(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رڼا بانګ

[24.Jun.2020 - 13:12]

د رضوان الله شمال رڼابانګ ته ځغلند نظر

ليک: امان الله نصرت

شعر کار د هر فاسق او فاجر نه دی

نه د هر يوه وږ سترګي د کنګال

شعر کار يا د سالک يا د مالک دی

د عاشق دی  د دردمند دی د ابدال

خوشال خان خټک

 

څه موده مخکې راته ګران ايازالله ترکزي صيب د ښاغلي رضوان الله شمال د شعرونو نوې چاپ شوې ټولګه رڼا بانګ  د يو شمير نورو کتابونو سره ډالۍکړل او زه ېې د خپلې مينې او مننې پوروړی کړم۰

ورځې پکې ډېرې تېرې شوې خو نن چې لږ وزګار وم نو دا د شمال د خوږو شعرونو دا ښکلې ټولګه مې راواخيسته او د څه ليکلو اراده مې پرې وکړه۰

رڼا بانک شعري ټولګه د ۲۰۲۰ دوه زره شلم کال د مارچ په مياشت کې د پنځلس سوو ټوکو په شمير په عام اخباري کاغذ  په اعراف پرنټرز محله جنګي پېښور کې چاپ او بازار ته راوتلې ده۰

د رڼا بانګ کره کتنه ساجد محمد شايق او کمپوزنګ ېې ګل احمد وردګ کړی او د مخپاڼې او شاپاڼې ډېزاين او اوډون ېې ضيا ارټسټ کړی چې کتاب ېې ښکلی او رنګين کړی دی۰

ښاغلی شمال د خپل کتاب تړون د خپل مور ، پلار ، ترونو، ورونو ،خويندو او د ههغې چا په نوم کړی چې ددې کتاب چاپ ېې ارمان و۰ 

دا کتاب شاعرد  خپل پلار ارواښاد دوست محمد خان مايار او د خپل ادبې پير ارواښاد احسان باچا خوږلن سپېڅلو ارواوو ته او همدغه راز د پښتو ادب د ملاکنډ د عروج د دورې هغه بهير ته ډالۍ کړی چې پخپله دا ېې هم برخه ده۰

رڼا بانګ ټول دوه سوه مخونه لري او تر څلورڅلويښتم مخ پورې پکې د شاعر په کتاب د ادبپوهانو او خپله د شاعر ليکنې او نظرونه تر سترګو کېږي او ورپسې له پنځه څلوېښتم مخ څخه د شاعر شاعري پيلېږي۰

په رڼا بانګ اول د ښاغلی ډاکټر  اباسين يوسفزي صيب ليکنه مخې ته راځي چې د شاعر په شاعرۍ او فن ېې غوښنه تبصره کړې او د نوموړي د کتاب بشپړ جاج ېې اخيستی دی۰

ډاکټر اباسين د خپل ليک په يوه برخه کې خپل نظر داسې څرګند کړی چې:

زه نن په تاسو يو داسې شاعر پېژندل غواړم چې هغه زه د تېرو شلو پنځه ويشتو کالو نه اورم، خوښېږي مې او دردوي مي۰

دې چې د کله نه ما ليدلی او اورېدلی دی نو د هغې ورځې نه ماته دا اندازه شوې ده چې دې تشه تک بندي نه کوي، تشې د لفظونو او پړۍ او ډېرۍ نه ودروي، په دغو ټکو کې خپلې جذبې، مشاهدې، مينه او حسن قيدوي هم، خندوي هم او ژړوي هم۰ دی د حسن او عشق يو داسې ښاغلی مفسر او ترجمان دی چې دده په شاعرۍ کې دننه د دردېدونکو زړونو او روحونو سرچينه دده ذات او چاپېرچل دی۰

نن ېې درسره زه پېژندګوي کوم  خو سباله به دی خپله د پښتو د ساهو غزل پېژندګلوي وي۰ سبا له به دی ان شاالله د پښتو د شاعرۍ د اسمان يو داسې ځلنده سوری وي چې د کابل، کندهار، کويټې او پېښور د هر اړخ نه به ښکارېږي او ځلېږي۰

