او غوړول!

خو په دې چل چل کې به دیوانو او پیریانو دوزخونو ته ننوېستل، پر یوبل یې وراچول، سره شنه شنه به یې کړل.

 غم غم د مشرانو او لویانو وو! او هغوی ته چا غوږ نه نیوه!! د هغوی سرونه زاړه شوي وو، فکرونو یې یوازې د ګور تیارې، وچې او کږې چیغې په ځان کې ساتلې. د هغوی ساه او اروا په هدیرو او تر هدیرو ورها غاړه بې‌شکله اقلیمونو کې لوڅ لپړ لاریون کاوه. دغه لاریون د ذهن ځانګړو کمرو، د زړو او پخو خلکو په زړونو، په غوږو، په سترګو په ټول وجود کې پاشه! تنکیو مکتبیانو به دغو د لیرې دنیاوو په مساپرو پسې له څټه خندل؛ ځکه ددغو لالهانده مساپرو ځای جومات وو.

 (شمس‌الدین) اکا، چې دا وخت نه کنډک‌مشر و او نه یې د کنډک‌مشرۍ زړه پاتې و، ټوله شپه توبه په سربادوله: «توبه، توبه، توبهاو «له بدترینه یې توبه!!»

(سپین ملنګ) بیا پر دنیا لاړې ور شړلې: «د دنیا دومره ګټه (یا وده) به څاروي او وحشي... او بې‌دینه لیوني درڅخه جوړ کړياو پایله یې دا چې «تاسو خو شبکوري یاست» او «یې ړندو! دنیا پرېږدئ؛ دنیا ته څټ واوړئ، سر خپل ګریوانه ته ورکښته کړئ؛ حقیقت پیدا کړئ».

 یو چا، چې ښايي بل څه یې غوښتل وویلې «ملنګ بابا رښتیا واييبل چې نږدې و، ووایي سر مې چوي! هغه هم د ملنګ کلیمې تکرار کړې

خو قبول نه و چې ووايي:

«ګریوان کوم چمن دی، چې د ما د سترګو اسونه پکې وځغلي

او زه ازاده فضا او ارت میدان غواړم... 

او ملاصیب زه دې له جومات څخه ووتم!» 

او (غرنی) نه و چې د خندا له زوره وچوي: «تره زو! مړ دې کړم! تره زو... مړ دې کړم!!» 

د کلي ساده خلکو (چې شبکورۍ وهلي وو او سرونه یې له درانه درده ډک وو) نه حقیقت لیده او نه هومره آزادي!

سپین ملنګ اریان و. هغه ویر او خپګان اخستی و

«شیطاني علم همدې ته وايي... 

او د ما واورئ! هغې خوا مه ورګورئ

دغه دوزخ ته زړه مه ور ښه کوئ... 

او دنیا دوه ورځې ده او...»

څوک ویده ناست ول، څوک ویښ ملاست ول، او ځوانان په غوجلو کې د خرو له میتازو جګ جګ تېرېدل، په همدې چل کې، میږیانو، میاشو او مچیو چیچل ځکه؛ به وخت ناوخت په اتڼ ورګډېدل؛ ترهغو، چې کرخت به شول او رابه غلل او په تنرونو کې به ځوړندې پښې څملاستل.

سپین ملنګ اریان و چې څنګه دومره غټ کلی، دومره زاړه ګوناګاران، دومره شبکوري، سرتوري، لیوني... له ځان سره جنت ته تیر کړي؟!

یو ملک و چې پوه شو؛ خو باټې یې وهلې چې دا مرخیړي ځکه پیدا شوي، چې ډمان په مکتب که شامل شوي او ډمان څوک دي چې د کلي د سپي له مخې یې برګ تېر شي!

ملک چې هیچا ته نه کېښناست، یوه ورځ کنډک‌مشر ته کېښناست

«کنډک‌مشرصیب! له دې زیاته بلا مه جوړوه

کنډک‌مشر چې په توبو ورڅخه تیر شو؛ نو ملک له څټه راونیو:

 «یوه خبره به راسره کوې! په یوه لاره به راسره ځې... آخر زه هم ملک یم، حکومت باز خواست راڅخه کوي! کنډک‌مشر چې ځان او مشر (مشر مشر ټول ورک کړي ول، خواوشا تپیده، په لاسونو یې لاره جوړوله «توبه توبه... له بدترینه یې توبه

شمس‌الدین‌اکا له ځان، له غوجلې، د خرو د اوبو له میاشو، مچانو، مچیو ووت؛ په ځان ننوت. په زړه یې سر کېښود او په کې پریوت؛ لکه ماشوم داسې شو. ماشوم د هر چا وه او دا شېبه د ځاړې غوا وه

 غوا بلاربه وه او بده یې لا دا چې اوه میاشتنۍ لنګېده؛ ځکه نو «غرني» او «ښاپیرۍ» خپله د خوب شپه په غوجله کې تېروله.

 غوا پشېده، په پښو ټیټېده، او جګېده او له یوې پښې بلې ته لویده، خو د خوسي لاره زمکې ته نه خلاصیده.

غرنی نه پوهېده چې د لاسو، پښو، ګوتو او پنجو قولنج په څه شي او څه رنګه مات کړي! نږدې و زور کړي او خوسی د غوا له پړسیدلو تشو په ګوتو راوباسي.

 هغه همداسې په غوا ناکراره راتاوېده چې ښاپیرۍ یې په سترګو څه شی ور واچول

له دې سره د غرني له زړه نه غر راورغړید؛

شیطان یو موټی اور په غوجله کې وشینده؛

ناڅاپه د غوجلې فضا توده شوه، سمه شوه. نرمه او تخنونکې شوه.

 په دغه چرسو لړلې فضا کې، غرنی مچۍ په څټ کې وچیچه

غرني له میږیانو ډک لاسونه د غوا په ډډه وموښل؛

غرنی میاشې په ژبه وچیچه؛

دا بلا ښاپیرۍ رابوټولې وه؛

د هغې لمن په شنو غورو ډکه وه: ښاپیرۍ له باغ څخه کوڅې ته، له کوڅې څخه چینې ته تېریده...

 غرني له غوا سره لاس او ګریوان څیره، چې رښتیا هم ښاپیرۍ له سرو سرو واورو سره په غوجله راننوته

غرني خدای ته وژړل، چې واوره یې کړي او په ښاپیرۍ یې ور وڅنډي، چې میاشې، مچان او مچۍ یې د هغې له جامو تیرې شي او ورکې شي په ښاپیرۍ ننوځي همالته خاورې شي.

 ښاپیرۍ په لوی لاس ځان د مړه تناره له غاړې راوښکلی و، چې دلته په غوجله کې له غرني سره توده شي؛

په زاڼو کې سپره شي او د قاف په سندرو کې بیده شي!

