(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښځینه جنس او دعلم

[22.Mar.2025 - 21:24]

لیکونکئ : رڼاګل اریوبزی

دښځینه جنس اوعلم په خلاف مبارزه دطالبي جهادیوه موخه د ښځینه جنس او علم په خلاف مبارزه د طالبي جهاد یوه موخه

 

د ښځینه جنس او د علم او زده کړو په وړاندې د طالبانو سیاست د نړۍ په تاریخ کې یوبې سارې سیاست دی. دنیا يې په حیرانۍ نندارکوي او ترې ډاریږي، موږ افغانان ترې رنځ وړو، ځکه دا سیاست زموږ په ملک کې عملي کیږي. د دې سیاست په وړاندې د کرکې ترڅنګ دا پوښتنه هم رامنځ ته کیږي چې ایا طالبان به په دې سیاست کې سړیتوب یو څه ځای ورکړي اوکه نه هرڅه به ترابده په خپل حال پاتې کیږي. دې پوښتنې ته د ځواب میندلو تر ټولو ښه لاردا ده چې د طالبي خوځښت تاریچه وڅیړل شي، ځکه تاریخ راته څرګندولی شي چې ایا طالبان کله ناکله خپله سرزوري کنترولولی شي، د سالم عقل او تدبیر په رڼا کې د دنیا په واقعیتونو پوهیدلی اوهغه منلی شي اوکه نه او باید پوه شو چې د طالبانو خوځښت څه وخت، چرته اوڅرنګ راپیدا شو، موخه يې څه وه، ښځینه جنس، پوهې اوزده کړې ته يې په کومه سترګه کتل او په دې برخه کې يې تراوسه پورې څه ترسره کړي دي.

وايي چې د طالبي تحریک بنسټ ایښودونکوملایانو د شوروې اشغال ضد جهاد کې کوم ځانګړی تنظیم نه درلود. دوی د نورو جهادي تنظیمونو په لیکوکې د شورویانو په خلاف جنګیدل او د تحریک لومړې مشر، ملا محمد عمر په دې جهاد کې یوه سترګه هم له لاسه ورکړه. د وخت په تیریدو، په تیره بیا دافغانستان نه د شورویانو تر وتو وروسته، د جهادي تنظیمونونه جنايي بانډونه جوړشول. د خپلمنځي جګړو ترڅنګ يې څه ناڅه په ټول هیواد کې په بې امنه چوراو لوټمارۍ لاس پورې کړ. په وهلو ټکولو، د انسان په سپکولواو وژلو بند نه وواو حتي تردې چې د خلکو په ناموس تیری ورته د ځان مسلم حق ښکاریده. ظلمت، وحشت اوبربریت په ټول ملک حاکم شول. د هیچا سراو مال، ننګ او ناموس په امن کې نه وو.

د طالبي ملایانونه یوازې داحالت نه خوښیده بلکې په وړاندې يې بیدرنګه عملي مخالفت هم پیل کړ. وايي چې د۱۹۹۴م کال په مني کې د لومړي ځل له پاره د دوی دیرش تنه سره راټول شول اود کندهارښار په جنوب کې يې هغه دوې جونې ازادې کړې چې جنايي بانډونو تښتولې وې. په دې کې شک نشته چې دتروراووحشت په دې شپواوورځوکې دطالبي ملایانو داکړنه دسیمې خلکو په سترګوکې لویه نیکي او بې سارې اتلوالي ښکاره شوه اواوازه يې دهیوادپه هرکونج او ګوټ کې خپره شوه. په دې ډول دسیمې په خلکو کې دناهیلۍ په ځای دتروراووحشت په خلاف دمبارزې احساس راژوندی شواودطالبانو سره يې مرسته پیل کړه. په دی وخت کې د پاکستان، بیا تیره بیا دپښتونخوا په دیني مدرسوکې زیات شمیرافغاني هلکان اوزلمیان په زده کړو لګیا