(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ساقي ژوند اوفن

[14.Jun.2025 - 14:55]

فضل رحیم ساقى ژوند اوفن

څيړنه اوكره كتنه : اسيرمنګل 

 

دځوانۍعمرچې څه وهٴ په جيلخانوتېرشو

ياپه كوڅوكښې دبې تنګه پښتنوتېرشو

نه دبچوپه خوند نه خبرشوم نه دمال ومتاع

دمستۍ خوب وهٴ دازغوپه بستروتېرشو

(ساقي)

دارواښادفضل رحيم ساقي شمار دخدائي خدمت ګارانوپه ليكوالا نوكښې په وړومبې صف كښې كيږي ،دهٴ په مكمله توګه خپل ځان ا ومال ومتاع هر څه دخپلى خاورې ازادۍ اودخپل ولس دخوشحالۍ او سوكالۍ دپاره وقف كړي وو دفن اوشخصيت ئې بې شماره اړخونه دي ارواښاديوسياسي مبارروهٴ دباچاخان دقافلې يوسرپرې كړے غړے وهٴ،په پښتوژبه اوادب  ئې بلهااحسانات دي ددهٴ نظم دے كه نثريوه خپله ځان ګړتيالري ، دشاعرۍ ئې دوه ټولګې ٫٫ډك جام اونيم جام ،دچاپ په كالو ښائسته شوي دي چې په كښې ئېقامي،وطني احساسات اوجذبات په فنكارانه توګه بيان كړى دي دنثرئېتروسه پورې شپږ كتابونه دباچاخان كفايت شعاري ،درې قېصې،، خطونه لومړے ټوک  چې ډاكټر ، دصرحښګ ،خدايي خدمت ګاردپښتنودازادۍ دتحريک يومختصرتاريخ اوژوندون دچاپ په كالوښائسته شوي دي، پرته له دې ځيني ناچاپ مواد هم لري 

دارواښادفضل الرحيم ساقي په كاراوزيازډاكټرسيد طفرالله بخشالي دفضل الرحيم ساقي ژوند اوادبي خدمات ،سر ليک لاندې دپي ايچ ډي مقاله هم ليكلې ده ، ډاكټرزبير حسرت هم ورباندي٫٫ دصبرجنګ ،،كښې زړه پورې ليكل كړي دي ، په ورځپاڼواومجلوكښې هم مختلفوليكوالانو ئې په ادبي خدماتو رڼااچولې ده داروښادفضل رحيم ساقي دژوند،فن اودهلوزلونه وړاندې ضروري ده چې په هغه حالاتوهم خبره وشي چې دموصوف دزيږيدونه مخكښې په پښتونحواكښې روان وو،دادپښتنواودپيرنګيانوترمينځه دغوزرو پرزووخت  وهٴپښتانه دباچاخان سرې جنډې لاندې دپېرنګيانوخلاف كورونونه راوتي ووځاےٴ په ځاےٴ غونډې وې احتجاجونه ووجلوسونه وو دانجمن اصلاح افاغنه زلمو دغه يوه نعره وه چې پيرنګے دې زمونږدخاورې نه پښې سپكې كړي ،په داسې وخت كښې هغه دخوشال باباخبره 