 د ښاپیرۍ دواړه ژامې کړچیدې

د ښاپېرۍ خولې د غورو مزه درلوده؛ ځکه په شونډو تړلې و

هغه لا لاس تړلې ولاړه وه، نه پوهېده چې څه شی څنګه کړي؟ 

د ښاپیرۍ لاس، یخ د لوښنو په ستل ور سریښ کړی و.

 څه سره داسې هسې شول: دود و، تیاره وه، د خوب حالت و؛

حالت شبکورۍ وواهه هرڅه ورک شول، بې‌نومه شول، بې‌وزنه، ویلي او اوبه شول

یوه شانداره تخنونکې څپه په دیخوا راالوتې وه. څپه د یوې لویې نڅاه په څېر، ګرده راتاو شوه راتاو شوه... 

سرڅرخي جوړه شوه. هرڅه په سرڅرخۍ کې، د شي او زماني له قلمروه پښه دباندې ایښې وه؛ 

همالته ناڅاپه، سیمرغ د قاف په نیمه لاره کې، د غوا د غم غږ ونړاوه

کار کار د شیطان و! د هغه زاړه کوډګر و

غرني یو دم ټوپ وواهه، راسم شو! خو ترڅو یې شیطان څراغ سماوه، سترګې یې په غوجلې ککړې شوې.

 هرڅه د سیمرغ د چاودنې په لمبو کې سوي ایره شوي ول. هرڅه دا خوا، هاخوا وارتې شوي ول

غرني له ماتې لکړې سره غرونو ته منډې وهلې؛

ښاپیرۍ له مات احساس سره ټیکری په غاښ کاوهګ

غوا زور واهه چې په ګونډو شي

غرني او ښاپیرۍ یو بل ته کتل او په دومره ماته شرمیدل، نر څوک و چې چا ته د غوا د حال ووایي! «قبول» هم ښار تللی و، ورک و؛ ځکه غرني لاسونه سره وهل او پیریان یې لمسول، چې یو کار وکړي! یوه خوا راجوړه کړي!!

ښاپيړۍ په څه شي سرګردانه وه، چې چیرې یې سپیانو ته واچوي؛

ځان ټک وهي، د یوې هغې پرښتې (چې واورې راکوزي) پر ځای، د هغې په بې‌شکله زینه اسمان ته وخیژي؛ 

ځان د لمر په خزانه کې ټوټه ټوټه کړي، چې کاڼي یې کبان شي، مرغۍ شي؛ 

هدیرې په منګولو کې راوخیژوي او ځي ځي ځي....

 د ښاپیرۍ کاروان غوا ونړاوه. غوا په ګونډو کې زور واهه، چې بیا هم غوا شي

غرنی قولنجو نیولی و. او ښاپیرۍ پخپل (شي) په تنګ وه

او بل څوک نه وه چې شمس‌الدین‌اکا له چړې سره را خبر کړي.

 پنځه کاله دمخه شمس‌الدین‌اکا د شاهي ګارد د کنډک‌مشرۍ له واکه راولوید، په جیل ننوت هالته پریوت، بیا چا ونه لیده. خوارکی خزندو او چونجیو وخوړ، خاوره او ایره شو.

 نه و، نه و قبول ځان زړور کړ پلار ته کښیناست، په زاریو او زور وهلو شو، چې د پلار سر له ګریوانه راوباسي او خپل سره سره باغونه ور وښیي. خو شمس‌الدین‌اکا چې یوځل، او بیا ناڅاپه، او بیا د داسې چا لخوا چې پوځ یې ورسره په ګډه- هغه هم دغې ورځې ته را لوړ کړی و: بې‌نومه، بې‌نښانه، بې‌سرې پټارې شو او د همزنګ د دوزخ تورو سمڅو ته ورولوید. بیا ددې نه شو چې خپل سر او خپل ګریوان سره بیل کړي. همداسې پوره دوه کاله د دهمزنګ د جیل خټین دیو، د شمس‌الدین‌اکا پر سر، پر مال او پر جایداد، ژرندې وګرځولې

په دې دوو کلونو کې د کلي د ملک غوجله په اسونو او د کلي شا په شنو پټیو ډکه شوه. ښاپیرۍ د حقوقو په پوهنځي کې زده کړه پریښوده؛ قبول د ملک د نازولو له لارې د ابن سینا له ښوونځي د کلي ښوونځي ته د تبدیلۍ پاڼه واخیسته او کورنۍ یې له ښاره کلي ته راکډه کړه، چې بیا تر دې دمه، د هغوی کډه په کلي کې پاتې شوه.

 کله چې شمس‌الدین د جیل له تیرولو وروسته مخامخ کلي ته راستون شو؛ نو (صیب‌دین) ورته هک پک پاتې شو! په صیب‌دین څه وشول. هغه چې شمس‌الدین بې‌دریشۍ، بې‌سرې پټارې او بې‌پوځي خولۍ او بیا بې تاو کړو بریتونو ولید؛ نو مخې ته یې ور ولاړ نه شو! صیب‌دین سترګې موښلې او له سره رالوڅولې... هغه اریان دریان و، چې کنډک‌مشر ورور یې څه شو، دا کومو دیوانو او ښاپیریانو وتښتاوه؟ 

صیب‌دین دومره درانه غم په ملا کات کړ؛ لکه دنګ چنار یې رامات کړ. او هماسې د کنډک‌مشر د لیدو په لوږه کې یې زاره چاودی کړ. شمس‌الدین ته د ورور غم ځکه غم شو، چې لاس یې تش و! وروسته ملک ته کښېناست او هغه هم بې‌پوښتنې او بې‌ځوابه سره سره زرګون وروشمېرل.

 هغه وخت ملک غوا ته سترګې ډېرې وړې او کږې او له اوښکو ډکې کړې؛ خو شمس‌الدین په دومره ماته ځان ونه پېژاند! بس قبول یې ور دمخه کړ، چې پخپله تنخوا ددغو پیسو کلنۍ ګټه ورکړي.

 غوا چې د ملک له لاسونو خلاصه شوه؛ نو لا په شودو او کوچو زوروره شوه

دا عجیبه غواړه وه! دا غوا یوازې د خوسکیو فابریکه نه وه، د شودو چینه هم وه، د ژوند ویاله هم وه... غوا غوا نه وه، د برکت لاس و چې هم د اوړو د کندوانو څټ ته ولاړه وه او هم یې د کټوې پیغور ورماتاوه! کلیوال دې غوا ته هک اریان و. غوا اوړی د ډاګ په بوټو او شنو اغزیو مستې شودې کولې او ژمي یې په وچو پاڼو، زړو جنډو او ناچله کاغذونو کټوې کټوې، شودې د (بختۍ) په لاسونو را پریښولې.

