د پښتو لومړنی
[09.Apr.2025 - 12:06]دپښتو وړومبى افسانه نګار
ليک: اسيرمنګل
راخت زاخيلى (١٨٨٤-١٩٦٣ء) دپښتو کيسه ايزادب په ميدان کښې يوه پيژندلي او منلې شوې نامه ده تروسه پورې چې څومره څېړنه او کره کتنه شوې ده دهغې ترمخه دپښتو لنډې کيسې سره سره دپښتو ناول٫٫نتيجه عشق،، هم وړومبے لېکونکے دے هغه بيله خبره چې ناول ئې په وخت چاپ نه شو اودچاپ په صورت كښې دااوليت دنورمحمد تره كي ناول٫٫ بې تر بيته زوئ،، ته تر لاسه دے چې هغه په كال ١٩٤٠ كښې په قسطونو كښې خپور شوے دے دپښتو صحافت شورو هم دراحت زاخيلي نه کيږي دلته زه دهغه په لنډو کيسو څه وئيل غواړم د موصوف کار او زيار د لوستو نه پس سړے په دې نتيجه رسي چې هغه يو ځيرک او لوستے سړے وۀ په عربۍ، فارسۍ، او په اردو ژبو ښه پوهېدو دکېسو نه پرته په خپله ټولنه کښې ديو صحافي، خوش نويس، شاعر او مترجم په حيث ئې هم خپله پيژندګلو لرله دعلامه اقبال مشهور کتاب "ضرب کليم" ژباړه ئې په علمي حلقو کښې نن هم خوښولې شي شاعري ئې هم دستائيلو وړ ده ولې دټولو نه لوئ کار ئې دپښتو کيسه ايز ادب کښې دافسانې پيژندګلو ده چې دشلمي صدۍ په دويمه لسيزه کښې ئې پښتانه دې نوى صنف سره اشنا کړل.
افسانه که هر څو دانګريزۍ په لاره هند ته راغلې وه ولې پښتونخواته داردو په واسطه راغله ګران راحت زاخيلى بابا د اردو ادب نه متاثره وهٴ او ددې اندازه ئې دلنډو کيسو نه په ښه توګه لګي کله چې دپښتو لنډې کيسې په حقله څيړنې پېل شوې په کال ١٩٧٣ء، کښې دپروفيسرډاكټر محمد اعظم اعظم مقاله "پښتو افسانه" تحقيق او تنقيد" خپره شوه د راحت زاخيلى بابا لنډه کيسه "کونډه جينۍ" چې په کال ١٩١٧ء، کښې په افغان اخبار پېښور کښې خپره وه دپښتو وړومبۍ افسانه ومنله او راحت زاخيلى ئې دپښتو وړومبي افسانه نګار په درناوي و نمانځلو کال ١٩٨٧ء کښې چې کله محترم قلندر مومند په "درياب" لغات کارکولؤ نو ديو پيرنګي مستشرق جي جے لوريمر چې په پښتنو کښې دلړم پيرنګي په نامه مشهور وه يو لغات A dictionery of waziri language ګوتو له ورغے نو په هغې کښې ئې دپښتو يوه کيسه چې په رومن کښې کښلي وه هم او کته او دا دعوه ئې اوکړه چې دا دپښتو وړومبۍ افسانه ده او دپښتو وړومبے افسانه نګار راحت زاخيلى نه لړم پيرنګے دے چې لنډه کيسه ئې په کال ١٩٠٢ء کښې هم په دغه لغات کښې دکلکتې نه خپره ده په دې لړ کښې قلندر مومند هغه وخت يو مضمون،دپښتو وړومبے افسانه نګار،(١) خپور کړو خو دغه دعوه ديو څو ليکوالو نه پرته بل چاونه منله ما چې کله په پښتو افسانې څيړنه کؤله اؤ دلړم پيرنګي دې کيسې سره مو د راحت زاخيلى "کونډه جينۍ" پرتليز جاج اوکړو نو صفا خبره داده چې د فن او تکنيک په لحاظ چې کوم خواږۀ "کونډه جينۍ" لري هغه دلړم پيرنګي په کيسه کښې نشته دغه کيسه يوه عامه کيسه خو کيدے شي چې دګل او صنوبر په پلاټ ليکلې شوې ده ولې د افسانې کړه وړۀ چرې هم نه پوره کوي او نه پښتني ټولنې سره څه سمون لري.