لايوشور راځينې لاړنه وي بل راشي

مګرزهٴ پيداپه ورځ دشور اوشريم

دسياسي غورزوپرزوپه داسې حالاتوكښې داشتنغر تكه شنه زرخيزه خاوره سره لمبه وه هرخواته دازدۍ اودخپل واكۍ نغارې غږيدې په دې هنګامه خيز وخت كښې داشنغر تاريخي كلي رځړو كښې  دعبدالعزيزخان كره په كال ١٩٠٢ دجون په مياشت كښې يوماشوم وزيږيدو  مورپلار ورته فضل رحيم نوم كېښودو دغر نيكه نوم ئې مير عالم خان  وهٴ چې تعلق يي  دكنعان خيل خانانو يوې درني كورنۍ سره  وهٴ، هركله چې ماشوم په ښه اوبد پوئے شونوهر خوادپيرنګيانو دټو پكو نوسرې ګولۍ اودپښتنوپلنې سيني وې ، وطن دبارودوپه لوګو تور لوغړن  وهٴ، دې ماشوم ځان له دساقي تخلص په دې غوره كړوچې چرته په هوش كښې دپښتنې لارې  نه پښې ونه ښويږي ځكه چې ده ځان له دباچاخان ازغنه لار خوښه كړې وه ،دهٴ څه خاص رسمي زده كړه  نه وه كړې لكه څنګه  په هغه وخت كښې په جماعتونو مدرسوكښې  تعليم تر لاسه كيدو ساقي صېب هم  څه نه څه  كتابونه يو بل ځائے  وئيلي وو ددهٴ نمسې ښاغلي عزيرخان ترمخه مروجد زده كړه ئې څلورم جماعته پورې كړې وه، ولې دخپل حساس طبعيت له مخه ئې دعربۍ اردو اودفارسۍ ژبې زده كړې وي اوپه پښتوكښې ئې ښه ليک لوست  كولے شو اومونږته ئې يوه لويه ادبي پنګه دنظم او دنثرپه شكل كښې پريښې ده ـ

هرليكوال په ادب كښې خپله پېثرندګلو ديوشاعرپه حيث كوي ولې كله  چې مطالعه ئې سېواكيږي نوبيانثرته هم مخه وكړي ، ارواښادفضل رحيم ساقي هم اول خپله پثرندګلومونږ سره ديوشاعر په حيث كوي ، ډک جام اونيم جام ئې دوه شعري ټولګې دي ، چې دهٴ دتخلص په مناسبت ډېرې ژورې معنې لري ، ډک جام ،نيم جام اوساقي ، په خپلوكښې څومره يوروماني تړون لري ، ديونمائنده ادب تخليق كولو دپاره ليكلوال درې توكيوډېر خيال ساتي يوه ژبه چې داسلوب ټاكنه كوي  بل خيال  چې دے خپلې ټولنې ته وركول څه غواړي دريم هئيت ،چې ليكوال په كومه پيرايه دخلقو سره مخاطب كيږي  كوم ليكونكي چې  دادرې توكي په خپل خپل ځاےاستعمال كړي وي ،هغه يوكامياب اونمائنده مصنف شمارلے كيږي ـ

 دارواښادفضل رحيم ساقي ډك جام اوينم جام چې دمطالعې لاندې راځي اويادهغه نورې نثري فنپارې، نواول دلوستونكي سترګې په ژبه لګي چې دليكوال ژبه دكوم معيارده ،بيايي پام لرنه دخيال طرفته كيږي چې خپلې ټولنې ته كوم پيغام وركول غواړي اودغه پيغام دفن اودهنر په كومه پيرايه كښې وړاندې كوي اوددې نه ديوليكوال داسلوب پته هم لګي ـ

 دارواښادفضل رحيم ساقي چې دتخليقي زيارمونږ څيړنه اوكره كتنه كوو نواول ئې دژبې سره مخامخ كيږو ،مصنف سوچه داشنغر خوږه اومهينه لهجه كارولې ده،دهٴ چې په خپله شاعرۍ كښې كوم ټكي استمعال كړي دي هغه خپل شاته دلفظونوپه زور يومنظرمخې ته راوړي دشاعرمثال ديوجادوګروي هغه په لفظونوجادوګري كوي د لوستلونكيواوداو ريدونكيوزړونه مسخركوي ، دغه صفت دارواښادپه تخليق كښې شتون لري ، خيال خوئېهسې هم ساهودے چې څه ئېليكلي دي ديو مقصد دپاره ئېليكلي دې ،پيغام ئېخپلې خاوري او داولس خوشبويي په غېږكښې ګرځوي