 کلیوالو تور لګاوه چې بختۍ او (بودرۍ) په غوا د چپه آیتونو تاویز کړی دی! دغو اوازو به ملک نور هم غوا ته ټکنی کړ. هغه به همدا ویلې «زوی یې مړ کړې غوا شیشکه شوې» او چې د هغه ښځې به د شیشکې په خوله کې متیازې ور وکړې؛ نو ملک آرام شو؛ څه شي په څټ کې وچیچه؛ څه شي وویراوه او څنګ ته یې کښېناوه.

 ښاپیرۍ او غرني غوا له ښکرونو او له لکۍ ونیوه. غوا ماته ګوډه راپاڅېده

غوا پشېده او شېبه په شېبه لیونۍ کېده! د غوا په سترګو کې باروت په لمبو و

د کورنۍ غړي په همدې اور راټول ول. شمس‌الدین‌اکا باید غوا ته چاړه ور اچولې وای؛ خو هغه چاړه له غوا لیرې ساتله! غوا چې چاړه ولیده؛ نو ورسره له خپله درده، له خپلې درنې کمزورۍ راووته؛ خو چړې لا هم د شمس‌الدین‌اکا له لاسونو -د ملک د سپي په شان- غوا ته خولې وراچولې

شمس‌الدین‌اکا دغه سپی ټینګ نیولی و؛ غوا ته یې نه ور وړاندې کاوه

غوا څه شي پوه کړه! یو څه سمه یې کړه. یو څه یې په مرګ وډاره کړه

له دې سره شمس‌الدین‌اکا د سپي سر، په کڅوړه کې کړ او بیخي یې جیب ته ورچغه کړ

 ټول څار او چوپه خوله شول! یو بل یې نه سره لیدل(شبکوري وه) هرڅه یوازې، ځانته، پخپلو لاسونو، لاره جوړوله، چې ناڅاپه اختر را واورېده؛

بختۍ له تړلي سر سره، په غوجله راننوته «د ښاپیرۍ پلاره، سترګې دې روښانه؛ قبول راغی

 د قبول زیري یا د د دنیا زیري هرڅه راسته، خواږه او پریمانه کړل؛ د غوا درد هم آسانه او سپک شو.

 قبول چې د داسې ژمنۍ شپې د دوزخ د غرونو له دننه راوتلې و، ټول یې ازاد او اریان کړل

ټول یې ناڅاپه د ګلانو په ویالو کې سپارل کړل، چې په فضا کې ګرځنده بڼونه چور کړي او له ځان سره یې کور ته راکوز کړي.

شمس‌الدین‌اکا له ځان سره، سره زر وېشل، چې بیا یې غوا ته پام شو! غوا خندل؛ ښه وه چې بختۍ ورته رادمخه شوه او خبره یې ورلنډه کړهځه ځه سړیه له دې ځایه ووځه... نور کار د ښځو ده... بودرۍ ماته راولیږه!» 

نږدې وه چې شمس‌الدین‌اکا ښځې ته د څه شي لاره ور وښيي، چې را په څټ شو. هغه تل نورو ته د لارو له ورښوولو را په څټ کېده! هغه لاره غوښتله؛ خو لارښوونه یې نه منله! هغه به هرځل نورو ته د لارو له ورښوولو را په څټ کېده... «ځه ځه.... آخر ناورې... غوا له تا شرمیږي؛ ځکه نه لنګیږي!» 

شمس‌الدین‌اکا که بختۍ نه وای هم شړلی، زړه یې له غوجلې شړلی و: « ښه داده ځم؛ غوا پوه شه او خدای یې پوه شه! د مال څښتن خو خدای دی. خدای پوه شه او کار یې پوه شه؛ زه لاړم

 

*** 

 بودرۍ چې بل ځل قبول ته د چای توده پیاله کېښوده؛ نو د خبرو نارینه شوه:

 «زوی جانه، قبول جانه؛ ولې دې دومره ځان په زامتوې! ولې دومره ډېر غږیږې...اخر له خبرو څه شی جوړیږي؟ ولې دې د زړه غوښې په دې بې‌سره خبرو خورې...! واخله چای دې وڅښه؛ هله چې چای دې بیا سوړ شو... توبه، توبه،...»

 قبول نوی په خبرو شوی و! نوی د خپلو چټکو احساساتو او عواطفو په «نیلي» سپور شوی و، چې دغې بوډۍ بودرۍ په زمکه راوغورځاوه! قبول همیشه د کلیوالو د ظلم تر دا ډول غوبل لاندې و! د هغه خبرو ته چا غوږ نه نیوه. د هغه په فکر، په احساساتو، په خبرو څوک نه پوهېدل. غرنی هم نه پرې پوهېده

غرنی غوږ و؛ خو په څه شي یې نه پوهېده! هغه یوازې غږونه اورېدل؛ کلیمې او خبرې یې نه اورېدې. غرني له ځان سره ګڼله چې د تره په زوی یې پیری ناست دی او ګرده ورځ پیری غږیږي

غرنی د تره د زوی غم وواهه. هغه د قبول په غږ کې ناست پیري راڅملاوه؛ سرګنګسی او نېشه یې کړ، په بړبوکۍ کې یې پورته کړ، چیرې لیرې یې ورغورځاوه!

 د غرني په لاس کې د کبر لکړه وه. هغه پر دغه لکړه (میاشې، مچۍ او مچان) په څټ څټ کې ووهل ووهل... 

میاشې، مچان او مچۍ، د پیري له خولې راوتل. غرني همدې قبول په خوله خوله کې وهلی و

قبول په سرې خولې، شعارونه ورکول! دغو شعارونو زړې کروندې او هدیرې، زړې کلاګانې او زړې لارې، تر یرغل لاندې نیولې! قبول همداسې پرمخ روان و چې ناڅاپه بودرۍ ځان په لاحولو ویالې ته واچاوه. قبول یوازې پاتې شو.

 قبول چې څومره غږېده لاپیریانی کېده! دا څه زاړه او پخواني کلیوال پیران نه ول، چې مازې په لاحولو به راڅملاستل! او بودرۍ هم تر لاحولو وړاندې ګام نشو ور ایښودلای. او د غرني، چې (چارقل) زده و؛ نو نه یې ویلې! غرنی، د پیري میږیانو، مچانو او مچیو چیرې لېرې ځغلولی و! هلته هاخوا یې وارتې کړی و. قبول په لاسو او په پښو زور واهه، چې غرنی ورور پیدا، راویښ او خپلې لارې ته کړي

قبول ځان ته اور اچولی وه؛ ترڅو غرني ته لار روښانه کړي. غرنی له زړو هدیرو او زیارتونو راوباسي او د خپل انساني حق باچا یې کړي. اخر د دوی خو د وړکتوب سره وروري وه.