وو، ددوی ډیره برخه یتیمان اویا دبې وزله کورنیو بچیان ووچې جوپه په جوپه به د طالبانو په ليکوورګډیدل اودهغوی نظامي ځواک يې غښتلی کاوه. د۱۹۹۴م کال داکتوبر په ماشت کې يې په سپین بولدک کې دحکمتیارګوند دوسلو یوه لویه زیرمه ونیوله اوله هغې څخه يې۱۸۰۰۰کلاشنیکوپونه ترلاسه کړل. لږڅه وروسته یانې دهمدې کال دنومبر په میاشت کې يې دکندهار ښارونیواو په دې توګه يې خپل نظامي زوراوځواک ته دافغان ولس پام راواړوه. دکندهار ترنیولو وروسته طالبان نورهغه ملایان نه چې تنظیمي بانډونه يې یوازې په وعظونو، مسلواونصحتونودخپلمنځي جنګونواودولس په وړاندې دبې سارې جنایتونونه منع کول بلکې دیوه نظامي ځواک په توګه يې هم ورڅخه وغوښتل چې دقدرت په سردې خپلمنځي جګړې اود بې ګونا خلکو په وړاندې دې وحشت اوجنایتونه بس کړي، وسلې دې تسلیم کړي اودا به مني چې د قدرت په هکله پریکړه به ملت کوي. دايې هم زیاته کړه چې موږ ( طالبان ) دقدرت تږي نه یواوهیڅکله به خپلې مدرسې په دولتي چوکیو بدلې نه کړو. د۱۹۹۵م کال دمارچ ترمیاشتې پورې يې دهیوادپنځه ولایتونه ونیول. دطالبانو ترولکې لاندې ولایتونوکې دغلو لوټمارانواودتنظیمي جنګسالارانود ورکیدوسره سم جګړې، لوټمارې اونور ډول ډول ظلمونه اوبې عزتۍ هم پا ی ته ورسیدې، امنیت اوعدالت ټینګ شول.ددې حالت په لیدو سره دپکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونوقومي مشرانوپه خپله خوښه طالبانو ته بلنه ورکړه چې ورشي او ددې ولایتونوواګی په لاس کې ونیسې. دطالبانو دې نظامي او سیاسي بریالیتوبونو د نظامي بانډونو لیډران دسخت ډاراو وارختايې سره مخامخ کړل، ویره يې په زړه ورننوتله اوعقل يې له سره والوت، د بدن غړي يې شل شول او نه پوهیدل چې څه وکړي. نوځکه دجلال اباد ښاریوازې پنځوسواودهرات ښاردوه سوه پنځوسو طالبانو فتح کړ. کله چې طالبان دجلال اباد ترنیولو وروسته د کابل د نیولو په نیت په هغه لوروخوځیدل، تردې وړاندې چې دوی ماهیپرته ورسیږي، احمدشاه مسعود په کابل اوشاوخوا کې لوټ کړي مالونه په لاریوبارکړل، دشمال په لورپه تیښته شواوکابل يې بې جنګ اومقاومته پریښود. طالبانو د ۱۹۹۵م  کال دسبټمبر په ۲۷نیټه دکابل ښارته ورننوتل. تردې وخت پورې طالبان په هرځای کې دخلکودتودهرکلي اولوی درانوي سره مخامخ کیدل. داهرکلی اودرانوی په حقیقت کې دطالبانوپه ژمنواوکړنودافغان ولس باوراو د هغوی په وړاندې د اخلاص نه ډک غبرګون و. ما ( ددې کرښو لیکونکي ) دا باور نه کاوه چې طالبان به په خپله ژبه وفا ونه کړي، ځکه له یوې خوا داسلام مبارک دین هر مسلمان مکلف کړی دی چې په وعده وفا وکړي او له بلې خوا طالبان هغه څوک دي چې ځانونه دنړۍ ترټولو مسلمانانوپاک اوسوچه مسلمانان بولي، نوځکه هیڅ دلیل نه لیدل کیږي چې کړې ژمنه دې ترپښولاندې کړي.

