(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپېښور ېادونه

[24.Jun.2020 - 13:15]

د پېښور يادونه!

لیک: اسدالله دانش

ښکلي که ډېر دي په کندهار کې

يا په کشمير کې يا په فرخار کې

لکه دا ښکلي د پېښور دي

هسې به نه وي په بل دیار کې

«خان عليين مکان»

 

ګوهر رحمن ګوهر روهيلی؛

هر وخت خپلې غوښتنې، هيلې، تودې سړې او هسکې ټيټې لري چې خبر رسونه یا څوک خبرول هم ددې لړۍ يوه غټه برخه ګڼلی شي

یو وخت کفترو له یوه ځایه بل ته په غاړه کې لیکونه وړل راوړل، وروسته چې نړۍ یو څه مخکې لاړه، ليک‌لېږنه دود شوه او خلکو د ډاکخانو له لارې ليکونه يو بل ته استول او حال به يې سره کاوه

بیا ټیلېګراف او  تار تېر شو، راډیو راغله، ټلوېزیون او دا دی اوس داسې شی راغی چې هر سړی اوس خپل شخصي ټلوېزيون لري! هههه ټک له واره لايو راشي او غل غدوی په شرمونو وشرموي، لاس په لاس يې ټول دروغ و رښتيا په ډاګه کړي...

 

  له اوږدو خبرو به تېر شم تاسې ته به د یوه درانه او مهربان مشر او ښه دوست ګوهر رحمان ګوهر صاحب یوه خاطره وليکم.

ګوهر رحمن ګوهر د BBC پښتو یو داسې غږ و چې د ډېرو افغانان په غوږونو کې یې اوس هم د غږ کړنګېدلي ازانګې ثبت دي.

د ډېرو به یاد شي چې پر کال ۱۳۷۱ او ۷۲ کابل کې خپلمنځي جنګونه ول، ګلبدين و رباني خپلو کې د سمسمکي یو بې‌خونده او بې باوره تړون وکړ، د هېچا زړه ته نه لوېده چې ګواکې دوی دې خپلو کې سره جوړ شي، نو ښاغلي  ګوهر صيب هم هغه شپه د BBC په خبرونو کې وویل:

«یقین مې نشي چې  دا سنډا دې په دې څپر وخېژي...».

آمدِ ګپ دی، نو اوس مو ښاغلی ګوهر صيب را یاد شوی، یوه بله جالبه کیسه به یې هم ولیکم:

ګوهر رحمن ګوهر صيب لومړی له راډیو پاکستانه کار پيل کړی و. ګوهر صيب د راډیو پاکستان په خبري سرویس کې پر خپل کار حاکم او بریالی وياند و. کیسه یې کوله چې موږ به ویل:

السلام علیکم دا رېډیو پاکستان دی، له ګوهر رحمان ګوهر نه خبرونه واورئ!

نن د زیارت ورځ، د مارچ...، د محرم... نېټه ده!

ویل زه به داسې وخت کې سټوډیو ته ننوتلم چې خبرونو ته به یو یا دوه منټه پاتې ول، نو عیسوي تاریخ به د هرچا یاد و، خو د قمري تاریخ ځای به سپین و، دا به بیا ما هلته په خپله ورسره وايه، چې نن د عیسوي دومره او د اسلامي دومره تاریخ دی، ويل: څو څو ځله مې له پروډیوسر سره لانجه وکړه چې دا د تاریخ ځای ماته سپین مه پرېږده خو بس دېوال ته ویل ول، څه ګټه یې ونکړه، اخر چې تنګ شوم بله ورځ چې سټوډیو ته ولاړم ومې ویل:

السلام علیکم، دا رېډیو پاکستان دی، د ګوهر  رحمان ګوهر نه خبرونه واورئ!

نن د مارچ... نېټه ده او پته نيشته چې د اسلامي تاریخ څوېمه نېټه ده!!

ههههههه ویل، د هېندارې هغه بل پلو ته چې ور ګورم پروډیوسر خپلو وېښتانو کې ګوتې ښخې کړې او رنګ یې نور هم تک تور شوی دی، چې را ووتلم ویل ولې دې داسې وکړل؟ ما ویل، انسان ته خو سړی یو ځل ووایي، ما تاسې له سل ځل اووې، چې نه مو منله اخر مجبور شوم د خپل زړه مې وکړه!

 

ښاغلی ګوهر صيب د ګڼو کتابونه لیکوال دی، ښه شاعر دی، شعري کليات يې چاپ شوی، یو وخت یې دده په اصطلاح شوخه شاعري هم کړې.

مثلاً:

زه د اشنا سترګو بلا وخوړم 

چاته فریاد وکړم چې چا وخوړم.

 

یا 

د ایرو څلی مې وران نکړې رو تېر شه 

باده زه هم د اشنا د عشق یادګار یم 

 

او دا چې:

ورانې دې په سترګو کې د مينې دا ډيوې مه شه

ستا خندنۍ سترګې په ژړا چرې لوندې مه شه

 

په نثري کتابونو کې يې قرآن او ساینس، عيسی او رټلي نازولي، او نور... یې چاپ شوي کتابونه دي.

