(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګلونو قدر

[20.Jun.2020 - 14:47]

د ګلونو قدر چا زده

که فلک دې د زمري په خوله کې ور کا

د زمري په خوله کې مه پرېږده همت

 

د نننۍ پرمختللې نړۍ په جوړولو او حضرتِ انسان ته د ارام او هوسا ژوند کولو لارې- چارې برابرول دا ټول د هغو همتناکو انسانانو د زحمتونو او قربانیو پایله ده چې خپل ځانونه یې له دې سترو انساني ارمانونو لوګی کړل، خو نننيو انسانانو ته یې هوسا او ارام ژوند ور ډالۍ کړ.

نن چې انسان د ځمکې اوږده تناوونه ځانته دومره را لنډ کړي، یا له ژونده څومره خوند اخلي، بیا وایم چې دا هر څه د پرونيو همتناکو، مبتکرو او ځانګړیو خلکو میراث او ورکړه ده.

همتناک او مبتکر انسان دی چې ځانته یې له چچ وزرې جوړې کړې، ځان یې مړ کړ، خو نورو ته یې د الوتکې فکر ورکړ، پروني انسان غوښتل پرواز وکړي، اوږد واټن را لنډ کړي، پرونی همتناک انسان و چې د سمندرونو په اوږدو او له خطرونو ډک سفر کې یې ستونزه وګالــله، په دې ستوغه لار یې ځان قربان کړ، خو ننني انسان ته یې د اوبو د ماشین جوړولو داسې فکر ورکړ چې تر الوتکې لا ګړندی دی.

پرونی همتناک انسان و چې نوي براعظمونه یا وچې یې را پیدا او کشف کړې.

نن چې انسان څومره ارام او له خونده ډک ژوند کوي په دې ټولو خوندونو کې ورسره پرونی قربانی شوی انسان د زنځیر د کړۍ په شان را روان او شریک وګڼه، که پروني له ځانه شمع نه وای جوړه کړې، نو بنده یې بوله! که نننی متمدن او له سلو زرو اسانتیاو ډک ژوند به شونی وای.

پرونۍ ازموینې او تجربې وې چې ننني انسان ته یې د فکر او پنځونو ستره او اغزنه لار هواره کړه.

اورېدلي مې دي چې جاپانیان خپله اوس هېڅ شی نه جوړوي! یوازې د کمپيوټر تر شا ناست دي فکر تولیدوي، په امریکایانو او نورو پیسه‌دارو هېوادونو یوازې د کاغذ پر مخ خپل ليکلی فکر خرڅوي!

اوس د نړۍ په مارکیټونو کې یوازې خپلې نوې تولید کړې ایډیاوې یا فارمولې خرڅېږي.

اورېدلي به مو وي چې په مجلس کې ناست یو سړي غږ وکړ چې کاکا مې کورنۍ سره د امریکا پر لاره دی، دعا وکړئ، اوږد سفر دی چې خدای یې پخیر ورسوي!

بل پکې را ودانګي سړیه! هغه ورځ مې ماما جان ولاړ، فون یې را وکړ، ویل يې، لاره اوږده ده، خو داسې الوتکې دي چې سړی هېڅ د ستړیا احساس نه پکې کوي!

له دې خلکو چې وپوښتې درته وبه وایي، ولا ماما مې دلته ستر ډاکتر و، پوهنتون کې استاد و، سفارت وغوښت، او ايسته خارج کې قبول شو!

بل به وایي، کاکا مې ستر انجنير و، په اېمېل یې له امریکایانو سره کوم لین وهلی و، کار یې وشو، پخیر ولاړ امريکې ته!

موخه مې له دومره اوږدې سریزې دا وه چې څوک یې را سره مني که یې نه مني، شهسوار سنګروال هم په دې مبتکرو ړومبنیانو کې شمار سړی دی.

سنګروال هغه څوک دی چې په ۱۳۷۱ل کال پېښور ته له یوه څادر او واسکټ سره راغی، خو ارام یې ونکړ، حالاتو ته تسلیم نشو، لومړی یې فکر وکړ بیا را پورته شو، د خپل فکر د زرغونولو لپاره یې نه ستړې کېدونکی هڅې وکړې...

