خاکه
[14.Jun.2025 - 14:47]خاکه
لیک:عبدالحميد زاهد
خاکه په کردار ليکلے کېږي او مونږ سره خواؤشا کښې ډېر کردارونه وي خو ورته مونږه متوجه شوي نۀ يو هسې خو مشهوره ده چې هر بنده يو کردار دے خو ځينې کردارونه دومره اهم او روښانه وي چې د خلقو توجه ځان ته راکاږي لکه په ډرامه، قيصه يا فلم وغېره کښې ډېر کردارونه وي خو هيرو، هيروئن، وِلن او کاميډي کردارونه پکښې اکثر مشهوريږي دغه شان په عام ژوند کښې هم کېږي مونږه اکثر په حجرو، بېټکونو او داسې نورو ځايونو کښې د داسې کردارونو خبرې او قيصې کوو بلکې که يو سړے چرته په کوم کلي علاقه کښې دوه درې د بهادرۍ کارونه کړي وي نو بيا چې څوک څۀ توره وهي نو د دۀ نامه ورسره اخستے شي دغه شان که کوم کلي کښې ټوقيان وي نو خلق بيا د دنيا لطيفې، ټوقې په هغوي پورې تړي او داسې دا کردارونه ورسره نور روښانه کېږي ۔
ځيني خلق خدائے تعالیٰ پېدا کړي د دې د پاره وي چې هغوي د خدائے د مخلوق د پاره د خوشحالۍ باعث وګرځي او يو څو لمحې ئې د داسې خلقو په وجه په سکون او خندا تېرې شي د داسې خلقو سره په ناسته او محفل کښې ترې خپل غمونه دردونه هېر شي او په مخ ئې د خنداګانو پسرلي راخواره شي په داسې خلقو کښې زمونږ د ډېرې مودې يار عالمزيب هم دے څوک چې د خپل ښۀ خوئي خصلت او هر دل عزيز طبعيت له کبله د ښځو سړو ماشومانو زړۀ ته نزدې دے۔
عالمزېب په کال 1960 کښې د امير الله خان کره په تخت بهائي کښې پېداشوے دے په وروڼو خوئندو کښې د ټولو نه کشر دے، وړوکوالے ئې ډېر په سختو کښې تېر شوے دے خو د خپل صدابهار طبعيت په وجه چرته ئې هم د غم يا مايوسۍ اظهار نۀ دے کړے بلکې هر غم درد ئې په خندا خوشحالۍ تېر کړے دے د سکول په وخت کښې د قبول استاذ د سترګو تور وو قبول استاذ له به ماشومانو هر قسمه ډالۍ راوړي او د قبول استاد کور ته د هغې رسول د عالمزېب ذمه واري وه يوه ورځ ورله چا ماشوم څلور پراټې او څلور اګۍ راوړې وې قبول استاد عالمزېب ته اووې چې ناوې له ئې اورسوه، ناوې به قبول استاذ د مينې نه خپلې دويمې ښځې ته وې عالمزېب چې روان شۀ په لاره کښې وږے شۀ پېسې ورسره وې نۀ د مياں خان په چاټو کښې ورته لاس ووينځل دوه پراټې دوه اګۍ ئې ترې اوخوړې قبول استاذ چې کور ته راغے ناوې ته ئې ډېر په فخريه انداز کښې غږ اوکړو وې ناوې نن دې اننګو کښې ډېره سرخي ده اګۍ دې خوړلې دي ناوې ورته وې ورک شه ميرات مړيه په هغې خو ستا د بچو غاښ هم ګرم نۀ شو دوه اګۍ او دوه پراټې به ما خوړې که بچو به دې خوړې قبول استاذ پوهه شو چې عالمزېب په امانت کښې خيانت کړے دے سحر وختي چې څنګه اسمبلي اوشوه په عالمزېب ئې غوږونه اونيول لږ ساعت پس د سکول هډماسټر حافظ صېب او شېر بهادر استاذ چې د عالمزېب د ترۀ ځوي هم وو راغلل شېر بهادر استاذ ترې تپوس اوکړو وې قبوله په عالمزېب دې دا غوږونه سحر سحر ولې نيولي دي شېر بهادر استاذ ووې په ټکي ککړ نۀ دے زړۀ ئې راله اوچوؤ عالمزېب اواز اوکړو وې لالا خبره دا نۀ ده نوره ده شېر بهادر وې پاڅه اووايه څه چل دے، عالمزېب داسې عجيبه جواب ورکړو هېډماسټر هم ولاړ وو وې څوک چې ګاډي کښې روان وي او تېل ورته ختم شي او په ټپکه کښې ورسره تېل پراته وي نو دے به د ټپکې نه تيار تېل اچوي که نه ګاډے به په ديکه پمپ ته بوځي حافظ وې اول به د ټپکې نۀ تېل اچوې عالمزېب وې زۀ اوږے شوم پېسې راسره وې نۀ بس دا تيارې پراټې او اګۍ وې دې نه مې اوخوړلې بس دا خبره څۀ وه چې قبول استاذ په جال کښې راغے ملامته شو بيا ئې ووې عالمزېب نن نه پس زما په کور بند عالمزېب وې که مخکښې دې بند کړے وے اوس به خدائې خبر کوم کلاس ته رسيدلے ووم د دې نۀ د عالمزېب د فهم او تېزوالي اندازه کېږي چې دے په وړوکوالي څومره تېز او حاضر جوابه وو زمونږ په ګاونډ کښې يو مشر سړے وو په پکلۍ استاذ مشهور وو هغه له به خلق راتلل د چا نه چې به غلا شوې وه پکلۍ استاذ په نوک کښې معلومول يو ځل ورله څو سړي راغلل وې زمونږ غلا شوې ده پکلۍ استاذ ورته وې څوک ماشوم راولۍ عالمزېب را رووان وو وې راشه ماشومه لږ دې د پکلۍ استاذ مخې ته اودروو اوګوره چې غلا څوک کوي عالمزېب ورته وې کوکو دے، کوکو نوم اغستل څۀ وو پکلۍ استاذ عالمزېب له يو درنه لته ورکړه لرې ئې اوغورځولو خلق هم حېران شو چې دې ماشوم پکلۍ استاذ ته داسې څۀ ووې چې غصۀ شو او ماشوم له ئې لته ورکړه مېلمانۀ پوهه نه شول خو په اصل کښې کوکو د پکلۍ استاذ د ځوي نوم وو او د عالمزېب د کونترو ملګرے وو عالمزېب قصداً د کوکو نوم واغستو پکلۍ استاذ وروسته بيا ډېر کمزورے شو دماغي حالت ئې هم صحيح نه وو د جمعې خطبې نه وړاندې عبدالحسن بابا اذان کوو پکلۍ استاذ جومات ته راغے وې اذان چا کړے دے عالمزېب وې نه پکلۍ استاذ اذان شروع کړو دننه عبدالحسن بابا اذان کولو بهر پکلۍ استاذ لګيا وو خلق د خندا نه شنه وو چې دا څۀ چل دے عبدالحسن بابا ډېر همت ناک سړے وو د ارمي نه ريټائر وو بيا زمونږ سکول کښې څوکيدار وو په آخري عمر کښې ئې د محمد آمين استاذ نه قرآن شروع کړو يوه ورځ د ماسپخين د مونځ وخت شو خو محمد آمين استاذ رانغے خلقو عبدالحسن بابا ته وې ته مخکښې شه هغه وې زۀ جمع نشم ورکولے عالمزېب ورته وې تشو کښې هم جمع نۀ شي ورکولے هسې دې دومره عمر کنډيکټري وکړه۔