دغائنده ادب تحليق كولوكه دريمي نكتې ته راشو نوهغه كښې هم زمونږ شاعر بريالے شوے دے خپل پيغام چې په كوم فني اوهنري چوكټ كښې وړاندې كوي هغه دستاينې وړدے ، داروښادتعلق دخدائي خدمتګارۍ پاڅون سره دے اودې ډلې ليكلوالانو دخپل پيغام خور وهٴلو دپاره دنظم لاره غوره كړې ده كه چرې كوم چايونيم غزل ليكلے دے نويه هغه هم  دنظم مينه ماتيږي دارواښاد٫٫ډک جام،،شعري ټولګه    په كال ١٩٥٧ كې منظورعام پريس پښورنه خپره شوې ده دويمه ټولګه ٫٫نيم جام چې په كښې رباعيات قطعات اوځيني غزلې شتون لري دچاپ نيټه ئېنشته ،دډک جام ، تړون ئې دتېرا  ورګزيو سيمې صاحبزاده عبدالرزاق شهيد په نوم كړے دے  چې دخپل وخت يوروحاني خدايي خدمتګارشخصيت و  په شهادت ئېارواښاد فضل رحيم ساقي يوه سانده هم ليكلې ده دهغه وخت شاعرانو كښې ديونوم ،عبدالراق حكمت  هم  وهٴ چې په خټه دهنګو نريابو قريش كورنۍ سره ئېتعلق  وهٴ  ،دخدايي خدمت ګارۍ مكتبه فكروړومبے شاعر مولانا فضل معبودمخفي ياديږي ،چې اغېزه ئې په دې ټول پاڅون محصوسيږي باچاخان د خپل كتاب ٫٫زماژوند اوجدوجهد،،تړون هم ددې مبارز عالم په نوم كړے دے ددې شاعرانو دشاعرۍ زياته برخه په قامي اووطني شاعرۍ اړه لري  دزنداني شاعرۍ كه ابتدا هر څو ستر خوشال بابا كړې ده  ولې وده ورته خدايي خدمت ګارانو وركړې ده  دې شاعرانو ډېر په ترينګلو حالاتو كښې دخپلې خاورې خوږې پښتو سرڅڼه كړې ده اود اودقام دښې ورځي ارمانونه ئې دځان سره ګورته وړي دي ،ارواښادساقي  بلهانظمونه ،رباعيات اوقطعات دوطن اودقام په مينه كښې لېكلي دي لكه ٫دعا ، وطن٫خدايي خدمتګار،حكومت، شهيد ته سلام،وطن مينه،دقيصه خوانۍ دشهيدانو ياداوسفر  ئېشهكار نظمونه دي  چې دخپل وخت دتار يخ  پوره انځورګري كوي   زه  ئې دلته تاسو سره دعا اوديومكلماتي نظم  څو نمونې شريكول غواړم

ميرويس بابا په تورلحد كښې خرڅولے نه شم

ځواب شېرشا اواحمد شا ته وركولے نه شم

دخوشال خان پګړۍ په خاورو كښې لړلے نه ش

خواري دخان فخر افغان په اور سيزلے نه شم

 دپښتنو زمكه بل چاته پريښودلے نه شم

د٫٫دعا، دې نظم نه مونږ ته دا اندازه لګي چې ارواښاد ساقي په خپلو اتلانو څومره مئين  وهٴددهٴ په زړهٴ كښې دخپل قام اووطن دپاره څومره مينه وه دغسې ددهٴ نور نظمونه هم دي چې ددهٴ دنظر څرګندونه كوي،اوس ئې په يو مكالماتي نظم خبره كوم  چې  په كښې ئې دهغه وخت  منظر كشي ديوزلمي  اودهغه دناوې ترمينځه په مكالماتي انداز كښې وړاندې كړې ده چې په كښې دزلمو سره سره دپيغلوجينكو جذبات هم دكتودي  اودازادۍ په دې تحريک كښې پښتنې مير منې هم دځوانانو نه وروستو نه وې ،يوبندئې دنموني په توګه وړاندې ك وهٴم

 

هلک ،   ناوې راپاڅه سپين تندے دې ښكلومه            دوطن جنګ دے هسكه غړۍ ځمه

ناوې ،         بغيرله تابه عمر څنګه تيرومه                                 دسترګوتوره زه درسره ځمه