 د شاهي ګارد منصبدار، شمس‌الدین خپل کلیوال وراره (غرنی) له کلي ښار ته راوست. په حربي ښوونځي کې یې نوم ورته ولیکه؛ خو د غرني زړه هلته ونه لګید. هلته یې زړه ځای ونه نیوه! د هغه  هلته پښې ټینګې نه شوې او پرمخ ترې کلي ته راوتښتېده! بیا په کلي کې هم له ښوونځي زه توری شو. صیب‌دین یوځل بیا ښار ته راوست. په شاهي منصبدار یې وسپاره، چې په زوره یې له ځان سره سړی کړي! شمس‌الدین هم خپل زور پرې وواهه؛ خو د غرونو په دغه مست لیوه یې زور ونه رسېده

هغه به چې غرنی د حربي ښوونځي د هیبتناکو ټولی‌مشرانو په لاس ورکړ؛ نو یوه شپه وروسته به لکه غرڅه د حربي ښوونځي، د ډبرو له لوړ دیواله والوته. او بله ورځ به بیا هم په کلي کې و

صیب‌دین څو څو ځله غرنی د مرګ تر پولې وواهه! اخر پلار هم ورپورې ستړی شو. بله ورځ تره هم ورپورې په ملنډو شو «غرنیه بچیه! له تا څخه سړی نه جوړیږي او که جوړ هم شي؛ نو والله که صیب‌دین درباندې ښاد شي... بس ته به وې او په ډاګونو کې به خره پیایې...» 

غرنی نور سم له ښوونځي،له کتاب، له قلم زړه توری شو! هماغه و چې د اتم ټولګي د کانکور په ازموېنه کې، ناکامه شو. او له دې سره غرنی له دې غمه هم بیغمه شو. دې کې ورو ورو راِغټ شو. اوس هم دی په ژمي کې د نوروز او اوړي د جشنونو په میلو کې، ښار ته ورتلو او شپې شپې به د شاهي منصبدار په کور کې و. دې کور هم یو زوی درلود او هغه بیا یو ورور درلود او دغو وروڼو به په یوبل سر ورکاوه

د قبول به بیا اوړی لاره په کلي وه. او په کلي کې به چې په غرني چا د قبول زیری وکړ؛ نو سور لسګون به یې په زوره ورکاوه.

 ورو ورو دواړه وروڼه رالوی شول! غرني په کلي کې پټي او مزدورۍ ته اوږې ورکړې او قبول د لوړو زده کړو په ډګر کې ښه وځغست. قبول پوهنتون هم بریالی پای ته ورساوه او مخامخ د ابن سینا په ښوونځي کې، د تاریخ ښوونکی شو. له دې سره ورو ورو د قبول کارونه ډیر شول. له دې نویو کارونو سره، ورو ورو د قبول ژبه په چپه واوښته

د هغه ژبې به له دې وروسته هر ځل نوې او بلې خبرې راوړلې او د غرني غاړې ته به یې وراچولې. غرنی د خپل پخواني ورور دې نوي کار ته اریان و. هغه به ښه په کلکه ورته غوږ و؛ خو په ژبه به یې نه پوهېده! غرني به قبول ته غوږ نیولو غوږ نیولو کې، له ځان سره ویلې چې «په ورور مې د کوم کاپیر پیري سیوری ناست دی. او ورور دغې کاپیرې بلا له لارې وېستلی

 غرنی پخپلو خبرو شکمن و. دغه خبرې یې په کلي او جومات کې اوریدلې او ورسره عادت شوی و ځکه ځانته به غوسه وه! ځان ورته پړ وه. هغه پر ځان، پخپلو خبرو او پخپلې مغرورې ناپوهۍ شرمېده! هغه اوس ددې ارمان کاوه، چې که د حربي ښوونځي وردارونو او چورک وهلو ته ټینګ شوی وای؛ نو اوس به د تره په ځای منصبدار شوی وای. اوس به د خلکو د سیالۍ وای. اوس به په جګو سترګو له ښاپیرۍ سره غږېدلای. ورسره به لاس په لاس کېدلای...

 دې تیارې په غرنې شپه جوړه کړه او شبکوري لا بل غم! او د تره د زوی کاپیر پیری لا بل غم «تره زو! مړ دې کړم، تره زو مړ دې کړم!!» 

 تره زو، لا پیریانو نه خوشې کاوه! دغو پیریانو غرنی په څټ څټ کې وواهه. و یې شاړه. چیرې لیرې، هلته ها خوا یې وارتي کړ! هلته په څه شي کې ولوید؛ ډوب شو او ورک شو!

 د دوبي توده ورځ وه. د پریانو کلی پخپل عظمت کې ډوب و. ددي کلي هرڅه په ګل او په مستۍ کې ول. د کلي کلاګانې، برجونه، دیوالونه، تیرکښونه، خواوشا غرونه، سیندونه، لارې، هدیرې... هرڅه ځوان، زورور، کلک، پاخه او غوڅ بریښدل! تا به ګڼله چې ددې اقلیم ټوله خاوره، ټوله هوا، هرڅه یې، د حیات له اوبو جوړ شوي.

 د حیات له اوبو دا جوړ ژوند، دا جوړه ښکلا، دا جوړه خندا.... دا هرڅه ناڅاپه دباندې راوتلي ول. او په دغه اوبلن‌بڼ کې بهیدل. داسې چې تا به ګڼله د فطرت لاس نقاشۍ ته راوتلې

لاس پر زمکه او ټوله فضا کې، په زرهاو رنګونه شیندل. زمکې او دښتې او غرونه زر رنګه ګلانو پوښلي ول

دغه اقلیم په زر رنګه مرغانو ډک و. دغه رنګین موجودات، انځورګرۍ او مرغان ټول په یوه بې‌غږه (خو هم‌غږه) سندره او نڅاه کې سره ګډ اوسېدل. هلته هرڅه په ځوانۍ، په مستۍ، په عشق او یارانه کې ول

غرني مشر مشر بنیادم موندلی و! له مشر سره یوځای شوی و. یوازې شوی و. له غرني څخه دنیا، قبول... هرڅه هېر او ورک شول... نه نه هغه ته هرڅه هېڅ شول...

 نه و نه و، بل وخت د غرني او ښاپیرۍ په دنیا د کوم ښکاري- نندارچي کوډګر نظر پریوت

د کوډګر شپه په ژرنده کې وه.

له ژرندې (ټک، ټک، ټک...) راته. له دې غږ سره میاشې، مچان، مچۍ، میږیان، په دنیا را اورېدل!

پر دنیا، پر ګلانو، پر مرغانو اور ګډ شو. فضا دود ونیوله؛ غرني او ښاپیرۍ یوبل سره ورک کړل! دا لکه چې د قیامت ورځ وه

چا یو خوا منډې وهلې، چا بل خوا مندې وهلې

غرني منډې ووهلې، ووهلې... له اوو زمکو او اوو سیندونو تېر شو، چې کوډګر پرمخه ورغی. د کوډګر لاړې بهیدې! فضا شېبه په شېبه میاشو، مچانو، مچیو او میږیانو پخپل غږ لړله

غږونه د کوډګر له خولې رابهېدل، کوډګر په غږونو ټنډ و!