عالم زېب د پښتو فلمونو کتلو هم شوقين وو وربل د پښتو مشهور فلم لګېدلے وو فضل الرحمان ته ئې وې څۀ چل اوکړه چې فلم اوګورو هغه وې ماسره هم پېسې نشته عالم زيب وې راځه يو چل کوو په شېر بهادر استاذ پسې لاړو وې فلانۍ 35 روپۍ غواړي هغه ورکړې دواړه لاړل فلم ئې اوکتو بله ورځ شېر بهادر استاذ ورغلے وو هغه ښځې ته ئې وئيلي وو تا په 35 روپو څه کول هغې وې د څه 35 روپۍ؟ شېر بهادر وې عالمزېب چې دې رالېږلے وو هغې وې ما خو نۀ دے درلېږلے شېر بهادر استاذ نېغ په عالمزېب پسې ورغے وې سرکوزيه تا ماته دومره لوئې دروغ وئيلي وو نن نه پس په دې کور بند ئې د سازو سره سره به عالمزېب د غلو سره هم زياته يارانه ساتله باز محمد عرف بازے زمونږ په کلي کښې يو کس وو پوډر به ئې څښکل عالمزېب ورته وې بازيه اختر را روان دے تا سره هډو زما غم نه شته ټول کلي له دې څپلۍ راوړې بازي ورته وې غم مه کوه بله ورځ بازې څپلۍ راوړې عالمزېب ته ئې ور اوډبولو وې راشه څپلۍ مې راوړي دي واچوه عالمزېب ورته وې دې کښې 7 نمبر راواخله هغه وې مړه دا څۀ دکان خو نۀ دے څپلۍ د عالمزېب په پښو لوئې وې دې کښې يو غلجے را روان وو وې ته راشه غلجيه دا څپلۍ واچوه څپلۍ په غلجي پوره وې بازيه روپۍ ئې څو دې بازي وې اتيا 80 روپۍ وې ظالمه په اويا خو معرف الله استاذ نوې خرڅوي بازي وې دا هم څۀ زړې خو نۀ دي خېر په 35 روپۍ خبره اوشوه چې پېسې ئې ورکړې بازے روان شۀ نو عالمزېب آواز ورکړو وې بازيه پال پرهېز دې ورته ونه ښودلو ښکته وې پنډۍ پورې څۀ خو بره شېر ګړھ ته پکښې مۀ ځه۔
د ټولو نه دلچسپ دور ئې هغه وو چې کله عالمزېب د بس اډه کښې کار کولو ټوله ورځ به ئې دکانداران يو بل سره په شر اچولي وو کار به د شېطانۍ عالمزېب کړے وو او دکاندارانو به د يو بل ګريوانونو کښې لاسونه ورکړي وو آخر به فېصله هم ورله عالمزېب اوکړه ګل عظيم چې به څنګه دکان خلاص کړو عالمزېب به سبز علي ته وې ګل عظيم دوه کپه چائے غواړي بيا به ورغے ګل عظيم سره به کېناستو چائے به راغله عالمزيب به ورته وې انصاف داره د چائيو څۀ ضرورت وو زۀ خو هسې ستا سلام له راغلم وې خېر دے مړه دا ستا نصيب دے وڅښه د عالمزېب تلو نه پس به ګل عظيم په سبز علي پسې ورغے ورته به ئې وئېل د دې چائيو څه ضرورت وو ستا خرڅېږي نه په خلقو ئې په زور خرڅوې وې نه ګل عظيمه دا خو تا کس راولېږلو چې ګل عظيم دوه کپه چائے غواړي دواړه به په شر شو عالمزېب به راغے ورته به ئې وئېل دا څه د بنو غوندې هر وخت نښتي ئۍ خو دوه کپه چائے دي زۀ به پېسې ورکړم جګړې مۀ کوئ يو به اووې نۀ مړه د پېسو خبره نۀ ده زۀ دغه د کور نه راشم دا راپسې چائے را روانه کړې وې، دغسې چل به ئې د ملوک او باچاګل سره هم کولو د ملوک د تيکو دکان وو او د باچاګل د شربت ملوک پسې به ئې څوک ورولېږلو وې باچاګل له د تيکو کړے راولېږه باچا ګل ته به ئې وې ملوک 3 کوکاکولا غواړي ملوک به تيکې اولېږلې هلته نه به بوتلې راغلې باچا ګل په پښو معذوره و ډانګورۍ به ئې راوغستې په ملوک پسې به روان شووې ماله خو د کوره ډوډۍ راغله تا په کومه خوشحالۍ کښې دا تيکي راولېږلې ملوک به وې تيکې پرېږده تا دا بوتلې ولې راولېږلې وې دا خو تا هلک رالېږلے وو دواړه به په جنګ شو، عالمزېب به راغے خلاصے به ئې اوکړو ملوک ته به ئې وې دا کوک دې په دې بچو اوڅښه او راځه باچا ګله دا تيکې به دواړه اوخورو۔
د اډې نور خوندور واقعات ئې هم شته يوه ورځ اډه کښې ناست وو يو کس راغلو عالمزېب ورله يوه روپۍ ورکړه هغه وې ډوډۍ راوړه اوږے يم دۀ ورته اووې ملوک له ورشه هغه ورته وې پېسې عالمزېب ورته وئېل نشته پېسې پرېږده ځان مړوه ماښام ملوک له د کمېټۍ چيئرمين پېسې ورکوي څومره غريبان چې خوراک اوکړي ماښام ملوک له د کمېټۍ چيئرمېن په يو ځائے پېسې ورکړې لېوني ملوک له آرډر ورکړو ښۀ ځان ئې موړ کړو دعا ئې اوکړه چې څنګه پاڅېدو ملوک کلک د لاسه ونيولو پېسې راکړه هغه ورته وې ماسره نشته ملوک ورته وئيل چې پيسې درسره نۀ وې نو تيکې دې څۀ له خوړې هغه وې ماته يو کس وې چې دلته غريبان خوري ماښام کمېټي والا ده له پېسې ورکوي عالمزېب ته ئې ګوته اونيوه وې عالمزېبه غرق دې کړم دۀ خو د دريو کسو ډوډۍ اوخؤړه عالمزېب ملوک ته وې اوبه دې لګي هغه وې ولې نۀ وې ورکړه دا بانګۍ ټوله ورځ هغه کس د شوګر ملز جمات نه ملوک له اوبه راوچلولې هر څۀ ورته د اوبو نه ډک پراتۀ وو سحر د ملوک ماشومانو عالمزېب ته ووې د هغه پروني کس غوندې څوک نن هم اوګوره پرون مو ټوله ورځ بلوري کړي وو ځکه چې د اوبو راچلولو نه خلاص وو۔