هلک     

بيا ئېنيولے باچاخان دے                   په جيلخانه كښې بنديوان دے

بهر زمونږه ژوندون ګران دے             دې حكومت باندې به سر وګرځومه

دوطن جنګ دے هسكه غاړه ځمه

ناوې

پرون دې راوړمه ډولۍ كښې         شومه دسيالو په سيالۍ كښې

ستاد ليدو په خوشالۍ كښې       دواده سره جوړه به څنګه زړومه

دسترګو توره زه درسره ځمه

اواوس ئې دشاعرۍ يوڅونورمثالونه ل وهٴلو

نه دبچوپه خوندخبرشوم نه دمال ومتاع                دمستي خوب  وهٴدازعويه بستروتېرشو

يوخوانه مې زړه په خپل اولا دپسې ختلےدے          بل خواته مې  زړهٴ په پښتنوباندې داغلےےدے

سترګې دې دخان فخرافغان صاصب وجتي شي      بال وبچ مې هورته پخپل خداےٴ باندې سپارلے دے

پښتونه اوچت غرپه سردپاسه لارلري       هغه ورباندې خيژري چې څوک وړاندى كارلري

رنځ تكليف كه هرڅوډېرشې اخرتېرشي                         پكارنه دي غم ته وار حطاكيدل

 په دې يوڅوشعرونو كښې مونږولو ستل چې ارواښادادب دپاره د ژوندپلوي دے ،زمونږمشرانو پېرنګي دوركښې چې ددې خاورې دازادۍدپاره كومې هلې زلي كړي دي دهغې انځوګري دباچاخان سپايانوپه ليكونو كښې ښه په زړهٴ پورې اندازكښې موجوده ده چې ګواهي ئې،ډک جام، اونيم جام وركوي ، داۤزادۍ دې مبارزينوڅومره سختۍ زغملي دي ،چې نه دخپل اولادنه خبرشوى دي ،اونه ئې دخپل مال ومتاع څارنه كړې ده ،خپلې ځوانۍ پې دقام دښې ورځې دپاره وقف كړے وې ،اودمستۍ خوبونه ئې دازغوپه بستروتېردي ،ګني نوزړهٴ څوک نه لري  اوبيا چې ځواني وي اودځوانۍ سره سره خاني هم وي خوافرين په دې  پتنګانو شه چې سره دهر سهولت ئېځانونه سورانګار ته نيولي وو دخپلو كورونواولادونو پروا ئېنه  ده كړې دپښتنوغم ئېژړلے دے خپلوذاتي تاوانونو نه تېرشوي دي، هرخدايي خدمت ګار ښه په اخلاص دفخرافغان باچاخان سترګې وچتې كړي دي دانګريزپه بندي خانو كښې لكه دبلبلا نوچغيدلي دي ، ددومره اذيتونو تېر  وهٴلونه پس ئېمونږته اۤزادي ګټلې ده خوافسوس چې چائې دهلوزلوقدرنه دے كړے اودخپلوپښتنو دلاسه په زړهٴ داغلي ګورته تلي دي

دارواښادفضل الرحيم ساقي په شاعرۍ كښې يوه لويه برخه دباچاخان سره دعقيدت نه ډكه ده ډېرنظمونه ئې دهغوي په مينه اومحبت كښې ليكلي دي ، دهغه په خبروئېعمل كړے دے چې كوم كاراوذمه واري ئېورته سپارلې ده هغه ئېپه ښه طريقه ترسره كړې ده ، ډېرسفرونه ئېورسره يوځاےكړي دي ، اوډپرڅه ئې دهغه سپيځلي اودقدروړشخصت نه زده كړي دي دهغه  په اصولوئېنه يواځي عمل كړے دے بلكې هغه ئېپه ليكلي شكل كتابونوكښې پښتنو ته وړاندې كړې هم دي چې نن هم مونږدپاره دلارې مشالونه دي ،خوافسوس چې مونږ ئې دارزښت نه خبرنه شوو دډک جام ،دشاعرۍ يوه برخه اخلاقې هم ده شاعردخپل قام داصلاح دپاره مختلف نظمونه ليكلي دي هغه رواجونه او دودونه ئېغندلي دي ، چې كوم په پښتنو كښې دناپوهۍ له كبله خوارهٴ شوي وو ،دوي هر چرته  دباچاخان  پيغام  عام كړے دے چې ديوقام دترقۍ او خوشحالۍ دپاره ضروري ده چې خپله ژبه خپله كړي ،دې سره په وګړوكښې مستقل مزاجي راځي اوديوقام تشخص جوړيږي ،دژبې دودې نه بغيرقامونه وركيږي