غرنی په غوسه، زړه تنګی، سرماتونکی او بلا غوښتونکی شو. د غرني او کوډګر ترمنځ واټن پروت و. دغه واټن نه لنډېده او نه اوږدېده!

غرني په لویو لویو ګامونو ځان مخته کړ، ځان یې څټ ته کړ... 

واټن پرځای پاتې شو، غرنی څه شي وچیچه؛ په تنګ یې کړ

هغه ور په منډو شو. ور په ټوپ وهلو شو

ورپسې لکه خر او لیوه په څلورې شو. وځغلېد، وځغلېد... 

واټن ورک نه شو؛ غرنی په فکر کې شو! یاد ته یې ورغلل، چې دا سیوری- دغه غږیدونکې بلا، له قدیمه وه. او همدومره وه؛ لکه اوس چې ده. او همدلته وه؛ لکه اوس چې ده.

 غرنی خوار یوازې اریان، له زرکلنو غمونو سره ودرېد. کښېناست. ولوید. څملاست... 

ناڅاپه یې نور څه ورپه یاد شول! بیا راپورته شو؛ په نوک کې یې وکتل.

په ښاپیرۍ یې سترګې ولګېدې

له ښاپیرۍ سره یې غیږې ولګولې

ښاپیرۍ هسې په ټوکو او خنداو کې یوې خوا ته نارې کړې «وۍ ها څه شی دییا «واه! ها څنګه ښه شی دیغرني په دغه څه شي یا ښه شي پسې لاس واچاوه؛ څه شی نه و

څه شی له همده څخه الوتی و

که ګوري چې نه ښاپیرۍ شته او نه (شی) شته

هغه ګڼله چې په دې کار سره یې، آسمان له لاسه خوشې شو. آسمان په بله ولاړ او غرنی په بله ولاړ.

 غرنی په وچ کلک په کاڼو ډک ډاګ کې ته، ته، ته... که ګوري چې ښاپیرۍ ده، که ګوري، چې ورسره بل څوک دی

دا بل غرنی دی. دغه غرني شنه دریشي، ژیړه نیکتايي او سره بوټان په پښو کړي وو. غرنی او ښاپیرۍ واده ته روان ول

 غرنی له دې حالته راپاڅېد. سترګې یې وموښلې، ځانته په غوسه شو

غرنی ودرېد. هغه یې په لغتو وواهه، وواهه... ورک نه شو. لیرې نه شو؛ ورنږدې شو

غرني ته چا توره ورکړه (توره د هماغې لیرې او نږدې بلا لخوا ورته راوارتې شوې وه!) 

غرني توره راواخیسته. بیا یې هغه پرې وواهه وواهه... 

د غرني لاسونه په وینو شول

غرنی په چیغو شو. په منډو شو. په څلورې شو؛ لکه لیوه په قولو وېستلو شو؛

لکه تندر په غړمبېدلو شو؛ خو خلاص نه شو

هغه خپل سیوری وهلی و. هغه له سیوري خلاص نه شو

سیوری ورپه شا وه. سیوری ډېر دروند و

غرني وژل، وژړل... غږ یې یو لوی قبر ونړاوه!

 له قبره لرغونی بابا راپاڅېد

د بابا سور کفن په غاړه وه

بابا کټ مټ د غرني د زرهاو کلونه سیوری و

غرنی ورنږدې شو؛ په دې سر یې په شناخته وواهه؛

له شناختې د بخت‌پاڼې تویدلې!

له لیرې او نږدې څخه د ژرندې غږ راته! کوډګر میاشې، مچان، مېږیان را خوشې کول. فضا په دغه تور ساز ډکه وه! غرنی نور هم زړه تنګی، لیونی او خونړی شو

غرني د بخت‌پاڼې را اخیستې او خواوشا یې وارولې

بخت‌پاڼې له ډبرو جوړې وې؛ ډبرې بېرته په غرني راښویدې!

د غرني لاس په سریښو و

غرني لاسونه پریښول؛ کاڼي یې په پښو ووهل.

له پښو سره یې ګاټي؛ لکه د اور سکروټې؛ لکه له اوره جوړ مرغان؛ دا خوا ها خوا الوتل!

غرنی له دغو اورلنو مرغانو ډک و

د هغه خولې، سترګو، غوږونو... ټول ځان اورلن مرغان هره خوا خوشې کول.

غرني ښه شېبه ددغه تورساز لپاره، دغه توره نڅاه وکړه!

یو وخت ساز له غږه تش شو. د غرني په وجود کې د مرغانو ځاله هم تشه شوه

د غرنې مخ ته چا اوبه ور وشیندلې؛ که ګوري چې ګاټي په شمس‌الدین‌اکا لګیدلي

شمس‌الدین‌اکا لمر ته مخامخ؛ لکه مجسمه وچ شوی و. د هغه په وینو، میاشې او مچان کښېناستل او بیرته ددغې سرې مجسمې له سره، مچۍ راوتلې او په فضا کې تیتېدلې

د مجسمې له خولې مېږیان راوتل. د مجسمې د (نو) پرځای یو غټ مرخیړی راوتلی و

د مرخیړي له مینځ مینځه یو مار راووت

مار په کوترو پسې، له دغه مرخیري راپورته شو، را پورته شو... د مجسمې د پاسه په فضا کې نیغ ودرېد!

غرني مار په لاس کې ټینګ ونیوه

مار ړوند و

د مار په خوله کې چونګښه وه. له چونګښې شنې وینې روانې وې

د چونګښې وینو غرنی په کانګو کړ؛ مار یې له لاسه ولوېد

مار د مجسمې په خولې ورننوت؛ مجسمې د شاهي ګارد د کنډک‌مشر جامې اغوستې وې.

د غرني له لیونۍ کریغې سره، هرڅه په ټپه ودرېدل

غرنی دغې چوپتیا نور هم لیونی کړ«تره! ما وبښه، ما وبښه!» 

شمس‌الدین‌اکا، قرآن د (عصر) په سورة کې کات کړغرینه زویه !خدای دې وبښه، مامه ګوناګاره وه!» 

غرنی چوپ و. ټول چوپ ول

ټولو غرني ته کتل. د هغه څېره له بل شان اوره راتښتېدلې وه

شمس‌الدین‌اکا مخ ور واړاوه: «زویه! نه چې څه شي وډار کړې؟!» 

له دې خبرې سره قبول پخ وهل؛ خو ژر غلی شو!  