انور د وجود نه ډېر غټ وو د پبو اوسېدونکے وو د ډېر وخت نه عالمزيب سره اډه کښې وو هغه به د بس چت ته ختو د بره سوات دير نه به چې کوم ګاډي راتلل د هغو تلاشي به ئې کوله څۀ سامان به ئې کتلو د هغې ټيکس به ئې اغستو يوه ورځ ئې عالمزېب ته ووې نن ورځ ډېره شاړه ده بېخي مالونه نۀ راځي دې کښې يو افغانے را روان وو دوه خرونه ورسره وو عالمزېب انور ته ووې دا څه دي وې کمبخته دا شېډول کښې نشته انوره ته څه زورور ئې د شيډول خو تا ته پته ده يا ماته دې خوار ته څه پته ده انور افغانے ودرولو اے روره د دې خرونو محصول دې کړے دے هغه ووې د څۀ محصول وۍ ولې تا ته پته نشته د دې محصول هم وي څنګه چې تخت بهائي ته راننوځي محصول به کوې افغاني اووې زۀ خو په بره چونګي راغلم ماته خو چا هېڅ او نه وې دې بابوګانو خو زۀ غرق کړم ټوله ورځ اخبارونه ګوري او مالونه ترې داسې راځي،افغاني ووې وې محصول څومره کېږي انور 300 روپۍ افغانے حېران شو وې د 300 خو دا خرۀ نۀ دي عالمزېب ورو غوندې انور ته ووې ما له ئې په 300 راکړه بيا ئې غلي غوندې افغاني ته ووې يره دا کس درباندې هسې دباؤ اچوي ورکوه خرونه پېسې ورسره نشته افغاني نه يوه کړه او نه بله وې راکړه پېسې خرونه واخله انور بيا د خپلې ژبې نه تښتېدے نۀ شو عالمزېب ته ئې اوکتل وې اوس څۀ اوکړم عالمزېب ورته وې ظالمه اسره ونه کړې وائې خله هغه وې پيسې به پوره نه شي عالمزېب وې چې څومره کمې وي زۀ ئې درکوم خرۀ دې د لاسه ونه ځي افغاني پېسې واغستې لاړو، د انور د خُلې نه يو سوړ اسويلے اوختو وې دا دې په کوم غم واړولم زۀ به اوس دې خرونو سره څه کووم عالمزېب وې انور خانه خرو مزل کړے ستړي دي اول خره ماړه کړه بيا درته د ګټې چل ښايم انور خرونه دواړه شاته د ملز په ګاړه کښې اوتړل د ګنډيرو پوستکي او زړه سبزي ئې ورله راوړه هلته به ترې بس لاړو په ساعت کښې به ئې کله بس له منډه وهله کله خرونو له عالمزېب ورته وې انوره داسې اوکړه اوس ورله دوه رېړې واخله خرګاډے ترې جوړ کړه سل روپۍ ورځ به درله راوړي مزې به دې شي دومره روپۍ خو شاه زمين سيټھ نه ګټي څومره چې به تۀ په دې دوو خرونو ګټې په سبا عالمزېب د انور سره عجيبه ټوقه اوکړه يو نا اشنا کس ته ئې اووې ته هسې هم په دې لار روان ئې هغه مېز کرسۍ پراته دي صرف دومره اووايه چې دلته چا د غلا دوه خرونه خو نۀ دي اغستي بيا څه وو انور ئې ځان سره مخکښې نه کېنوو سړي سلام واچوو وې وروڼو خفه نۀ شئ خو دلته چا د غلا دوه خرونه نۀ دې اغستي انور ورته يو دم ګويا شو وې اے وروره د اډه ده مېله نۀ ده دلته خرونه څه کوي سړے خو لاړو ولې په انور نرۍ خوله راماته شوه وې عالمزېبه غرق دې کړم دا دې په کوم غم واړولم د معمبر خان SHO خو هسې هم نۀ يم خوښ۔
انور غلي غوندې خرونه په ګاډي کښې واچول 1 نمبر چونګي ته ئې ورسول د چونګي شانه د محمد علي خان هوتي پټو کښې به څرېدل اوږد پړے ئې پکښې اچولے وو، انور به چې څوک هم اډه کښې ليدل وې وروه خبره واوره د کوم کلي ئې که هغه به وې د جلاله لوند خوړ پيرسېدو دۀ به ورته يو دم د خرو صفتونه شروع کړل وې خرۀ واخلئ مزې به کوې روزانه به د انور دا کار وو آخر کښې په يو ډرائيور ئې په تاوان خرڅ کړل 100 روپۍ ئې نغدې ورکړې باقي په ټرپ کښې به 20 روپۍ ورکوې دغه وخت يو عجيبه ټوقه اوشوه انور هغه کس ته وې خرۀ ښکته چونګي کښې دي غلے به وځې چې عالمزېب درنه خبر نشي دواړو دا صلاح اوکړه خرونه اوچت کړه او په بازار به نه راځې په ټکر روډ به لاړ شې پاتۍ کلي ته هلته نه بيا خپل کلي ته ځه چې عالمزېب پوهه نه شي سړي چې څنګه خره ګاډي کښې اچولي پهاټک ته رارسيدلے ګاډي کښې تېل ختم شوي پمپ بيا د عالمزېب خوا کښې وو سړو ګاډے په ديکه را روان کړے وو څنګه چې په ګاډي د انور نظر پرېوتو عالمزېب ته ئې اوې راځه دودھ پتي چائے درباندې څښم عالمزېب وې انوره چائے پرېږده خو دا ستا هغه خره نۀ دي دېخوا اوګوره ژاړي بخښانه ورته اوکړه انور اووې روره ما پرې کومې ونډې خوړلې د ګنډېرو او بادرنګو پوستکي مې وربخښلي دي د خرو دا قيصه دومره مشهوره شوه چې مونږ ملګري به چرته هم لاړو عالمزېب ته به خلقو وې د انور د خرو قيصه اوکړه عالمزېب به شروع شو، سحر به چا انور ته ووې عالمزېب بېګاه په فلاني کلي کښې ستا د خرو قيصه کړې وه انور به د غصې نه سور شو يوه ورځ ورپسې کور ته راغے وې د خدائې خاطر اوکړه په شرمونو دې اوشرمولم که چرته غم ښادۍ له کوم کلي ته لاړ شم خلق وائي دا هغه خرو والا دے په هر کلي کښې تا زما د خرونو قيصه کړې ده جولۍ درته نيسم نوره دا قيصه پرېږده۔
په عالمزېب کښې دا خوبي ده د هغه نه څوک خفه کېږي هم نه بل انداز ئې دومره دلفرېب دے که هغه هېڅ هم نه وائي خو انسان په خندېدو مجبوره شي يوه ورځ ما مشاعره کښې نظم اورولو دے راغے مخامخ کېناست داسې عجيبه حرکت ئې وکړو ما نظم په ځائے پرېښودو زمونږ خپل د ملګرو ټولګے وو فدا حُسېن، شاه زمين سېټھ، صفدر علي ، فضل الرحمان، مختيار او اجمل دراز فدا حُسېن د علي حيدر جوشي صېب خورئے وو د اسماعيله اوسېدونکے دے د ملازمت په سلسله کښې تخت بهائي ته راغے او د تخت بهائي شو سيټھ شا زمين زمونږ د محلې او زما د سبق ملګرے هم دے صفدر علي د عالمزېب د ماما ځوئے دے فضل الرحمان هم د عالمزېب رشته دار دے او د ډېر وړوکوالي ملګرے ئې دے اجمل دراز د عالمزېب د ترۀ ځوئے دے مختيار هم د عالمزېب خورئے دے ۔