 ارواښادفضل رحيم ساقي كه په بنيادي توګه دنظم شاعردے اودادانقلابي ليكوالانو صفت دے چې هغوي خپل پيغام لوستونكيوته په نظم كښې وركول غواړي او دې دپاره هم  دغه يوموذون هيئت دے،ولې دې سره سره د،ډک جام ،ځيني برخه په غزل  مشتمله ده چې په كښې شاعر دقلبي وارداتو زړه پورې څرګندونه كړې ده، بنيادم كه هرڅومره په ژوند كښې په ازغنه لارمزل كوي ، ولې دګلونووږمو نه  سترګې نه شي پټولے حسن بياهم حسن وي اوبياديوشاعرزړه بلها حساسيت لري ،عشق دحسن نه بغيرنه شي پاتې كيدے دغزل نه علاوه دهٴ ځيني  روماني نظمونه هم ليكلي دي ،وصال،، ئېيو مسلسل روماني خوندور غزل دےخودحسن اوعشق احساسات ښه انځورګري په غزل كښې كيږي دهٴ لكه دخپل نظم غزل سره هم انصاف كړے دے خپلې روماني حسي تجربې پې مونږ سره شريكې كړي دي

 

سرپه پښتوكښې دياركېده كه وصال غواړي دښكليو

بل ځاےٴ نورې شمارې كيږي دلته شمارددم ختيلو

 

ساقي ځان دې ستړے كړوپه منتونو

نرم نه شو داشناپه وينا زړه

 

خداے دې مابې پته نه كړي مئينتوب كښې 

چې به وكړم بي له تاخپله رضا

 

ساقي ستاداثري سترګونه ځارشه 

ميخانې دكراچۍ اوكلكتې

 

سترګوكښې ليدل په شانې دمجنون نشته دے

مه وايه مه وايه چې حسن كښې افسون نشه دے

 

چې په سترګوبه مې ښكليوته كاته 

هغه كسي مې بيلتون كښې پريوته

 

په فريادكښې پاكه ربه سوزاوسازرا

دلبري دلاويزي           لكه ا ياز    را

 

بده ورځ زمانه ده پيرزوپه خان خوڅه وكړم

هرڅه چې رارسي راسيږي له چشمانو

دې يوڅومثالونونه مونږ دااندازه لګولے شووچې شاعركه هرڅومره ديو هنګامه خيزژوندنه تيردے ډېرتكليفونه ې په زندانونوكښې ګاللي دي ولې سره ددومره ستونزواود مصيبتونو ئېپه سينه كښې يودمينې ډک زړهٴ هم لرلو اوجمالياتي حس ئېهم بيدار وهٴ ،جماليات پوداسې خور ورمضمون دے چې دې نه څوک سترګې نه شي پټولے ،اوبياداروښادساقي خوتحلص هم خالص روماني يعني ساقي ځان له ايښے دے ،ولې هغه وخت چې دوطن غلامۍ كوم اذيت نه تېريدو هغه جذبه په دٴه غالبه شوه اوهر څه ئې د خپل اولس دښې ورځې دپاره دهلوزلونه ځاركړل اوپه تاريخ كښې ئېځان له يومقام جوړكړو چې تذكره ئېتل دازادۍ په سرپرې كړيو ننګياليوكښې كيږي

