دپښتنو د باغ مالېاره
[20.Jun.2020 - 14:27]دپښتو دباغ ماليار/ استاد اولمير
ليک :- رشيد احمد
پښتانه د دنيا هغه بد قسمته قام دے چې دنړۍ په زړو قامونو کښې حسابيږي ولې دپښتنو تاريخ اوس هم په تيارو کښې پټ پروت دے. څوک ورته بني اسرائيل وائى اوڅوک ورته اريا او داځېنې پکښې وائى چې د ددې سيمې ارګجه قام دے. ددې دوه نظريو سره خو خپل دليلونه شته ولې دا ځېنې پکښې تش دخپل خيال نيلي ځغلوي نه څه دليل لري اونه څه ثبوت دخپلې خبرې په حق کښې وړاندې کولے شي اودپښتنو تاريخ ښۀ دشک په ګردونو کښې نغاړييقيني چې دغه خلک دخپل قام دښمنان دي. نن زمونږ داموضوع خو نه ده خو دا بدقسمتي زمونږ سره ملګرې ده. زمونږ خپلو پښتنو ليکوالو هم پدې لړ کښې خاموشي اختيار کړې ده او کوم چا چې قلم پورته کړے دے نو دهغه ددليلونو غلطو ثابتولو دپاره دحسد يا تربګنۍ له کبله ځينو ليکوالو قلم کارو قلمونه راخستي دي . نورو قامونو خو په مونږ پورې خپل نظريات راتپلي دي. دغه حال صرف زمونږ د اصل نسل نه بلکې زمونږ د اتلانو، هېروګانو، بادشاهانو او مصلحينو سره هم دے . ولې نن دا زمونږ موضوع نه ده خو غور پرې پکار دے. زمونږ تاريخ په تيارو کښې ولې پټ دے، زمونږ اتلان په تيارو کښې ولې پټ دي، زمونږ موسيقي، زمونږ فنکاران او دهغوئې ژوند په تيارو کښې پټ دي. داسې يو مثال يې استاد اولمير دے.
داستاد اولمير د زيږون نېټه کلے چاته نه دي معلوم . په انټر نيټ په ويکي پيډيا کښې ليکلي دي چې هغه په کال ١٩٣١ کښې په لوګر افغانستان کښې پيدا شوے وو. ولې زه ددې سره اتفاق نه کوم او د هغې څو وجې دي چې پخپله به تاسو ته مخې ته راشي. ځېنې پوهان وائي چې دے په اکبر پوره کښې پيدا شوے وو، په څوکنو کښې يې څه موده استوګنه کړې وه او بيا د پيښور نوتيې ته په کډه راغلو. سبز علي خان او ګلستان سره يې وخت تېر کړے وو . ولې په دغه سېمو کښې د هغه څوک خپلوان پيدا نه شول او زمونږ سره څه واضح دليل نشته. البته داخبره په خپل ځاے جوته ده چې هغه دپېښور خواو شا کلو کښې ديو اوسيدونکے وو.او هغه په کال ١٩٣٠ کښې نه دے زيږيدلے بلکې داسې ښکاري چې د اميرحمزه شنواري بابا همزولے اويا ترېنه لږ کشر وو. د ګل محمد بيتاب ويناده چې حمزه بابا يوځل وئيلي وو
''چې اولمير استاد به ماته استاد وئىلو اوچې کله به زۀ کابل ته لاړم نو زما دپاره به يې ټول فنکاران راغونډ کړل او زما هرکلي ته به تورخم ته راتلو.''
ولې متاسفانه ما د حمزه بابا په يوليک کښې هم د استاد اولمير ذکر نه دے لوستلے. ګنې نو څه لږ ډېر معلومات به راغونډ شوي وو اونن به دپښتو دباغ ددې بلبل او پښتو فن ددې ماليار په حقله زمونږ معلومات داسې شنډ نه وو.
اوس به ددې خبرې جاج واخلو چې هغه څنګه د حمزه بابا همزولے وو.اوهغه څنګه ددې سېمې وو.
په کال ١٩٣٠ کښء حمزه بابا په پيښور اوپينډۍ کښې وو ځکه چې هغه د فلمونو جوړولو اوډرامو كښې دكار په چکر کښې کله بمبۍ،ډيلي.لاهور اوپينډې چکرونه لګول او دګرامو فون دپاره يې ډرامې لېکلې نو استاد اولمير يې ملګرے وو. اولمير استادکه په ټولو کښې نه وي نو په اکثرو ډرامو يعنې خاکو کښ يې دحمزه بابا سره کار کړے دے . په دغه ډرامګوکښې استادسبزعلي خان،مهرالنساء اونورو سره سره اولمير او حمزه شنواري صداکاري کړې ده او دهغه لهجه سوچه يوسفزۍ او دپيښور لهجه ده. په دغه ټولو خاكو کښې د اول مير استاد فن جوت دے او دهغه اواز او صداكاري ديوښه اوپوخ فنكار غمازي كوي. هغه دښه اواز سره سره يو ښه صداکار وو. که چرې هغه صداکاري هم د مستقل فن په توګه خپله کړې وے نو شائد په پښتو کښې به نن دهغه دپائې فنکار نه وو.