مونږ به اکثر يو ځائے ګرځېدو غم ښادۍ له به هم په جمع ټول که چرته غم له به لاړو هم داسې څۀ به عالمزېب ووې ما ورته وې د خدائې خاطر اوکړه تا له خو خندا نه درځي مونږ هسې څله ملامته کوې خپله مور ئې وفات شوه زما ترۀ مولانا عبدالمنان چې هغه وخت ډير بيمار وو خپل نمسي د لاسه نيولے وو راغے د بيمارۍ په وجه به د هغه لاس خوزېدل څنګه چې کېناستو دعا ئې اوکړه عالمزېب ماته ووې ترۀ خو دې هم باډيوه خېژولې ما دې خپلو ملګرو ته ووې د دۀ نه ګيله نۀ ده پکار زمونږ په ګاونډ کښې يوه ښځۀ اوسېده بنيادي د چارسدې وۀ د ډېر وخت نه زمونږ کلي کښې اوسېږي هغې د ځوي سنت راجوړ کړو پوره هفته مخکښې هغوي په زوره ټېپ ريکارډ غږولو د سنت په ورځ ئې دوه ديګه چارسدوالې ورېژې پخې کړې وې لږې شان اوخوړې شوې نورې پاتې شوې هغه ښځې عالمزېب ته اووې دې ورېژو سره څۀ اوکړم وې صبر اوکړه زۀ د نور محمد لالا نه د سټيل ګرماله راوړم وې څۀ د پاره عالمزېب اووې چې دا کوټه ورله پرې لېو کړم کم بختې دا چارسده خو نۀ ده چې تا غټې ورېژې پخولې د سبز علي ماسټر مور مړه وه جنازې نه پس مونږ مقبره کښې ناست وو تمر استاذ تقرير کولو د موقعې مناسبت سره تمر استاذ د مور د خدماتو په حواله اووې د مور د پښو لاندې جنت دے د مور خدمت په بچو فرض دے عالمزېب ورسره خوا کښې ناست وو ښۀ په زوره ئې اووې په خپله مور خو دې ټول عمر مالګې چاڼ کړې وې او مونږ ته وائې د مور خدمت کوئ دا پلار دې چې د شپې په درې بجې ډونګې ته ګني اولي دا هسې لاړل په مقبره کښې ناستو کسانو خلې پټې کړې د تمر استاذ د مالګې دکان وو د مالګې ټرک به ئې راوړو اول به ئې بچو هغه چمان مات کړل بيا به ئې مور چڼول۔
مطلب دا چې عالمزېب چرته هم وي هلته داسې څۀ حرکت اوکړي يا که نور هم لګيا وي څۀ کار کسب کوي دے ورکښې د خپل فن مظاهره اوکړي يوه ورځ ئې هېنډ پمپ لګولو يو تعليم يافته مېلمه راغلے وو وې دا څۀ کوئ عالمزېب ورته وې پيشو ورته غورزېدلې ده وې ښۀ پوره 70 لوټې اوبه ترې اوباسه مېلمه چې چا کره راغلے وو هغه راغے عالمزېب ورته وې دا مېلمه ستاسو دے وې او هغه کس ورته د مېلمه د تعليمي قابليت صفتونه شروع کړل عالمزېب ووې دلته راغے ما نه ئې تپوس اوکړو دا څۀ کوئ ما ورته وې پيشو ورپرېوتې ده سړے په منډه لاړو وې ته په سترګو ړوند ئې دې ته پيشو څنګه اوغورزېده دا کوهے خو نه دے عالمزېب د کونترو ډېر شوقي دے او په دې کښې ډير مهارت لري، د لرې لرې نه به ورپسې خلق راتلل چې مونږ سره مېلې ته لاړ شه کونترې راله واخله يوه ورځ مېله کښې ګرځېدو يو سړي د چرګانو واله نه تپوس اوکړو چرګوټے په څو دے؟ دې سره د سړي نه باد لاړل عالمزېب ورته بې ساخته د خلې نه اوختل لا ئې درته رېټ وئېلے نۀ دے او تا ورپسې کلکويټر راغستے دے په دې وئېلو سړے غصه شو او لاړو چرګانو والا هم عالمزېب ته غصه شو وې زما دې ګاهک خراب کړو ماسخوتن چې زمونږ حجرې ته راغے مونږ ټول ملګري به تر ناوخته حجره کښې ناست وو هلکه عالمزېبه نن مېلې ته تلے وې څۀ کارګزاري خو بيان کړه کنه دا د چرګانو قيصه ئې اوکړه ما ورته وې کم بخته که دا دې سړي راګېر کړے وے نو بيا؟ وې هغه خو د باد سره لکه د سيلۍ تېر شو، کور به ښځې ته وائې چي مېله کښې رانه تماچه وچلېده خو خدائې خېر کړو۔
بله واقعه ئې راياده شوه يو ځل مېله کښې نائې يو کس له حجامت کولو نيم مخ ئې ورله صفا کړو باران راښکې شو نائي هغه سړے اول د مالوچو والا پوځي ته بوتلو مالوچو والاورته غصه شو بيا ئې د ګړې والا پوځي ته بوتلو ګړې والاورته وې په سترګو ړوند ئې وينې نۀ ګړه ده عالمزېب ورته وې پرېږده ئې دا نيم به ورله بلې نهې له اوکړي د نهې په ورځ به تخت بهائي کښې مېله وه دې نه پس عالمزېب شوګر ملز کښې بهرتي شو، ملز کښې ئې هم ډېرې کارنامې اوکړې عام مزدوران خو څۀ چې خپل مشران ئې هم نۀ دي معاف کړي يوه ورځ سليم رېړۍ والا ئې خوا له رآغے عالمزېب ورله شربت اوکړو چيني خو هسې هم خپله وه ډک بالټے شربت پاتې شو وې اوس به دې سره څۀ کوو ضائع کولے ئې هم نۀ شو عالمزېب ورته وې خپل سنډا له ئې يوسه سنډا چې شربت اوڅښو بيا چې به کله ملز ته سليم راغے سنډا به ئې بره بره کتل۔
په ملز کښې ورسره زيات مشران سړي وو ځوانان هم وو ټولو ته معلوم وو چې عالمزېب خو ټوقي سړے دے د شپې ډيوټي ئې وه يو ملګري ئې چائے پخه کړه نورو ملګرو پسې ورغے وې چائيو له راځئ عالمزېب ور کښې د پلاسټک چرمخکۍ واچوله ټولو ملګرو ګپ هم لګولو او چائے ئې هم څښلې دې کښې عالمزېب د چانک نه سر اوچت کړو وې انصاف دارو چائے خو نن ډېره مزيداره وه نوره پکښې شته که نۀ بيا ئې چانک دې بلپ ته ښۀ نزدې کړو سېد اکبر ماما آواز ورکړو وې عالمزېبيه څه پکښې ګورې، خو ختمه به وې کنه عالمزېب وې ماما چائے څۀ کړې چانک کښې بل څۀ پراته دي د بل څه سره په سړو ويره راغله څنګه چې سړو چرمخکۍ ته اوکتل عالمزېب وې اق د اق سره چا چې چائے پخه کړې وه د ډېرې وېرې نه په ګډو وډو شروع اوکړه، ما تا تا ماتا ما يعني ما هم دوه کپه څښکلې دي خو د ډېرې ويرې نه ما تا تا ما شروع کړل عالمزېب ورته وې ټهيک يم هسې ګپ لګوم، خو سړے کله ځائے له راتلو د دې نه پس نوره چائے بنده شوه قهوه شروع شوه۔