 

استاد شهسوار سنګروال هغه څوک دی چې د لومړني شخصي پوهنتون د بنسټ ایښودو جرئت او زړه یې وکړ، د پېښور په ناصر باغ روډ باندې یې د احمد شاه ابدالي په نوم یو پوهنتون افتتاح کړ، ډېرو ځوانانو پکې داخله وکړه او زده‌کړې يې پکې پيل کړې.

احمد شاه ابدالي پوهنتون به له شک پرته سل و زر ستونزې درلودې، ځکه هر نوی کار له ستونزو خالي نه وي، خو کمال یې دا وکړ چې افغانانو ته یې ور غږ کړل چې را پورته شئ! لاس تر زنې مه کښېنئ! خپل نسل مو وروزئ!

دده دا ستر او له ویاړه ډک ابتکار ته څوک ټینګېدل، بس په سلو تورونو یې تورن کړ!

که څه هم استاد له پوره مقاومته کار واخيست، خو حالات داسې شول چې نور ورسره مقابله له غرهٔ سره ډغره شوه!

اخر استاد د انګلیس سفارت ته ځان ور وپېژاند، استاد یې هم لکه پورته یاد شوی ډاکتر ماما او انجینر کاکا زموږ له منځه پورته کړ چې تاسې ددې سړي په قدر نه پوهېږئ! دا سړی زموږ په کار دی، انګرېزانو خپل د رڼاګانو ډک ښار کې له ټولو کوشنیانو سره له الوتکې ور شېوه کړ.

 

د احمدشاه ابدالي پوهنتون ټول شاګردان د هېواد پوهنتونونو کې  جذب شول، هماغه ځوانان اوس د هېواد په ګڼو ادارو کې ريیسان او مدیران دي.

متل دی چې ته حرکت کړه، خدای به برکت کړي!

استاد سنګروال صیب زموږ لرې خپلوان و، خو لیدل مو نه ول سره شوي، ځکه استاد کابل کې ژوند کاوه او ما په لغمان او پېښور کې د ژوند شپې سبا کولې.

په پېښور کې مو د حاجي صیب غلام حسین خان په کور کې -چې زما او استاد شریک خپلوان ولیدل، زما او د استاد بله ټیکانه یا د لیدلو- کتلو ځای د لیکوال و شاعر اورنګزېب ارشاد -چې زه ورته اورنګ لالا وایم- کور زموږ شریکه دېره او حجره وه.

ناستې- پاستې مو وشوې، سره ومو پېژندل، زه د خبرو اوریدو شوقي وم او له استاد سره پنډ کیسې پرتې وې، استاد به خبرې کولې، ما به خوند ترې اخيست.

استاد راباندې هلته لا ډېر ګران شو چې د دوی د لنډو کیسو -خدای مې دې غاړه نه بندوي هوسۍ نومې کتاب- مې ولوست.

استاد په شعر او لنډه کیسه کې مېړنی او برلاسی  لیکوال دی.

دا لیکنه په فېسباکه نشروم او استاد به پکې ټېګ کوم هم، نو دا به داسې وي لکه شاعر چې وایي:

مخامخ چې مې صفت کړې یار مې نه یې 

پسِ شا چې مې غیبت کړې یار مې نه یې 

 

عیان ته څه بیان، د کونډې زوی د سریال کیسه لیکوال دی، فلم يې وګورئ، په پای کې نومونه راځي، منان ملګری دې خدای وبخښې تر کاتب پاڅون وروسته دستي لیکل شوي، شهسوار سنګروال.

شعر خو به مو ورته ډېر اورېدلی وي کنه نو دده د پخواني سیاسي دوران شعر خو خدای چې ډېرو افغانانو د شاه ولي استاد له خولې اورېدلی وي چې وایي:

دا خلقي قیام دی درومي د اسمان پر لور 

دا کاروان په شا نه ځي، ځي د کهکشان پر لور

 

دا نو جلا خبره ده چې یوه ورځ زه او استاد په لاره تېرېدو چې د شاه ولي استاد د موسیقۍ د دفتر لوحه مو ولیدله، استاد ویل، ته راځه که ناست وي یو غزل به ترې واورو بیا به ځو په‌خپل کار پسې!