تاسو چې څومره څومره دده شاعري لولۍ نو تاسو ته به دده د ځانګړتيا او بشپړتيا پوره اندازه کېږي، څرنګه ېې چې شعر ځانګړی دی دغه رنګ ېې ذات او نفسيات هم د نورو خلکو نه بيل او بدل دي ) ۰

وروسته بيا د ښاغلي سميع الدين ارمان ، شرر ساپي صيب، ساجد محمد شايق صيب، اخونزاد احسان باچا خوږلن صيب،  اقبال شاکر صيب، محمد حنيف قيس صيب، فضل سبحان افغاني صيب، اشنا باجوړي صيب، سعيد احمد ساحل صيب او د ګل احمد ګل وردګ صيب  او همدغه راز په شا پاڼه  او د شاپانې او مخپاڼې په شاڅنډو د  پروفيسر اسحق وردګ، ښاغلي سميع الله خان  او محترم بخت روان عمر خيل صيب په زړه پورې  تجزيې ، شننې او نظرونه تر سترګو کېږي چې هر يو د شاعر په فن او ادبي شخصيت د کاغذ پاڼې تورې کړي او د خپل عقيدت څرګندونې ېې کړي دي۰ زما په اند خو يوازې د ډاکټر اباسين يوسفزي صيب بشپړه او جامع ليکنه بس وه او د دومره ډېرو ښاغليو ليکنو او نطريو ته ډېره اړتيا نه وه خو ځه خير په شېدو چې غوړي واچول شي خوند ېې لا پسې ډېرېږي،  د ټولو درنو ليکوالانو او اديبانو دې کور ودان وي چې د شاعر ادبي پنځونې ېې ستايلي او په اړه ېې په ښکلو او درنو لفظونو د هغې يادونه او ځلونه کړې ده۰ 

د رڼا بانګ د شعرونو لړۍ له پنځه څلوېښتم مخ څخه په لاندې ښکلو بيتونو پيل شوې چې ښاغلي رضوان الله شمال پکې د خپلې ټينګې دينې عقېدي پر بنسټ د کايناتو په ستر خالق او لوی واکوال سبحانه تعالی د خپل پوخ او ژور ايمان څرګندونه کړې  او ليکلي ېې دي:

همدا مې عقيده ده او همدا زما ايمان دی

تياره که زما وهم وي رڼا زما ايمان دی

د زړه او ژبې دواړو په مابين کې مې دېره ېې

د زړه او ژبې دواړو نه په تا زما ايمان دی

 

او بيا ېې په لاندې بيتونو کې د  ستر او لايزال رب د قدرتونو او لويۍ يادونه داسې کړې چې:

 

د ورکړې خاصيت د هغه يو در سره ښايي

سړی چې د هر در سلام کوي هغه کېوځي

تش تور هسې په تمه به ګرځېږي او کړېږي

مېږی لکه غلبيل کې به وځي او ننوځي

 

د ښاغلي رضوان الله شمال په شاعرۍ کې ډېر ښکلي  او رنګين سندريز خيالونه او ژور فکرونه څرکونه وهي او د حسن او مينې خوږې نغمې او زړه راښکونکې انځورګري ېې د لوستونکو په زړونو کښېني او ژور اغيز او تاثير پرې کوي۰

ښاغلی شمال وايي:

تر څو چې هغه مينه وه نو جام ته حاجت نه وو

سکون په اضطراب کې وو، ارام ورسره نه وو

دا څو کاله خو مونږ د وطن درد ابلاغ کولو

دا څو کاله زمونږه بل ابلاغ ته حاجت نه وو

د کلي د شهيد ګودر نه وازې ګروې تاو شوم

څه دا رنګه طواف وو چې احرام ته حاجت نه وو

خوی بوی د پښتونوالې مو په  يار کې هم پکار وو

زمونږ د قاف د غرونو ګل اندام ته حاجت نه وو

چې قبر درنه هم د خپل شمال د ياده وتی

په دومره موده پس دې دغه پام ته حاجت نه وو

 

د شمال په شاعرۍ کې لوړ تخيل او تغزل موجود دی چې دده شاعرۍ ته ېې پوره پوخوالی او خوږوالی وربښلی او د هغې هنري ښکلا او فنې ښايستونه ېې يو په دو کړي دي۰