ارواښادفضل رحيم ساقي پښتنوته دشعرنه علاوه دنثريوه درنه پنګه هم پريښې ده چې محرک ئېباچاخان  وهٴ، وړومبے دنثر كتاب ئې،،ژوندون ،، دے چې په كال ١٩٦٧ كښې سپين زرپرنټررپيښور له خواخپورشوے دے داكتاب ټول           مخونه لري ،ددې كتاب په حقله ارواښادفضل رحيم ساقي يوه ډېره دردناكه خبره ليكلي ده

٫٫ چې كور مې ليک كوو نوزما دسوي لوي ژوند ملګرې راته ووې  داڅه ليكې؟ماورته ووې چې په خدايي خدمت ګارۍكښې په ماكومې سختې تېرې شوي دي ،هغه ليكم هغې راته ووې چې ستاپه غېرموحودګۍ كښې په مااوزماپه بال بچ كومې سختې تېرې شوي دي هغه به څوک ليكي

ژوندون ،دولسم مخ ١٩٦٧

په دې يوه جمله كښې دخدايي خدمتګاروټول اذيتونه مصيبتونه پټ دي مونږ په څه نه څه توګه دخدايي خدمتګارانو ليكونونه خبر يو،ولې زمونرپه  كورونو كښې  چې زمونږ په مياندوخوئيندو څه تېر دي  هغه به څوک ليكي ؟دايوسوال ضروردے 

دويم ئې دنثركتاب خدايي خدمتګار،دے چې د پښتنودازادۍ دتحريک پومختصرتاريخ دے ، داكتاب دباچاخان رسيرچ سټرپيښور٢٠١٢  كښې خپوركړے تدوين اوكمپوزنګ يي مثشاق مجروح پوسفزي كړے دے داكتاب ټول  درې سوه شل٠ ٣٢ مخونه لري چې په كښې دپيرنګي دور نه رواخله ترپاكستان جوړيدو او دهغې نه پس هم دخدايي خدمت ګار تحريك په هلوزلو رڼا اچوي ، اوهغه كردارونه مونږ سره مخامع كوي ، چې كومودباچاخان پاڅون سره تعلق پاتې شوے دے ليكل ورباندي پخواني وايس چانسلر  فضل رحيم مروت مثتاق محروح يوسفزي، ځلان مومنداومحمدنوازخان كړي دي ،په بيك ټائټل دساقي مرحوم سره دباچاخان تصوير اودباچاخان دوينا يوه حواله هم چاپ ده چې ورنه دباچاخان دخدايي خدمتګارۍ دتحريك ازادۍ اودپښتوژ بې دودې لېونۍ مينې پته لګي

٫٫ماخپل تعليم يافته ملګروته داخبره څوځله اوكړه چې تاسوچې دپښتنوكوم خدمت كوے چې دے سره سره ددې متعلق ليكل هم كوے په دې شان به زمونږ ددې تحر يك تاريخ هم جوړشي اود پښتوژبې خدمت به هم اوشي لكه څرنګے چې ساقي صاحب په دې لار كښې كوشش كړے دے ، كه دغه شان زمونږنوروملګرواديبانوكوشش كړے وي اويا اوكړي نودې سره به پښتوژبه ترقي اوكړي اودادپښتواودپښتنو لوئےخدمت دے،،

دريم كتاب ،كفايت شعاري،، دے داكتاب ټول يوسل اته ١٠٨ مخونه لري چې دباچاخان ټرسټ باچاخان سڼتر پېښورله خواپه كال ٢٠١٢ كښې خپور شوے دےداكتاب باچاخان په كفايت شعارۍ ليكلے شوے دے اوځيني داسې واقعات  ئېبيان كړي دي چې دهغې نه دفخرافغان  باچاخان كفايت شعارۍ پته لګي ،په دې كتاب مثتاق مجروح يوسفزي اوډاكټرزبير حسرت ليكل كړي دي ،يوه واقعه پې تاسوسره هم  شريكول غواړم چې دكتاب په ټائټل چاپ ده