چې ورغلو استاد شاه ولي ناست و، له ځان سره یې په ژړه‌غوني انداز څه زمزمه کول، زما خو هغه وخت پرې سر خلاص نشو، وروسته وپوهېدم چې هنرمندان حضرات دې کار ته ریاض یا ریهارسل وایي!

شاه ولي استاد را پورته شو -هغه وخت کرونا نه وه- استاد ته یې شخه غاړه ورکړه، له ما سره یې هم داسې بې‌خونده شان ستړې مشې وکړه! کښېناستو، چای راغی کیسې پیل شوې...

استاد شاه ولي سنګروال صیب ته ویل، ته هم راغلې ښه شو چې راغلې! ویل يې، زه خو چې کله راتلم، د فرضي کرښې سر ته چې را ورسېدو، چا راته وویل، شاه ولي خانه! بس نور نو هاغه د پاکستان ملېشه ده، پرې ور اوړه!

ویل يې، له ځان سره مې ستاسې سندره زمزمه کړه:

دا خلقي قیام دی درومي د اسمان پر لور 

دا کاروان په شا نه ځي، ځي د پاکستان پر لور!!

ومو خندل په خندا کې مو پټ یو سوز، درد او خپګان هم نغښتی و، توبه مو وکړه چې خدایه موږ دې څومره ذلیل کړو چې هېوادونه مخکې درومي، موږ شاته روان یو.

د هېوادونو وګړي خپلو کې مینه کوي، موږ د یو بل په وژلو، تړلو توهین- تحقیر نه مړېږو.

خدای شته خبرې مو کولې چې شاه ولي استاد ته مو د بوسو یو انډی ور زیات کړ، ویل يې، دلته د ټکر په نوم یو کس پیدا شوی موږ په کایل کې له ناشناسه پوزې ته راغلي وو، دی پکې د هغه کاپي پیدا شو!

ماته د استاد دې خبرې ډېر خوند رانکړ، استاد سنګروال ته مې وویل، استاده! ته که ناست یې! زه به هغه کار پسې ولاړ شم!

سنګروال صیب وخندل، ویل يې، نا! زه هم ځم، استاد به خپل کار وکړي...

چې له استاده کوزېدو په پوړيو کې یې راته وویل، وپوهېدم په ناشناس خپه شوې! کسم دی که ماته یې هم خوند راکړی وي، خو څه به مې ويلي وای!!

 

مخکې مې هم یوه لیکنه کې دا خبره کړې وه چې استاد د سټېج او مایک ډېر مېړنی دی، استاد له مایک سره ډېره پخوانۍ اشنایي لري، استاد د مظاهرو له وخته د راډیو افغانستان تر مدیریته له مایک سره پېژني، بلکې خپلوي ورسره لري. فکر کوم د استاد سنګروال د همدې بلدتیا اثر و رسوخ به وي چې زوی یې -ډاکتر خسرو سنکروال- له ټولو طبي بوختیاوو سره سره کله نا کله BBC راډیو ته سر ور ښکاره کړي، یو نيم پروګرام ته اوږه ورکړي، یوازي خسرو جان نه، د خسرو مېرمن هم دوی ته کتلي، موږ و تاسې ته وخت ناوخت ښه او خواشینوونکي خبرونه را اوروي

خبره مې د استاد سنګروال کوله، استاد خو له مایک او سټېج سره داسې دی لکه هغه روغاني صيب خبره:

روغانی د چونې ګټ دی 

چې لمدېږي نو ګرمېــږي

 

دا څو کرښې مې د ښاغلي نورالبشر نوید په یادونو کې هم کښلې وې، دلته يې په حُسنِ تکرار وشمېرئ!

«يوه شپه په شپږم نمبر شاخ چارسده کې زموږ ګران ملګري همایون صیاد یوه ښکلې کلیوالي مشاعره جوړه کړې وه چې تر سلو ډېر کټونه یې په یوه ازاده فضا کې داسې حلقه قطار کړي ول چې یوه یوه کم رڼا ګروپ به پرې یوه رومانټیکه فضا جوړه کړې وه

مشاعره کې ډېرو شاعرانو ملګریو برخه اخيستې وه، خو بشر صیب همایون صیاد، غلام حیدر حیدر او بابای چاربیته -غلام حیدر جوشي صیب- هم ګډون پکې کړی و. زه او استاد شهسوار سنګروال صیب هم ور نازل شولو...