نوې څيړنه د ښاغلي عبدالکريم بريالي ده هغه ليکي چې مرزا محمد اسماعيل کندهارى اؤ مرزا سيد احمد خان يوه کيسه "امير صاحب" ليکلې ده چې په ١٨٧٥ کښې خپره شوې ده هم دا دپښتو لومړۍ افسانه، ده (٢)
ما په خپله مقاله کښې په دغه کيسه هم خبرې کړي دي چې دجديدې افسانې هيڅ خواږه نه لري اوس که مونږ حقيقت نه سترګې نه پټوو نو راحت زاخيلي بابا دپښتو افسانې امام دے اؤ ددۀ "کونډه جينۍ" دپښتو افسانې وړومبي دور چې د کال ١٩١٧ء نه تر کال ١٩٤٨ء پوري رسي په فن او تکنيک پوره يوه مکمله افسانه ده (٣)
اوس به راشو د راحت زاخيلى دلنډو کيسو په حقله چې په شمار ټولې اووۀ دي داټولې په مختلفو ورځپاڼو او مجلو نه علاوه پروفيسر افضل رضا، "دراحت افسانې" په نامه هم چاپ کړي دي (٤) دوې نورې افسانې هم په دۀ پسي حساب شوي دي چې يوه "شليدلې پڼه" او بله "توره بلا" ده شليدلې پڼه هيڅ کيسه نه لري دا دپڼې او دسړي ترمينځه يوه مکالمه ده چې سړے خپل ځان غوره او پڼه سپکه ګڼي دغسې ددوي ترمينځه بحث شورو شي چې په اخر کښې په دليلونو پڼه خپل اهميت په سړي ومني دغه خبرې اترې څه کيسه نه لري او دا فنپاره دافسانې په ځائے ادب لطيف ته ورته ده خوله بده مرغه زمونږ ځينې ليکوالانو دا هم دافسانې په قطار کښې شمارلې ده توره بلا، زما له نظره نه ده تيره شوې دې له کبله په دې حقله زۀ څه نه شم وئيلے چې ايا دا افسانه ده او که نه،
"کونډه جينۍ" سين چپي چپي اباسين چپي چپي دا هم وادۀ وۀ، د طارق اختر، لور خور که غوا مېښه، پټ پټوڼے، او د تندي ليک ددۀ ټولې افسانې دي کونډه جينۍ په کال ١٩١٧ء کښې ليکلې شوې ده او د "تندي ليک" په کال ١٩٦٠ء کښې ليکلې شوې ده کونډه جينۍ نه يواځې دپښتو کيسه ايزادب دوړومبي دور يوه شاهکار لنډه کيسه ده بلکې دراحت زاخيلي تر ټولو افسانو يوه غوره افسانه هم ده دفن او هنر په کالو ئې چې څومره دا کيسه ښائسته کړي ده دغسې ښکلا ئې نورې کيسې نه لري دلته لوستونکے په شک کښې پريوځي چې چرته "کونډه جينۍ" دبلې ژبې ژباړه نه وي ـ دډېر وخو داخيال هم دے چې داد پريم چند ديوې افسانې٫٫ بڑے گھر کی بیٹی،، ترجمه ده ـ په دې حقله ما خپل كتاب كښې چې څه ليكلي دي تاسو سره ئې هم شريكول غواړم
٫٫زمونږ د وړومبي دور زيات افسانه نګاران د هندي افسانه نګار پريم چند نه متاثره دي اؤ ځيني ژباړې يې هم کړي دي د راحت زاخيلي په، کونډه جېنۍ، هم دا شک کيدو ولې د پريم چند ،بړے گهرانے کٰی بيټي،، افسانې سره چې د"کونډې جينۍ" پرتليز جاج واخستے شو نو د دواړو افسانو مرکزي خيال ديوې ښځې ذات نه چاپيره ګرځي دا دوه واړه افسانې په څلورو برخو کښې ليکلې شوې دي، د "کونډې جينۍ" مرغۍ او د،بړے گهر کى بيټى، انندي دواړه جينکۍ دي دا افسانې په څه نه څه