ګوهر صيب د ژبپوهنې په برخه کې ډېر ستر او تلپاتې کار کړی، هيليکوپټر ته لومړی ځل ګوهر صيب په بي بي سي پښتو کې (چورلکه) نوم واخيست، ده به هر وخت په خبرونو کې داسې ټکي کارول چې د اورېدونکيو د ډېر هرکلي او راښکون وړ به ول، لکه:

        ښکلي که ډېر دي په کندهار کې

يا په کشمير کې يا په فرخار کې

لکه دا ښکلي د پېښور دي

هسې به نه وي په بل دیار کې

«خان عليين مکان»

 

«افغان اورپکو خپلو کې بيا سره  ښکرونه اړم کړل».

«ګومان مې نه شي چې دا سنډا به په دې څپر وخېژي» او د خبرونو په برخه کې داسې نورې نوې او خوږې جملې د ګوهر صيب له ښکلي غږ سره ملې له راډيو لومړی ځل اورېدل کېدې...

لکه څنګه چې ښاغلی پوهاند ډاکتر صيب مجاور احمد زیار په نوېزونو او ويي‌رغاونه کې یو ستر نوم دی، دغسې ګوهر صيب د زړو او ورکو پښتو وييونو په را ژوندي کولو کې يو ستر نوم دی.

ګوهر ډېر داسې مړه ویونه یا لغاتونه را پیدا او په ليکني ډګر کې يې په ټولنه کې له سره را ژوندي او دود کړل چې یا خو مړه شوي او ورک شوي ول او يا هم د له منځه تلو له خطر سره مخ ول.

ګوهر صیب یوه ورځ دانش خپرندویې ټولنې ته له یوه پنډ کتاب سره په ډېره خوشحالۍ او خندا را ننووت.

ما ویل: ګوهر صیب محترم  خیر خو دی، نن ما شاء الله ډېر خوشحاله ښکارې.

ویل: اسد جانه! غږ مه کوه، زما د زړه یو ستر ارمان پوره شوی، اسد جانه! زه لس کاله دې پسې ګرځېدم چې پښتانه به «موضوع« ته څه وایي! دا ورکه مې پیدا کړه، ویل يې، د «نسکورې ډېرۍ« پروګرام لپاره کوهاټ ته  تللی وم، غوښتل مې کوهاټ کې له يو څو کوچیانو سره د کوچیانو د ژوند- ژواک په اړه خبرې وکړم، هېڅوک خبرو ته نه حاضرېدل، یو چا راته وویل، له هاغې ونې لاندې یو سړی ناست دی، کتابونو ميتابونو کې ګوتې ډېرې وهي را وهي، هغه ته ورشه له تا سره به خبرې وکړي. ورغلم د اوږدې ږیرې یو غنم‌رنګه سړی له ونې لاندې ناست دی، سلام دعا نه وروسته مې ورته وویل، زه غواړم  له تا سره یوه مرکه وکړم.

سړي راته ویل: ستا د مرکې « بېلبره« څه ده؟!

ما ویل هن؟!! 

بېلبره! دا څه وي؟!

ویل مطلب مې دا دی چې ستاسې د مرکې موضوع څه ده؟!

ما ویل، وای وای! زه خو په همدې ورکې پسې دا لس کاله ګرځېدم اوس مې دادی پیدا کړه.

له سړي سره مې تر مرکې وروسته د هغه د یوه کتاب د چاپ ژمنه هم وکړه.

ویل يې، اسد جانه دا سړی خان خادم کوچی نومېږي او کتاب یې «کوچيانۍ پانګه» ده، د خادم صیب خط هم ډېر عجیبه خط و، کرښه به چې د پاڼې له دې سره پیل شوې وه، هغه بل سر کې به دوه ګوتې لاندې يا پورته ختمه شوې وه هههه کتاب به شاوخوا زر مخه و، دا نو داسې ورځې دي چې کمپیوټر تازه تازه د خطاطانو کاروبار خرابوي، په ټول پېښور کې  پښتو تکړه کمپوزر حفیظ الله غښتلی وه چې د ښاغلي لېوال په ایشیا سافټ دفتر کې یې کار کاوه.

 زما او د ګوهر صیب وروستۍ فیصله په دې وشوه چې د کمپوز پیسې يې په تا او چاپ به یې زه کړم.

کتاب چاپ شو او په جرمني کې د افغانستان کولتوري ټولنې، ښاغلي خان خادم کوچي ته د سرو زرو مډال هم ورکړ.

 

اوس مې اورېدلي  چې ښاغلی خان خادم کوچی په قصه خوانۍ کې د کوم مسجد مخ ته مسواکونه او تسبېح خرڅوي!

ماته چې هر وخت را يادېږي، د خان عليين مکان دا بيت مې جوخت په ذهن کې ورسره را ګرځي:

زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده

په اور وسېځه دا توري قلمونه

د خان خادم کوچي په قدر د ګوهر صيب په څېر ګوهر شناس پوهېږي او په هغه يې قدر دی!

 

یادونه: هېله ده ستړي کړې مې نه یي.

-
بېرته شاته