شهسوار سنګروال صيب نو پېښور ته تازه راغلی، د ځان بلدېدو او لارو- ګودرو کتلو په درشل کې دی.

زما او دده نو سمه یارانه ده چې دی یوه عامه خبره وکړي، زه له خندا شین ورته پروت یم چې زه هسې یوه خبره وکړم استاد ووایي، کافر عکاس یې، اووولوووو ډېر کافر عکاس یې هههه

چې شپه پخه شوه، دا ټرت پرت شاعران مخ په ختمېدو شول، بشر صیب ورغی شعر یې ووایه، د استاد سنګروال صیب نمبر شو، سنګروال صیب ته خو دا ناست خلک ترنګ د رباب هم نه ښکارېدل، ځکه دی خو د راډیو افغانستان له مدیریته راغلی و، له مایک سره يې ښه پخه اشنایي او یارانه وه، زموږ په شان نه دی چې ناست یو زمری چپه کوو چې مایک ته پورته شو پښې مو ولړزېږي.

لنډه دا چې دا نو داسې وخت دی هر سړی خپل- خپل کټ کې پروت دی، داسې یو یو مرغي‌خوب هم پکې ووهي، خو کور دې د یو نیم ماشي اباد وي چې بېرته یې را پورته کړي چې وروره! مشاعره کې نو څوک خوب نه کوي! بس دلته چې سنګروال صیب شعر پیل کړ ټول داسې را پورته شول، لکه اوه عشاریه پېنځه درجې زلزله چې شوې وي!

ټولو یو بل ته مښوکې نژدې کړې، وايي، يا لکه دا څوک دی؟! یو وایي، مړه کوم کابلی دی!! امممم د بلا بچي خو دي دا کابلیان!!

زه نو تشریحاتو باندې پیل وکړم، کله یو کټ ته ټوپ کړم، کله بل کټ ته چې دا خو داسې استاد دی، افسانه نګار دی، شعر او تاریخ کې له موره یو دی، ځان مې په معرفي او صفتونو ستړی ستړی کړ».

 

 ډېری وخت خپلو کشرانو ته وایم چې هره ورځ یوه خبره زده کړئ دا ډېره ده میاشت کې څومره شوې کال کې څومره کېږې، دا تاسې ته په درد خوري.

ما له استاد سنګرواله یو ډېر جالب څه زده کړي، خو یو کار مې بیا ورته ټکی خوښ نه دی!

ما چې ترې زده کړي هغه دده متانت او پرځان باور دی.

چې څه مې خوښ نه دي هغه وروسته تاسې ته وایم را سره اوسئ، وار مه خطا کوئ!

استاد کلونه پخوا د ډرامې په فن یو ډېر ښه معتبر او له علمي اړخه غوښین کتاب لیکلی و، د نورو پښتنو لیکوالو په شان یا حسبِ معمول، طبقِ ذایقه به ورته ووایو خپل دا کتاب يې یوه غټ سړي ته ډالۍ کړ، هغه سړی د استاد د کتاب په قدر نه پوهېده، داسې ډبو شان سړی و! زموږ یو چاینک و، پلنوالی یې لږ انټیک و، زما نیا به ورته ډمبه‌پټک چاینک ویل! دا سړی هم داسې بې‌خونده شان یو ډمبه‌پټک شی و! د استاد او ددې سړي تر منځ غټ دفتري مېز پروت و، هغه سړي کتاب ور واخيست مخې ته يې پر مېز کېښود، استاد په ډېر هنر کرار کرار بېرته کتاب ځانته ور لنډ کړ، د وتلو په وخت کې یې هغه صاحب ته لیکلی کتاب له ځان سره بېرته را ووېست!

 

ټوکه دې پکې وي، کوم چا ویلي ول، خدایه! یو خرګی یو تبرګی راکړه، نور ته زما له روزۍ خلاص یې...