توګه يو بل سره مناسبت ضرور خوري چې مرغۍ او انندي دوه کونډې جينکۍ وي په کم عمر کښې واده وي ولې پلاټونه يې ديو بل نه جدا دي اؤ بيا د، بړے گهرانے کي بيټي، پلاټ خو بيخي بيل پلاټ دے ددې افسانې،آنندي، ديو لوئے کور ښځه وي چې دخپل حثيت نه په يو کم کور کښې واده شي يوه ورځ يې لېور په څه خبره ووهي چې مېړه يې خبر شي نو دومره غصه شي چې د ورور مخ کتو ته هم تيار نه وي او کشرے ورور يې فېصله وكړي چې دکوره لاړ شي کله چې آنندي ته پته ولګي هغه خپل لېور وبخښي او د دوو وروڼو ترمېنځه تاؤ تر يخوالےختم كړي اؤ دا ثابته کړي چې هغه ديو لوئے کور ښځه ده ولې، کوڼده جينۍ" خالصتا دپښتني ټولنې ترجماني کوي او، بړے گهرانے کي بيټي، دهندي ټولنې انځور ګري کوي راحت زاخيلي د اردو نه اغيزمن ضرور دے ولې کونډه جېنۍ، ددې افسانې ژباړه نه ده.،،(٥)
"دطارق اختر" نه علاوه نورې ټولې کيسې ئې دپښتني ټولنې نه چاپيره ګرځي که په ژور نظر وکتې شي افسانه نګار په خپلو ټولو لنډو کيسو کښې دښځې مظلوميت په ګوته کړے دے که ،د کونډې جينۍ ،مرغۍ ده که ،دسين چپې چپې اباسين چپې چپې،بخمله ده او که د پټ پټوڼي، خورشيده ده دا ټول ښځينه کردارونه دپښتني ټولنې قابل رحم کردارونه دي مرغۍ که دټولنې دناپوهۍ له کبله در په ديکه ده اخر کښې دومره مايوسه شي چې خپل ځان ووژني ولې بخمله دقدرتي افت له کبله ارماني ددې دنيا نه لاړه شي ،دا هم واده وۀ، مرکزي کردار د ولور له کبله په سپين سر ناوې جوړه شي ځکه چې چنغول نه ئې پلار د کلپانۍ خوړ دشګو هومره وريژې غوښتي وي او دې شرط پوره کولو دپاره هغه دهند مسافر شي اؤ چې کله ئي منګلې ډکې شي نو څلويښت کاله اوړيدلي وي دپښتني ټولنې دغه رويه نن هم ژوندۍ ده ښارونو کښې خو دخور لور حق په څه نه څه توګه پيژندلے شي او يا ډير دلته هم ددې حق نه سرغړؤنه کوي ولې په لرې پرتو علاقو کښې نن هم دغه دستور ژوندے دے نن هم ديوې پيغلي لاس د روپيو په خاطر د يوبوډاپه لاس کښې ورکؤلے شي دپښتنو دغه ناپوهي راحت زاخيلى په خپلو افسانو کښې غندلې ده او د ټولنې مظلومو ښځو سره ئې زمونږ همدردي پيدا کړې ده ـ
دکونډې جينۍ چې څومره ستائينه اوکړے شي هغه کمه ده ولې په دې کيسه کښې د مور کوم ظالم او ناترسه کردار انځور شوے دے چې خپلې سکه لور نه کرکه کوي او سپره ئې ګڼې په حقيقت کښې مور يوه داسې هستي ده چې دهغې اولاد که ډير هم بد کرداره او بدعمله وي خو مور ته پاک او معصوم ښکاري ولې دلته داسې نه کيږي په دې افسانه کښې دپښتنو دغه ناپوهي هم په ګوته کړے شوې ده چې دوي په ډير کچه عمر کښې خپلو ماشومانو ته وادونه کوي مرغۍ دنهو کالو ماشوم ته وادۀ شوے وي اؤ دروپيو په لالچ کښې دخپل وطن نه لرې نااشنا ځائے کښې لکه دڅاروي خرڅه وي