په خواشینۍ باید ووایم چې دوی همدا کاروکړ. سره له دې چې څوځله يې ټینګار کړی وچې ملت دقدرت اختیارلري، په ۱۹۹۶م کال کې يې ۱۶۰۰ملایان راټول کړل، ملایانو بیا په خپل وار افغانستان ته « دافغانستان اسلامي امارت » نوم اودطالبانومشرمرحوم ملا محمدعمراخوند ته د امیرالمؤمینین لقب ورکړ. په دې ډول دسیاسي نظام اوحکومت لومړۍ ډبره کیښودل شوه، خو ولس ترې بې خبره په ځای پاتې شو. طالبانوداهم ویل چې: «موږ د چوکیو شوق نه لرو او خپلې مدرسې به په چوکیو بدلې نکړوخو په عمل کې يې نه یوازې وزارتونه اوسیاسي بستونه په خپلو کې سره وویشل بلکې د مسلکي مؤسیسو په ریاستونو، چې چلول يې بې له مسلکي کسانو ګران کارواودی، هم ملایان وګمارل. په دې توګه مدرسې په ځای پاتې شوې، دولتې چوکۍ په محترموملا یانو وویشل اویا دهغوی له خواونیول شوې. سربیره پردې طالبانو د وخت په تیریدو د خلکو په شخصي چاروکې ځنې لاس وهنې هم پیل کړي، په کورونو ورننوتل، ویډیوګانې اوتلویزیونونه يې ترې راایستل او ټوټې ټوټې کول يې. نارینه يې په زوراوجبرلمونځ اداکولواو ږیرې پریښودلو ته مجبورول او په دې نه پوهیدل چې د اسلام په مبین دین کې په ارکانو او احکاموعمل کول یانې عبادت داسلامي عقیدې نه سرچینه اخلي اواسلامي عقیده د اسلام مبین دین سره دمسلمان معنوي پیوستون او دهغه په ریښتینوالې کلک ایمان دی. عقیده دزړه له تله راپورته کیږې او په بشپړه ازادۍ کې په خوله او ژبه بیانیږي، نه په زور په چا پورې تپل کیږي اونه په زورڅوک ترې منکریږي. پاکه عقیده اوپاک نیت دعبادت دپاره شرط دی. د زوروردخوشالولواویادهغه د شرنه دځان دساتلو په نیت عبادت کول عبادت نه دی، هغه شرک دی. عبادت هغه کړنه ده چې دعقیدې او نیت له مخې په بشپړه ازادۍ کي یوازې او یوازې دلوی پروردګار د رضا دحاصلولوله پاره ترسره کیږي.

هغه څه چې د طالبانو اسلامي امارت نه يې خلک زیات خواښیني کړل دا و چې په خپل شپږکلن امارت کې يې تعلیمي سیسټم او دځوان نسل ښوونې اوروزنې ته چندا پاملرنه ونه کړه، جونه او ټول ښځینه جنس يې له سره دزده کړو نه بې برخې کړل اوداهم په داسې حال کې چې زده کړه په هر مسلمان فرض ده، دفرض ادا کول بیا په خپل وار دپروردګار په دربار کې عبادت دی اودا دزده کړې اوپوهې یو بل حکمت دی چې دانسان دکارځواک اوقابلیت وچتوي، دبې وزلۍ، بې وسۍ، دآفتونواومصیبتونوجرړې اوباسې.دولسونواوملتونو پرمخ د پرمختګ او سوکالۍ لارروښانه کوي اوپرانیزي. که دغفلت خوب نه لږڅه رابیدارشواوسترګې خلاسې کړونووبه ووینو چې په پوهه یانې ډول ډول مسلکونو، کسبونواوهنرونوسنبال ولسونه ازادولسونه دي، شتمن او اباد ولسونه دي. د دوی په ازادۍ هیڅوک تیری کولی نه شي، دسوکالۍ او پرمختګ مخه يې نیولی نشي. نوځکه داسلام غښتلتیادمسلمان ملت په غښتلتیاپورې اړه لري، که مسلمان ملت ځواکمن وي اسلام به هم ځواکمن وي، که مسلمانان کمزوري وي اسلام به هم کمزوری وي اوکه دځمکې په سرمسلمان پاتې نشي اسلام به هم نه وې. بې علمي دهرولس دکمزورتیا بنسټیزلامل دی.