عالمزېب به د ځان سره لېمن ګراس د کوره وړل لا به قهوه ختمه نه وه عالمزېب ته به ئې وې بيا پخه کړه کله کله به ئې د شپې په لېمن ګراس پسې راولېږو آخر تنګ شو د لېمن ګراس په حائے ورله په قهوه کښې کبل واچول مياں دين کاکا ته په کپ کښې د کبل زيله ورغله وې دا څۀ دي سيدا اکبر ماما ورته وې مياں دينه ته دا څۀ پېژنې دې ته لېمن ګراس وائي ور وائې چوه چې خوند پکښې پرېږدي۔
د عراق او کويت په جنګ کښې به ټولو مزدورانو غوږ ته رېډيو نيولے وو کار به ئې نۀ کولو عالمزېب ورته وې هسې مو غوږونو ته رېډيو نېولے څۀ خبر شوئ که نۀ هغو ووې ولې څۀ اوشو عالمزېب اووې ظالمانو جهاز تالاب ته پرېوتو پائلټ دلته چرته راپريوتو ډېر لوئې درز اوشو ټول په منډو شو عالمزېب د مخکښې نه ملا اوليدو چې خپله ډانګري ئې واچوله اوده شو او په چت کښې هم د مخکښې نه سورے وو مزدورانو يو خوا بل خوا منډې شروع کړې يو مزدور پکښې په منډه شفټ آفسر پسې ورغلو وې صېب لويه مسئله جوړه شوه هغه هم راغے يو مزدور چغه کړه وې دا دے پائلټ پروت دے ټول راغونډ شو چا د ويرې ګوتې نه وروړې آخر يو کس ئې مخ کولاؤ کړو هغه ملا وو دې سره ټول په خندا شو۔
کله چې به ملز بند شو عالمزېب به د فضل الرځمان سره د زنګونو کار له تلو دواړه دير ته کار له لاړل فضل الرحمان ته ئې وې تا څنګه مونځ زر ختم کړو هغه وې زۀ سفرانه کوم کنه عالمزېب وې دا څنګه وي هغه وې ماسپخين د څلورو فرضو په ځائے دوه مازيګر هم دوه ماسخوتن هم دوه رکعته کوم، څۀ ورځې پس دواړه کلي ته راتلل بټ خيله کښې ګاډے مونځ ته اودرېدو عالمزېب مونځ زر ختم کړو په سيټ کېناستو فضل الرحمان چې راغے وې تا دومره زر مونځ اوکړو وې تا راته وې چې سفرانه کوه نو ما سوچ کولو چې دا خو د ماښام درې رکعته دي يو نيم خو کېدے نشي بس يو مې اوکړو خوا کښې ناست کسان د خندا نه شنه شو۔
زمونږ د يو ملګري حامد علي واده وو مونږ ټول ملګري اسماعيله ته لاړو هلته نه په جنج کښې مينۍ ته لاړو واپسۍ کښې فضل الرحمان عالمزېب اجمل دراز د عطا الله خان خوا له ټوپۍ ته لاړل، په سبا مونږ هم کلي ته راغلو دوي هم راغلل ما ترې تپوس اوکړو چې خير راغلئ فضل الرحمان د خندا نه شين وو وې عالمزېب په لاره عجيبه کار اوکړو مونږ بس کښې کېناستو هغې کښې يو ماشوم مور سره ناست وو سم ئې ژړل هم نه هسې هن هن ئې جوړ کړي وو تمام بس ئې په سر راغستے وو عالمزېب دغه ماشوم د ځان سره کېنولو خو د چپ کېدلو نوم ئې اخيستو نه دې کښې يو کس عالمزيب ته ووې دا ماشوم غلے کړه مازغه ئې راله اوخواړه دا څۀ غواړي عالمزېب وې دے د ډرائيور دا چشمې غواړي، ډرائيور د نظر غټې چشمې اچولې وې دا خبره څۀ وه چې ډرائيور وې دا څوک وائي چې چشمې راکړه چشمې چې تاله درکړم ما ته لاره کوم ځائے ښکاري هغه سړي عالمزېب ته وې نو تا ورته څۀ ووې وې ما ورته وې خېر دے اډه کښې به ئې درکړي دا خبره څۀ وه چې ډرائيور وې دا۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ نۀ شي کېدے چې ور ئې کړم نور خلق خو پوهه نه شو خود ماشوم مور چې برقعه کښې ئې مخ پټ وو د خندا نه شنه وه خوا کښې نورو ښځو ترې تپوس اوکړو چې دا دومره ولې خاندې هغې وې دا ماشوم زما ځوي دے دۀ ما نه په بازار کښې بل څۀ غوښتل خو دې ورور ترې چشمې جوړې کړي دا خبره څۀ وه بيا ښځې چرته چپ کېدې ډرائيور به که په لاره جمپ يا نور څه راغلل وې چشمې راکړه مونږ سنډا نه وينو دے چشمې غواړي۔
داسې بلا واقعات دي څه داسې دي چې د ليکلو نۀ دي کوم چې د ليکلو دي هغه هم ډېر دي د پېښور د باديزو کلي زما يو دوست فېض الحق ماته فون اوکړو وې تورے درلېږم د دۀ سوات کښې څۀ کار دے دا ورله اوکړه ماښام تورے او دلاور زمونږ ځائے ته رآغلل سحر ورسره زه فدا حُسېن زر سېد اکبر او عالمزېب سوات ته لاړو کچرو ته ورغلو هلته يو دوه کسان ولاړ وو د هغه يو کس ډېر خطرناک شکل وو غټ بريتونه د اننګو ويښته ئې هم ورسره غټ کړي وو توري ماته وې حميد ماما خيال کوه چې دا کسان درنه ضمانتونه او نه کړي ما وې دا څوک دې وې وروسته درته ويم هغه برېتو والا وې دا ضمانت به مونږ کوو دا زمونږ بې عزتي ده چې د ښکته نه دې خلق راځي او ضمانت دې کوي عامرزېب به ورته وې اے وروره ستا عزت او زمونږ عزت يو دے مطلب د کار نۀ دے يا تاسو کړے يا مونږ کړے خېر ضمانتونه مونږ اوکړل په کچرو کښې هغه بريتو والا زمونږ قدر عزت اوليدو عالمزېب ته ئې اووې دا کسان ډېر مخوريز معلومېږي دا څوک دي عالمزېب ورته ووې فدا حُسېن د مسعود شاه باچا ډېر خاص کس دے د زمکو کار کوي دې تخت بهائي کښې DSP او SHO د ده په خله بدلېږي رابدلېږي او دا بل چې دے څنګه چې تخت بهائي ته راننوځې ښي اړخ ته دوه پلازې د دۀ دي او د سرکار کور کښې هم ډېر مخکښې دے سوات خان به منډه کړه کوکا کولا به ئې سره د بسکټو راوړل کله چې مو د رهائۍ پرچه جېل ته يوړه ما توري ته وې توريه ضمانتونه خو اوشو خو دا قيصه څۀ وه توري راته ټوله قيصه اوکړه خېر هغه خو د لېکلو نه ده ما وې ښه دا کس څوک دے بريتو والا وې حميد ماما د اڅۀ بې غيرته دے يو ئې دا وه بله ئې دا وه نو ما ورته وې په تاسو خو دفعه 109 لګېدلې ده وې مونږ نه د کالام SHO 72000 روپۍ رشوت اغستے دے رهائۍ کښې لا وخت وو مونږ هوټل ته ډوډۍ له لاړو ما بيره ته وې څۀ مو پاخه کړې دي هغه په يوه ساه شو دلاور ورته وې چې څۀ مو پاخه کړي ټول راوړه د ډونګو نه مېز ډک شو عالمزېب وې خورئ خورئ SHO 72000 واخستې زمونږ نصيب کښې صرف ډونګې دي که مونږ نه چا مړے اوکړو او ډونګې ئې راته مخې ته کېښودې مړے به مو ورته بخښلے وي،