په دغه کيسه کښې دپښتني ټولنې دغه رسم هم غندلے شوے دے چې مرغۍ د کونډيدو باوجود د سخر په کاله کښې وخت تيروي چې هلته دپاتې کيدو ئې څه قانوني جواز نه وي ولي پښتني ټولنه په دې حقله هيڅ غږ نه کوي چې ښځه کونډه شي نو حق ئې د لېور وي اؤ که لېور ئې نه وي بل مېړه کوي نو بيا به ئې سخر لکه د څاروي په دويم ځل خرڅوي دغه افسانه په دې ظلم نېوکه کوي اؤ ورسره ورسره د توهم پرستۍ غندنه هم کوي لکه څنګه چې مرغۍ په دې کيسه کښې دخپل خاوند د مرګ ذمه واره ګنلے شي اؤ دهغې نه کرکه په دې کؤلے شي چې هغه سپيره وي د ګل غوندې خاوند ئې څټلے وي دغه رويه دپښتني معاشرې د ناپوهۍ نه پرده پورته کوي.
سين چپي چپي اباسين چپي چپي، شورو ډېره په زړه راښکونکي توګه کيږي ولي څومره څومره چې کيسه مخ په وړاندې ځې پلاټ ئې کمزورے کيږي او خاتمه ئې هغه هومره ښکلے نه وي لکه چې څومره ئې ابتداشوى وي او اخر کښې خو دا افسانه بيخي د داستان په رنګ کښې رنګ شي "دطارق اختر" په تاريخي واقعې ليکلي شوې کيسه ده چې د افسانې نه زياته يوه فلمي کيسه ښکاري طارق دخپلي خاوري ازادۍ دپاره مبارزه کوي چې ورسره اوږه په اوږه دهغه مينه نسيمه هم وي په دې کيسه کښې چې واقعات څنګه پيښږي هغه دافسانې نه زيات داستان سره تعلق لري.
لور خور که غوا مېښه، کښې هم دپښتني ټولنې هغه رويه انځور شوى ده چې کومه دوي دخپلو خورلڼو سره لري په دې کيسه کښې ډېر په ډرامائي توګه ديوې جينۍ رشته کيږي اؤ چې کله ورپسې ورا راشي نوډېر په ډرامائي توګه ئې مور پلار د ډولۍ ورکولو نه انکار کوي ،پټ پټونے، يوه ښکلې روماني کيسه ده چې ورباندې خواري شوې ده او يو زړه راښکونکے انداز لري"دتندي ليک" چې د افسانه نګار اخري افسانه ده دغه کيسه هم روماني بڼه لري چې پکښي يوه روايتي او مښلے شوې موضوع انځور کړے شوے دے اسلم دبخملې سره مينه کوي بخمله هم د هغه په مينه کښې ورکه ليونۍ وي خو دا عمر دادوي داسې وي چې يو بل خوښوي ولې په مينه او محبت نه پوهيږي دا يو حقيقت وي خو بل طرف ته ماشوم اسلم د هندوستان تاريخ وائي چې دې کښي دهند مشهور رومان رام او سيتا تصويرونو باندې د هغه سترګي لګي دا وخت ماشومه بخمله هم راځي هغه داسلم نه تپوس کوي چې دا دچا تصوير دے هغه رام ته ګوته نيسي اؤ ور ورته وائي دا زۀ يم اؤ سيتا ته چې وګوري نو ووائي دا ته ئي دا وخت بخمله سترګې ټيټې کړي وشر ميږي يا خو دا ماشومان په مينه او محبت بيخي پوهيږي نه او يا خو ځانونه ورته رام او سيتا ښکاري دلته د هند تاريخ لوستل عجيبه خبره ده پکار دا وه چې دپښتون بچي په لاس کښې دا فغان تاريخ وے اؤ د رام او سيتا په ځائے ئې ورته د ادم خان او درخانۍ تصويرونه ښودلے وې نو دافسانه به بيخي دخپلې خاورې کيسه جوړه وے.