«تره بد خوب مې لیده! په خوب کې داسې ګوناګار شوم، چې سور کاپیر به هم نه وي شویدې خبرې سره، قبول به چې نه خندل؛ نو به چا خندل

غرنی بې سکه و. ساه یې د ستورو له فضا- له هغه بې‌غږه سازه- را ولوېده؛ په وچولي یې ورننوته

غرنی څه شي وچیچه؛ اخ یې شو: « تره زو! مړ دې کړم؛ خندا دې زه مړ کړم!» 

په غرني څه شوي و. د هغه غږ له ځان سره د یو بل اقلیم بوی را انتقالاوه! دغه غږ د انسان په غوږو ډېر زور اچاوه. له دې غږ سره ټول یوې مرموزې سستۍ او کمزورۍ ووهل؛ هغوی یې ارام بیده او کرخت کړل

وايي چې ارواوې زړې دي. د انسان په ټول سرنوشت (له ازله تر ابده) پوهیږي. دا د کور خلک همداسې یوې بې‌وینا، بې‌کلیمې غم لړلې پوهې ووهل، ویې لړځول، ویې غورځول؛ لکه مړي داسې شول

خدای خبر څه وخت ښاپیرۍ په خونه راننوته. ښاپیرۍ دغه مړینه د دوی له اوږو لیرې کړه! د هغې په لاسونو کې د غوا نوی خوسی و. هسې په نوم خوسی و؛ خو له ورایه د پیل‌مرغ بچی و، چې د «پیس ټوغکي» وهلی و.

 له دې سره د مړینې سیلۍ په دوی له څټه راوګرځېده! دغه توره سیلۍ، له یوه نا پیدا اقلیمه راووته

دې پېښې د کورنۍ غړي ښه په زوره زوره وپوهول! دا تر ټولو ناښاده خبرتیا وه. دا د غرني د خوب د تعبیر تر ټولو بد پیل و. دا وخت څوک په خبرو کولو او د خبرو په اورېدلو نه پوهېدل. ټول یوازې دومره پوهېدل، چې کار کار د قبول و!

 غوا ځاړې وه. او نوره د لنګېدو نه وه! شمس‌الدین‌اکا نه پوهېده چې له غوا سره څه وکړي، خرڅه یې کړي؟ لاندی یې کړي. او که یې چېرته په دښته کې خوشې او بې‌څښتنه پریږدي؟ 

اکا پرېکړه نه شوای کولای. له هغه لاره ورکه وه! هغه لګیا و، چې په «توبه، توبه» کې ځانته یوه لاره پرانېزي

ناڅاپه قبول راوړاندې شو. قبول په دومره غټ کار چانه پېژندلو! هغه د چا په یاد نه وه؛ خو چې را وړاندې شو، ټول ورته په چکو شول! ټول له غوا څخه لاړل؛ قبول غوا ته پاتې شو! هغه غوا په وښو، اوبو او په نورو خوراکونو او شیانو بېرته را سمه کړه. دې سره غوا ورو ورو بېرته غوا شوه

 بختۍ لس پنځلس هګې ټولې کړې وې، چې چرګه کېښنوي؛ خو چرګه نه کوړکېده. او چې نوې به کړوکه شوه، ښاپیرۍ به له وزرونو راونیوه، په بیالې به یې ور ومنډله؛ ترڅو چې د بیالې په اوبو کې به سړه شوه، په پښو او نور ځان به کرخته شوه؛ نو چرګه به یې بېرته راوښکله او خپلې مخې سره به یې خوشې کړه

چرګه به لکه له چا چې متیازې تللې وي، ځان نیولی ځان نیولی، یوه پښه دېخوا شوه یوه پښه هاخوا شوه، ښه به ارته ودرېده

چرګې به لکۍ ببره کړه. چرګې به ځان تشاوه

ښاپیرۍ به د چرګې دې کارونو ته له خندا مړه مړه وه

ناڅاپه به چرګې ځان ببر« شیزګی» کړ

له چرګې به متیازې باد باد شوې. ښاپیرۍ به ککړه شوه، په منډه به کور ته ولاړه. او مخامخ به تشناب ته ننوته. او ژر ژر به یې د سړو اوبو سوړ منګی، پر ځان تش کړ

د ښاپیرۍ وه نه وه همدایې ځواني وه! ښاپیرۍ به په بیاله کې د چرګې د منډلو له لارې، له خپل زړه نه زهر تشول

زهر مالګین و. ځکه د ښاپیرۍ ښه ایسیدل؛ خو زهر پرې ډیر و

زهر ورځ په ورځ زیاتېدل. په هغې کې تیتیدل

هغه زهرو توره کړې وه

هغه زهرو نوره هم پړسوله

ښاپیرۍ پر ځان ډېره په تنګ وه! پر خپل دغه پټ پړسوب شرمېده. ځکه به له ټولو تښتېده، په څنګ کېده، په وچه دړه، دیوال او ډبره به ننوته او هلته به ورکه شوه

غرني به په پټه پټه او له څټه څټه راونیوه. او ټینګه به یې کړه. او لکه خرمایي سنځله؛ پخپله غیږه کې به یې وڅنډله! ناڅاپه به کوم لاس، یا کومه پښه، یا کومه خبره؛ لکه اور راغله، د غرني په ټنده به ولګېدله! بیا به له هغه به سنځلې هیرې شوې، له ښاپیرۍ به زهر هیر شول.

ښاپیرۍ له دغو ناڅرګندو زهرو په تنګ وه. هغه شپه ورځ له زهرو سره لاس او ګریوان وه

د ښاپیرۍ د جاغو تڼۍ هېڅکله پخپل ځای نه وې

ښاپیرۍ له ځان، له خواوشا نه، له هرچا نه په تېښته وه. هغه له هرچا څخه په څنګ تېرېده. او یا به په دړه، دیوال ډبره کې ورکېده؛ خو غرني په بوی پېژندله او په لاس وروړلو به یې بیا راسپړله. او په خندا خندا کې یې خوړله

 ښاپیرۍ په بل شان مارګیر اوښتې وه. دغه مارګیر د هغې له زهرو شات جوړول او خوړل؛ خو دغه دواړه چا نه لیدل! دا هرڅه د دړې، دیوال او ډبرې دننه تېرېدل. او همالته بې‌تصویره، بې‌سیوري ورکېدل.

په دې کې یوه ورځ بختۍ غلې د هګیو ټوکرۍ ته ورتېره شوه. په دواړو لاسونو یې راپورته او له پلو لاندې کړه. بیا ورسره له کوره ووته، چې (سپیلنی) وګوري، چې په دې ټکنده غرمه کې چیرې په مارانو پسې ورک دی

سپیلنی او همزولي هلکان یې، ټوله ورځ د مارانو په ځالو پسې ګرځېدل. هغوی تر هرې دړې، تر هر دیوال، تر هرې ډبرې لاندې، په مارانو پسې لرګي وهل

دغو هلکانو د مارانو هګۍ ماتولې!