د اسلامي امارت یوه بله دخواښینې وړکړنه داوه چې د ۲۰۰۱ کال دمارچ په میاشت کې يې دبامیانوترټولولوی بت په دي بهانه ټوټې ټوټې کړچې داسلام پیغمبر( ص ) دمکې ترفتح وروسته ټول بتان مات کړل اوکعبه معظمه يې تري پاکه کړه. دایو تاریخي حقیقت دی، خومعاصره روزنيزه پوهه داهم راښيي چې که دکومې تاريخي پیښې په زده کړه کې دهغه پیښې لاملونه اوشرایط ونه څړل شي نو دازده کړه میخانیکي زده کړه ده. په میخانیګي میتود ښوونه اوزده کړه دحافظې په وده یو څه اغیزه کوي، خوداډول زده کړه نه عقل ته ډیره اړتیالري اونه دعقل له ودې سره چندان مرسته کوي. دپرمختللي عقل خاوند په دې پوهیږي چې په هغه وخت کې خلکو بتانو ته سجدې کولې او په دې عقیده وو چې برخلیک يې ددې بوتانو په اختیارکې دی، ډیر خلک به له لرې ځایو دهغوی زیارت ته راتلل تحفې اوشکرانې به يې ورته راوړلې چې بیاد ناروا ګټې په توګه دقریشو دحاکمې ډلې لاس ته ورتللې. مسلمانانودابتان وران کړل اوکعبه يې ترې پاکه کړه ترڅوبت پرستانو ته په عمل کې وښیی چې بتان يې خدایان نه دي، هغه دانسان په لاس جوړشوې اجسام دي چي دهیچا برخلیک ټاکلی نشي اوحتی دځان دفاع کولی نه شي. دبامیانوبتانوته هیچا سجده نه کوله اوهرچا ورته دتاریخي اثر په توګه کتل. تاریخ پوهان اولرغون پوهان دهمدې تاریخي آثارو د څیړلو په مرسته دتاريخ په یوه ټاکلي پړاوکې دیوه ولس دژوند دڅرنګوالي، دکلتوري اوهنري ودې په هکله مالومات ترلاسه کوي او په دې ډول د تاریخ سره دانسان اړیکې ساتي، نوځکه دتاریخي اثارو له منځه وړل دانسان له تارخ سره داړیکو شړولو مانالري، له دې امله داسلامي امارت داکړنه زیانمنه اودشرم وړکړنه وه، چې دځان په وړاندې يې نه یوازي د افغان ولس بلکې دټول جهان کرکه راوپاروله.

لنډه دا چې طالبانودروسانو په ضد جهاد کې دپاملرنې وړ برخه واخیسته اوتر ۲۰۰۱م کال پورې یې دهیواد ۹۵ سلنه برخه دجنګسالازانونه پاکه کړه، غله اولوټمارا يې ورک کړل، هیواديې بیرته متحدکړ، امنیت پکې ټینګ اوژوند مصؤن شو. ورسره سم ښځینه جنس ته تر نارینه ټیټ مقام ورکړشو. د طالبانو په نړۍ لیدکي دانسان ښه والی یا بدوالی دهغه په عمل پورې اړه نه لري بلکې په جنس پوري اړه لري. مانا داچې نارینه له پیدایښته ترښځې لوړاوښه دی او ښځه له پیدایښته ترنارینه ټیټه اوبده ده. بل داچې علوم په دوو برخو ویشي، لومړی دینې علوم دي چې زده کړه يې په هرنارینه مسلمان فرض ده اودوهم عصري علوم دي چې زده کړه يې مباح ده یانې نه ګټه لري، نه زیان، نه ښه دې او نه بد. زموږ په نظردا دواړه دریځونه نه یوازې داسلام مبین دین سره په ټکرکې دي بلکې دځمکې پرمخ د شخصي، کورني او ټولنیز ژوند درغونې او سمون په لارکې هم کلک خنډونه جوړوي. په هیڅ آیت یا حدیث کې علم په دیني اوعصري علم نه دی ویشل شوی بلکې په یوڅه باندې دپوهیدواوحقیقت ته درسیدو په مانا کارول شویدی او