استاد هم له زرو کمالونو ډک سړی دی، یو ځای ته یې له ځان سره بوځه چې هلته زر کسان کار کوي، استاد ټول په دوه- درې برخو وېشي، له یوې ډلې یې خپل نژدې دوستان جوړوي، له بلې دويمه درجه او له بلې درېيمه درجه دوستان جوړوي.

استاد زما شاګردان دومره دوستان کړي ول چې بیا نو نژدې وه زه پکې شپږمه ګوته شم!!

یا کېدای شي دا چار په ډېرو کیسه یا ډرامه لیکوالو کې وي، ځکه دوی چې څوک وویني په ذهن کې ورته د ډرامې یوه صحنه ولیکي، له ځان سره وایي، کاش! یوه ډرامه مې لیکلې وای! دې ځوان ته مې هغه فلانی کردار ورکړی وای!

ما د استاد سنګروال داسې څو عادتونه او اکټونه په نورالبشر نوید صیب او حفیظ الله تراب صیب کې هم لیدلي، ځکه مې وویل.

 

استاد به ښه شاعر وي، که به نه وي په هغه کې مې کار نشته، ځکه زما د لیک بېلبره یا موضوع کره کتنه او قضاوت نه دي، زه خو تر تاسې پورې یوازې د خپل لیدلي- کتلي حال احوال د انځور کولو یوه ناکامه هڅه کوم

استاد شعر په دومره ښه انداز او ادا وايي چې په ناستو خلکو باندې درته داسې ساړه راولي، سړی سم ملاريا ورته نيسي!

چې منکر پرې اعتراض کولای نشي

دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز 

 

دا نو د استاد جلا کوالټي یا ځانګړنه ده، هر څوک دا کمال نلري.

یوازې هغه تکړه استادان داسې کولای شي چې د خطابې یا وینا له فن سره پوره اشنایي ولري.

همداسې استاد په ډرامه او لنډه کیسه کې هم در حسابلی شئ!

په دواړو صنفونو کې یې مټ ازمایلی او ځوانانو خوښ کړی دی.

استاد کې یو پټ کمال تاسې سره شریکوم استاد فکر کوي چې زما په دې کمال به څوک نه پوهیږي خو داسې نه ده.

د استاد پټ کمال دا دی چې ته په بله بېلبره خبره کوې، استاد ځان درته شپېلی کړي، غلې به خبره تاریخ ته راکش کړي، تاریخ کې به هم احمدشاهي دورې ته ترې را واوړي، بیا دې استاد خدای را ګرځوي!!

هماغه د فیل او د ورېښمو د چینجي کیسه ده چې تاسې ته مې دا کیسه مخکې لیکلې وه.

په احمدشاهي ځمکه نو استاد داسې منډې وهي، دومره پرې بلد دی لکه له سنګره چې چینچار پله ته را روان وي، پر دې ډګر خپل اس داسې ځغلوي ته به وایې کوم نامتو اُزبېک بُزکشي کوي! ناپامه به دشکه خوله په ناسته یو خوا بل خوا خپله کش کش کېږي، کله کله به دې پام نه وي تر څنګ ناست سړي نه به دې ټنګ تېر کړی وي!

وایي به، اې بابا! دا نو څه شی شو!

 

پوهېږم چې ستاسې به څومره اندیښنه وي چې د استاد سنګروال هغه خراب عادت هم ژر ولیکه، نه یې لیکم ځئ! خپل کار کوئ! ههههه

سنګروال صیب خو حقدار او نازدانه استاد دی، خو کله کله ترې د یوه کتغ مالګه لږه ور ډېره شي پخپله خبره  ډېر عاشق شي! کله یو ناڅاپه پخپل دريځ داسې ودرېږي چې بیا مقابل لوري ته د سپیناوي یا پوره خبرې کولو وخت لا نه ورکوي، ايسته خپه شي!

کېدای شي دا یې هم د سپین زړه‌توب او یو مخي‌توب وجهه وي.

نور به بس کړم خدای په اماني به وکړم هسې نه چې اوس زه په‌ خپلو خبرو دومره میَن شم چې بیا به مې سر نه را ګرځي.

د استاد ژوند دې له خوندونو ډک وي!

-
بېرته شاته