 غوا له قبول سره وه. هغه څوک راوستی و. په کور او کلي کې چا نه پېژانده. د قبول له خبرو کلیوال یوازې د ډاکتر په نوم پوه شول! وروسته پته ولګېده، چې دا د څارویو ډاکتر د کوم ځای و

ډاکتر سر تر پښو، د یوه ژیړرنګه، پریړ ټوکر، درشۍ اغوستې وه

د ډاکتر شنه شنه بوټان په پښو و

زیاته یې لا دا چې ډاکتر خپله ږیره له بیخه خریلې وه

د ډاکتر مخ، د هغه بریتونه، د هغه ټول ځان، سور پور و!

ډاکتر د کلیوالو له مخې سره روان و. ډاکتر ته به چې هر چا لاس ورکړ؛ نو یوه ځانګړي بوی به وښوراوه! دغه بوی به د کلیوالو او ماشومانو په ډډو بخار راوخیژاوه

هرڅه چې و، د ډاکتر په لاسي بکس کې و! د کلیوالو سترګې همدې د سرې څرمني بکس ته وازې پاتې وې

یو وخت چې د ډاکتر کار خلاص شو؛ نو له غوجلې راووت. له څټه یې قبول را روان و

قبول په ځان پسې ماته ګوډه غوا راکشوله. دا وخت ډاکتر، قبول او غوا داسې بریښېدل، چې تا به ګڼله اوس به یوه غټه خبره څوک وکړي

خو څوک نه و، چې په نره کلیوالو ته دا خبره ووايي

دا ګړۍ چې سپیلني غوا ولیده؛ نو بیګاه ته یې (غرني لالا) ته کیسه کوله، چې د موږ غوا پیریانۍ ده. نن سبایي، دغې غوا هغه ډاکتر ماما ته، د خور او مور کنځلې کولې!

غرنی ګنګس و. خوبولی و. هغه څوک نه لیدل! غرني په هرچا، هره څېره کې، د قبول له پیري سره اخته و: «تره زو مړ دې کړم...» 

د غرني ګرده ورځ خارجیانو خوړلې وه

دغه ناڅاپي بلاوې، سبایي په کلي راتویې شوې وې! هغوی کلیوال په څه ساز، په څه حرکت، په څه کوښښ... پر ځان راټول کړل.

 هغوی په کلیوالو خپله ځانګړې غونډه جوړه کړه! ددغې غونډې سړي، خبرې، شعارونه، د کاغذونو او ټوکرانو لوحې... هرڅه نوي او بل رنګه ول

دغو سرو- پرو سړیو (لکه د څارویو چې مخونه ور وخریې) غرنی په تنګ کړ. په څټ یې وواهه؛ د غونډې له ځایه یې لیرې وغورځاوه

غرنی له غونډې لیرې شو. هغه ټوله ورځ دړې، دیوالونه او ډبرې ښورولې او له ځایه لیرې کولې! او د مارانو هګۍ یې په ورغویو کې ماتولې او بیا یې څټلې.

 په دې مینځ کې خبریال، عکاس او انځورګر (چې یو تن و) ډیر ستړی و. انځورګر لګیا و، چې له دغه تعلیمي او عملیاتي ورکشاپه، ترټولو زورور کار جوړ کړي.

په دې ورځې کلي ته راغلي د سرو کسانو ډلې، زور واهه؛ ترڅو تر ټولو زورور کار وکړي

دا ورځ بل شان تېره شوه. داسې چې نه چا لیدلې وه او نه چا پیژندلې وه

په سبا ورځې یې، کلیوالو غوا ولیده، چې پرمخ «شري» وهلې ده

د غوا سترګې له ژړا سرې، سرې وې! چا ویلې، چې کار کار د ملک د سخوندر و

ملک یو بد سترګی سخوندر درلود، چې پرتله له ناظره د بل چا په لاس نه ټینګېده

دغه سخوندر، پرون غرمه غوا ته ورخوشې شوی و

هغه شېبه ناظر د زردآلو ونې ته ورختلې و

هغه خام زردالان، له خستو سره، ژوندي ژوندي کرپول او تېرول

چا ویل چې نه کار کار د بل چا و: پرون غرمه، قبول یو څوک راوستی و(...) وۍ زه څه پوهېږم، خدای خبر د یوه شي، د یو کار ډاکټر به و

چا ویل چې نه په دې غوا له اسمانه څه شی رالویدلي ...(...) «وۍ ها پروني سره ملخ ښیم؛ نوره مې خوله مه لټوئ!» 

وروسته چا وویل: «بې‌ځایه تومت مه کوئاو «ولې خپلې غاړې په دې اخره دنیا بندوئ؛ په هغه کار چې نه پوهیږئ ولې په کې غږیږئاو «هلئ غوا بیالې ته بوځئ؛ په شنه خړه یې شا ور پټه کړئ

 وروسته ټولو همدا خبره ومنله. غوا یې ویالې ته بوتله. شنه او سړه خړه یې په شا ور وتپله

د غوا تبه یو څه وشکېده. ورسره کلیوالو هم له خبرو پرېښوده

بختۍ په مزه مزه لګیاه وه. د غوا تاویز ته یې سور پوښ ورکاوه، چې قبول له ډول او له سورني سره په کور راننوت: «مورې، مورجانې دې ته وایي زوی!» 

بختۍ تاویز پټ کړ او له شنو خالونو ډک مخ یې زوی جان ته راښکاره کړ.

 «مور دې جار شي، مور ته څه وايې؟»

 «مورې! دا ځل به غوا زراعتي خوسی راوړي!» 

مور اریانه شوه:

 «وه هلکه! زراعتي یې لا څه بلا وي؛ خدای دې سم خوسی راکړي

د قبول د زړه سندره چا چور کړه

«مورې! په سم خوسی به ښاده نشې! له خدایه که غواړې؛ نو دا ځل زراعتي خوسی وغواړه.» 

بختۍ نیمه مخ پټې شوه؛ لکه له پردي چا سره چې خبرې کوي

- یې د خدای بنده! سمه خبره وکړه! دا زراعتي یې لا څه بلاوي؟

- مورې! ته هم بلا کوې! زراعتي خوسی نه پېژنې؛ بس فیل یې وګڼه

- وه هلکه فیل؟!

- هو فیل، فیل ښیم! (بختۍ څه شي وچیچله)

- وۍ! وه خدایه! دا لکه چې قیامت رانېږدی شوی

د بختۍ له لاسه تاویز ولوید.