٫٫ دفرورۍ په نولسمه ورځ كال ١٩٧٩ باچاخان سره جلال اباد كښې ناست وو خبر ې موكولے ،باچاخان ته مي ووي چې په ١٩٤٢ كښې به مونږه سر دريات مركز كښې تاسو سره ديره وو دغرمې پورې به تاسواومونږپه شريكه پټي كښې سسكورې وهلې دولس بجې به ډوډۍ ته كيښناستو دجوارو يوه يوه ډوډۍ به مو په مونږوويشله او پخلپه به موديوې نه هم كمه واخسته ساګ پيتي به پاخه شوي وو هغې سره به مووخوړه ، مونږخوپه دغه ژوند صابره څه چې شاكره هم ووخو كلوكښې به مخالفينوخلقو داخبرې ك وهٴلې باچاخان شوم دے ،چې په خپله هم ساګ پيتي خوري  او په ملګرو باندې  ئېهم  خوروي  ،باچاخان وفرمائيل هغه خوماتاسوله ټرينګ درك وهٴلو ماوئيل چې كه خداے فضل وكړو اوزمونږ ملك ازاد شواوزمونږ حكومت جوړشونودغه وخت به ملك اوقام څنډلے دسترحوان وي ،،

دې حوالې نه مونږ  ته دباچان سره  دخپلو ملګرو دمينې اودعقيدت  پوره پوره پته  لګي  اودهغوي د سياسي بصيرت  اندازه هم لګي  چې څومره لوړ وهٴ اوهغه سره دخپل ځپلي اوخواراولس څومره خيال  وهٴ ،چې دازادۍ نه پس به  زمونر دحكو مت حال ډېر خراب په دې  وي چې سره اوسپين خوددې خاوري نه په ګڼ مقداركښې پيرنګيالوچلولي وو، نوچې كله ملک ازادشي چې مونږ بيادداسې كړكيچنو حالاتو مقابلې ته دمخكښې نه  تياروو

 

څلورم كتاب ئې دصبر جنګ ،دے چې  دنثري مضاميومجموعه ده چې په كال ٢٠١٣ كښې كتابتون خپرندويه ټولنه پښتونحوا  خوا  كښې چاپ شوے او دپښتونخوامطالعاتي مركزباچاخان پوهنتون چارسدې  نه خپور شوے دے  لټون اوسمون ئېډاكټرزبيرحسرت كړے دے تړون ئې دحضرت باچاخان فخرافغان په نوم شوے دے داكتاب ټول ٦٧٧ مخونه لري ډاكټرزبيرحسرت ورباندې يوه تفصيلي مقدمه ليكلې ده چې ورته دارواښادساقي زوي ښاغلي ممحدنوازخان اودپخواني وائس چانسلر فضل رحيم مروت مرسته هم ثامله وه ، داكتاب دمركز عاليه سردرباب نه رواخله تراخري مضمون ،، ارباب محمداسلم خان شرر مرحوم پورې دسياسې غورزوپزريوداستان  بيانوي

پنځم كتاب ،،درې قېصې ،دے دا هم  په ٢٠١٣ كښې پېښورنه خپور شوےدے چې ټول      مخونه لري په دې كتاب كښې درې قېصې ،سپره مرګے ،،سيد  اكبرشهيد او وادهٴ وشه شتون لري چې دوه ډرامګۍ دي اودريمه يوه ريښتوني قيصه ده ،ډاكټرزبيرحسرت دزړه خبره فضل رحيم ساقي درې قېصې،،سر خط لاندې ليكل كړي دي دغه قېصې هم دخپل وخت يوه تاريخي بڼه لري په خدايي خدمتګاروچې څه تېردې هغه ئې قلم ته سپارلي دي

شپږم  كتاب  ئې،خطونه دفضل رحيم ساقي لومړے ټوک دے چې ډاكټرسيد ظفرالله بخشالي ترتيب كړےاود پښتونړيوالې مركې له خوا ٢٠١٦  كښې خپورشوےدے ،كمپوزنګ رحمت ديوان اوځيركتنه ئېممحدصادق ژړک كړې ده ، داروا ښادساقي داخطونه هم لكه ددهٴ دنوروكتابونو يو ډير لوےٴتاريخي پس منظرلري ، ډاكټرظفر الله بخشالے ددې خطونوپه حقله د كتاب په څوارلسم مخ ليكي 