د دې کمالي سړي کمال هم دا دے دے د نه څه نه هم داسې څه جوړ کړي چې بنده ورته حيران شي يوه ورځ مونږه ناست وو زمونږ يو ګانوډي نواب په رېړه کښې خپل خر اچولے وو عالمزېب ورته وې نوابه مريض سر سنت له بوځې که نه هسپتال ته هغه وې ډاکټر له ئې بوځم بيمار دے وې که د پېسو يا وينې ضرورت وي فوراً اطلاع کوه غاړه به دې نخښتې وي بيا ئې وې راځئ چې هسپتال ته ورشو هلته نه ئې د سيټھ ورور رياض ته فون اوکړو وې ستا د وينې کوم ګروپ دے رياض وې په ګرپونو نه پوهېږم خو چل څۀ دے څوک بيمار دي کوم هسپتال کښې د ځناورو هسپتال خو ورته نه يادوي د ډاکټر اياز دکان کښې يو، رياض عاجز په منډه منډه راغے وې څوک بيمار دي رياض ئې د لاسه اونيووو وې زړۀ مضبوط کړه وې ښه رياض چې د نواب خر اوليدو د ډېره سوخته په زمکه کېناستو وې مړه عالمزېبه هر وخت ټوقې خوند نۀ کوي کنه په ما کښې دې وينه اوچه کړه په يوه منډه راغلم خدايه څوک بيمار دي په دې کښې د نواب خر يو څو سلګۍ او وهلې او ساه ئې ورکړه عالمزيب فضل الرحمان ته وې زنه ورله اوتړه بيا ئې واصل حاجي ته فون اوکړو وې د کفن او خيرات غم کوه دروند مړے دے وې هر څه به اوکړم خو څوک مړه دي عالمز زېب وې بس مونږ ايمبولنس کښې در روان يو خپله به ئې اووينې دې کښې نواب په خرګاډي کښې مړے راوړو وې نوابه لږ صبر اوکړه چې حاجي صېب ئې آخري ديدار اوکړي حاجي صېب چې خر اوليدو په عالمزېب پسې کونټۍ ته لاس کړو دا قسمه ټوقې عالمزيب د ښځو سړو او کشرانو سره کوي ټول کلي ته معلوم دے خو څوک ترې خفه کېږي نۀ که څوک ئې پېژني هم نه خو وروستو چې د دۀ په خبرو سوچ کوي لازماً به خاندي۔
فضل الرحمان او عالمزېب اسلام آباد ته زما خواله راغلل مونږ په ټيکسې کښې د علي ګوهر خواله لاړو ټيکسي ډرائيور سپين ږيرے وو په خبرو خبرو کښې ورته فضل الرحمان يادوي وائي دۀ يو داسې غلط کار کړے که مې درته ووې نو توبې به اوباسې وې څۀ چل ئې کړے وې د ورور د ورندار سره ئې واده کړے او پينځه وخته مونځ هم د جمعې سره کوي هغه وې هله دۀ سره خو په يو صف کښې اودرېدل هم ګناه ده سپين ږيرے استاذ ورته ګوري وې دې تنې ته ئې ګوره او دې کار ته ئې ګوره مونږ خاندو خو سم خاندو دې کښې علي ګوهر چائے راوړه وې څۀ پورې خاندۍ ټيکسې والا ورته وې ګوره دې ظالم داسې غلط کار کړے دے علي ګوهر وې دې کښې غلط څه دي د دۀ ښځه د دۀ د ورور ورندار نۀ شوه هغه عالمزېب ته ګورې وې ته خو ډېر شيطان ئې زما د ترۀ ځوي عبدالله د حج نه راتلو مونږه ټول پېښور ائرپورټ کښې د جهاز په انتظار وو دې کښې يو بابا عالمزېب ته ووې دا جهاز ډېر لېټ نۀ شو عالمزېب وې او کنه بره ئې ايکسېډنټ اوکړو دې سره بابا زر خپلو ملګرو له ورغے وې خبر خو نۀ ئې کنه جهاز د ونې سره بره ايکسېډنټ کړے دے هغوي ورته وې بې وقوفه بره ونه چرته وي عالمزېب پسې بيا راغے وې ته خو ډير بې وقوف ئې بره ورنه چرته وي د عالمزېب د ټولو نه لوئې هنر د هغه حاضر جوابيي ده يو ځل ورته ما وې امام حسن صېب وائي د خلقو خندول ښه کار نۀ دے وې ژړول ئې ښه کار دے دې نه پس به ورته ما څۀ وې ۔
فضل الرحمان او عالمزېب کاټلنګ ته يو بېنک منېجر له کار له تلي وو د شپې به يو کس دوي سره سملاستو او ټوله شپه به ئې ورله مازغه اوخوړل د کاواساکي ګير داسې لږې د هنډا داسې لږي خوب به مو ترې نۀ شو کولے فضل الرحمان به وختي پاڅېدو عالمزېب به تر ناوخته اوده وو هلته يو لېونے وو فضل الرحمان ورته وې ورشه عالمزېب له څپېړه ورکړه ليوني کښې دا کمال وو چې څه به دې ورته وې هغه به ئې کول، لېونے چې څنګه عالمزېب له راغلو عالمزېب کلک د لاسه ونيولو وې څه کوې هغه وې پلي پلي يعني فضل الرحمان راته وئيلي فضل الرحمان د وړوکوالي په پلي کان مشهور دے عالمزېب لېوني ته وې ورشه دې مېلمه له څپېړه ورکړه لېوني له سمه څپېړه ورکړه مېلمه راپاسېدو لېوني ته ډېر په قهر شو د عالمزېب وې مېلمه ماته اوکتل وې دا ورته تا ووئيلي وو چې زۀ ئې اووهلم عالمزېب ورته اووې بيا خو پرده شه او مخ ئې پټ کړو ، که دې وخت کښې عالمزېب دا نۀ وي وئيلې تياره جهګړه وه، دا د هغه حاضر جوابي وه۔
کله کله دې ټوقو هغه ته ډېر مسائل هم جوړ کړي بعضې خلق داسې وي هغوي ټوقې نه شي برداشت کولے، د خفګان اظهار اوکړي حالانکه هر چاته پته وه چې عالمزېب د صفا ذهن انسان دے د بل په خوشحالۍ خوشحالېږي او په غم ئې خفه کېږي۔