 نه پوهېږم چې د کومې وچې زمري، د قبول دوی فیل، د افریقې له ځنګلونو راوځغلاوه، او داسې بیزوګی یې کړ

نه پوهېږم د چا سترګو یا ښیراو وواهه

نه پوهېږم د کوم زاړه کوډګر طلسم هغه مات، مسخ او د ملنډو کړ؟؟؟

 ټولو هک اریان او په ورپېښ غمجن، ویریدلي حالت کې د ښاپیرۍ په غیږ کې خوسي ته کتل. ښاپیرۍ پخپلو لاسونو کې (چې د اختر نکروزې پرې تازه وې) سور پور شترمرغ نیولی وه

 ټول چوپ وو. څوک لانه غږېدل. دوی ټول یوه نه پیژندلي ویر پخپلو پټو پټو لومو کې نیولي او په مرګ تړلي وو

وروسته شمس‌الدین‌اکا را دمخه شو «د خدای کارونه دي؛ بله به نه کیدهاو «لورکۍ! دا شی له ماڅخه لیرې کړه؛ ماته لاره راکړه، چې په جومات کې جمه رانه لاړه!» 

ناڅاپه قبول راویښ شو. هغه یوې بې‌شکله بلا- یوه لرغوني دیو- راوخوځاوه او په دغه تیاره سپیده داغ کې یې، بې‌ډوله او بې‌سورني، یو دوه څرخه، وګډاوه.

 د قبول دی کار د غرني ګنګسیت، ویره او زړه تنګي ورڅخه یوڅه سپک کړل

غرنی په زنګنو کښېناست. د هغه په ملا کې کوم ځای په درد شو. په ګرېدو شو

غرنی د شخیو په وېستلو شو

ښاپیرۍ لا هم شرمېده. په هغې له کوم ځآیه، د کوم شي بوی لګېده! هغه نه پوهېدله چې څه وکړي؟ 

نېږدې و له ځانه خوسی او هرڅه وغورځوي. ویښته وشکوي. غرني ته لاس ورواچوي... ورپسې منډه کړي

او د تناره له غاړې- پټه پټه- څه شي ته وژاړي

د ځینو سمبولونو توضیح یې د ګران سحر ورور په قلم:د بنیادمان غټو تصویرونو ته لنډې لارې

 

وفا سمندر تر اوسه پورې څلور رومانونه لیکلي چې «بنیادمان» په ټول کې لومړنی دی. تر کومه چې زه خبر یم د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې لیکوال څو څو ځله د بنیادمان څلی د کلماتو په مرسته را هسک کړی خو لنډه موده وروسته د لیکوال د احساساتو او عواطفو سیل او زلزلې څلی نړولی او د بنیادمان بل څلی یې نقاشي کړی

بنیادمان بیا هم د «بنیادم» کیسه ده چې ډېره راسپړل شوې خو نه ده لا سپړل شوې، د وفا ستونزه همدا ده، د هغه بنیادمان کله کله ګورئ چې د «غرني» یا «بختۍ» په خوب کې پټ شي او ورسره ورک شي، خو بیا ګورئ چې له دې زمکې له دې هستۍ ها غاړه سره راوباسي او دغه د لسهاوو زرو کلیماتو «ډیران» ته د ملنډو په سترګه ګوري.

که څه هم چې وفا سمندر د سیمبولونو، تصویرونو، اسطورو... مانا کولو ته هومره پام نه ساتي؛ خو زه د هغه د یوه دوست په توګه د «بنیادمان» د کتاب ځنې سمبولونه، تصویرونه او اسطورې داسې راسپړم.

- د «یاغیانو کلی» «جلا جغرافیه» «بل اقلیم» «د مارانو دښته» «قدیمي کلا»:

 د هېواد هغه انځورونه دي چې د «ایډیالوژۍ» «فلسفې» او «اروا پوهنې» له «مکتبونو» څخه د کتاب په پاڼو را اوري.

- «میاشې» ښایي ایډیالوري! «مچۍ» انقلاب او «مچان» سیاست ته ګوته نیول وي، دغه شان دي د «بڼهاري» «بنګیدل» «بڼیدل» «بغس» کلیمې، «کلیمات» «امبااااع» «مرخیړي» هم دې ته ورته مانوې لري.

- «کوړکه چرګه» «د مارانو هګۍ» «توده غوجله» «مالګین زهر» «سپۍ» «مړه کبان» «د رشقې باد»: د انسان غریزې هیجاني زیرمو، د هغو پاړسوب او چاودونو ته ځانګړې اشارې دي.

- «غوا وخندل» «اووه میاشتنی خوسی» «ډډی» «شترمرغ»«پیل» او «شی»:

هغه تصویرونه دي چې موږ په کې د ثور د اوومې د کودتایي اوښتون د پیل، ودې او پای پړاونه وینو.

- «رنګونه» «چینه» «کب» «زر مجسمې» او بیا د « زرو کب»؛

د «مینې» او انساني عاطفې هغه بیلابېل تصویرونه دي چې د ایډیالوژیک سانسور چاړه نه ورسیږي. یا هم هغه قلمرو چې د جګړې او انقلاب ابوالهول په دومره زور وهلو سره وران نه شوای کړای.

«جوج ماجوج» «سره پیریان» «کتابي لیوان» «سره شیطانان» «دیوان» «مارګیر»«د مارانو سلطان»: د تیري، ښکیلاک او ورانۍ هغه دوه لاسونه دي چې هېواد یې راته د «ایډیالوژۍ، انقلاب او سیاست» په کوډو په دغه برخلیک کښېناوه.

- د « خلکو باچا» «ستوری» د «نڅاه باچا» د «مارانو سلطان»: د «انقلابي لیډرانو» لرۍ.

- «بې‌کوره، بې‌اوره، بې‌پلاره، بې‌موره، بې‌وروره، بې‌خوره...»: 

هغه کلیمات دي چې د افغان په ژوند او چاپېریال باندې د واکمنې غمیزې د تصویرولو لپاره بیا بیا کارول شوي.

- «تور ډول» «توره نڅاه» «تورساز»:

هغه ځانګړې موسیقي ده چې د جګړې او انقلاب «شاهانو» زموږ انسانیت، افغانیت او د ژوند حق په قمار په کې وواهه.

پت غږ»:

ښايي د اسم اعظم په لټه کې یوه هڅه وي.

- «هېوادنۍ جګړه»:

د نازي یرغلګرو لښکرو پرضد د سره پوځ او شوروي اولس لویه جګړه.

- «د کورسک جګړه»:

د پخواني شوروي په خاوره کې د سره پوځ او نازي پوځ د ټانک د فرقو جګړه، په دغه جګړه کې له دواړو خواو څخه په زرګونو زغره والو ټانکونو برخه واخیسته او د جګړې په نړیوال تاریخ کې د ترټولو درنې او بې‌سارې جګړې په توګه ثبت شوه، دا جګړه د سره پوځ ټانکستاو وګټله.

-
بېرته شاته