٫٫د دې خطونولوے ارزښت په دې كښې دے چې دغه ټول خطونه په بيله بيلو زندانونوكښې ليكلي شوي دي ، په زندان كښې دليكلو بيل كيفيات وي نومونږچې دساقي صيب خطونه ګورو نوپه دې خطونو كښې ځاےٴ په ځاےٴ ټپې هم راوړل شوي دي ،چې دپښتوفولكورپه برخه  كښې له مونږسره زيات كومک كولے شي ،داكتاب ټول٩٦ مخونه  لري

 

داروښادفضل رحيم ساقي دې ادبي سياسي ا وعلمي خډماتوته چې سړے ځير شي نوپه دې نتيجه رسي چې موصوف نه يواځې يوسياسي مباارز وهٴ بلكې ديواستاذشاعرنه علاوه يواديب ،،افسانه نګار ، مكتوب نګار  ډرامه نګار اودخپل وخت سپيځلے مورخ هم  وهٴ مطلب داچې هغه شعر ليكلے دے اوكه نثر ئېليكلے دے يوتاريح  ئې مرتب كړےدے ددهٴ خطونه چې كوم ددهٴ او دباچاخان ترميخه شوي دي ،يولوے تاريخي پس منظر لري ، اوچې كوم ئې خپلوخپلو انوته  ته ليكلي دي هغه  يوجداحيثت لري  په خطونوكښې ئېځاےٴ په ځاے دموقعې په مناسبت  سره شعر ونه اوټپې هم راوړي دي چې ورسره ئې دخطونوخونداورنګ سېوااكړے دے ،ديو ډرامه نګارپه حيث ئېسپېر ه مرګے ،يوه اصلاحي ډرامه ده چې دهغه وخت دخدايي خدمتګارانو يوصفت  وهٴ ددې ډرامې پلاټ غښتلے اومكالمې ېې زوردارې دي ،ژبه ئېروانه ساده  اوخواږه ده  لنډه خبره داده چې ارواښاد ساقي دپښتو جديد نثرپه ارتقاكښې يوځانګړے مقام لري ، په ګورئېنورشه ياد پې تل پاتې ،سترخوشحال څه ښه وئيلي دي  

مېړني دي چې ياديږي

په سندروهم په وير

حوالې

١:ډک جام  ،عبدالرحيم ساقي  (شاعري ) پېښور ١٩٥٧ء

٢:نيم جام    عبدالرحيم ساقي  (شاعري) يونيورسټي بک ايجنسي  خېبر بازارپېښور دچاپ تاريخ نه لري

٣: ژوندون    عبدالرحيم ساقي (نثر) پېښور١٩٦٧ء

٤:خدايي خد مت ګار، عبدالرحيم ساقي (نثر)دازادۍ تحريک مختصر تاريخ، باچاخان ريسرچ سنټر پېښور ٢٠١٢ء

٥: كفايت شعاري، عبدالرحيم ساقي   (نثر) باچاخان ريسرچ سنټر پېښور ٢٠١٢ء

٦:درې قيصې، عبدالرحيم ساقي، پېښور ٢٠١٣ء

٧: دصبر جنګ، عبدالرحيم ساقي، دپښتونخوا مطالعاتي مركز باچاخان  پوهنتون چارسده ٢٠١٣ء

٨:خطونه، عبدلرحيم ساقي،لومړے ټوک، ترتيب ډاكټر سيد ظفرالله بخشالي، نړيواله مركه

٩: د فضل رحيم ساقي ژوند او ادبي خدمات (پي ايچ ډي مقاله) ډاكټر سيد ظفرالله بخشالے، خپرونكے پښتو نړيواله مركه

(پروفیسر اسیر منګل)

-
بېرته شاته