په هرنارینه اوښځینه مسلمان فرض شوی دی. بل داچې داسلام مبین دین له مخې ټول انسانان دلوی پروردګار په دربار کې د برابروحقوقو خاوندان دي، دپوست رنګ، نژاداوجنس ددوی ترمنځ دتوپیرمعیارنه دی، هغه څه چې دپاک خدای په دربارکې له انسان څخه منل شوی یارټل شوی انسانان جوړوي هغه دده عمل دی. سره له دې هم داسې ښکاري چې دعلم اوښځینه جنس په وړاندې داسلامي امارت توپیري سیاست دطالبانو له نظره دجهاد یوه ضروري برخه ده اوداسیاست يې دخپل امارت دلومړې شپږ کلنې دورې ترپا یه په غوڅه توګه عملي کړچې دطالبانو اسلامي امارت په ۲۰۰۱م کال کې دیوې بلې ازموینې سره مخامخ شواوهغه داچېد ۲۰۰۱م کال د د سیپټمبرمیاشتی په ۱۱ نیټه د نیویارک اوواشینګټن په ښارونو ترورستی برید وشو. په دې برید کې چې هیڅ افغان پکې برخه نه درلوده تر ۳۰۰۰ زیات امریکایان ووژل شول. امریکایان په دی عقیده ووچی دا برید داسامه بن لادین په مشری دالقاعدې ترورستی ډلی تر سره کړی دی او طالبانو همدی ډ لی ته په خيل ملک کی پنا ورکړی ده. په دي وخت کې امریکا له یوې خوا دنړۍ یوازنی لوی ځواک واوله بلې خوا يې سیاسې مشران په سیاسي اوډیپلوما تیک هنرچندان نه پوهیدل اونه يې هم دهیوادونو ترمنځ دنړۍ والو حقوقو پروادرلوده. په هغه وخت کې دامریکېولسمشربوش اوانډیوالان يې له یوه سره دجګړوپه لټه کې وواودجګړوله پاره يې یوه پلمه غوښته. بیله دې چې دلانجې دحل له پاره دطالبانوسره خبروته غاړه کیږدې اودکومې سیاسي کړنلارې په لټه کې شي، په بیړه اوکلکه سرزورۍ يې له طالبانو وغوښتل چې بن لادین په لاس ور کړي. په دې وخت کې طالبانو دوې لارې درلودې: لومړۍلارداوه چې بن لادین به امریکاتهتسلیموي یا به يې دهغه په خوښه پاکستان اویا کوم بل هیواد ته لیږي. پهدې توګه به په دې حساس وخت کې دبلې جګړې مخه ونیسي، په سوله اوارامۍ کې به دسلګونوزره کونډو، یتیمانواودجنګځپلي او په وینولړي هیوادغمخوري وکړي او خپل ترټولومهم اوضروري اسلامي اوملي مسؤلیت اومکلفیت به اداکړي. بله لار داوه چې په بې عقله او بي مسؤلیته سرزورۍملک اومسلمان ملت ته شا کړې اوداټول دیوه بن لادین نه قربان کړي. دوی دادوهمه لارغوره کړه اواعلان يې وکړ چې: «تر هغو چی یو افغان هم ژوندی وی بن لا دین به له هیواده ونه باسییانې داچې تراخري افغان پورې به دبن لا دین دسر صدقه کړه. داسلامي امارت دې پریکړې دملت اوامارت ترمنځ اړیکوته نور زیان هم ورساوه. امریکایان چې دجګړې له پاره دکومې بانې په لټه کې ووطالبانوهغه بانه په لاس ورکړه. وايي چې حامد کرزی دامریکا د سئ آی اې یو پخوانی اومنل شوی همکارو اودانور، دشمالي ټلوالې سروالان، يې په بیړه په یو څو ملیونو ډالروراونیول، له ځان سره يې ملګري کړل اود ۲۰۰۱ میلادی کال داکټوبر دمیاشتی په  ۷ نیټه یی په افغا نستان وسلوال برید وکړ. په دې جګړه کې طالبان مات شول اواسلامي امارت يې