د ژبې رواني او سلاست ېې يو بل ښه او ارزښتمن اړخ دی چې ښاغلي شمال وينا ته ېې رنګونه ورکړي او هغه ېې لاپسې خوندوره او اسانه کړې ده۰

هغه په خپل يوه ښکلي غزل کې وايي:

ديدن څه وو د لار د ملاقات هومره به وو

بيخي د تراوو د يو رکات هومره به وو

خو بس يوه کليواله پرښته پکې چېله وه

که نه نو زما زړه خو د جومات هومره به وو

د ژوند د سترګو اوښکه څه وړه الميه نه وه

احساس ېې ددې واړه کائنات هومره به وو

غربت به په دې خاوره کې منم بېشکه وو خو

قارونه ستا په مال کې د ذکات هومره به وو؟

لحظې نيمې له هم د جدايۍ تصور ياره

اسمان چې په منځ مات شي ددې مات هومره به وو

پښتون خو داسې نه وو چې ميرات وو چې ميرات وو

شماله خو اوده د بت د ذات هومره به وو

 

شاعر ته چې د قام سترګې ويل کېږي  او د خپلې ټولنې او ولس د ترجمانۍ او استازولۍ دروند بار او مسوليت په غاړه لري  مجبور دی چې د خپلې ټولنې حالات ، واقعات او سړې تودې د خپل قلم ژبې ته وسپاري او د ولسي ژوند ناخوالو او دردونو ته د فن ژبه ورکړي او د هغې رښتينی انځور د خلکو مخې ته کېږدي۰

په لاندې غزل کې ښاغلي شمال د خپلې پښتنې خاورې ويرجن او تاوجن حالات په ډېرو رنګينو الفاظو او درد درد ټکو کې رانغښتي او هغه ېې د خپل شعر په ژبه داسې بيان کړي دی:

 په هيڅ قيمت ېې غمخوارۍ ته څوک تيار هم نه وو

د پښتنو  د  چونګ مالوچو خريدار هم نه وو

د حجرې کونج کې د شهېدې موسيقۍ اوزار وو

مات و منګی   او د ستار د سره تار هم نه وو

زما خو مينه هم بېخي د پښتونخوا شانتې وه

زړه که زما وو خو زما پرې څه اختيار هم نه وو

د مازيګر مانځه له ټول بازار په هېړ بند وو

ديدن ل تلم څوک د ګلونو دکاندار هم ن وو

د  قام  د  غم  سره  رشته  مې  لکه سا پالله

شماله دغې کې جمعه نه وه اتوار هم نه وو

 

ښاغلی شمال که له يوې خوا د حسن او ښکلا په رنګينو او ګلاليو جزيرو کې ګرځي او د سترګو دکراماتو او د جادويي نظر د کمالاتو خبرې کوي ورسره جوخت د خپل وطن او پښتنې خاورې دردونکي او غمونکې حالات ېې هم مخې مخې ته کېږي او په همدغو ترخو او بوګنونکو حالاتو په زوره زوره ژاړي او له سترګو ېې په شېبو شېبو د وير او غم اوښکې بهېږي۰ هغه وايي:

ستا د سترګو کرامات راته معلوم دی

د پېريانو کمالات راته معلوم دي

انتظاره اذيت دې ځکه پالم

چې خواږه د ملاقات راته معلوم دی

د حجرې د تقدس نه هم خبر يم

برکات هم د جومات راته معلوم دي

جنازې دي فاتحې دي لاس نيوی دی

ددې خپل وطن حالات راته معلوم دي

د ژوندو نمړو غاصب خانان مې ياد دي

وږي تږي د اسخات راته معلوم دي

د اذر د ځوی همت غواړي شماله

ګنې څومره لات منات راته معلوم دي

 

ښاغلی شمال په خپل وطن کې د انقلاب او بدلون مخالف نه ښکاري خو هغه دا هر څه د تشدد او تاوتريخوالي له لارې نه خوښوي بلکه د کتاب او قلم خبره کوي او خپل قام او اولس دې ته هڅوي چې علم او پوهې ته مخه کړي او کتابونه او قلمونه په لاسونو کې راواخلي۰