زمونږ په ګاونډ کښې محب الله کاکا مشر سړے وو ماښام وخت وو خبر خور شو چې محب الله کاکا راپرېوتے دے مړ دے عالمزېب نه چا ښځو تپوس کړے وې دا څنګه مړ شو وې د خارونو بچو پسې اونې ته ختو راپرېوتو مړ شو په سبا ئې جنازه وه خو ځوي ئې مهابت خان په سعودي عرب کښې وو جنازه هغه ته ايساره وه څه ګورو چې مهابت خان د عربيانو هغه توپ اچولے راغے عالمزېب وې مونږ جنازه مهابت خان ته ايساره کړې وه خو هغه کفيل راولېږلو څه موده پس مهابت خان ته په سعودي عرب کښې چا دا خبرې رسولې وې، مهابت خان سيدها په سيټھ شاه زمين پسې لاړو وې ګوره دا عالمزېب پوهه کړه زما په پلار پسې ئې دا خبرې کړې دي سيټھ په عالمزېب پسې فون اوکړو وې ځائے ځائے ګورې نه او لګيا ئې مهابت خان ما پسې ګيلې له راغلے وو۔
د عالمزېب سره ملز کښې يو ملګرے پټې ووهلو نور بچ شو خو د ښي لاس غټه ګوته ئې غوڅه شوه مونږه ئې هسپتال ته تپوس له لاړو عالمزېب ئې چې څنګه ګوته پرېکړې اوليده وې ځه اوس به ورېژي نۀ شي خوړلے عالمزېب پخپله هم وريژي ډېر په شوق خوري ۔
يوه ليکم او بله رايادېږي فقير د ساړو شاه زمونږ کلي ته غم له راغلے وو د چائيو ډېر شوقي وو عالمزيب ورته يو کپ ورکړو بيا بل بيا بل چا چې به د غم ځائے ته چائې راوړې فقير ته به ئې ترې کپ ډک کړو وې فقيره دا زمونږ د کلي رواج دے د کوم کوره چې چائے راځي مېلمه به د هغې نه خامخا څښي په فقير ئې 14 پيالۍ چائے اوڅښلې خالد ورپسې راغے وې چائے دې په سترګو نۀ دے ليدلے هغه وې عالمزيب وائي دا زمونږ رواج دے څوک چې چائے راوړي مېلمه به ترې څښي هغه وې خدائې دې غرق کړه دا د بازار خلق دي ټوقې درپسې کوي دا رواج نشته بيا څه وخت پس د ممتاز باچه ورور عصمت الله د مردان هسپتال کښې وو د وينې ضرورت ئې شو يو يو کس به وينه ټسټ کوله فقير وې زما هم ټسټ کړئ عالمزېب ورته وې تا کښې وينه کوم ده ټولې چائے دي دغه دوران کښې يو افغانے د وجود نه ډېر غټ وو هغه ته ډاکټر اووې د وينې ضرورت دے مريض ته افغاني وې زۀ څوک ګورم ډاکټر ورته وې ولې ته خپله نۀ شې ورکولے وې نه چې زۀ کمزورے يم عالمزيب ورته وې که آره مشين ته مې کړې نو د څلورو کمرو کړۍ درنه اوځي، او ته وې زه کمزورے يم هلته ولاړ خلق او ډاکټران بيا کله چپ کېدل ۔
عالمزېب د وجود نه کمزورے دے کله کله ځان پورې ټوقې هم کوې لکه يو ځل امير بهادر (د علي حيدر جوشي صېب کشر ځوے) د خپل يو دوست عمر علي د ورتېر دوبندۍ له روغه کوله دا روغه رستم کلي کښې د لطيف په حجره کښې کېدله نو امير بهادر وئېل چې عمر علي له پوزيشن جوړؤ نو چې کوم کسان هلته روان وو ټولو کسانو له ئې کلاشنکوفونه او کمربندونه ورکړل عالمزېب ته ئې هم کمر بند اچولو چې عالمزېب ورته تر ډېره انکار کولو خو کار نه کېدو عالمزيب اووې امير بهادره کمر بند له ستا غوندې وجود هم پکار دے زۀ خو به پکښې داسې ښکارم لکه زميندار چې د تمباکو پټي کښې ودرولے شوي لرګي ته قيميص واغوندي امير بهادر چې دا واورېدل نو ډېر ئې اوخاندل کله چې دوي رستم ته لاړل هلته ئې د تمباکو پټي وليدل نو ټولو به يو بل ته کتل او خاندل به ئې تر دې جرګه شروع کېدونکې وه خو بيا هم ټولو له خندا ورتله د جرګې شروع کيدو په وخت امير بهادر ماته اشاره اوکړه چې عالمزيب دې ځائے نه بهر ته اوباسه هسې نۀ چې زۀ دۀ ته اوګورم او خندا راشي وخت د خندا نۀ دے بهرحال روغه اوشوه او ډوډۍ اوخوړې شوه کله چې واپس راتلو نو عالمزېب امير بهادر ته وئېل چې عجيبه سړے ئې کله چې د موقعې وخت راغلو نو زۀ دې بهر ته اولېږلم امير بهادر ورته وئېل چې عالمزيبه حرام شه که ستا په مخکښې مې خبرې کولې شوې۔
عالمزېب د دين کارونه هم کوي خو هلته هم خپل رنګ ښکاره کوي لکه يو ځل د دريو ورځو تبليغ له تلے وو صفدر علي او سېد شاه ورسره ملګري وو د جماعت امير صېب ورته وئېل عالمزيبه ته هېڅ مه کوه خو چې زۀ بيان کوم نو ماته مخامخ مۀ کېنه دا به ستا لويه مهرباني وي دوي د تخت بهائي خواؤشا يوې بانډې ته تلي وو ژمے وو باران هم شوے وو سحر ورته سيد شاه وې عالمزيبه ګيډه کښې مې ګړ بر دے خو پټي به ټول خټه وي نو څۀ به کوؤ عالمزېب ورته وې راځه ماته ځائے معلوم دے دغه مخامخ د ګنو پټي ته ورشه هغه چې لاړو نو ورته پته اولګېده چې پټے خټه وو آواز ئې ورته اوکړو چې عالمزېبه پټے خو خټه دے عالمزېب ورته وئېل چې لږه خټه په لاس واړوه لاندې به اوچې لوټې پرتې وي لنډه دا چې سېد شاه ټول په خټو لړلے راووتو۔
يو ځل اکرام هوتي چې زمونږ حجري ته راغے هوتي صېب د عالمزېب د فن نه واقف نه وو لګيا وو عام ګپ لګېدو په دې کښې په هوتي صېب د خندا دوره راغله هوتي صېب ئې دومره اوخندلو وې بس کړه عالمزېبه تشي مې خوږ شو سحر زه او هوتي صېب پېښور ته تلو ماته ئې اووې دا خو ډېر کمالي انسان دے وې زۀ چې کله فرنټير پوسټ اخبار کښې وم اسماعيل شاهد، سيد رحمان شينو او نور ټول به ما سره ناست وو خو زۀ ئې کله داسې نه يم خندولے عالمزېب خو زۀ بېګاه د خندا نه شين کړم پېښور ټيلي وېژن کښې ئې يو دوست ته فون اوکړو وې داسې فنکار مې پېدا کړے دے حيران به دې کړي واپس کلي ته راغلو عالمزېب ته ما ووې هوتي صېب درله ټي وي کښې وېنا اوکړه وې مړه زۀ دا کار نه کوم هوتي ورته ډېر