د ځینو هنري اثارو مانا
[15.Jul.2025 - 21:08]
ولې د ځینو هنري اثارو په معنا نه پوهېږو؟
انځورګري او شاعري څو ټینګې او تړلې اړیکې لري، لکه څنګه چې یو انځور ښکاره، خو معنا یې پټه ده، د بل بیا معنا ښکاره خو انځور یې پټ یا تصوري اړخ لري، البته د دوی په پټو موضوعاتو هغه څوک پوهېږي چې د انځور یا شعر د معنا په نزاکتونو پوه شي.
بله اړیکه یې د عام او خاص ده، په شعر کې خاص او فلسفي کلام داسې دی، ته به وا د ټولنې هغه ډلې ته یې لیکلی دی چې په شعر کې ژوره مطالعه او معلومات لري خو ځینې یې بیا ډېر ساده او عام فهمه دي، دا چې څومره شعر پېچلی او عام فهمه نه وي دا پر دې دلالت کوي چې کلام زورور دی او هغه شاعر د داسې شعر وړاندې کوونکی وي چې پرېمانه مطالعه او ریاضت یې کړی وي.
څومره چې پوهېږم دا دوه هنرونه دوه کډ اړخونه لري، هغه د همدې هنرونو تخنیکي اړخ دی، لکه په شعر کې سېلابونه، قافیه، ردیف او داسې نور… خو په انځورګري کې بیا خطونه، رنګونه، تکنیکونه او داسې نور دي، دا هغه څه دي چې د دې هنرونو د لومړي ګام لپاره اړین دي.
هر شاعر همدا اړخونه په نظر کې نیسي او کولای شي له تکنیکونو په استفادې سره اثر خلق کړي خو د دوی او هغه شاعرانو یا هم استادانو تر منځ دومره توپیر وي چې ستر استادان د دې تخنیکونو په استفادې نوښتونه رامنځته کوي یا هم داسې توري کاروي چې په هغه کې د تورو زړورتیا او قووت له لرې ښکاري او همدا دلیل دی چې په ځینو کلامونو هر څوک نه پوهېږي، ځکه دلته بیا تخنیک خاص کېږي، یعنې د دوی کمپوز خاص وي.
په انځورګري کې بیا دا چاره کټ مټ همداسې ده خو تصویري اړخ لري، د مثال په توګه یو انځورګر د یوې څېرې انځورګري کوي، کټ مټ هماغه څهره چې دی یې غواړي انځورګري کوي، یو بل هنرمن هم همدا کار کوي خو په ټیپ کې یې څه نا څه پرمختګ راولي او ځینې اړخونه ور ډېروي لکه د ځان لپاره د خطونو خاصه طریقه کاروي چې په هغه باندې خپله هنرمن پېژندل کېږي، په راتلونکو اثارو کې که چېرته دا انځوګر په اثر کې خپل نوم هم ونه لیکي خو د لیدونکي سترګې ورسره پخې وي او پېژني یې چې دا د چا اثر دی، ځکه یو څو خاص خطونه او د حرکاتو یا هم د رنګونو انتخاب وي چې دا هنرمن له نورو جلا کوي، لکه: موږ ځینې شاعران لرو چې هغوی خاص کلام لري که یې اورېدونکی په شعر کې نوم هم ونه مومي بیا هم پوهېږي چې دا د چا کلام دی، د دې دلیل به د ځینو خاصو لغاتونو کمپوز په ځینو خاصو ځایونو کې وي لکه سبک؛
بل هغه هنرمندان دي چې پر اثر یې حتا د هغوی هم مسلکان هم نه پوهېږي، دلیل یې دا دی چې دوی که یو اثر پنځوي نو تکنیک او معنا کې دومره زورور نوښت رامنځته کوي چې پېړۍ پېړۍ خاص وي او دا ډول اثار هغه مهال رامنځته کېږي چې شاعر یا هنرمن په خپله مېډیا کې خاصه مراقبه او مطالعه ولري، یو اثر باندې په اونیو، میاشتو او کلونو کار کوي چې بیا یواځې خاص مخاطبین لري چې هغوی هم د دوی په څېر اوږده لاره طی کړې وي، لکه موږ د انځورګرۍ هنر په برخه کې په ۱۴ او ۱۵ پېړۍ کې استاد کمال الدین بهزاد او محمد سیاه قلم لرو، دوی هنر تر هغې کچې رسولی چې بیا له دوی وروسته پر دې خاوره موږ داسې زوی نه دی راوړی، اوس چې وینو په اوسنۍ زمانه کې یواځې دوه هنرمندان دي چې هم یې رسالت او هم یې خپل اصلیت ساتلی دی، همدا راز یې دا سبک او لارې ته پرمختګ ورکړی دی، له هغوی څخه یو خادم علي او بل یې نثار ایثار دی چې په اثارو کې یې د پخوانیو دوو استادانو وینه ښکاري. دوی هماغه پخواني سبکونه راواخیستل او اوسني موضوعات یې ورسره اضافه کړل، په هغوی کې یې اوسنی ژوند او احساسات دننه کړل، همدا راز یې ځیني نور تخنیکي او کمپوزي بدلونونه هم رامنځته کړل.
په پای کې به داسې ووایم چې ځینې بیتونه موږ اړ کوي چې اوږدې کیسې پسې وګورو تر څو د دې بیتونو په معنا پوه شو او ځینې انځورونه موږ دې ته اړ کوي چې د تاریخ ډېرې پاڼې پسې واړوو تر څو په دې انځورنو کې هغه سمبولونه چې هنرمن کارولي دي پرې پوه شو.
ځینې هنر پوهان په اوسنۍ زمانه کې په دې نظر دي چې دا اړینه نه ده چې لیدونکی یا لوستونکی دې د اثر په اصلي معنا وپوهېږي بلکې پرېږدي چې دوی د خپل ذهن له کړکینو په خپل اختیار او خپله خوښه دې انځور ته وګوري او د خپل خیال په کښتۍ کې ورسره سفر وکړي نو په داسې ډول هر یو له هنري پنځ څخه د خپل فکر تر ظرفیته معنا اخلي.
درنښت
اقبال ترنک
Frankfurt am Main, Germany
——————
ښاغلی اقبال ترنک – د افغانستان د معاصرو هنرونو هنرمند، انځورګر او چلاند ( فعال). دا مهال په جرمني کې مېشت دی، او د هنر په برخه کې پر پراخو پوهنیزو (علمي) څېړنو بوخت دی..
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، له تېرو پينځوست لسیزو راپه دې خوا په پښتنو کې د هنرونو ارزښت او فعاله حضور کمزوری شوی او له بده مرغه، هنري پوهاوی هم ورځ تر بلې له پامه غورځېدلی دی.
ښاغلی ترنک د خپلو انځورونو او نظریو له لارې هڅه کوي، چې دا تشه څه نا څه ډکه کړي. خو له دې سره سره، کله چې د هنر په اړه څه خپروي – که یو اثر وي، که یوه تبصره – ډېری لوستونکي پوښتي: “دا څه معنا لري؟” او “موږ ولې د ځینو هنري آثارو معنا نه شو درک کولی؟”
پر همدې بنسټ ښاغلي اقبال ترنک پورتنۍ لنډه مقاله چمتو کړې ده، چې موضوع یې ده:
«ولې د ځینو هنري آثارو په معنا نه پوهېږو؟»