اوس تاسو فکر اوکړئ چې په کال ١٩٣٣ -٣٥ کښې ډرامو کښې دلويو لويو سندرغاړو سره کار کولو نوهغه په ١٩٣٠ء کښې څنګه پيدا شو. اوددرې يا څلوروکالو ماشوم داسې فنکاري څنګه کولے شوه؟. نو ځکه زۀ وايم چې هغه که دحمزه بابا همزولے نه وي نو دوه يا درې کاله به ترېنه کشر. داسې دهغه دزيږؤن کال زمونږ سره ١٩٠٧ نه واخله تر ١٩١٠پورې ټاكلے شي . اوس هغه چونکه دلته پيدا او لوئې شوے وو نو دهغه لب و لهجه زمونږ په شان ددې سيمې وه .
استاد اولمير لکه چې ماعرض اوکړو چې په کال ١٩٣٣-٣٥ کښې دحمزه بابا او استاد سبزعلي خان سره يو ځاے کار کولو نو هم ددوي سره يې يو ځاے موسيقي هم زده کړې وه. او په دګه فن کښې كمال ته رسيدلے وو ځکه چې کله افغانستان ته لاړو نو هغوئ ورته تود هرکلے اووئيلو اوهم هلته استوګن شو او بيرته ئې او نه کتل.
د استاد اولمير دسندرو نه جوته ده چې هغه قام پرسته وو وکله چې فرنګي دلته د پښتنو سره ظلم وستم زيات کړو نو هغه له دې ځايه هجرت اوکړو اوبيا راستون نه شو.
اولمير استاد دپښتو ژبې يو لوئې سندر بولے وو او ددې چمن بلبل وو. هغه غزلې او اولسي سندرې زياتې وئىلي دي او زيات يې ملي اوزان خپل کړي دي.لکه هغه چې دا سندره وئيلې ده
مستې منګے بر اوړے دے زړه مې دلبر اوړے دے
عالمه لار نيسئ يار په هنر وړے دے
داسې پښتون به نه وي چې موسيقي اوري اوداسندره يې نه وي خوښه ياددې سندرې په جادو کښې محسور شوے نه وي. او هم دغه دمقبوليت وجه وه چې وروستنو ټولو سندرغاړو دغه سندره وئيلې ده ولې د اولمير په شان هيچا نه ده وئيلې. هغه په هغه زمانه غزلې وئيلې چې لا داصنف په پښنتنو کښې مقبول نه وو. په پښتونخوا کښې که ښه غزل خيال محمد وئيلے دے نو په لره پښتونخوا کښې دهغه نه اګاهو اولمير استاد په دې فن کښې د اوريدونکو نه داد وصولولو. هغه زيات داستاد ملنګ جان کلامونه وئيلي دي او هم هغه يې ښه ملګرے وو. د استاد اولمير ځېنې مشهورې سندرې دادي
1. مستې منګے بر اوړے دے
2. ستادې قسم وي چې په دغه لار مودام راځه
3. دا زمونږ زيبا وطن
4. خوشحالي کړي اتڼونه
5. اوښکې مې ولې په مخ راغلې
6. مجنون دې رانه جوړ کړو
7. يو دبيلتون په ناکړدو مې زړه قلم دے
8. چرته ته وے هلته زۀ وے
9. او ته چې پکښې اوسې هغه کور به اوګورم
داخويو څو نمونې دي. دې ښاغلي په سلګونو سندرې وئيلي دي.خو دژوند اخري برخه يې ډېره دکړاون وه. استاد اولمير واده نه وو کړے او په اخري عمر کښې يې دغربت بله کبله په کليو او ښارونو کښې خير ټولولو او يوه ورځ (٢٤ اپريل ١٩٨٢) هم داسې بې څوکه په وچه ډاګه تش جيب ئې له دنيا نه سترګې پټې کړې . داسې وئيلے شي چې خلقو ورله چنده اوکړه اوښخ يې کړو.
د استاد اولمير سخت او دکړاو ژوندون،داسې بې ځايه مرګ اودسوال په روپو ښخيدل دپښتنو دپاره ډېر سوالونه په ځان کښې رانغاړى. دازمونږ دبې حيسۍ او پښتنو فنکارانو سره دسلوک اورويې ښکارندويه دي اوزمونږ داجتماعي فکر اويون څرګندونه ده.
دا د پښتو دباغ ماليار چې د دې چمن دګلونو روزنه يې په خپله وېنه کوله دخپل قام دخوشحالو او دهغې دغيرت جذبو راپارولو دپاره ئې سندرې وئيلې،ازادي يې خوښوله او دازادۍ سندرې يې وئيلې نن زمونږ نه د ناليکلي تاريخ په پاڼو کښې وروک دے او چرته د سترګو پناه په بې نښانه قبر کښې پروت دے.دهغه دغه بې نښانه قبر زمونږ نه دخپل شناخت اوپيژ ندګلو هيله مند دے.
ورک هغه چې نه يې نوم نه يې نښان شته
تل تر تله په ښه نوم پائي ښاغلي
الله دې اوبخښي او جنت الفردوس دې نصيب کړى.