ړنګ شو. امریکایانو په افغانستان کې دحامد کرزي په سروالۍ دخپلې خوښې حکومت جوړکړ چې دامریکا ترنظارت لاندې يېدمات شوواوتسلیم شووطالبانو په وړاندې په بې رحمه اووحشیانه کړنو لاس پورې کړ. دکندوز او ځنې نور ځایونو نه يې په زرګونو طالبان په کانتینرونوکې لیلي دشتې ته یوړل. یو څه يې په لارو کې اونور ټول يې په لیلي دشته کې ووژل. ځینو طالب مشرانوچې خپله ماته يې ومنله له امریکايي مقاماتواوحامد کرزي نه وغوښتل چې موږ مات یو، په حکومت کې برخه نه غواړو، نور په سیاست کې ګوتې نه وهو، یوازې دااجازه راکړی چې په خپلو کورونوکې واوسیږواو په جوماتونو کې عبادت وکړو، موږ پاکستان ته مه اړکوی. امریکایانو، چې دفرعونیانو په شان دغروراوتکبرپه نیلي سپاره وواوافغاني پلویانو يې، چې دامریکایانو په نوکرۍ کې پهافغانانوباندې ددایمي واکمنۍ اوبادارۍ خوبونه لیدل، دطالبانو غوښتنه نه یوازې ونه منله بلکې ټول يې ونیول اودبګرام اوګوانتاناموپه زندانونو کې يې واچول اودنوروهغودنیولو په لټه کې شول چې لا په لاس نه ووورغلي. په دې ډول دطالبانونه دژوندلارورکه شوه، بله چاره يې نه درلوده، د وچ کلک زور په وړاندې یې په مقاومت لاس پورې کړ. په لومړي سرکې يې دسرتیروکوچنیوګروپونوددوښمن په نظامي اډوپارټیزني بریدونه کول، دوخت په بهیرکې خواکمن کیدل اودجګړې په دریم کال کې دومره زورورشول چې په مورچو اوسنګرونوکې هم جنګیدل. دا جګړه شل کاله وغځیده اودطالبانو په بري پای ته ورسیده. دجنګ په بهیرکې دطالبانوتبلیغ ترډیره نظامي اړخ درلود، خپلې نظامي لاسته راوړنې اوددښمن ماتې يې بیانولې. دجهادموخه يې داښوده چې هیواد به ازادوي، بهرنیان به ترې شړي او په هیواد کې به یوسوچه اسلامي نظام جوړوي. اونوريې دټولنیزژوند په بیلابیلوبرخوکې دخپلو پروګرامونواومرامونوپه هکله نه ډیرڅه لیکل اونه يې بیانول. دټولنیز ژوند په بیلابیلو برخوکې دهرې پوښتنې په وړاندې ځواب داو چې موږ به دا موضوع داسلام په چوکاټ کې حل کوو.په ټولنیزورسنیو کې مې کله داهم لوستل چې طالبانوترخپلې ولکې لاندې ولسوالیو کې پراته دجونواوهلکانو ښوونځي په خپل حال فعال پریښودل اوحتی دهغوی په تعلیمي نصاب کې یې هم لاس وهنه ونه کړه. کله به چې خاص دښځینه جنس دحقوقوپه تیره بیادښځودکاراودجونو دزده په هکله کومه پوښتنه ترې وشوه، ځواب يې همهغه د اسلام په چوکات کې دښځینه جنس دحقوقواداکول واو په دې هکله يې خپل نیت اوراتلونکې سیاست له خلکو پټ ساته. حقیقت دادی چې افغان ولس یو مسلمان ولس دی اوداسلام په مبین دین کلکه عقیده لري اوورسره سم په خپلواکۍ مین ولس دی اوداځانګړتیايې ټوله دنیا پیژني اودامپراتوریوهدیره يې بولې، نو ځکه يې دطالبانوجهاددواړوجهتونو، اسلامي اوملي ازادي غوښتونکي،اړخونوسره مینه درلوده اودزړه له کومې يې غوښتل چي مرسته ورسره وکړي، خودښځینه جنس دحقوقوپه تیره بیا دزده کړواودکارحق په هکله دطالبانو په نیت اوسیاست شکمن وو. ځینوداهیله درلوده چې دطالبانو تحریک دخپل امارت د لومړۍ دورې راهسې ډیري تجروبې وکړې، ډیرڅه يې ولیدل اویوڅه به يې زده کړي هم وي اودامارت دتیرې دورې تیروتنې به تکرارنه کړي.