راحت زاخيلى د ابتدائي ورځو وړومبے افسانه نګار دے ددۀ کار او زيار په هره حواله دستائيلو جوګه دے ددۀ په وړاندې دپښتو لنډې کيسې هيڅ مثال او نمونه موجوده نه وه داستانو نه ضرور وودے په خپله هم داستان ګو وۀ دۀ چې سيف الملوک داستان په کومه خواږه او رنګينه ژبه ليکلے دے هغې دپښتو داستاني ادب شتمن کړے دے ددۀ په وړاندې په اردو ژبه کښې د جديدي افسانې فن موجود وۀ او د اردو ژبې نه ددۀ متاثره کيدل ددۀ يوه مجبوري وه دۀ په خپلو کيسو کښې په زړه پورې توګه دپښتني ټولنې انځور ګري کړې ده که چرته په افسانې کښې ئې دفن او تکنيک څه کمے په نظر راځي نو هغه خامحا په شورو کښې دسړي نه کيږي ـ
په هر حال په مجموعي توګه دهٴ چې په خپلو کيسو کښې مونږ ته د مظلومې پښتنې ښځې کوم تصوير وړاندي کړے دے هغې کښې دويمه خبره نه شي کيدے او دا ددۀ داسې صفت دے چې دپښتو کيسه ايزادب وړومبي دور نور افسانه نګاران ئې نه لري حقيقت دا دے راحت زاخيلي چې په کوم خلوص او په کومه پښتنه مينه دپښتو افسانې بوټے د زړه په وينو نال کړے دے هغه اوس يوه ګوره ونه ده کابل، پېښور، کوټه او په کراچۍ کښې ئې بلها خواخوږي سر څڼه کوي مخکښې که دپښتو افسانه ليکونکي په ګوتو شمارلے کيدل اوس صورت حال ډير زيات د ډاډګيرني وړ دے او لکه دپښتو غزل لنډې کېسې هم ليکلے کيږي او چاپ کيږي چې يو ښه شمير لوستونکي لري يعنې اوس دپښتو لنډه کيسه يوه ښکلې ناوې ده چې په اننګو کښې ئې دراحت زاخيلى بابا دوينو سرۀ هم ښکاري.
حوالې
١.. مومند قلندر، دپښتو وړومبى افسانه نګار، ورځپاڼه انقلاب پېښور ادبي پاڼه وړومبى مارچ ١٩٨٧ء
٢.. بريالے عبدلکريم، دپښتو لومړۍ افسانه په کوټه، پېښين او کندهار کښې که دلړم پيرنګي د وزيرستان کيسه، مشموله، تکتو، شماره نمبر ٧جلد نمبر ٤مخ١٩ پښتو څانګه بلوچستان يونيورسټي کوټه جنوري جون ٢٠١٢ء
٣.. منګل اسير، دپښتو افسانې سل کلن بهير، منګل كتاب كورمحله جنګي پيښور٢٠٢٢ء
٤.. رضا افضل پروفيسر، دراحت افسانې پښتو اکيډمې پېښور ١٩٧٧ء،
٥: منګل اسير، دپښتو افسانې سل کلن بهير، منګل كتاب كورمحله جنګي پيښور٢٠٢٢ء
(Prof. Aseer Mangal)
09 2025April