ووې وې خو تيار نشو څو ورځې پس هوتي صېب او زما کشر ورور عبدالقهار بيا راغلل ډوډۍ مو اوخوړه هوتي صېب وې يو ګلکار مې پکار دے چې کور کښې راته کار اوکړي عالمزېب لاړو د کوکو کشر ورر سېد رحمان ئې راوستو سېد رحمان د قد نه ډېر وړوکے دے هوتي صېب وې مړه عالمزيبه ټوقې مۀ کوه سم ګلکار راوله وې نه هوتي صېب قد ته ئي مه ګوره تکړه ګلکار دے او د دۀ ډيرې خوبۍ دي وې ګوره دا ګلکاران چې کار کوي دوي اودس ماتي له ډير ځي دۀ له چې ورشي د کټ پښې سره کېني بل چې اوږے شي په ډوډۍ ورته الو کېږده دے پرې مړېږي بل زنانه ترې ستر هم نۀ کوي که دے بره لګيا وې زنانه وائي ځه ماشوم دے دا خو ئې خوبۍ شوې خامي ئې دا ده چې په دريمه رده قوازه غواړي خو د هوتي صېب بيا هم يقين نه راتلو ما هم ورته ووې چې ډېر تکړه دے خو سحر ئې چې کله سېد رحمان کار وليدو نو دومره ئې خوښ شو چې بيا ئې ځان سره مري ته بوتلو او هلته ئې ورله هم کور جوړ کړو خو عالمزېب صرف د توقو ټقالو واله هم نه دے ورسره ډېر خود داره او خوږ انسان دے څنګه چې ما په شروع کښې وئيلي دي چې د بل په غم درېدونکے او په خوشحالۍ خوشحاليدونکے بنده دے چرته به که داسې په ملګرو څۀ غم راغے عالمزېب به هاغه ورځ د غم د لاسه ډوډۍ له ګوتې نه وړې خفه زهير به ناست وو ۔
د شاه زمين سيټھ ښځه په هسپتال کښې وه د غريبۍ ورځې وې مونږه ټول ملګري په حجره کښې خفه ناست وو دې کښې عالمزېب وې زمونږ مثال هم د زوړ چيرړو دے که ټولې راغونډې کړو يوه جوړه پرې نۀ نوې کېږي۔
اوس زۀ تاسو ته د عالمزېب يوه داسې کارنامه بيانووم چې تاسو به اومنۍ چې عالمزېب صرف د ګفتار غازي نۀ دے د لوړ کردار خاوند هم دے مونږه ليدلي دي چې اکثر داسې قسمه خلق د خبرو تکړه وي خو عملي طور ډير کمزوري وي زمونږ ټول دوستان په خپل خپل ځائے ډېر تکړه دي ځکه چې زمونږ سره بيکاره انسان چلېدے نه شي زمونږ غم او خوشحالي يوه ده لکه چې اندېش صېب وائي:
لاس آزاد د رقيبانو هواګانو
زۀ ولاړ لکه د غر د ګل په شاه يم
مونږ يو بل ته لکه د غرو ولاړ يو۔
د عالمزېب دوه مشران وروڼه وو اورنګزېب او جهانزېب، اورنګزېب د ټولو مشر وو په جهانزېب د چا قرض وو څلور لکه روپۍ وې جهانزېب ئې روان کړے وو عالمزېب د شوګر ملز نه چهټي اوکړه کورته را روان وو ورور ئې سړو د لاسه نيولے وو عالمزيب ورته وې خېر دے څه چل دے هغوي وې په دۀ زمونږ پېسې دي وې څومره دي هغوي اووې څلور لکه دي وې دا د څه قرض دے وې ورور نه دې خپله تپوس وکړه جهانزېب ورته وې دا زما ځوي ګوهر دوي ته راغستي دي عالمزېب وې زما ورور پرېږدئ پېسې به زۀ درکړم دغه وخت د عالمزېب خپله تنخواه 2800 روپۍ وه ماسخوتن عالمزېب حجرې ته راغے وې نن خو داسې کار وشو او ما ذمه واري واغسته مونږه هم ډېر خفه شو چې دا به د کوم ځائے نه ورکوي زمونږ د ټولو ملګرو هغه وخت ډېره کمزوري وه هېڅ وس مو نه لرلو خو دې د غر هومره همت ناک انسان همت بائې نه لودو وې الله به خېړ کړي خپلو خپلوانو ورسره د يوې کاسيرې امداد اونه کړو يو ملګرے جاوېد د سعودي عرب نه راغلے وو پنځوس زره روپۍ هغه ورکړې نور څۀ چل نه کېدو نو خپل کور ئې خرڅ کړو او چا ترې واخېستو خپل مشر ورور اورنګزېب ولې دا جهانزېب د صرف عالمزېب ورور وو د اورنګزېب ورور نه وو؟ دغه ورځو کښې مونږه هم اسلام آباد ته په کډه راغلو او عالمزېب ته ئې وې پيسې به هله درکوو چې کور خالي کړې عالمزېب کډه د سخر کور ته يوړه دغه وخت د د عالمزېب ځامن واجد، ساجد، امجد واړۀ وو دومره لوئې نۀ وو، شپې له به د نيکه کور ته تلل او د ورځې به په دې لارو کوڅو کښې خفه زهير ولاړو وو زۀ چې په اول ځل کلي ته لاړم ما عالمزېب ته ووې زمونږ کور هسې هم خالي دے دلته راځئ وې نه بس سامان مې د سخر کور ته وړے دے په کور پسې ګرځم انشاء الله ملاؤ به شي راته د خدائې کارونو ته ګوره په عالمزېب خدائې پاک عزيز خان بابو مهربانه کړو په شوګر ملز کښې ئې ورته کوارټر ورکړو۔
د حضرت عليؓ قول دے څوک چې د نورو د بچو خيال ساتي هغه دې خپل بچي هېر کړي يعني د هغه د بچو ضروريات به الله تعالیٰ پوره کوي څۀ موده پس شوګر ملز بند شو په مزدورانو ئې کورونه خالي کول شروع کړل عالمزېب بيا پرېشانه شو ما دلته اسلام آباد ته راوستو کور مې ورله اوکتو خو د بچو ئې هم صلاح رانه غله عزيز خان بابو ورله بيا خپل کوارټر په مردان لېبر کالونۍ کښې ورکړو۔
اوس پرې د الله تعالیٰ رحم دے بچي ئې هم ټول په روزګار دي يو ځوي ساجد ئې په مردان پوليس کښې ملازم دے هغه ورور چې کور ئې ترې اخستے وو چې کله ډېر بيمار شو عالمزېب خپل کور ته راوستو ډېر خدمت ئې ورله اوکړو څه موده پس هغه هم وفات شو ۔
داسې نور ئې هم ډېر واقعات دي چې ترېنه د دۀ خوبۍ او خامۍ ښکاره کېږي، ولې چې عالمزېب انسان دے او هر بنده خوبۍ او خامۍ دواړه لري خو زۀ چې عالمزېب د اوږدې مودې نه پېژنم نو خوبۍ ئې يقيناً د خامو نه زياتې دي او د ټولو نه غټه خوبي ئې زنده دلي ده چې بنده ورسره کېني نو خوشحالي محسوس کوي بلکې که دا اووايم نو غلطه به نۀ وي چې سمه ژوندۍ خاکه ده۔
((عبدالحمید زاهد))