ځینونوروبیاویل چې طالبان په دې عقیده دي چې دهرډول اشتباه ګانواوتیروتنونه مبرادي، نه په ځان کې کومه تیروتنه ویني اونه به په خپله تیروتنه اعتراف وکړي، ځانونه ورته دبشریت نه یوڅه وچت ښکاري. څه يې چي ترسره کړي دي اوڅه چې کوي، دعقیدې له مخې يې ترسره کوي. دوی ښځه ترنارینه ټیټه ګڼي، دانسان ټیټوالی اولوړوالی، نیکي اوبدي اوبلاخره دلوی خدای په دربار کې دښځي مقام په عمل پورنه بلکې دهغې په جنس پورې تړي. په دې منجمد فکرټول ښځینه جنس او په هغوي کې خپلی هغه پاک لمنې میندې هم سپکوي چې داسلام پیغمبر ( ص ) جنت دهغو ترپښو لاندې ګڼي. طالبان په خپل جهاد کې تدبیر اوتعقل ته چندان ارزښت نه ورکوي او په وچه کلکه سرزورۍ کې ځان ته جنت لټوي. دوی به تیرې کړنې ترکره کتنې لاندې ونه نیسي، که چیرې بیا قدرت ته ورسیدل هغه چارې به بیا تکرارکړي چې دامارت په لومړۍ دوره کې يې پیل او ترسره کړې وې.جونه به بیا زده کړواوښخې به بیاکارته نه پریږدي، تعلیمي نظام به له پښو وغورځوي، له بهرنۍ نړۍ سره به سیاسي اوتجارتي اړیکي وشلیږي، بېکاري اوبي وزلي به ډېري لوړې کچې ته ورسیږي او خلک به دلوږې، ناروغیو اونورورنځونوترستم لاندې کړیږي. په دې ډول که ولس له یوي خوا دبهرنیواشغالګرودوحشت اودکورنیو فاسدو زورواکانوله بډواولوټماریورنځیدهاوپه ورکیدويې خوشالیده، له بلې خوا دطالبنو دعقل نه خالي، وچې کلکې سرزورۍ نه هم ډیرډاریده اوشل کاله په اصطلاح دپاڼ اوپړاګ ترمنځ اوسیده. د ۲۰۰۱م کال په مني کې داجګړه دطالبانو په بري پای ته ورسیده. په افغانستان کې لا پا تې بهرني فوزیان سرګردان اوپریشان په تلوار مخ په تیښته شول اودجمهوریت پخواني سروالان لکه سیاف قانوني، داحمدشا مسودوروڼه اونوردبهرنیو تروتلولاوړاندې په بیړه اوچټکتیا دپاکستان په لورروان اوورټیټ شول. په دې ډول دافغا نستان اسلا مي امارت دافغانستان اسلامي جمهوریت ځای ونیو، افغانان دبهرنیانوداشغال اودکورنۍ فاسدالطوافې نه ازادشول اودطالبانو په لاس ورغلل. عام ولس دبهرنیواشغالګروپه وتواودکورنیوفاسدولوټمارانوپه ورک کیدو پسې ملال نه شواودطالبانوپه راتګ چندان خوشال نه شو. په دې جګړه کې ټول ۲۳۶۱۵۴ افغانانوژوند له لاسه ورکړ. دوی ټول دبن لادین دسر صدقه شول اوکونډې یتیمان ترې پاتې شول. دجنګ په قربانیانو کې ۱۲۰۰۰۰ طالبان وو، ۶۷۰۰۰ افغاني سرتیري اوپولیسان وو، ۵۰۱۵۴ ولسي وګړي ووچې نه په طالبانو اونه دهغوی په مخالفانو پورې تړلي وو. ددې لیکنې په بله برخه کې دښځينه جنس دکار اوزده کړو په هکله دامارت عملي سیاست څیړو.                           

 
-
بېرته شاته