هغه په دې باوري دی چې که پښتانه لکه د نړۍ د نورو پرمختلليو قامونواو ملتونو  په شان د جهالت او ناپوهۍ له تورو تيارو نه رابهر شي، ساينس ا تکنالوژۍ ته مخه کړي او د علم او عرفان رڼاګانې خپلې کړي نو هغه ورځ به لرې نه وې چې د ژند د ښکلاګانو او رنګونو رنګينو پړاوونو ته به ورسېږي او د نړۍ د ترقۍ او سوکالۍ له کاروانونو سره به ملګري شي۰

هغه وايي:

مونږه  هم غواړو چې تدبير د انقلاب دې وشي

خو  دومره  ده  چې په قلم او کتاب  دې  وشي

يو څو  مرۍ  دې  د اميل نه را د خدای په نامه

زما تسپې  نيمګړې شوي چې ثواب دې وشي

 

رضوان الله شمال په خپل وطن او خاوره کې سوله امن او ارامي غواړي او له مينې او خوښيو نه ډک هوسا، سوکاله او ډاډمن ژوند ېې د زړه له هر څه نه لومړنۍ هيله ده، هغه د جنګ او وينو تويولو نه سخته کرکه او نفرت لري او د انسانانو او انساني ټولنو بقا، ارتقا او بريا د سولې او مينې په خوږو شيبو کې ويني ۰

نوموړي د امن او جنګ په نوم په خپل يوه نظم کې خپل احساسات او عواطف داسې څرګند کړي دي:

جنګ د يزيدي شان ذهنيت لرونکو کار دی

امن د حسين غوندې د حق پالونکو کار دی

جنګ د ابوجهل شان د کرکې جهل کار دی

امن د عمر غوندې د مينې عدل کار دی

جنګ د شيطانانو د خيالاتو نه پيدا دی

امن د نبې د معجزاتو نه پيدا دی

جنګ د جهنم د کنارو نه راوتلی دی

امن د جنت له منارو نه راوتلی دی

او

جنګ د شپې بچی د تروږمۍ د قبېلې نه دی

امن لکه ستوری د سپوږمۍ د قبېلې نه دی

يا شماله جنګ لکه بلا لکه شيشکه ده

امن خو بيخي لکه د امن ملائيکه ده

 

په ټوليز ډول د ښاغلي رضوان الله شمال شاعري خوږه، روانه او په تول پوره ده او  ټولې فني او هنري غوښتنې، ښکلاوي او رنګونه پکې په پام کې نيول شوې دی۰

نوموړي په خپله هره وينا کې د نوښت او د نوي فکر، نوي خيال او نوي موضوع د راوړلو شعوري هڅه کړې او له زړو، تکراري او بيا بيا ويل شوو الفاظو او موضوعاتو نه ېې تر ډېره حده ځان ساتلی دی۰

زه د رضوان الله شمال ادبي هڅو او پښتو ژبي ته د نوموړي خدمتونو او کار او زيار ته د قدر په سترګو ګورم  او د زړه له تله د رڼا بانګ د چاپ مبارکي ورته وايم۰

د رڼا بانګ نظمونه او غزلې دواړه يو له بل نه  خواږه، کره او معياري دي او د لوستونکو ادبي تنده پرې ماتيدای او خړوبېدلای شي۰

د شمال صيب په رڼا بانګ کې مونږ ټولې هغه فني ښکلاګانې او هنري رنګونه او ښايستونه موندلای شو چې د يوه معياري او ښه شعر غوښتنې او معيارات دي او سړی پرې حساب کولای شي۰

 

زه د خپلو خبرو لمن د رضوان شمال په لاندې بيتونو راټولوم او تاسو د شعر او ادب  درانه مينه وال د رڼا بانګ لوستلو ته رابولم:

د زړه درزا مې سمه په ما ګرانه زلزله ده

پينڅې  دې هله څنډ وهه جانانه زلزله ده

ما خوب ليده چې ګل يمه په زلفو کط ټالۍ خورم

چا ويښ کړمه چې پاڅه مسلمانه زلزله ده

 

نور مو په ستر او لايزال رب سپارم، روغ جوړ او خوشاله اوسئ او د ژوند له ترخو پېښو او ناخوالو په امان۰

په ډېره مينه او درناوۍ

 

۳/۵/۲۰۲۰

پېښور

-
بېرته شاته